چهارشنبه, جولای 1, 2026
Home Blog Page 247

حامد کرزی:پاکستان تل یو کمزوری افغانستان غواړي او د خپلې ترهګرۍ تور په افغانستان اړوي

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي له سکای نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د ښو اړیکو د جوړولو لپاره شاوخوا شل ځله پاکستان ته سفرونه کړي؛ خو په خبره یې، اسلام‌اباد بیا هم له کابل سره ستونزې جوړوي.

کرزي ټینګار کړی چې پاکستان تل هڅه کوي افغانستان کمزوری وساتي او په خپله تګلاره کې د سختدریځۍ ملاتړ کوي.

هغه د پاکستان له چارواکو وغوښتل چې له افغانستان سره په سوله‌ییز ډول تعامل وکړي.

نوموړي همداراز تور پورې کړ چې پاکستان خپله ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي او بیا یې پړه پر افغانستان اچوي، چې دا کار یې ناسم وباله.

کرزي د پاکستان هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې یې ملکي سیمې نه دي بمبار کړي.

د هغه په وینا، د کابل اوسېدونکي شواهد لري چې پاکستاني الوتکو د دوشنبې په شپه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دوشنبې په شپه په کابل کې د معتادینو د درملنې پر یو مرکز پاکستان برید وکړ او ګڼ شمېر ملکي وګړي یې ووژل.

ایران؛علي لاریجاني د اسراییلو په هوایي برید کې ووژل شو

0

ایران ومنله چې د اسرائیلو په یوه برید کې د دې هیواد د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وژل شوی دی.

د ایران دولتي آژانس تسنیم تایید کړه چې علي لاریجاني د اسرائیلو په ننني برید کې خپل ژوند د لاسه ورکړی.

بل خوا راپورونه وایي، چې په دغه برید کې د هغه مرستیال علي باطني او د لاریجاني زوی چې د هغه ځانګړی سلاکار و، هم وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، یاد کسان د بسیج په یوه غونډه کې راټول شوي وو، چې د احتمالي اعتراضونو د مهارولو په اړه
خبرې په کې کېدې.

شاه محمود میاخېل:د پاکستان بریدونه د افغانستان د بې‌ثباتۍ د دوام لپاره د یوه دوامدار سیاست برخه دي

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت اجرائیه شورا مشر شاه محمود میاخیل د کابل پر بېلابېلو سیمو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو په کلکه غندنه کړې او دا یې د ملي حاکمیت او نړیوالو اصولو ښکاره نقض بللی دی.

ښاغلي میاخیل ویلي چې په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

هغه دا بریدونه د افغانستان د بې‌ثباتۍ د دوام لپاره د یوه دوامدار سیاست برخه وبلله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې دا عمل وغندي، بېړنۍ څېړنه وکړي او د تکرار مخه یې ونیسي.

شاه محمود میاخیل همدارنګه ټینګار کړی چې د هېواد دفاع د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی او د ثبات لپاره ملي یووالي ته اړتیا ده.

ناروې:د پاکستان لخوا د کابل پر روغتیايي مرکزونو بمبار د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستاني پوځ لخوا د بمبارد له امله د مرګ ژوبلې له راپورونو ژوره خواشیني څرګنده کړې او دغه پېښه یې په کلکه غندلې ده.

دغه وزارت ټینګار کړی چې د جګړې ښکېلې خواوې باید د نړیوال بشري قانون اصول، په ځانګړي ډول د تناسب او احتیاط اصل، په جدي ډول رعایت کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې روغتیايي مرکزونه او ناروغان باید هېڅکله د برید هدف ونه ګرځول شي.

ناروې همداراز له ټولو اړخونو غوښتي چې له زغم او حوصلې کار واخلي، تاوتریخوالی راکم کړي او د خبرو اترو له لارې روانه شخړه پای ته ورسوي.

د اروپايي اتحادیې کمیسیون:کابل کې پر ملکي وګړو د پاکستان برید په کلکه غندو

د اروپايي اتحادیې کمیسیون کابل کې د روږدو پر روغتیايي مرکز د پاکستان د وروستي برید په غبرګون کې ټینګار کړی چې هېڅکله باید ملکي تاسیسات، روغتیايي مرکزونه او بې‌ګناه وګړي هدف ونه ګرځول شي، او د ملکي خلکو ساتنه یو اساسي اصل دی.

کمیسیون د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د هغوی له کورنیو سره یې خپله خواشیني شریکه کړې ده.

دغه بنسټ له ښکېلو اړخونو غوښتي چې ژر تر ژره اوربند ته غاړه کېږدي، د بشري حقونو درناوی وکړي او شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د پاکستان جیټ الوتکو کابل کې د روږدو پر روغتون برید وکړ چې له ۴۰۰ زیات بستر ناروغان یې ووژل او له ۲۵۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.

