یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 288

د هند دفاع وزیر:«کیدای شي د پاکستان سند ایالت د هند برخه وګرځي»

0

د هند دفاع وزیر راجنات سینګ د سندیانو د ټولنې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې که څه هم د سند ایالت دا مهال د پاکستان برخه ده، خو د «تمدني اړیکو» له امله د هند له لرغوني هویت څخه نه جلا کېږي.

نوموړي ویلي:«سرحدونه بدلېدای شي، څوک نه پوهېږي، کېدای شي سبا سند بېرته هند ته را وګرځي.»

راجنات سینګ د هند او سند د تاریخي او کلتوري اړیکو یادونه کړې او د بیلګې په توګه یې د سندي هندوانو هغه دریځ یاد کړی، چې د هند له وېش وروسته هم د سند له جلا کېدو سره لا رواني ستونزه لري.

د ده په وینا، د سند سیند اوبه د هندوانو لپاره مقدسې ګڼل کېږي او حتا «په سند کې ګڼو مسلمانانو هم باور درلود چې د سند اوبه د زمزم د اوبو په رقم سپېڅلې دي.»

د هند دفاع وزیر همدارنګه ویلي، چې پاکستان تر واک لاندې کشمیر باید بېرته هند ته وسپارل شي.

شننونکي:ټي ټي پي د پاکستاني پوځ د ظلمونو پایله ده

0

افغان او پاکستاني کارپوهان وایي ټي ټي پي د پاکستاني پوځ د ظلمونو، هوایي بمبارد او خپلسرو وژنو پایله ده.

د شننونکو په باور پاکستان په لوی لاس غواړي د خپلو ظلمونو او بې عدالتیو له امله د رامنځته شوې ډلې مسولیت په افغانستان واچوي.

د افغان شننونکو په آند پاکستان تل د خپلو ورانکارو کړنو او فعالیتونو مسولیت په افغانستان د دوي د دوه مخې پالیسۍ برخه ده.

ویتنام کې؛سیلابونو ۹۰ کسان وژلي او لسګونه نور ورک دي

0

د ویتنام د چاپېریال وزارت وايي چې د هېواد په مرکزي سیمو کې د سختو بارانونو، سیلابونو او ځمکښوېدنو له امله ۹۰ کسان وژل شوي او ۱۲ نور لا هم ورک دي.

یاد وزارت ویلي، چې تر ټولو ډېر تلفات د «داک لاک» په غرنیو سیمو کې ثبت شوي، هلته چې زرګونه کورونه تر اوبو لاندې شوي دي.

د دغه وزارت په خبره، په ټوله اغېزمنه سیمه کې شاوخوا ۲۳۵ زره کورونه زیانمن شوي او نږدې ۸۰ زره هکتاره کرنیزې ځمکې له منځه تللي دي.

د حکومت د ارزونې له مخې، د سیلاب اقتصادي زیان نږدې ۳۴۱ میلیونه ډالر اټکل شوی.

د ویتنام د ملي احصایې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال جنوري څخه تر اکتوبر پورې د سختو طبعي پېښو له امله ۲۷۹ کسان وژل شوي یا ورک شوي او ټول زیانونه له ۲ میلیارده ډالرو اوښتي دي.

ویتنام چې د جنوب ختیځې آسیا په سیمه کېدلته د خبر لنډه پښتو نسخه وړاندې کېږي.

فلسطیني پلاوی؛قاهرې ته د اوربند د وضعیت د خبرو لپاره تللی

0

د فلسطین د وسله‌والې ډلې یو پلاوی د یکشنبې په ورځ قاهرې ته تللی ترڅو د غزې د جګړې د منځګړیو سره د اوربند د سرغړونو په اړه خبرې وکړي.

مصر، قطر او امریکا د حماس او اسراییل ترمنځ منځګړیتوب کوي او د تېرو اوربندونو د ساتنې هڅې کوي.

اسراییل ویلي، د شنبې په ورځ یې د حماس پنځه لوړپوړي غړي وژلي، او تور یې پورې کړی چې د برید لپاره استول شوي وو.

بل لورته د غزې روغتیايي چارواکو په وینا، هوایي بریدونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکیچ؛یوازې تیره میاشت منځني هیوادونو ته ۲۶۷میلیونه صادرات شوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ او لارې تړل کیدو وروسته، تازه شمیرو ښودلې چې د هېواد صادراتو په تیره میاشت (اکټوبر) کې د پام وړ زیاتوالی موندلې.

تازه شمېرې ښایي چې افغانستان په تیره میاشت کې شاوخوا ۲۶۷ میلیونه ډالره صادرات کړي، چې دا د تېر کال په پرتله څلور سلنه زیاتوالی ښيي.

د اقتصادي شنونکو په وینا، دا پرمختګ په ځانګړي ډول هغو بازارونو ته د نوې لارې پرانیستو پایله ده چې افغان تولیدات ورته په منظم ډول استول کېږي.

