د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې په شالوبار سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو موټر ته نږدې پر موټرسایکل پورې تړلو بمونو چاودنه کړې ده.
د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې، چاودنه په یو څه واټن کې شوې او تر دې دمه د کومې مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې په شالوبار سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو موټر ته نږدې پر موټرسایکل پورې تړلو بمونو چاودنه کړې ده.
د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې، چاودنه په یو څه واټن کې شوې او تر دې دمه د کومې مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د طالبانو حکومت د جدې شپږمه، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۶مې کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې او دغه یرغل یې په کلکو ټکو غندلی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د ۱۳۵۸ هـ ش کال د جدې په شپږمه شوروي اتحاد پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او زرګونه اشغالګر پوځونه یې د هېواد خاورې ته داخل کړل چې د دې لس کلن اشغال پر مهال افغانستان له پراخو ویجاړیو سره مخ شو، میلیونونه افغانان هجرت ته اړ شول او زرګونه کسان شهیدان او معیوب شول.
اعلامیه زیاتوي چې افغانانو د دغه اشغال پر وړاندې په مېړانه جهاد وکړ او بالاخره شوروي ځواکونه د لسو کلونو وروسته له ماتې سره مخ او له افغانستان څخه ووتل.
د طالبانو حکومت دغه تاریخي پېښه د دې ثبوت بللی چې د افغانستان پر خلکو باید هېڅ بهرنی ځواک د هغوی په ایمان، غیرت او اراده شک ونه کړي.
د اعلامیې له مخې، افغانانو په نږدې یوه پېړۍ کې درې ستر ځواکونه مات کړي او خپل هېواد یې له اشغال څخه خلاص کړی دی.
د طالبانو حکومت له خلکو غوښتي چې د خپل هېواد د ازادۍ او استقلال د ساتنې لپاره چمتو واوسي او هیچاته اجازه ورنه کړي چې د اسلامي نظام، دیني ارزښتونو او ملي حاکمیت پر وړاندې شومې موخې عملي کړي.
اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې «اسلامي امارت» به د خپلو دیني ارزښتونو، اسلامي نظام، وطن او ولس د دفاع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ترکیې د کډوالو ادارې د وروستیو شمېرو له مخې، سږ کال د غیرقانوني کډوالو پر وړاندې عملیاتو کې زیاتوالی راغلی دی چې په دې موده کې ټولټال ۱۵۲ زره ۶۰۰ غیرقانوني کډوال نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو په منځ کې ۴۲ زره افغانان شامل دي چې تر ټولو زیات نیول شوي دي.
د افغانانو تر څنګ تر ټولو زیات نیول شوي سوریایان وو، او د ازبکستان، ترکمنستان او ایران اتباع هم په لوی شمېر کې شامل دي.
د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي، د مهاجرینو د کنټرول او قانوني جریانونو د منظمولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي او په ځانګړي ډول د هغو کډوالو پر وړاندې چې له اسنادو او د سفر قانوني شرایطو پرته یې هیواد ته داخل شوي دي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خرم وایي، د نړۍ روانو جګړو، ژیوپولیتیکي ترینګلتیاوو، د نړیوال نظم کمزورۍ، د لوېدیځ بندیزونو، سوداګریزو جګړو او د ډالر د انحصار د کمولو هڅو د سرو زرو ارزښت په نړیواله کچه بېساري لوړ کړی دی.
نوموړی زیاتوي چې په داسې ناڅرګندو شرایطو کې هېوادونه د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کوي.
کریم خرم اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان په شمال کې استخراج کېدونکی سره زر په ټیټه بیه بهرنیو سوداګرو ته پلورل کېږي او له هېواده ایستل کېږي.
د هغه په وینا، ښه به دا وه چې دغه سره زر د هېواد له پولي زېرمو سره یوځای شي، ځکه د سرو زرو کانونه د نورو عادي کانونو په څېر نه دي او باید ځانګړی چلند ورسره وشي.
د ایران د بشري حقونو بنسټ «هرانا» په خپل نوي کلني راپور کې اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د ایران په زندانونو کې لږ تر لږه ۱٬۹۲۲ کسان اعدام شوي دي، چې دا د تېر کال په پرتله ۱۰۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې، له دې شمېرې څخه ۱۰ کسان په عام محضر کې اعدام شوي دي.
هرانا ویلي، ۹۵ سلنه اعدامونه په پټه ترسره شوي او یوازې ۵ سلنه یې د رسمي رسنیو له لوري اعلان شوي دي.
د راپور له مخې، د اعدام شویو کسانو له ډلې ۸۷ سلنه نارینه او ۳ سلنه ښځې وې، خو د ۱۰ سلنه کسانو جنسیت نه دی څرګند شوی.
همدارنګه، هرانا ټینګار کړی چې د اعدام شویو کسانو په منځ کې دوه تنه داسې کسان هم شامل دي چې د منسوب جرم د ترسره کولو پر مهال یې عمر له ۱۸ کلونو کم و، چې دا د ماشومانو د حقونو ښکاره سرغړونه بلل کېږي.
