چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 236

د طالبانو حکومت:په خوست کې د قصاص حکم اجرا شو

د خوست د طالبانو حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز وايي چې نن سه‌شنبه په دغه ولایت کې په یوه محکوم شوي کس د قصاص حکم عملي شو.

د ده په وینا، د خوست سیمه‌ییزو چارواکو او قومي مشرانو هڅه وکړه چې د مقتول د کورنۍ رضایت ترلاسه کړي؛ خو هغوی د بښنې له ورکولو څخه ډډه وکړه او د قصاص د حکم پر اجرا یې ټینګار وکړ.

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، دا د «اسلامي امارت» له لوري د قصاص یوولسم تطبیق شوی حکم دی.

یاده پېښه لس میاشتې وړاندې د علیشرو او تریزیو ولسوالیو په مربوطاتو کې رامنځته شوې وه چې په ترڅ کې یې ۱۳ کسان وژل شوي وو.

په دې قضیه کې پر دوو نورو کسانو هم د قصاص پرېکړه شوې؛ خو د مقتول د کورنۍ غړي تر اوسه حاضر شوي نه دي.

د چارواکو په وینا، ترڅو چې د مقتول وارثان حاضر نشي، د قصاص حکم نه شي پلی کېدای.

افغانستان او تاجیکستان؛د ګډو امنیتي او سرحدي همکاریو پر پیاوړتیا هوکړه کړې

د افغانستان او تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټیلیفوني تماس کې پر دې سلا شوې چې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو اړیکې به لا قوي کېږي او د ګډو تخنیکي کمیټو ناستې به په منظم ډول ترسره کېږي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې خبرو کې ویلي چې کابل او دوشنبه په وروستیو میاشتو کې د اعتماد، سیاسي همغږۍ، اقتصادي تعامل او امنیتي همکاریو فضا رامنځته کړې ده، خو ځینې کړۍ هڅه کوي چې دغه بهیر اغېزمن کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې د متقي له قوله ویل شوي چې «اسلامي امارت» چمتو دی د هغو درې چینایي اتباعو د وژل کېدو د قضیې په ګډو څېړنو کې له تاجیکستان سره همکاري وکړي؛ کومه پېښه چې په تاجیکستان کې رامنځته شوې وه.

له بلې خوا د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او د سرحدي همغږۍ د پیاوړتیا ملاتړ کوي.

ضیاءالحق امرخېل:د افغانیت پر ضد روان بحث د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو د تفرقې اچولو هڅه ده

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل ویلي چې په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو ترمنځ د نفاق او بدبینۍ رامنځته کولو هڅې قصدي دي او د سیمه‌ییزو استخباراتي کړیو له خوا پر مخ وړل کېږي.

هغه ټینګار کړی چې ځینې کسان چې ځانونه لوستي معرفي کوي، د ملت تر منځ د دښمنۍ او وېش هڅه کوي؛ خو افغانان بله لار نه لري پرته له دې چې یو بل ومني، زغم وکړي او د یو بل احترام وکړي.

نوموړي د هغه بحث په اړه چې ځینې څېرې په ټولنیزو رسنیو کې یې پر افغان هویت راپورته کوي او وایي چې زه افغان نه یم، وویل چې دا «د همسایه هېوادونو د استخباراتو طرحه» ده.

د ده په وینا، د دې تر شا موخه دا ده چې افغانان سره ووېشل شي او د ملت یووالی زیانمن شي.

امرخېل د خپلې خبرې په پای کې ویلي: «زه افغان یم او افغان به پاتې کېږم.»

د کډوالو نړۍوالو مرستندویه ادارو؛له ټرمپ او ګوترېش وغوښتل چې افغان کډوال د جګړو قربانیان وبولي، نه مجرمان

د بې‌ځایه شویو خلکو ملاتړ کوونکې نړیوالې ادارې او د هغې شریکو سازمانونو په یوه ګډ لیک کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ته ویلي چې افغان کډوال د خپلې خوښې له مخې له خپلې خاورې نه دي تللي، بلکې د جګړو، سیاسي بې‌ثباتۍ او امنیتي ګواښونو له امله مجبوره شوي دي.

په لیک کې ټینګار شوی چې افغانانو کلونه د جګړې، ظلم او ناامنۍ سختې تجربې ګاللې دي او د څو محدودو پېښو له امله باید ټول کډوال په ګډه قضاوت نه شي.

یادې ادارې غوښتنه کړې چې د یو فرد ترخې پېښې دې د زرګونو بې‌ګناه افغان کډوالو د سزا او توند چلند بنسټ ونه ګرځي، ځکه دا کار به د بشري حقونو اصول زیانمن کړي او د ناامنه کسانو حالت به لا پسې خراب کړي.

امریکا؛په بېلابېلو ایالتونو کې د سختو واورو او توپانونو له امله الوتنې لغوه شوي

0

د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د درنو واورو ورښت د ورځني ژوند ترڅنګ د هوايي تګ‌راتګ چارې هم ګډې وډې کړې دي.

