یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 281

رایلي مور:د ټرمپ د بګرام د بېرته نیولو پلان د امریکا د امنیتي ګټو لپاره مهم دی

د امریکا د استازو جرګې غړي رایلي مور د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه هڅې ستایلي چې غواړي د افغانستان بګرام هوايي اډه بېرته د واشنګټن تر کنټرول لاندې راولي.

مور د نیوزمکس یوې مرکې کې ویلي، د بګرام ستراتیژیک موقعیت او د امریکا پخواني لګښتونه دا ایجابوي چې اډه باید بېرته ترلاسه شي.

هغه ټینګار کړی چې د دې مرکز له لاسه ورکول یوه ستره تراژیدي وه، ځکه امریکا میلیاردونه ډالر او د ګڼو کسانو ژوند د همدې ځای د ساتلو لپاره قرباني کړي وو.

بګرام چې د امریکا تر ټولو لوی پوځي مرکز و، په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو حکومت لاس ته ولوېد.

ټرمپ تازه ویلي چې د دې اډې د بېرته ترلاسه کولو هڅې کوي او د چین د پولې نږدې والی یې د ده په پلان کې مهم رول لري.

سي‌ان‌ان:ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو هڅې پيل کړي

سي‌ان‌ان ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېرو میاشتو کې په پټه د ملي امنیتي چارواکو څخه غوښتي چې د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو لارې چارې ولټوي.

راپور کې راغلي چې د دغې موضوع په تړاو خبرې اترې لږ تر لږه د مارچ له میاشتې راهیسې روانې دي.

د سي‌ان‌ان په خبره، ټرمپ باور لري چې بګرام د څو دلیلونو له مخې ستراتیژیک اهمیت لري چې د چین څارنه، د افغانستان د نادره منرالونو لاسرسی، د داعش پر ضد د عملیاتو د مرکز جوړول او ښایي د یوه دیپلوماتیک مرکز بیا پرانیستل پکې شامل دي.

اندیشه: د طالبانو راتلونکی به د سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو تر اغېز لاندې وي

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه ویلي، چې هغه نړیوال او سیمه‌ییز توازن، چې په وروستیو څلورو کلونو کې یې د طالبانو د بیا راژوندي کېدو او د هغوی د ځواک د پراخېدو زمینه برابره کړې وه، اوس د پای ته رسېدو په حال کې دی.

اندیشه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د لویو قدرتونو ترمنځ د تعامل، سیالیو او مصلحتونو له امله په تېرو کلونو کې د طالبانو دریځ پیاوړی شوی و؛ خو د نړیوالو اړیکو د شرایطو بدلون او سیمه‌ییز تحرکات اوس دغه فضا ورو ورو بدلوي.

هغه زیاته کړې چې د نړۍ په سیاسي تقویم کې د سپټمبر او اکتوبر میاشتې د مهمو پېښو او بدلونونو میاشتې بلل کېږي او امکان شته چې په همدې لړ کې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه نوې څپې رامنځته شي.

اندیشه خبرداری ورکړی چې د دغو تحولاتو اغېزې به پر افغانستان مستقیمې وي او د هېواد سیاسي، امنیتي او ټولنیز وضعیت به اغېزمن کړي.

د هغه په وینا، د افغانستان راتلونکی نه یوازې د کورنیو عواملو پورې تړلی، بلکې د نړیوالو او سیمه‌ییزو بدلونونو له اغېزو سره هم کلک تړاو لري.

ملاله یوسفزۍ: د انټرنټ بندیز د طالبانو د استبدادي سیاستونو دوام دی

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د زده‌کړې نړیوالې ملاتړې، ملالې یوسفزۍ د طالبانو له لوري په افغانستان کې د انټرنټ محدودولو او بندولو پرېکړه په کلکه غندلې ده.

هغې ویلي، دا کار د طالبانو د استبدادي سیاستونو دوام دی چې موخه یې د ښځو او نجونو نور هم ګوښه کول او له نړۍ پرېکول دي.