ایران کې د افغتانستان پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال وایي، افغانستان تر ۲۰۲۱ کال پورې د علمي کادرونو له پلوه پر ځان بسیا هېواد و او په پوهنتونونو او علمي بنسټونو کې د تجربې او پوهې لېږد په منظم او طبیعي ډول روان و.
نوموړي ویلي چې هېواد د پياېچډي ډاکترانو، ماسترانو او ځوانو لېسانسه کادرونو له پلوه بډای و او ډېری افغان متخصصان له زده کړو وروسته بېرته خپل وطن ته ستنېدل.
لېوال ټینګار کړی چې د تاریخ تجربې ښيي، ځواکمن دولتونه د علم او متخصصانو د راجلبولو له لارې جوړېږي، لکه د غزنوي دور او د معاصرې نړۍ د امریکا بېلګه.
د هغه په وینا، هغه ټولنې چې علمي تخصص ته لومړیتوب نه ورکوي او پر تعصب او انحصار ولاړې وي، په پای کې د پردیو متخصصانو محتاجې کېږي، چې دا کار د زبېښاک او فکري انحصار لامل ګرځي.
نن ورځ سهار وخته روسیې د اوکراین پر پلازمینه کییف توغندیز بریدونه کړي دي.
راپورونه ښيي چې د ښار هوايي دفاعي سیستمونه فعال شوي او د اوکراین پوځ د میزایلو د توغولو پخلی کړی دی.
تر دې دمه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو چارواکي وايي د ښار د ساتنې لپاره دفاعي هڅې روانې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) اعلان کړی چې سږکال په نړیواله کچه پارلمانونو کې د ښځو ونډه ۲۷ سلنې ته رسېدلې ده چې تر اوسه تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.
دغه بنسټ وایي، سره له دې پرمختګ، لا هم د ښځو حضور د برابر او ټولشموله سیاسي ګډون لپاره بسنه نه کوي.
یادې ادارې ویلي، اړتیا ده چې ښځو ته په پرېکړهکوونکو ادارو، په ځانګړي ډول پارلمانونو کې، لا ډېر فرصتونه برابر شي.
د الجزیره د راپور له مخې، د تاجکستان او افغانستان پر ګډه پوله تاوتریخوالی زیات شوی او تاجک چارواکو د افغان خاورې څخه د وسلهوالو د اوښتو او بریدونو خبر ورکړی دی.
د راپور پر بنسټ، په وروستیو نښتو کې څو کسان وژل شوي چې پکې د چین اتباع هم شامل دي.
الجزیره وايي، تاجکستان ادعا کوي چې بریدګر د افغانستان له بدخشان ولایت څخه تاجکستان ته داخل شوي او بریدونه یې تر ډېره د چینایي شرکتونو او کارکوونکو پر وړاندې ترسره کړي دي.
په دغو بریدونو کې د چین د سرو زرو کانونو او سړک جوړونې پر پروژو کارکوونکي په نښه شوي دي.
د راپور له مخې، چین د خپلو اتباعو د امنیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له تاجکستان یې غوښتي چې د چینایي شرکتونو او کارکوونکو د ساتنې لپاره جدي اقدامات وکړي.
همداراز، د چین سفارت خپلو وګړو ته د سرحدي سیمو د پرېښودو سپارښتنه کړې ده.
الجزیره زیاتوي چې تاجکستان طالبان د پولې د امنیت په ټینګښت کې په بېمسوولیتۍ تورنوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي افغانستان د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.
د طالبانو حکومت د چارو اداري رئیس، شیخ نورالحق انور وايي چې د افغانستان د استقلال ساتنې، ځانبسیاینې او دوامدار پرمختګ لپاره فکري استقلال او پر ملي ظرفیتونو باور حیاتي ارزښت لري.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې د تېرو سلو کلونو پر مهال د افغان حکومتونو د کمزورۍ او وروسته پاتې والي اساسي لامل د بهرنیو مغرضو فرمایشونو منل او عملي کول وو، چې د هېواد پر ثبات او پرمختګ یې منفي اغېز کړی دی.
شیخ نورالحق انور ویلي، اوسنی حکومت خپله داخلي او بهرنۍ پالیسي د ملي ګټو او لومړیتوبونو پر بنسټ ترتیب کړي او د بهرنیو غیر مجاز مداخلې او فشارونو ته غوږ نه ږدي.
د انورالحق په وینا، د ځینو بهرنیو کړیو ناخوښي هم له همدې امله ده چې نور د افغانستان په کورنیو چارو کې د دوی فرمایشونو ته اعتبار نه ورکول کېږي.
هغه زیاته کړې چې د افغانانو لپاره دا خبره اوس د تجربې له لارې ثابته شوې چې بهرني مداخلې نه یوازې ګټه نه ده رسولې، بلکې د تېرو لسیزو د ډېرو ناخوالو اصلي لامل هم همدا مداخلې وې.