د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ته د هند حکومت له لوري شپږ مجهز امبولانسونه وسپارل شول.
هند ویلي، چې دا مرسته یې د روغتیایي خدماتو چټکتیا او اغېزمنتیا لوړولو لپاره کړې ده او هدف یې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو روغتیایي اړتیاوې پوره کول دي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، ویلي چې دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشردوستانه همکارۍ د دوام نښه ده او وزارت له هند حکومت څخه د مرستې مننه کوي.
د ملي عوامي ګوند مشر، ایمل وليخان، د پاکستان د پوځ له خوا پر افغانستان د بېاساسه تورونو د لګولو په اړه سختې نیوکې کړي.
نوموړي ویلي، چې پاکستان هر ځل په خپل هېواد کې د امنیتي پېښو له پېښېدو وروسته، پرته له کومې پلټنې یا اسنادو، په بېځايه توګه افغانستان تورنوي.
ایمل وليخان همدارنګه د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د بد چلند غندنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا کړنه به په پای کې د پاکستان لپاره ستره ستونزه جوړه کړي.
کابلوف ټینګار کړی چې روسیه اړتیا لري د مهاجرینو جریان کنټرول کړي، فیلټرونه او قوانین وضع شي، او نشي کولی دروازې په بشپړ ډول پرانیستې وساتي.
هغه ویلي چې که دا کار په کنټرول سره نه وي، ښایي د «مخربو عناصرو» خطر زیات شي.
د طالبانو حکومت کار وزارت مخکې له دې پلان درلود چې افغان کارګران روسیې ته واستوي، او سفیر گل حسن حسن هم ویلي وو چې په دې تړاو خبرې روانې دي، خو تر اوسه کومه ځانګړې موافقه نه ده شوې.