شنبه, مې 16, 2026
Home Blog Page 272

د طالبانو حکومت:واخان کې نیول شوی واورین پړانګ بیرته طبیعت ته خوشې شو

د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې هغه واورین پړانګ چې په تېرو ورځو کې یې د کلیوالو پر څارویو درې پرله‌پسې بریدونه کړي وو او ۴۱ پسونه او وزې یې داړلې وې، د بدخشان دپاره د طالبانو حکومت د کرنې ریاست، د واخان ملي پارک د کارکوونکو او ځایي خلکو په همغږۍ بېرته خوشې شو.

د بدخشان د کرنې چارواکو د واورینو پړانګانو د بریدونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او امنیتي پوستو ته یې سپارښتنه کړې چې د ناقانونه ښکار مخه ونیسي.

د سیمې اوسېدونکي دا ډول پېښې د خپلو مالونو او ژوند لپاره جدي ګواښ بولي.

د پاکستان پوځ:د عمران خان روایت نور سیاسي نه، بلکې امنیتي ګواښ دی

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي، د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان د ملي امنیت لپاره په جدي ګواښ بدل شوی او د بهرنیو دښمنانو له ملاتړ څخه برخمن دی.

نوموړي ادعا کړې چې د عمران خان ضد پاکستاني روایت لومړی له شخصي حسابونو پیلېږي او بیا د هندي او افغان رسنیو له لارې نړیوال انعکاس مومي.

هغه ټینګار کړی، چې د بیان ازادي منل شوې، خو د ملي امنیت له ګواښ سره به هېڅ ډول معامله و نه شي.

بل‌خوا عمران خان په وروستیو څرګندونو کې د پوځ پر مشر عاصم منیر سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې پاکستان د «عاصم قانون» تر واک لاندې دی او پوځ یې «تر ټولو ظالم دیکتاتور» بللی دی.

هند او روسیه؛د ستراتيژیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره موافقې لاسلیک کړې

0

په نوي ډیلي کې د هند او روسیې ۲۳م کلني سرمشریزې په ترڅ کې، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په هایدراباد هاوس کې یو شمېر موافقې لاسلیک کړي.

دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو د ژورو او څو اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه کړې او په سیمه‌ییزو او نړیوالو مسائلو یې بحث کړی.

دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، مهاجرت او کډوالۍ، بحري همکارۍ، روغتیا او خوړو د خوندیتوب، سرې خاورې، علمي تبادلو، رسنیو همکارۍ او د خلکو ترمنځ اړیکو د پراختیا په اړه یادداښتونه (MoUs) لاسلیک کړي.

پاکستان:د طالبانو حکومت څخه د قاطع تضمین تر ترلاسه کولو پورې به لارې همداسې تړلې پاتې وي

په داسې مهال کې چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وړمه ورځ د افغانستان او پاکستان د لارو په اړه څرګندونو کې وویل چې تر هغې به یاد هیواد سره لارې تړلې پاتې وي تر کومه چې پاکستان ورته قوي تضمین نه وي ورکړی، څو د سیاسي ناندریو له امله اقتصادي رکود رامنځته نکړي؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، د طالبانو حکومت د نه‌همکارۍ له امله خبرداری ورکړ چې د افغانستان سره ټولې سوداګریزې او ترانزیتي لارې به تړلي پاتې شي.

نوموړي ویلي، چې یوازې د ترهګرو د نفوذ د بشپړ مخنیوي تضمین تر ترلاسه کولو وروسته به سرحدونه پرانستل شي.

اندرابي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې اسلام‌اباد له افغان ولس سره کوم اختلاف نه لري او د سرحدونو تړل یوازې د امنیتي دلایلو له امله دي.

هغه ویلي: «ترهګر او تاوتریخوالي خپرونکي عناصر باید پاکستان ته داخل نه شي. تر هغه چې دا تضمین قاطع نه وي، سرحد به تړلی پاتې وي.»

اندرا بي په ورته وخت کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ په عربستان سعودي کې د ترسره شویو مذاکراتو جزئیاتو څخه ډډه کړې، خو د ترکیې د هڅو یادونه یې وکړه، او ویې ویل چې ښايي د طالبانو د نه‌همکارۍ له امله ترکیې خپل لوړپوړی پلاوی پاکستان ته نه دی لېږلی.

چین او فرانسې؛د دیپلوماتیکو اړیکو نوې شپیته کلنه دوره پیل کړه

0

د چين ولسمشر شي جين پينګ د فرانسې له ولسمشر اېمانوېل مکرون سره يو ځای د چين–فرانسې د سوداګرۍ شورا د اوومې غونډې د پای مراسمو کې ګډون کړی.

