یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 287

د طالبانو حکومت:د ډبرو سکرو صادرات به د پاکستان پر ځای اوزبیکستان ته کېږي

د طالبانو حکومت په بلخ کې د اوزبیکستان له چارواکو سره د نوو سوداګریزو موافقو اعلان کړی دی.

د بلخ د طالبانو د والي ویاند حاجي زید وایي چې له دې وروسته د افغانستان د ډبرو سکاره د پاکستان پر ځای اوزبیکستان ته صادرېږي.

هغه زیاتوي چې اوزبیکستان به هم افغانستان ته خپل سمنټ او باکیفیت درمل لېږي.

د یادونې ده چې د پاکستان له خوا د پولو تړل کېدو او سوداګریزو محدودیتونو د طالبانو حکومت دې ته هڅولی چې له ایران او اوزبیکستان سره سوداګریز تعاملات پراخ کړي.

د پنجاب پولیسو؛راولپنډۍ کې ۱۹ بې‌اسناده افغانان نېولي

د پنجاب پولیس وايي چې په راولپنډۍ کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د موندلو عملیات روان دي او په تازه اقدام کې یې ۱۹ افغانان نیولي دي.

د پولیسو په وینا، دا عملیات د ښار په ګڼو سیمو کې ترسره شوي او په لسګونو کورونه، هټۍ او هوټلونه پلټل شوي دي.

چارواکي زیاتوي چې د کور په کرایه ورکولو په تور د څلورو کسانو پر ضد قضیې هم ثبت شوې دي.

ډونالډ ټرمپ:د اخوان‌المسلمین ډله د بهرنيو ترهګريزو سازمانونو په لېست کې شاملوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړی چې متحده ایالات به د اخوان‌المسلمین اسلامي ډله د «بهرنیو ترهګریزو سازمانونو» په لېست کې شامله کړي.

د «جاست د نیوز» د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې دا طبقه‌بندي به په تر ټولو قوي او قاطع ډول عملي شي او د دې پرېکړې وروستي اسناد د چمتو کېدو په حال کې دي.

راپور زیاتوي، ټرمپ لا د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ په دوره کې هڅه کوله چې اخوان‌المسلمین په رسمي ډول ترهګریزه ډله اعلان کړي.

راپور دغه راز ویلي، چې په واشنګټن کې د کلونو راهیسې د دې ډلې د ماهیت او ورسره د چلند په اړه بحثونه روان وو.

د یادونې ده چې اخوان‌المسلمین د سیمې یوه تر ټولو پخوانۍ اسلام‌پاله سیاسي او اجتماعي ډله ده چې په ۱۹۲۸ کال کې په مصر کې رامنځته شوه او اوس په دې تورنه ده چې ګواکې منځني ختیځ کې نارامي رامنځته کوي.

هند او کاناډا؛د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د میلیاردونو ډالرو سوداګرۍ پراختیا ته چمتو شوي

0

د هند حکومت وايي له کاناډا سره یې هوکړه کړې چې د نوې سوداګریزې موافقې خبرې بېرته پیل کړي.

دغه مذاکرات دوه کاله مخکې د ډېپلوماټیکو ترینګلتیاوو له امله ځنډول شوي وو.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د جي–۲۰ سرمشریزې په څنډه کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره لیدلي او د دواړو هېوادونو مشرانو د CEPA په نوم د لوړې کچې اقتصادي مشارکت د خبرو پر بیا پیل موافقه کړې.

کارني ویلي، دواړو خواوو د سوداګرۍ خبرې پیل کړې چې ښايي دوه اړخیزه راکړه ورکړه تر ۷۰ میلیارده کاناډایي ډالرو لوړه کړي.

سربېره پر دې، دواړو هېوادونو د سولر انرژۍ، ملکي اټومي انرژۍ او د یورانیمو د اوږدمهاله قراردادونو په تړاو هم د همکارۍ خبرې کړي دي.

