چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 237

خیبر پښتونخوا؛لکي مروت کې پر پاکستاني ځواکونو ځانمرګی برید شوی

0

په خېبر پښتونخوا لکي مروت ولسوالۍ کې دوه ځانمرګي بریدګر، چې په موټرسايکل سپاره وو، د امنیتي ځواکونو له لوري د شک پر اساس ودرول شول.

د امنیتي سرچینو په وینا، د دغو بریدګرو هدف د مروت–بټني قبیلو جرګه وه؛ هغه جرګه چې په وروستیو میاشتو کې یې له امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د طالبانو پر ضد د سولې محلي کمیټې جوړې کړې دي.

سرچینې وايي، کله چې امنیتي سرتېرو له بریدګرو غوښتي چې له موټرسايکل ښکته شي او لاسونه پورته کړي؛ نو دواړو د تښتېدو هڅه وکړه.

په همدې مهال یو بریدګر خپل ځانمرګی بمی جاکېټ وچاوه، چې په نتیجه کې د امنیتي ځواکونو یو سرتېرى ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

خوست؛سبا پر یو تن د قصاص حکم عملي کېږي

د خوست ولایت مقام د رسنیو دفتر اعلان کړی چې د قضايي بنسټونو له لوري به سبا د علیشیرو او تریزیو ولسوالیو د یوې جنایي قضیې په تړاو پر یو تن مجرم د قصاص حکم عملي شي.

اعلامیه زیاتوي چې اداري چارواکي، دیني عالمان او عام خلک کولای شي د سهار په لسو بجو د حکم د تطبیق صحنې ته حاضر شي.

په خبرپاڼه کې دا هم ټینګار شوی چې د مراسمو ساحې ته د کمرې لرونکي موبایل ټیلیفونونه او هر ډول وسلې نه‌شي وړل کېدای.

عاطف مشعل:پر بهرنیو قوتونو تکیه د افغانانو د زیان او د ملي هویت د کمزورتیا سبب شوی

اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي چې د افغانستان د تېرو لسیزو تجربې ښيي، هرکله چې هېواد پر بهرنیو قوتونو تکیه کړې، پایله یې د افغانانو د زیان او د ملي هویت د کمزورتیا سبب شوې ده.

هغه زیاتوي، ځینې کسان د مهاجرت د فشار له امله د خپل هویت څخه د انکار هڅه کوي، چې دا کار د هویت بحران رامنځته کوي.

مشعل ټینګار کوي چې «افغان» یو ګډ ملي او سیاسي جغرافیوي هویت دی، نه د کوم قوم بدیل.

د ده په وینا، د دې هویت پرېښودل نه ممکن دي او نه د ملي ګټو په خیر؛ بلکې باید د دې هویت د باعزته کولو لپاره کار وشي.

هغه افغانستان د سیمې د مهم ترانزیټي مرکز په توګه یاد کړی او ویلي چې نړیوالې ادارې هم دا هېواد د سیمه‌ییزو اقتصادي نښلوونکو لارو اصلي څلورلاره بولي.

مشعل وايي که ملت په خپل هویت او موقف باور ولري، د راتلونکې د بدلولو توان لري.

د طالبانو حکومت لوړپوړی پلاوی؛پاکستان سره د خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللی

راپورونه وایي، چې د طالبانو حکومت یو لوړپوړي پلاوي سعودي عربستان ته سفر کړی دی.

په دې پلاوي کې د طالبانو حکومت لوړپوړی غړی انس حقاني، د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شامل دي.

راپورونه وایي چې په همدې مهال پاکستاني پلاوی هم سعودي عربستان ته تللی او د ریاض د منځګړیتوب له لارې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ خبرې بیا پیل شوې دي.

تر اوسه د خبرو دقیق محورونه نه دي روښانه شوي؛ خو نږدې سرچینې وايي چې د دې ناستو هدف د وروستیو شخړو کمول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره یوه چوکاټ جوړول دي.

سیف الاسلام خیبر:په فاریاب کې د امر بالمعروف پر ریاست د برید هڅه شنډه شوې

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت وايي، چې په فاریاب کې د دې وزارت پر ریاست د برید هڅه شنډه شوې ده.

د وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر ادعا کړې چې یو بریدکوونکي تېره شپه د میمنې په ښار کې د دوی د کارکوونکو د نښه کولو هڅه کې نیول شوی دی.

