پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 227

ډونالډ ټرمپ؛یو ځل بیا د دریمې نړۍ د کډوالو د منلو د بندېدو خبره تکرار کړه

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا څرګنده کړې چې د افغانستان، هایتي او سومالیې په څېر هېوادونو له وګړو د کډوالو منل یې د تل لپاره درولي دي.

ټرمپ دا خبرې د پېنسلوانیا په یوه سیاسي غونډه کې وکړې، چیرې چې هغه د امریکا د کډوالۍ د تګلارو په اړه توند دریځ تکرار کړ.

ټرمپ ویلي چې امریکا ته اکثره کډوال د هغه په وینا، له «دریمې نړۍ» هېوادونو راځي، خو د ناروې او ډنمارک په څېر بډایو او پرمختللو هېوادونو له خلکو کمه غوښتنه کېږي.

هغه ادعا کړې چې باید د امریکا کډوالۍ سیسټم بدلون ومومي او د هغو هېوادونو له کډوالو سره ځانګړې پالیسي ولري چې د ژوند «لوړه کچه» لري.

نوموړی زیاتوي چې د امریکا امنیت او اقتصادي ګټې له دې پرېکړې سره تړلي دي.

امریکا؛په کنټاکي ایالت کې د پوهنتون مخې ته ډزو دوه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د امریکا د کنټاکي ایالت پولیسو ویلي چې د یوه دولتي پوهنتون د لیلیې مخې ته په ډزو کې یو زده‌کړیال وژل شوی او بل سخت ټپي شوی دی.

چارواکي وايي، پېښه له نیول شوي کس سره تړاو لري، خو هغه د پوهنتون زده‌کړیال نه دی.

پولیسو د پېښې نور جزئیات نه دي څرګند کړي، خو د نیویارک ټایمز د راپور له مخې دواړه قربانیان د پوهنتون زده‌کوونکي وو.

حنیف اتمر:د یو شمېر افغان سیاسي جریانونه پر ګډو ملي هدفونو توافق ته رسېدل د هیواد د ژغورنې پر لور مهم ګام دی

د پخواني جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر، حنیف اتمر وایي چې د افغانستان یو شمېر مهمو سیاسي جریانونو د هېواد د اوسني حساس وضعیت په اړه پر ګډو ملي هدفونو او اساسي غوښتنو توافق کړی دی.

ښاغلي اتمر ویلي، چې د دې جریانونو استازو د سولې د لارې او سیاسي تفاهم د بیا پیاوړتیا لپاره پر ګډ دریځ هوکړه کړې ده او له اوسنیو حاکمانو یې غوښتي چې د جګړې او زورواکۍ پر ځای د خبرو او مذاکرې لار خپله کړي.

هغه زیاته کړې، چې د موافقې ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان د تلپاتې سولې بنسټ د سیاسي او دولتي نظام له مشروعیت سره تړلی دی؛ هغه مشروعیت چې یوازې د ولس له ارادې او ازادې رایې سرچینه اخلي.

اتمر ویلي، چې اوسني حاکمان باید د هېواد د خلکو پر اساسي حقونو او ازادیو درناوی وکړي او د بین‌الافغاني خبرو مېز ته حاضر شي.

نوموړي زیاته کړې چې سیاسي جریانونو همدارنګه له ګاونډیو او سیمې هېوادونو، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک او د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې د وړاندیزونو پر بنسټ د نوي سیاسي بهیر او بین‌الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړي او اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د دوی په باور، د نن ورځې توافق به د افغانستان د مختلفو سیاسي جریانونو ترمنځ د ملي همکاریو یو مهم بنسټ کېږدي او دا به په ګډو هڅو او قوي اراده تعقیب شي.

حنیف اتمر دغه توافق «د هېواد د ژغورنې په لور یو مهم ګام» بللی او زیاتوي چې دا به د سیاسي تشکیلاتو یو ائتلاف نه، بلکې د ملي هدفونو د یوځای کېدو او ګډ کار پیل وي.

ولادیمیر زلنسکي:که لوېدیځ امنیت تضمین کړي، اوکراین په دریو میاشتو کې ټاکنې کوي

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، اعلان کړی چې که امریکا او اروپایي متحدین د ټاکنو امنیت تضمین کړي، هېواد به د ۶۰ تر ۹۰ ورځو په موده کې عمومي ټاکنې ترسره کړي.

د اوکراین قوانین د جګړې پر مهال ټاکنې نه‌منلې خو د زلنسکي د دورې تر پای ته رسېدو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر کی‌یف فشار زیات کړی چې ټاکنې ترسره کړي.