ملالې ټینګار کړی چې د انټرنټ بندېدل د زده‌کړو بهیر ګډوډوي او افغان نجونې له خپلو استادانو او همصنفیانو سره د اړیکو له حقه محروموي.

د هغې په وینا، دا اقدام د جنسیتي اپارتاید یوه څرګنده نښه ده.

هغې له نړیوالو حکومتونو غوښتنه کړې چې یوازې غندنه کافي نه ده، بلکې باید عملي فشار پر طالبانو زیات کړي، څو دوی اړ شي د انټرنټ بندیز پای ته ورسوي.

ملاله وایي، افغان ښځې او نجونې د زده‌کړې او د انټرنټ د کارولو حق لري او نړۍ باید د دوی د مبارزې ملاتړ وکړي.

ټرمپ ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات غبرګون؛تعامل ته اماده یو، خو پوځي حضور مو نه منو

‏د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دریم سیاسي ډیسک رئیس، ذاکر جلالي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو خبره د معاملې له زاویې کوي، ځکه نوموړی له سیاست هاخوا یو بریالی تاجر او معامله‌کوونکی بلل کېږي.

جلالي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې افغانستان او امریکا کولای شي د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري؛ خو بې له دې چې امریکا په افغانستان کې پوځي حضور ولري.

هغه ټینګار کړی چې د پوځي حضور موضوع افغانانو په تاریخ کې نه ده منلې او دا احتمال د دوحې د خبرو پر مهال هم په بشپړ ډول رد شوی و؛ مگر نور تعامل ته دروازې پرانيستې دي.

آیا رښتیا هم د افغان دولت په سقوط کې زلمی خلیلزادملامت دی؟

0

لیکوال: احمد شاه انګار
د نړیوالو اړیکو د سولې او شخړو مطالعاتو او ستراتیژیکو استخباراتو د علومو متخصص، ژورنالیست او سیاسي شننونکی.

افغان ټولنه له تېرو څو لسیزو را په دېخوا له ژور سیاسي، ټولنیز او فکري بحران سره مخ ده. د قبایلي تعصب او قومي ذهنیت دومره سترګې ړندې کړي چې د قرآن کریم دا آیت پر دوی په بشپړ ډول تطبیق کېږي:
صُمٌّ بُكمٌ عُميٌ فَهُم لا يَرجِعونَ
(کاڼه، ګونګه او ړنده دي، نو بیرته نه راګرځي).
نن ورځ په عامه ذهنیت کې داسې یو تصویر جوړ شوی چې د افغانستان د سقوط ټول مسؤلیت باید د زلمي خلیلزاد پر اوږو واچول شي. دلیل یې دا ښيي چې نوموړی د افغانانو سره نژادي تړاو لري، د افغانانو دا قبیلوي ذهنیت دا نشي درک کولای چې یو انسان چې نژاد يې پښتون وي هغه دې دي بل هیواد ته ژمن وي . خو د عقل او واقعیت له مخې دا تصور ډېر ناسم دی. خلیلزاد د امریکا تابعه دی، امریکایي سیاستوال او دیپلومات دی او دنده یې د امریکا د ملي ګټو خدمت کول دي، نه د افغانستان.
نوموړي په خپله څو ځله په ښکاره ویلي وو چې دی د امریکا رسمي استازی دی او یوازینی مسؤلیت یې د امریکا د دولت د پالیسیو عملي کول دي.

ولې یوازې خلیلزاد ملامتوو؟!