عباس عراقچي:د افغانستان له حکومت او خلکو مننه، چې امریکا او اسراییل سره جګړه کې د ایران ملاتړ یې کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د رمضان په دې مبارکه میاشت کې، د افغانستان له حکومت او خلکو څخه مننه کوي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان خلکو د ایران سره خپل ملاتړ څرګند کړی او د متحده ایالات او اسراییل کړنې یې غندلې دي.

هغه زیاته کړې چې دوی د خدای په توکل د هر ډول تېري پر وړاندې په ټینګه ولاړ دي، او هیله یې څرګنده کړې چې په افغانستان کې به هم تلپاتې سوله او ثبات ټینګ شي.

ولکر ترک:د کابل د برید عاملین باید عدالت ته وسپارل شي او د پېښې قربانیانو ته تاوان ورکړل شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د پاکستاني پوځ لخوا کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز کې د تېرې شپې برید په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې دا پېښه باید ژر په خپلواکه او شفافه توګه وڅېړل شي.

نوموړي ویلي، هغه برید چې راپورونه ښيي لسګونه ناروغان یې وژلي، باید عاملین یې د نړیوالو معیارونو له مخې حساب ورکړي او د پلټنو پایلې باید له خلکو سره شریکې شي.

همداراز، ټینګار شوی چې قربانیان او د هغوی کورنۍ د تاوان اخیستو حق لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دغه دفتر یادونه کړې چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، ملکي وګړي او ملکي تاسیسات په کلکه خوندي دي او د جګړې قوانین ټینګار کوي چې هر ډول برید باید د تفکیک، تناسب او احتیاطي تدابیرو له اصولو سره سم ترسره شي، او طبي مرکزونه ځانګړې او لا زیاتې ساتنې ته اړتیا لري.

راپور زیاتوي چې د تېرې میاشتې له پای راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو له زیاتېدو وروسته، ۲۸۹ افغان ملکي وګړي، چې ۱۰۴ ماشومان او ۵۹ ښځې هم پکې شاملې دي، وژل شوي یا ټپیان دي.

سربېره پر دې، لسګونه زره کسان، په ځانګړي ډول د هېواد په سوېل او سوېل ختیځ کې، بې‌ځایه شوي دي.

شاه محمود میاخېل:د ملګرو ملتونو یو ټیم باید ژر تر ژره د روږدو روغتون ته واستول شي، څو د پېښې کره جزیات روښانه کړي

جمهوري حکومت کې د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، چې د یوناما له خوا د خواخوږۍ او د نړیوال قانون پر درناوي ټینګار یو مثبت ګام دی، خو دا کافي نه دی.

نوموړي ټینګار کړی چې باید د دې پېښې په اړه یوه خپلواکه او بې پرې څېړنه ترسره شي.

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو یو ټیم باید ژر تر ژره د پېښې ځای ته واستول شي، څو د پېښې کره جزیات ثبت او روښانه شي.

میاخېل زیاته کړې چې د پېښې ځای معلوم دی، چې د یوناما دفتر ته نږدې د پلچرخي په سیمه کې موقعیت لري، او د حقیقت موندنې لپاره پر ځای ارزونه ډېره اړینه ده، څو حساب ورکونه یقیني شي.

عبدالرب رسول سیاف:له طالبانو سره مخالف یم؛ خو د پاکستان بریدونه غندم

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف ویلي چې که څه هم هغه له طالبانو سره مخالف دی، خو له خپل وطن، ولس او انسانیت سره هېڅکله مخالفت نه لري.

نوموړي په کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتیايي مرکز د پاکستان د بمبار په کلکو ټکو غندنه کړې او ویلي یې دي چې دا کار د طالبانو پر ضد نه، بلکې د افغانستان د ملت او د انسانیت پر ضد عمل دی.

سیاف زیاته کړې چې دا ډول بریدونه د اسلامي ارزښتونو او انساني مروت خلاف دي، او هغه دا پېښه د یو مسلمان، افغان او انسان په توګه په کلکه غندي.

هغه همداراز د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې که له ولس سره یووالی او تفاهم موجود وای، هېچا به د دې خاورې د بې‌احترامۍ جرأت نه درلود.

محسن داوړ:د کابل د روږدو پر مرکز بمباري لوی جنایت دی

د پاکستان د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوایي برید په کلکو ټکو غندلی دی.

هغه ویلي چې دا پېښه جنایت دی او د سختې غندنې وړ دی.

نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

داوړ ټینګار کړی چې د «ترهګرۍ پر ضد جګړه» تر نوم لاندې دا ډول کړنې توجیه کېدای نه شي.

محسن داوړ زیاته کړې چې هغه کسان چې د دې ډول عملونو دفاع کوي، باید په یاد ولري چې هر عمل پایله لري او بالاخره بېرته اغېز کوي.