راپورونه وايي چې د هند او ازبکستان لوري ته د صادراتو پراختیا د بازارونو د تنوع او د بدیلو لارو د موندلو یوه بریالۍ هڅه بلل کېږي.

په اکتوبر میاشت کې د خوراکي توکو صادرات ۲۳۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال په پرتله یې ۸،۶ سلنه زیاتوالی ثبت کړی دی.

د سویلي آسیا د ترانزیټي فشارونو له منځه، افغان سوداګر اوس هم هڅه کوي چې د بدیلو بازارونو او مسیرونو له لارې د صادراتو ثبات وساتي.

مالیې وزارت:له پاکستان سره د سوداګرۍ درېدلو افغانستان باندې هیڅ تاثیر نه دی کړی

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وایي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ د بندېدو موضوع پر افغانستان هېڅ اغېز نه لري.

یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هېواد صادرات او واردات د سیمې له نورو هېوادونو سره په عادي ډول پر مخ روان دي.

وزارت زیاته کړې، چې ګمرکي عواید کم شوي نه دي او سوداګریز بهیر له کومې جدي ستونزې پرته جریان لري.

په اعلامیه کې یو ځل بیا له افغان سوداګرو غوښتنه شوې چې خپلې تجارتي لارې د پاکستان پر ځای نورو هېوادونو او بدیلو مسیرونو ته واړوي، او ټینګار شوی چې «اسلامي امارت» به په دې برخه کې له سوداګرو بشپړه همکاري وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي:د اسلامي نظام لاندې د افغانانو حقونه خوندي دي

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي د یوې غونډې پر مهال خبرداری ورکړی چې که د اسلامي احکامو له تطبیق څخه غفلت وشي، الله تعالی به د اسلامي نظام نعمت واخلي.

هغه ټینګار کړی چې اسلام د انسان د ژوند ټولې برخې رانغاړي او د امر بالمعروف اصل د اسلامي نظام روح بلل کېږي.

په دې غونډه کې د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلې چې د اسلامي نظام تر واک لاندې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي، او د طالبانو حکومت د کابل والي امین‌الله عبید ویلي چې د دوی له واکمنۍ سره افغانستان له تجزیې وژغورل شو.

هالنډ کې؛د ملکې ثریا د زوکړې ۱۲۶مه کلیزه او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد غونډه شوې

هالنډ کې د افغان ښځو د پیوستون ټولنې او د لومړیتوب لرونکو ښځو د سازمان په ګډ کوربتوب د ارواښادې ملکې ثریا د زوکړې د ۱۲۶مې کلیزې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد غونډه شوې.

په مراسمو کې لسګونه افغان فعالان، فرهنګیان، محصلان او د ښځو د حقونو مدافعینو ګډون کړی و.

ویناوالو د ملکې ثریا د ژوند، تعلیمي او ټولنیز پرمختیايي فکر په اړه خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې هغې د نجونو د زده کړو، ښځو د کار او مدني مشارکت لپاره تاریخي لاسته راوړنې لرلې.

ګډونوالو د افغان ښځو اوسني وضعیت ته هم اشاره کړې او د نړیوالې پاملرنې اړتیا یې مهمه بللې.

د غونډې په پای کې کوربه بنسټونو د افغان ښځو د تعلیم، کار او اساسي حقونو د ملاتړ لپاره د خپلو ګډو برنامو د دوام اعلان کړی.

عباس عراقچي:د ایران او افغانستان سوداګري له اروپايي هېوادونو سره د تجارت له حجم څخه زیاته ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې د ایران او افغانستان ترمنځ اوسنی تجارتي حجم د ایران له اروپايي هېوادونو سره د تجارت له مجموعې هم ډېر دی.

هغه ټینګار کړی چې د ایران سرحدي ولایتونه کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي، او سرحدي ستونزې هم د دغو ولایتونو د محلي چارواکو له خوا حل کېدای شي.

د یادونې ده چې ایران تازه اعلان کړی چې هره اونۍ به افغانستان ته ۱۰۰۰ ټنه سېمنټ صادروي.

چین او تاجیکستان؛د افغانستان د سولې او ثبات په ګډو همکاریو ټینګار کړی

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په تاجیکستان کې د خپل سیال سراج‌الدین مهرالدین سره د لیدنې پر مهال ویلي چې افغانستان د دواړو هېوادونو ګډ ګاونډی دی، او بیجینګ چمتو دی له دوشنبې سره په ګډه د افغانستان د سولې، ثبات او بیارغونې په برخو کې همکاري پیاوړې کړي.

وانګ یي چې تاجیکستان ته په رسمي سفر تللی، د بهرنیو چارو وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو او سیمه‌ییزو همکاریو د زیاتولو په اړه خبرې کړي دي.

د سفر په لړ کې هغه د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره هم ځانګړې ناسته کړې ده.