پوښتنه دا ده: ولې د افغانانو ټول قهر یوازې پر خلیلزاد ورټولېږي؟ ولې هغه امریکایي چارواکي نه ملامتوو چې په ښکاره ډول یې پرېکړې کولې او د افغانستان د برخلیک په ټاکلو کې یې ستر لاس درلود؟ ولې جنرال سکاټ مېلر، جو بایډن، ډونلډ ټرمپ، مایک پومپیو او د CIA او پنټاګون مسؤلین نه ملامتوو؟
ځکه دا کسان د افغانانو سره نژادي اړیکي نلري، نو ځکه په بحثونو کي د هغوی نوم هم نه اخلو.
ایا موږ فکر کوو چې د امریکا حکومت د افغانستان په څېر دی چې یو کس کولای شي هر څه په خپله خوښه پرېکړه کړي؟ دا یو ډېر ساده او جاهلانه ګمان دی.
د امریکا نظام د څو ګونو ادارو پر همغږۍ ولاړ دی.
د طالبانو سره د سولې پروسه یوازې د خلیلزاد په خوښه نه وه، بلکې په کې پنټاګون، CIA، NSA، د بهرنیو چارو وزارت، د کانګرس استازي او د امریکا ولسمشر ښکېل وو.
د امریکا د پرېکړې پروسه
په امریکا کې هېڅکله سترې پرېکړې د یوه کس په خوښه نه کېږي. هره ستراتیژیکه تګلاره د بېلابېلو ادارو له بحث، ارزونې او تصویب وروسته عملي کېږي. نو دا تصور چې ګواکې خلیلزاد خپله پرېکړه وکړه او د امریکا دولت یې ومنله، یوازې ناپوهي ده. هغه یوازې د یو مامور په توګه د هغه پلانونو د عملي کولو دنده لرله چې په واشنګټن کې جوړ شوي وو.

د افغان مشرانو ناکامي!

راځئ عادلانه قضاوت وکړو. هغه کسان چې د افغانانو لخوا ټاکل شوي وو، د افغانستان د قانوني مشرتابه چوکۍ یې درلودې او د افغانستان د ساتنې لوړه یې کړې وه، هماغه کسان ناکام او د سقوط مسؤل دي. اشرف غني، حامد کرزی، عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او نور ټولو ځانونه د افغانستان مشران بلل، خو په عمل کې یې د خپلو ژمنو خلاف وکړل.
اشرف غني، چې ځان یې د نړۍ “دویم  متفکر” باله او د امریکا د پوهنتونونو تجربه یې لرله، ولې ونه شوای کولای د امریکا له سیاستونو ځان خبر وساتي؟ ولې یې په ساده‌والي سره د امریکایانو خبرې ومنلې او د هیواد د ګټو لپاره یې کلک دریځ ونه نیوه؟ د ده بې کفایتي او ناپوهۍ د دولت په سقوط کې تر هر څه ډېره ونډه لرله.
ان هیڅ دا فکر هم نه وو کړی چي یو وخت نه یو وخت به امریکا وځي ، هیڅ بدیل پلان يی نه لاره ، که فرضاً د امریکا منافع تغیر کوي ، نو افغانستان به په داسي حالت کي څه کوي.
افغان مشرانو سخت غفلت وکړ، او اوس خپله ملامتیا
پر نورو اچوي.

د حکمتیار جنایات او د افغانانو چوپتیا!

ګلبدین حکمتیار، چې زرګونه افغانان یې د ISI او د ایران د سپاه پاسداران په ګټه ووژل، یو ښکاره جنګي مجرم دی. خو څوک هغه ته د حساب ورکولو غوښتنه نه کوي. برعکس، هغه ته د سولې د نوم لاندې امتیازات ورکړل شول. ایا دا د انصاف خبره ده چې د یوه جنګي مجرم له جنایاتو سترګې پټې کړو او ټول قهر یوازې پر یوه دیپلومات خالي کړو؟

نړیوال سیاست او دیپلوماتیک تاکتیکونه!
خلیلزاد هغه څه وکړل چې هر دیپلومات یې د خپلې دندې په چوکاټ کې کوي. دا د نړیوال سیاست یوه عادي قاعده ده چې هر استازی د خپل هیواد ګټې ساتي او د ګټو د ساتلو لپاره د مختلفو تکتیکونو څخه کار اخلي چي خطا ایستل هم یو مهم تکتیک دی د داسی پرېکړو.
موږ نه شو کولای د امریکا دیپلومات د افغانستان د ګټو د خوندي کولو لپاره مسؤل وبولو. اصلي مسؤلیت د افغان مشرانو پر غاړه دی چې د دې تکتیکونو د درک او مقابله کولو وړتیا یې نه لرله.

