د سرچینو په وینا، تر اوسه د احتمالي مرګژوبلې او زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.
بل لور ته پاکستاني خبریالانو هم په پلازمېنه کې د چاودنو راپورونه خپاره کړي؛ خو تر اوسه یې بشپړ جزییات نه دي وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد ویلي وو، که کابل په نښه شي؛ نو اسلاماباد به هم خوندي پاتې نه شي؛ خو د طالبانو حکومت تر دې دمه په رسمي ډول د اسلاماباد د وروستیو چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.
بل لور ته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ ویلي، چې دغه بریدونه د «غضب للحق» په نوم د پوځي عملیاتو برخه ده او هدف یې د وسلهوالو مرکزونه او د هغوی د ملاتړ بنسټونه دي او په بریدونو کې ملکي وګړي یا ملکي تاسیسات نه دي په نښه شوي.
بل لور ته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خبرداری ورکړی چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي. او د دفاع وزارت ویلي دي چې د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې د پاکستان په کوهاټ کې د پوځ پر یوې اډې د ډرون برید کړی چې پراخ زیان یې ور اړولی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۷۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۳ نور ټپیان شوي دي، خو د طالبانو حکومت وایي چې د ملکي تلفاتو شمېر له سلو اوښتی دی.
د فراه پخواني والي، محمد عمر شیرزاد، پر افغان خاوره د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې اسلاماباد یو ځل بیا وښوده چې د سیمې د سولې او ثبات په اړه یې څرګندونې له حقیقت څخه لرې دي.
نوموړي په یوه بیان کې ویلي چې پر افغان خاوره بریدونه، چې له امله یې بېګناه ملکي وګړي، ښځې او ماشومان قرباني کېږي، نه یوازې د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره سرغړونه ده، بلکې دا هم ثابتوي چې پاکستان لا هم د زور او فشار له پخوانۍ تګلارې لاس نه دی اخیستی.
د هغه په وینا، تاریخ ښيي چې د ګاونډیو پر ضد د جګړې او لاسوهنې سیاست ستونزې نه حلوي، بلکې د سیمې بېثباتي لا پسې ژوروي.
شیرزاد ویلي، چې د افغانستان پر وړاندې دښمني او مداخله هېڅکله د اوږدمهاله امنیت او باور فضا نه شي رامنځته کولی، خو که رښتیا هم د سیمې د سولې او ثبات خبره کېږي، نو پاکستان باید د زور، بریدونو او پټو لوبو پر ځای د متقابل احترام، د هېوادونو د حاکمیت د درناوي او سالمو اړیکو لاره خپله کړي.