پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 231

شاه محمود میاخیل:د ملي حاکمیت دفاع ګډ مسوولیت دی او هېواد کې د حل لاره د واقعي لویې جرګې رابلل دي

جمهوري حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل « د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت» په سیمنار کې ویلي چې ملي ګټې د هر سیاسي اختلاف نه لوړې دي او د هېواد له تمامیت ارضي او استقلال څخه دفاع د هر افغان ګډ مسوولیت دی.

ښاغلي میاخیل د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو غندنه کړې او ویلي چې د پاکستان مخالفت د طالبانو ملاتړ نه دی، بلکې د ملي حاکمیت دفاع ده.

هغه د افغانستان او پاکستان ستونزې تاریخي او ژورې بللې او ټینګار یې کړی چې پاکستان د ستراتیژیک عمق له پالیسیو لاس نه دی اخیستی او لا هم په افغانستان کې د ضعیف حکومت ملاتړ کوي.

میاخیل طالبان د داخلي او نړیوال مشروعیت د نشتوالي مسؤل وبلل او خبرداری یې ورکړی چې که د حل لار ونه موندل شي، د سیمې هېوادونه به په افغانستان کې د باثباته بدیل د نشتوالي له امله طالبان د تعامل لپاره انتخاب کړي.

هغه د جګړې پر ځای د واقعي لویې جرګې د رابللو غوښتنه کړې او ویلي چې د افغانستان راتلونکې باید د ملي تفاهم له لارې وټاکل شي، ځکه جګړه او انحصاري واک دواړه هېواد د نوو بحرانونو پر لوري بیايي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر:د اوکراین جګړې د ختمولو لپاره د صادقانه خبرو پیل اړین دی

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، یوازینۍ عملي لاره د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د صادقانه او قاطع خبرو اترو پیل دی.

هغه په دوحه کې یوې ناستې ته ویلي چې په دې بهیر کې د امریکا منځګړیتوب د بریا لوړ چانس لري.

فیدان ټینګار کړی چې اروپا باید د امریکا د مستقیم ګډون د نشتون په صورت کې د خپل مقاومت د پیاوړتیا لپاره نوې حل لارې ولټوي.

د هغه په وینا، د جګړې پر مهال هم د خبرو دوام اړین دی او که څه هم خبرې سمدلاسه جګړه نه دروي، خو د اړخونو او سیمه‌ییزو هېوادونو لپاره مهم فرصتونه برابروي.

د طالبانو حکومت؛د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې معین له نړیوالو د سیمه‌ییزې همکارۍ غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې معین عبدالرحمن منیر د منځنۍ آسیا د هېوادونو د سیمه‌ییز معلوماتي او همغږۍ غونډې په ناستې کې ګډون کړی.

منیر په دې ناسته کې ویلي، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کر او قاچاق نږدې له منځه تللی او دا هڅې یې یو مهم پرمختګ بللی.

هغه له ګډونوالو هېوادونو څخه د ګډو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه کړې او دغه راز یې د افغان کروندګرو د بدیل معیشت لپاره د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی.

اسټرالیا؛د ښځو د حقونو د نقض له امله پر ۱۴۰طالب چارواکو خپلواک ملي بندیزونه ولګول

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ښځو او نجونو د ځورونو او حقونو د پراخ نقض له امله یې پر شاوخوا ۱۴۰ طالب چارواکو او اړوندو ادارو خپلواک ملي بندیزونه وضع کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې یو هېواد د طالبانو پر ضد په خپل کورني قانون کې خپلواک بندیزي چوکاټ شاملوي.

په دغو بندیزونو کې د وسلو، خدماتو، روزنې او سوداګرۍ محدودیتونه او همدارنګه د سفر بندیزونه شامل دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي، د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم، د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي او د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني هم په دې نوملړ کې شامل دي.

اسټرالیا ټینګار کړی چې بشري مرستې له بندیزونو مستثنا دي او تر اوسه یې د ښځو د ملاتړ په برخه کې افغانستان ته له ۲۶۰ میلیونه ډالرو زیاته مرسته ورکړې ده.

پاکستانۍ رسنۍ:د تورخم او چمن د لارې تړل کېدو سره د پاکستان–افغانستان د درملو سوداګري ځنډېدلې

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان او افغانستان تر منځ تړلو لارو د درملو سوداګري ټکنۍ کړې ده.