د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې له هغه وروسته د ښه کېدو په لور روانې دي چې کاناډا په ۲۰۲۳ کال کې د هند او کاناډا د سیاسي شخړې له امله سوداګریزې خبرې درولې وې.

ضیاء الحق امرخیل:پاکستان نور په افغانستان کې د نظامونو د بدلولو واک نه لري

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل ایکس پاڼې کې لیکلي، د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې بابیزې ګڼلې چې په کابل کې د نظام د بدلون خبرې کوي.

‏ښاغلي امرخیل ویلي، د پاکستان حکومتي چارواکو تر خبریالانو پورې، ټول د طالبانو د نظام د بدلون بحثونه کوي، خو پاکستان فکر کوي چې دا د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه ده.

‏ضیاءالحق امرخیل په سختو ټکو د پاکستان دا ډول دوه مخې چلند غندلی او ویلي کله چې بحث تحریک طالبان پاکستان ته رسېږي، هغه ډلې ته چې د ده په وینا د پاکستان د پوځ د ظلم، بې عدالتۍ او د پښتنو د بیا بیا محرومیتونو په نتیجه کې زېږېدلې، نو بیا ناڅاپه ادعا کېږي چې افغانستان په پاکستان کې لاسوهنه کوي.

‏امرخېل لیکلي:« دا منطق پاکستان کلونه کارولای او تل یې هڅه کړې چې په افغانستان کې نظامونه بې ثباته او بدل کړي، خو اوس دغه مداخلې پای ته رسېدلې یوازې خپل ځان ستړی کوي.»

ولادیمیر زېلېنسکي؛ښايي د سولې د طرحې د خبرو لپاره واشنګټن ته ولاړ شي

0

رویټرز د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې امریکا او اوکراین د ولادیمیر زېلېنسکي د احتمالي سفر په اړه خبرې کوي او امکان شته هغه روانه اوونۍ واشنګټن ته ولاړ شي.

رویټرز د سفر موخه د زېلېنسکي او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ترمنځ د سولې د طرحې په اړه مخامخ بحث بللی.

رویټرز زیاته کړې چې د سفر دقیق وخت لا نه دی ټاکل شوی.

ولادیمیر زېلېنسکي نن له ټرمپ څخه د هغه د مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې اوکراین د امریکا، امریکایانو او په ځانګړې توګه د ټرمپ د ملاتړ قدردان دی، هغه ملاتړ چې د جاولین توغندیو له ورکړې پیل شوی و.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې ټرمپ ادعا کړې وه، چې اوکرایني مشران د امریکا له مرستو مننه نه کوي.

د پیسو نړیوال صندوق:د پوځي رژیم مداخله، پیچلي قوانین او ناکاره تدارکاتي سیستم پاکستان کې د فساد لامل دی

0

د پیسو نړیوال صندوق (IMF) په یو نوي راپور کې په پاکستان کې فساد پراخ، ژور او سیستماتیک بللی او ویلي یې دي چې دا وضعیت د هېواد اقتصاد، پانګونې او د خلکو پر باور سخت منفي اغېز کوي.

راپور ټینګار کوي چې د دولت پراخ حضور، پېچلي قوانین، کمزوري مالي او تدارکاتي سیستمونه او د دولتي شرکتونو ناکاره مدیریت د فساد د لا پراختیا اصلي لاملونه دي.

د IMF په وینا، عدلي بنسټونه له ځنډونو او درنو قضیو سره مخ دي او د فساد ضد ادارې لکه NAB او FIA کافي خپلواکي او اغېزمنتیا نه لري.

بل لورته زلمي خلیلزاد د دغه راپور په تړاو ویلي چې په پاکستان کې چارواکي د فساد پر وړاندې جدي ګامونه نه پورته کوي، ځکه ډېر یې پخپله په همدې سیسټم کې ښکېل دي، چې پایله یې د خلکو اقتصادي زیانونه او محرومیتونه دي.

