یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 282

ذبیح الله مجاهد:انتونیو ګوترېش دې له بې‌ځایه څرګندونو او تورونو لګولو څخه ډډه وکړي

‏د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش وروستۍ څرګندونې رد کړې دي.

نوموړي ویلي، د افغانستان د ښځو او نارینه وو په اړه تګلارې د اسلامي شریعت پر بنسټ تنظیم شوي او هېڅکله د نورو د خوښې لپاره نه شي بدلیدلی.

مجاهد زیاته کړې چې د افغانستان د حالاتو او اسلامي اصولو په اړه د کافي پوهې نه لرل د دې سبب ګرځي چې نړیوال چارواکي د نامناسبو اصطلاحاتو کارولو ته مخه کړي.

هغه له ګوتریش غوښتي چې په خپلو خبرو کې دقت وکړي او بې‌ځایه تورونه ونه لګوي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي څو ورځې وړاندې د افغانستان په دفترونو کې د ښځو د کار مخنیوی “احمقانه پرېکړه” بللې وه، چې د طالبانو حکومت له غبرګون سره مخ شوی دی.

محمد یعقوب مجاهد:امریکا سره مو اړیکې سیاسي او اقتصادي بڼه لري او اوسنی تمرکز مو د بندیزونو په لرې کولو دی

د طالبانو حګومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي چې له امریکا سره یې اړیکې دا مهال تر ډېره سیاسي او اقتصادي بڼه لري، او اصلي تمرکز یې د بندیزونو په لرې کولو دی.

نوموړی دا څرګندونې له الجزیرې ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې کړې دي.

محمد یعقوب مجاهد دا مهال قطر ته په رسمي سفر تللی او هلته یې له ګڼو قطري چارواکو سره لیدنې کړي دي.

که څه هم امریکا د طالبانو له حکومت سره د دوحې تړون لاسلیک کړی؛ خو لا هم ځینې طالب مشران د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.

امریکا وایي، له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل د بشري حقونو په برخه کې د دوی له کړنو سره تړاو لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر:د ادارو فعالیتونه دې د اسلامي ارزښتونو او د نظام د پالیسیو له مخې منعکس شي

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر شبیر احمد حقاني د مرکزي ادارو له ویاندویانو سره په ناسته کې ټینګار کړی چې د ادارو فعالیتونه باید په دقیقه، تحلیلي بڼه او د اسلامي ارزښتونو او د نظام له پالیسۍ سره سم منعکس شي.

نوموړي په دې ناسته کې له ویاندویانو غوښتي چې په یووالي سره د نشراتو په همغږۍ کې اغېزناک رول ولوبوي.

په ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین حيات‌الله مهاجر فراهي د منفي خبرونو له خپرېدو څخه خبرداری ورکړ، او ضیاءالحق حقمل د خلکو باور د اطلاعاتو رسولو تر ټولو لویه سرمایه وبلله.

یونیسف:د نجونو د زده کړو بندیز د افغانستان راتلونکی له ستونزو سره مخ کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو مخنیوی د هېواد د دوامدار ثبات او پرمختګ پر وړاندې جدي ګواښ دی.

یاد بنسټ وايي، افغانستان هغه وخت د پرمختګ پر لور تلی شي چې ښځې او نارینه دواړه په ګډه ونډه واخلي.

د یونیسف د ارزونو له مخې، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، تر ۲۰۲۵ کال پورې به څه باندې ۲،۲ میلیونه افغان نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شي.

یونیسف یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت ټینګار کړی چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې بندیزونه باید پای ته ورسوي او ټولو ماشومانو ته دې د زده کړې مساوي فرصت برابر شي.

د بښنې نړیوال سازمان:د طالبانو پر وړاندې بېړني او پیاوړي اقدام ته اړتیا ده

د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستۍ ناستې په اړه ویلي، چې اوس د طالبانو پر ضد د یوه اصولي، پیاوړي او بېړني اقدام اړتیا ده، څو د ټولو افغانانو حقونه خوندي شي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې طالبان د ښځو، نجونو او لږکیو حقونه تر پښو لاندې کوي او آن زلزله‌ ځپلو سیمو کې یې هم ښځې له مرسته کولو منعه کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغان کډوالو جبري شړل د ایران او پاکستان له لوري روان دي او دا کار د افغانستان کړکېچ لا پسې ژور کړی دی.