هغه د بریدګر د هویت او د ناکامۍ د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

ډونالډ ټرمپ:امریکا ته هغه خلک راغلي چې باید نه وی راغلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ولسمشر جو بایډن د کډوالۍ تګلارو په اړه توندې څرګندونې کړې دي او ویلي یې دي چې په متحده ایالاتو کې اوس ډېر داسې کسان شته چې نه باید دلته وای او هېواد یې د دې وضعیت درنه بیه پرې کوي.

ټرمپ د خبریالانو سره په خبرو کې د واشنګټن په وروستي ډزې اشاره وکړه چې پکې د ملي ګارد دوه سرتېري د یوه افغان وګړي لخوا په نښه شول.

هغه ویلي چې دا ډول خلکو ته د امریکا خاورې ته د ننوتلو اجازه نه باید ورکول شوې وای.

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې هغه په څو وروستیو اونیو کې د مهاجرت موضوع د خپلو سیاسي نیوکو اصلي محور ګرځولی دی.

مولانا فضل الرحمن؛د امریکا د ولسمشر پر څرګندونو توند غبرګون ښودلی

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن د امریکا د ولسمشر په هغه څرګندونو سخت انتقاد کړی چې افغانستان یې د ځمکې پر مخ جهنم بللی دی.

فضل‌الرحمن ویلي، امریکا هغه مهال هم د اسراییلو ملاتړ نه پرېږدي چې په فلسطین کې سلګونه زره خلک وژل کېږي او ژوبلېږي، خو کله چې دوه امریکایان د یوه افغان له لوري په نښه شي، د هغوی ولسمشر افغانستان جهنم بولي.

هغه دا دریځ د واشنګټن دوه‌ګوني چلند وباله او ټینګار یې وکړ چې دغه ډول څرګندونې د افغانانو د ملي عزت او د سیمې د واقعیتونو سره په ټکر کې دي.

بلوڅ وسله‌وال:د بلوچستان په نوکنډي برید کې ښځینه ځانمرګې بریدګرې برخه لرله

0

د بلوچستان د آزادۍ جبهې (BLF) اعلان کړی چې په نوکنډي کې د ترسره شوي ځانمرګي برید ترسره کوونکې یوه ښځه وه چې زارینه رفیق په نوم یادیږي او «ترنګ ماهو» په مستعار نوم پېژندل کېده.

د راپورونو له مخې، دا په پاکستان کې د بلوڅ وسلوالو ډلو له لوري پنځمه ښځینه ځانمرګې بریدګره ده.

سرچینې زیاتوي چې تر دې مخکې دوه نورې ښځې د ورته بریدونو په تور نیول شوې وې.

جابر نعماني د طالبانو حکومت ته:له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې نرمښت مه کوئ، اوس بدیلې لارې لرو

د طالبانو حکومت، یو لوړپوړي استخباراتي چارواکي جابر نعماني، ویلي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټي لارو محدودول احساساتي پرېکړه نه وه، بلکې د اقتصادي خودکفایۍ، سیمه‌ییز توازن او ملي ګټو پر اساس ترسره شوې ده.

نعماني زیاتوي چې د پاکستان د لارو د محدودېدو په بدل کې بدیلې تجارتي لارې، نوي بازارونه او نوې ترانزیټي دهلېزونه خلاص شوي دي، چې دا پرمختګونه د پرېکړې د حساب‌شوي ماهیت ثبوت دی.

د ده په وینا، د دې پرېکړې نرمول به بې‌ځایه احساساتي اقدام وي او ښايي منفي پایلې ولري.

هغه ټینګار کړی چې دغه اقدام د ملي حاکمیت د پیاوړتیا، اقتصادي تنوع د پراختیا او متوازنې بهرنۍ پالیسۍ په لور یو مهم ګام دی.

نوموړي دغه راز ویلي، که «اسلامي امارت» په همدې لوري ثابت پاتې شي، د افغانستان سیاسي ثبات، اقتصادي مقاومت او سیمه‌ییز اعتبار به نور هم زیات شي.

خیبر پښتونخوا؛په ډېره اسماعیل خان کې د پوځ پر کاروان چاودنې درې پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په کولایچي سیمه کې د پوځ پر کاروان یوه زوروره چاودنه شوې چې له امله یې دوه پوځیان وژل شوي او د مېجر رتبې یو افسر ټپي شوی دی.

د رسمي سرچینو په وینا، برید د پوځي کاروان په تېرېدو کې ترسره شوی.

د دغه پېښې نور جزئیات تر اوسه نه دي څرګند شوي.