پایله!
په پایله کې، د خلیلزاد پر وړاندې دا ډول قضاوت یوازې احساساتي او غیر منطقي دی. هغه امریکایي دیپلومات و، دنده یې د امریکا ګټو ته خدمت کول و، نه د افغانستان.
اصلي خیانت او ناکامي د هغو افغان مشرانو ده چې د افغانستان د ساتنې لوړه یې کړې وه، خو یا یې هېواد د پردیو په لاس کې ورکړ او یا یې د خپلو شخصي ګټو لپاره ملت په وینو ولمباوه.
که موږ رښتینی عدالت غواړو، باید خپل قضاوت له احساساتو وباسو او د افغان مشرانو د خیانتونو، جنایاتو او بې کفایتۍ په اړه صادقانه خبرې وکړو. افغانان باید پوه شي چې ستونزه د نورو په ملامتولو سره نه حل کېږي. د افغانستان د ناکامۍ ریښه په خپله د افغانانو په منځ کې ده، نه په خلیلزاد کې یا امریکا کې.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

ډونالډ ټرمپ:غواړم یو ځل بیا د بګرام هوايي اډه تر لاسه کړم

د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، يو ځل بيا د جو بايډن د حکومت له لوري د بګرام هوايي اډې پرېښودل سخت غندلي او ويلي يې دي چې هغه د دې اډې د بېرته تر لاسه کولو نيت لري.

ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ټينګار کړی چې د بګرام ستراتيژيک اهميت د جغرافيايي موقعيت له امله، په ځانګړي ډول د چين ته د نږدېوالي له کبله ډېر دی او له همدې کبله غواړي دا اډه يو ځل بيا خپله کړي.

د فرانسې ولسمشر؛د خپلې مېرمنې د ښځینه جنسیت ثابتولو لپاره یوې امریکايي محکمې ته ساینسي شواهد وړاندې کوي

0

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او مېرمن یې بریژیت مکرون غواړي چې په امریکا کې محکمې ته ساینسي او تصویري شواهد وړاندې کړي، څو ثابته کړي چې بریژیت ښځه ده.

دوی دا شواهد د افتراء په یوه قضیه کې وړاندې کوي چې د ښي اړخي انفلوئنسر کانداس اوونز پر ضد یې ثبت کړې.

اوونز دعوه کړې چې ګواکې بریژیت مکرون نارینه زیږېدلې ده.

د امریکا کانګرس؛د طالبانو ضد کسانو ته د استخباراتي معلوماتو ورکړې لپاره دفاعي بودجې په طرحه کې تعدیل تصویب کړ

د امریکا د کانګرس ځینو غړو د ۲۰۲۶ کال دفاعي بودیجې په طرحه کې تعدیل تصویب کړی چې د دفاع وزارت ته اجازه ورکوي چې د طالبانو ضد پخوانیو افغان پوځیانو، پولیسو او نورو مقاومت کوونکو ډلو سره استخباراتي معلومات شریک کړي.

په دې تعدیل کې د وسلو ورکول شامل نه دي.

دا طرحه به په راتلونکو ناستو کې وڅېړل شي او تر اوسه یې د سنا او ولسمشر ملاتړ لا روښانه نه دی.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت:د درملو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي قانون توشیح شو

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت وايي، د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق مخنیوي نوی قانون توشیح او خپور شوی دی.

د دې قانون له مخې، یوازې هغه کسان د دغو توکو کاروبار او واردات کولای شي چې د روغتیا وزارت رسمي جواز ولري.

ټرانسپورټي شرکتونه، د هوايي ډګر کارکوونکي او روغتیايي موسسې هم له جواز پرته واردات نه شي کولی.