پاکستان چې نږدې ۹۰ میلیارد ډالر پور لري، تر اوسه د IMF د دغه راپور په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

ایمل فیضي:پاکستاني پوځ د ګڼو خبریالانو ترڅنګ، د اپوزیسیون، PTM او بلوڅانو د وژنې مسول دی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي په پاکستاني ډیپلومات آصف دراني سختې نیوکې کړي.

ښاغلي فیضي د دراني څخه پوښتلي چې پاکستان کې “مدني ټولنې” حالت څنګه دی؟
نوموړي لیکلي:« د بشري حقونو مدافعین له سختو تورونو سره مخ دي، فعالین د څارنې، ځورونې او بند سزا زغمي، او حقایق ویونکي او ریښتیني خبریالان وژل کیږي. #PTM او #بلوڅان په نښه شوي ډلې دي. »

ایمل فیضي ویلي د اپوزیسیون غونډې او قومي لاریونونه ځپل کیږي او دا هرڅه د هغه پوځ لاندې کار کوي چې بهرنۍ پالیسي، اقتصاد او نور کنټرولوي.

المرصاد:ای ایس ای، داعش او اسرایلي رژیم د اسلامي نړۍ د بې ثباتۍ په مثلث بدل شوی

د طالبانو حکومت استخباراتو ریاست ته نږدې المرصاد د اسلامي نړۍ د بې‌ثباتۍ مثلث؛ تر سر لیک لاندې مقاله کې لیکلي چې داعش، آی‌اېس‌آی او صهیونیزم په پټه د اسلامي هیوادونو بې ثباتۍ ته کار ویلې او ژوره همکاري لري.

مقاله کې لیکل شوي:«دغه بدنامه رژیم د خپل بقا لپاره د ملي بودیجې اویا سلنه پوځ ته ځانګړې کړې، په داسې حال کې چې په هېواد کې د بېوزلۍ کچه ۴۰ سلنې ته رسېدلې ده. ورسره جبري ورکېدل، له محکمې پرته وژنې او د طبیعي سرچینو لوټماري د پاکستان د ۷۸ کلن تاریخ یوه ناوړه څنډه جوړوي.»

په مقاله کې ویل شوي د پاکستان د دعوو خلاف تحریک طالبان پاکستان له افغانستانه وارده شوې ډله نه ده؛ بلکې دا د پاکستان د پوځ د کلونو ظلم او ستم محصول دی.

مقاله لیکلي: «د سوات، وزیرستان او مهمند خونړي عملیات چې زرګونه ملکيان یې ووژل، مدرسې یې ورانې کړې او میلیونونه خلک یې بې‌کوره کړل، د دې خاورې د خلکو په ځوان نسل کې د قیام روحيه راویښه کړه.»

د هند دفاع وزیر:«کیدای شي د پاکستان سند ایالت د هند برخه وګرځي»

0

د هند دفاع وزیر راجنات سینګ د سندیانو د ټولنې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې که څه هم د سند ایالت دا مهال د پاکستان برخه ده، خو د «تمدني اړیکو» له امله د هند له لرغوني هویت څخه نه جلا کېږي.

نوموړي ویلي:«سرحدونه بدلېدای شي، څوک نه پوهېږي، کېدای شي سبا سند بېرته هند ته را وګرځي.»

راجنات سینګ د هند او سند د تاریخي او کلتوري اړیکو یادونه کړې او د بیلګې په توګه یې د سندي هندوانو هغه دریځ یاد کړی، چې د هند له وېش وروسته هم د سند له جلا کېدو سره لا رواني ستونزه لري.

د ده په وینا، د سند سیند اوبه د هندوانو لپاره مقدسې ګڼل کېږي او حتا «په سند کې ګڼو مسلمانانو هم باور درلود چې د سند اوبه د زمزم د اوبو په رقم سپېڅلې دي.»

د هند دفاع وزیر همدارنګه ویلي، چې پاکستان تر واک لاندې کشمیر باید بېرته هند ته وسپارل شي.