د واورې سخت طوفان د زرګونو الوتنو د لغوه کېدو او ځنډېدو لامل شوی او ګڼ کورونه، ودانۍ او سړکونه له دوو فوټو څخه د زیاتې واورې لاندې شوي دي.

په ځانګړي ډول د شیکاګو ښار د نومبر میاشت د واورې د ورښت له پلوه نوی ریکارډ ثبت کړی دی.

د ښار په نړېوال هوايي ډګر کې ۸.۴ انچه واوره ورېدلې چې له امله یې سلګونه الوتنې یا فسخه شوې او یا هم د ساعتونو لپاره وځنډول شوې.

د هوا پېژندنې فدرالي اداره خبرداری ورکوي چې سړه هوا او ورښتونه به روانه اونۍ هم دوام ولري.

د دغې ادارې د وړاندوینې له مخې، پنسلوانیا او نیو جرسي ته د بل واورین توپان د رسېدو امکان هم شته.

د امنیت شورا؛په ډسمبر میاشت کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د دې سازمان امنیت شورا به د ډسمبر په میاشت کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه درې میاشتنۍ غونډه کوي.

تمه ده چې په غونډه کې د سرمنشي مرستیاله او د یوناما د استازولۍ سرپرسته جورجټ ګانیون د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري حالت په اړه مفصل راپور وړاندې کړي.

همدارنګه د اوچا یو لوړپوړی چارواکی او د مدني ټولنې یو استازی به د خپلمنځي ارزونو او موندنو معلومات د شورا غړو سره شریک کړي.

د یادونې ده چې دغه غونډه د امنیت شورا د منظم راپور ورکولو په لړ کې ترسره کېږي، ترڅو د افغانستان پر حالاتو د نړیوالو بحث او څار بهیر روان وساتل شي.

کارولینا لېویت:امریکا ته د بایډن پر وخت د رابلل شویو افغانانو د دوسیو بیا کتنه کېږي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت اعلان کړی چې د هغو افغانانو د اسنادو نوې ارزونه کوي چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د پالیسۍ له مخې امریکا ته داخل شوي وو.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولینا لېویټ، رسنیو ته ویلي چې حکومت د مهاجرت او پناه ورکوونې کړنلارې بېرته له سره څېړي او هغه کسان چې ملي امنیت ته د احتمالي خطر په توګه ارزول کېږي، د هېواد پرېښودلو ته به اړ کړل شي.

لېویټ زیاته کړې چې د پناه غوښتنې عادي بهیر او د ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) پروسه، چې د بایډن په واکمنۍ کې لسګونه زره افغانان پرې امریکا ته داخل شوي وو، اوس مهال په موقتي توګه درول شوې ده.

پاکستان؛اسلام‌اباد کې د څلورو یا هم تر دې د زیاتو کسانو په راټولېدو بندیز ولګېد

0

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اسلام‌اباد یوې قضایي ادارې په پلازمېنه کې د ۱۴۴ مادې پلې کېدو پرېکړه کړې، چې له مخې یې څلور او تر هغه د زیاتو کسانو ټولې غیرقانوني راټولېدنې منع دي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دا ګام ځکه اخیستل شوی چې ځینې ډلې د اجازې پرته غونډې او راټولېدنې کوي، او چارواکي وايي د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره د دې قانون عملي کېدل اړین بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان کې امنیتي پېښو زور اخیستی او ګڼ ځایونه هدف ګرځول کېږي.

محسن نقوي:پاکستان کې د ناقانونه افغانانو د نیولو او بېرته ستنولو نوې مرحله پیلوو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې له روانې اوونۍ سره به په ټول هېواد کې د ناقانونه افغانانو د لټون، نیولو او بېرته لېږلو پراخ عملیات پیل شي.

نقوي ادعا کړې چې افغانان په یو شمېر وروستیو امنیتي پېښو کې، په ځانګړي ډول د سرحدي ځواکونو پر مرکز، په واڼه کې پر پوځي کالج او د اسلام‌اباد په بریدونو کې ښکېل ثابت شوي دي.

هغه وايي، فدرالي حکومت ټولو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د هر ایالت په کچه دا پروسه په جدي توګه عملي کړي او موخه یې د امنیت ټینګښت او د ریاستي ګټو خوندي کول دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ نوره هم تېزه کړې ده.

د افغانستان-تاجیکستان سرحد کې؛تېره اوونۍ لس چینایي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په تېرې اوونۍ کې د افغانستان او تاجیکستان پوله کې پر چینايي وګړو دوه بریدونه شوي، چې په پایله کې پنځه چینايي اتباع وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د تاجیکستان چارواکو او په دغه هېواد کې د چین سفارت دا معلومات تایید کړي دي.

د چین سفارت خپلو وګړو او شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان ـ تاجیکستان له سرحدي سیمو څخه ژر تر ژره ووځي.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د برید لومړۍ پېښه چې درې چینايي وګړي په کې وژل شوي وو، غندلې وه او تاجیکستان ته یې د هر ډول تخنیکي او استخباراتي همکارۍ ډاډ ورکړی و.