نوموړي ویلي، چين او فرانسه سږ کال د ديپلوماتيکو اړيکو د پيل له ورځې د دوهمو ۶۰ کلونو پړاو ته داخل شوي او دواړه هېوادونه د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو ساحه نورو برخو ته غځوي.

شي جين پينګ د دواړه لوريو د اړيکو د ټينګېدو له پيلني هدف ژمنه کړې، چې د همکاريو فرصتونه په سمه توګه وکاروي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د دوامدار او باثباته پرمختګ لپاره ګډ کار وکړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت؛شپږ تنه افغانان د جنایي سابقې له امله نیولي

د امریکا د کورني امنیت وزارت (DHS) اعلان کړی چې شپږ افغان اتباع یې د جنایي سابقې له امله نیولي دي.

یاد کسان د بایډن د ادارې پر مهال د ځانګړو بشري او کډوالۍ پروګرامونو له لارې متحده ایالاتو ته داخل شوي وو.

د DHS له لوري خپرو شویو نومونو له مخې قسمت‌الدین ظفران، منصور ولي‌زاده، محمد طیب رسولی، جاوید غمګین، اسیرالله خالد او سید محمد تڼی دي.

وزارت د دوی د قومي هویت په اړه جزیات نه دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې ټول یاد کسان د افغانستان اتباع دي.

د امریکا حکومت ټینګار کړی چې د کډوالو او بشري پروګرامونو ارزونه روانه ده، څو د امنیتي ګواښونو مخه ونیول شي او د ټولنې خوندیتوب خوندي پاتې شي.

ولادیمیر پوتین:افغانستان ځانګړې ستونزې لري؛ خو طالبان دا ستونزې حلوي

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د هند له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هم خپلې ځانګړې ستونزې لري، ځکه دغه هېواد څو لسیزې د کورنیو جګړو شاهد پاتې شوی دی.

ده دا وضعیت «وېرونکی» بللی؛ خو ټینګار یې کړی چې طالبان اوس په افغانستان کې د چارو کنټرول په لاس کې لري او د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات کوي.

پوتین دا څرګندونې د هند له سفر مخکې په مسکو کې د اینډیا ټوډي له خبریالانو سره کړي دي.

هغه په ډهلي کې د نریندرا مودي له تود هرکلي سره مخ شو، که څه هم واشنګټن پر هند فشار راوړی چې له مسکو سره اړیکې راکمې کړي.

د آریانا افغان هوايي شرکت:د مال‌وړونکي چارټر الوتکې تړون وروستي پړاو ته رسېدلی

آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د یو چارټر کارګو الوتکې د رانیولو او کارولو قرارداد بشپړ شوی او تمه ده چې دا الوتکه په نږدې راتلونکي کې هېواد ته ورسېږي.

د دغه شرکت رییس، بخت‌الرحمن شرافت، وایي چې د نوې کارګو الوتکې په راتګ سره به د کورنیو سوداګرو لپاره د صادراتو او وارداتو د لېږد بهیر چټک، اسانه او لا معیاري شي.

ده زیاته کړې چې دا الوتکه به د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره نوې ځانګړې لارې او فرصتونه رامنځ ته کړي.

د طالبانو حکومت او روسیې د سفیرانو لیدنه؛د اړیکو د پراختیا او سیمه‌ییز ثبات پر همکاریو خبرې شوې

د پاکستان په اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت سفارت وایي چې سفیر سردار احمد شکیب د روسیې له سفیر البرټ خوریف سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې د دوه‌ اړخیزو اړیکو اوسنی وضعیت، د همکاریو راتلونکی او د سیمې وروستي تحولات څېړل شوي دي.

سردار شکیب د مسکو له‌خوا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل د سیمه‌ییز ثبات لپاره مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د همکاریو پراختیا ته ژمن دی.

د روسیې سفیر هم د اړیکو له پراخېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې مسکو تل هڅه کوي په سیمه کې مثبت او مسؤلانه رول ولوبوي.

ولادیمیر پوتین؛د دوه ورځني سفر په ترڅ کې نوې ډهلي ته ورسېد

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوه ورځني رسمي سفر لپاره هند ته رسېدلی او د لومړي وزیر نریندرا مودي له لوري یې تود هرکلی شوی.

ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو د کلنۍ غونډې پر مهال ډهلي او مسکو یو شمېر مهم اقتصادي او ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې امریکا پر هند د روسیې د تېلو د پېر بندولو لپاره فشارونه زیات کړي او هممهاله د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په تړاو نړیوالې هڅې روانې دي.

هند او روسیه چې له لسیزو راهیسې نږدې متحدین بلل کېږي، هڅه کوي خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.