راپورونه وايي، سلګونه لارې بندې پاتې دي او د پاکستان له لوري د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت درملو صادرات له خطر سره مخ دي.

دغه رسنۍ زیاتوي چې افغانستان د پاکستان لوی ځمکنی سوداګریز شریک او منځنۍ اسیا ته د ترانزیت مهمه لار ګڼل کېږي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر؛د علمي همکاریو لپاره ایران ته سفر کړی

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر، شیخ ندا محمد ندیم د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی.

د لوړو زده کړو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی ندیم به په دې سفر کې د علمي همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د علمي اړیکو د ټینګښت لپاره له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې سفر کې به د ایران له څو پوهنتونونو څخه هم لیدنه وشي.

د ایران د بشري حقونو سازمان:تهران په نومبر کې څلور افغانان اعدام کړي دي

د ناروې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان د راپور له مخې، تهران یوازې د روان کال په نومبر کې لږ تر لږه ۱۵۲ کسان اعدام کړي چې په هغوی کې څلور افغانان هم شامل دي.

دغه سازمان وايي، په ټول کال کې په ایران کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۱۴۲۶ ته رسېږي، چې ۷۴ یې افغانان دي؛ دا د تېر کال په پرتله نږدې ۷۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

تر اوسه د اعدام شویو افغانانو د هویت او قضیو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم د ایران او طالبانو حکومت په دې اړه څه ویلي دي.

هند او روسیې؛د افغانستان په اړه د ګډې همغږۍ او د همکاریو د دوام ژمنه کړې

هند او روسیې د خپلې کلنۍ سرمشریزې په ګډې اعلامیې کې د افغانستان په تړاو د دواړو هېوادونو تر منځ نږدې همغږي ستایلې ده، او ویلي یې دي چې د ځانګړو ډيالوګي میکانیزمونو له لارې همکارۍ ته ژمن دي.

په اعلامیه کې د افغانستان دننه د وسله‌والو ډلو پر ضد ترسره شوي عملیات ستایل شوي او ټینګار شوی چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به په پراخه کچه دوام لري.

همدارنګه، دواړو لوریو د افغانانو لپاره د بیړنیو او پر وخت د بشري مرستو پر اهمیت یو ځل بیا ټینګار کړی دی.

سپین بولدک کې د پاکستاني برید مرګ ژوبله؛څلور ملکي وګړي شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي

د سرچینو له مخې، د پاکستاني ځواکونو له‌خوا د سپین بولدک ولسوالۍ پر مازل ګلۍ او لقمان کلي سیمو د تېري شپې د هاوان بریدونو له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو په وینا، په ټپیانو کې د یوې ښځې او یوه سړي روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی، چې دا مهال د کندهار د عینو مېنې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تیره شپه پاکستاني پوځیانو د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سپکو او درنو وسلو پر مټ جګړه پیل کړې وه چې دوه ساعته یې دوام وکړ.

د امریکا د استازو جرګې ۴۴ ډيموکرات غړو؛د پاکستان پر لوړپوړو چارواکو د بندیزونو غوښتنه کړې

0

د امریکا د استازو جرګې ۴۴ ډيموکرات غړو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو ته په یوه لیک کې د پاکستان پر چارواکو د بیړنیو بندیزونو غوښتنه کړې ده.

په لیک کې ویل شوي چې پاکستان د «له پولو هاخوا د ځورونې د پراخ کمپاین او د بشري حقونو د خراب وضعیت» مسؤل دی.

دا هڅه د کانګرس غړو پرمیلا جیاپال او ګرېګ کاسار په مشرۍ شوې او په لیک کې د الهان عمر او رشیده طلیب لاسلیکونه هم شامل دي.

قانون جوړوونکي له واشنګټنه غواړي چې د پاکستان پر هغو چارواکو ویزه بندیز او د شتمنیو کنګل کول پلي کړي چې د امریکا د وګړو، اوسېدونکو او سیاسي مخالفینو په ځورونه کې لاس لري.

په لیک کې ټینګار شوی چې په پاکستان کې سیاسي مخالفین، خبریالان او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د فشار او ګواښ لاندې دي، او هېواد له سخت سیاسي بحران سره مخ دی.

تر اوسه پاکستان په دې اړه غبرګون نه‌دی څرګند کړی.