یاد سازمان د امنیت شورا له غړو غوښتي چې د افغانستان د بشري وضعیت پر اړه تازه راپورونه واوري او پر طالبانو عملي فشارونه زیات کړي.

د هواپېژندنې اداره:په اتو ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو وړاندوینه شوې

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې نن د وږي په ۲۷مه خبر ورکړی چې په اتو ولایتونو کې به شړکنده بارانونه، تندر، برېښنا، تېز بادونه او د سېلابونو د راوتو خطر موجود وي.

د ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا وړاندوینه د ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کاپیسا، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو لپاره شوې ده.

د معلوماتو له مخې، په یادو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۰ میلي مترو اټکل شوې ده.

د هوا پېژندنې اداره زیاتوي، چې په سوېل ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې هم د تېزو بادونو د رامنځته کېدو امکان شته او د بادونو سرعت به په ساعت کې ۵۰ تر ۷۵ کېلو متره وي.

نصیر احمد فایق:نړۍ دې د طالبانو کړنې عادي نه ګڼي او د افغانانو کړاوونه دې له پامه نه غورځوي

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې له نړۍوالو وغوښتل چې د طالبانو کړنې عادي ونه ګڼي او د افغانانو پر کړاوونو سترګې پټې نه کړي.

نوموړي وویل، په افغانستان کې ترهګري د ډېرېدو په حال کې ده او القاعده او داعش د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي.

فایق د طالبانو د حکومت له خوا د انټرنېټ بندېدو، د تعلیمي مضامینو لرې کېدو، د مدرسو د پراختیا او د اعتراضونو د ځپلو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې دا وضعیت د افراطیت د پراخېدو لامل کېږي.

هغه د طالبانو د عمومي عفوې ادعا رد کړه او زیاته یې کړه چې شاوخوا ۳۰ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې دي او پر ښځو، پخوانیو چارواکو او نظامیانو بشري سرغړونې روانې دي.

فایق ټینګار وکړ چې افغانستان ته د مشروع، ځواب ویونکي او هر اړخیز سیاسي بهیر پر بنسټ د یو نوي دولت اړتیا ده، او بشردوستانه مرستې باید بې‌طرفه او بې‌شرطه وي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام:د کونړ زلزلې ۲۳ زره تنه بې کوره کړي دي

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په تازه راپور کې ویل شوي چې د کونړ وروستۍ زلزلې نږدې ۶۴۹ زره ټنه وراني شاته پرې ایښې چې باید ژر تر ژره پاکې شي.

راپور زیاتوي، له دې طبیعي پېښې وروسته له ۲۳ زره ډېر کسان بې کوره شوي دي.

د UNDP د معلوماتو له مخې، دغه زلزلې شاوخوا ۲۴۶ زره ودانیو ته زیان رسولی دی چې پکې د خلکو کورونه، ښوونځي او روغتیایي مرکزونه شامل دي.

د غزې په تازه بریدونو کې ۶۳ تنه وژل شوي؛د فلسطینیانو تلفات له ۶۵ زرو واوښتل

0

د غزې په تړانګه د اسراییلي ځواکونو د وروستیو هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

فلسطیني چارواکي وایي، کره شمېرې تر دې هم لوړې دي، ځکه ګڼ شمېر کسان لا هم د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

بل لور ته، اسراییلي چارواکو اعلان کړی چې د غزې اوسېدونکو ته یې د وتلو لپاره ۴۸ ساعته اضافي وخت ورکړی دی.

د یادونې ده چې د جګړې له پیل راهیسې د فلسطینیانو د وژل شوو شمېر اوس له ۶۵ زرو څخه اوښتی دی.

زلمی خلیلزاد:د شیخ هبت‌الله د انټرنېټ بندیز پرېکړه له سپکاوي ډکه او ستره تېروتنه ده

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د انټرنېټ د بندیز پرېکړه بې‌مانا او ناسمه ده.

ښاغلي خلیلزاد پوښتلي: «شیخ هبت الله په کوم اساس فکر کوي چې افغانان انټرنټ یواځې د فحشا لپاره کاروي.؟»

هغه ویلي، چې د شیخ هبت الله دا پریکړه له سپکاوي ډکه او یوه لویه تیروتنه.

هغه دغه راز ویلي چې د انټرنېټ بندیز د هیواد پر پانګونه او اقتصاد لوی اغیز لرلی شي.