زلنسکي ویلي، له پارلمان به وغواړي چې داسې قانون جوړ کړي چې د جګړې پر مهال د ټاکنو اجازه ورکړي
خو د هېواد په ۲۰ سلنه خاوره کې د روسیې د اشغال، د یو میلیوني پوځیانو په جبهه کې بوختیا او د میلیونونو خلکو بې‌کوره کېدو له امله، د جګړې پر مهال ټاکنې لا هم د بحث وړ موضوع ده.

بل خوا زلنسکي د امریکا د ۲۸ مادو د سولې وړاندیز ۲۰ مادو ته راکم کړی او وايي چې “ضد اوکرایني بندیزونه” یې لرې کړي دي.

له بلې خوا، ټرمپ ادعا کوي چې اروپایي هېوادونه او زلنسکي د سولې د مخنیوي لامل دي او د روسیې «لاس‌برۍ» ته اشاره کوي.

د واخان كوریډور، اهمیت او ننګونې

لیکوال: نجیب الله علي خیل
اسلام آباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

د واخان دهلېز یا کوریډور د سلګونو كلونو لپاره د ورېښمو لارې په زړه کې پروت وه او د چین ښارونه یې له مدیترانې بحیرې سره وصلول. واخان یوازنی نژدی مسیر ده چې افغانستان له چین سره نښلوي چې د بدخشان ولایت نه تر ګډ سرحد پوری نژدې ۳۵۰ کیلو متره اوږدوالۍ لري.
دغه دهلېز د دواړو هېوادو او سیمې د اقتصادي پراختیا او سوداګرۍ لپاره ارزښمن لرلید یا دورنما لري او له بل پلوه دا کولای شي افغانستان د ځینو ګاونډیو له احتیاج نه چې زیاتره وخت د ترانزیت او تجارت برخه کې ستونزې جوړوي، خلاص کړي.
په کال ۲۰۱۷ کې د افغانستان او چین د ګډې سرحدي پولې د لیدو پر وخت، افغاني هیئت د واخان کوریډور په مسیر سفر وکړ چې د چین لوري له کاشغر تر سرحدي سیمې شاو خوا ۸۰ کیلو متره سرک جوړ کړی او زیاتره برخه یې قیر هم ده. دغه هېواد د اقتصاد محوره پالیسۍ پر اساس، دغه دهلېز ته ځانګړۍ اهمیت ورکوي، خو په افغانستان کې د څو لسیزو نا امنیو او جیو پولیتیکي سیالیو یې مخ ته خنډونه جوړ کړي وه او ښایې چین لا هم په دی اړوند اندېښنه ولري.
د تأمل وړ ټکی دا دی چې د افغانستان د واخان سیمې له لارې مرکزي آسیا ته لار موندل، د پاکستان یو ستراتېژیک هدف وه او ده. په دی اړوند، په ۲۰۱۳ کې چې کله د تاجکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ پر ترانزیټ درې اړخیز مذاکرات بندبست سره مخ شول، د پاکستان وړاندیز دا وه چې کولای شي د واخان دهلېز تر ټولو باریکه ساحه کې تونل ووهي او تاجکستان سره د ترانزیټ لاره پرانیزي. خو هغه مهال افغانستان شدید مخالفت وکړ او تاجکستان هم غالبآ شین چراغ ونه ښود.
مطلب دا چې د واخان کریډور به د افغانستان او سیمې د سوداګریزې راکړې ورکړې او ترانزیت لپاره یو لوی فرصت وي، خو که د واخان د کومې نرۍ  ساحې له لارې، پاکستان په هره وسیله او پلمه، ځان ته د مرکزي آسیا سره د وصل لاره پرانیزي، دا کار به د سیمه ایز اتصال په برخه کې د افغانستان هغه موقعیت او حیثیت ته قوي ضربه ورسوي چې د یوه «ځمکني پل» په توګه یې لري او له بل پلوه به دا کار، په هېواد کې د امنیت او ثبات لپاره کومه ګټه ونه لري، بلکه لا به یې له ننګونو سره مخ کړي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

په پښتونخوا کې ملتپالنه باید له اوږدې تېروتنې راویستل شي!

لیکوال احمد شاه ساحل

منظور پښتین ورو ورو خبره د پښتون له واړه چوکاټه باسي او د افغانیت لویې دایرې ته یې داخلوي. موږ په دې اړه ډېر وړاندې هم لیکلي وه. مهمه دا ده چې د لر پښتنو خپلواکي او بل هر مطلوب هدف یوازې پر همدې مسیر شوني او ترلاسه کېدلی شي.
ملتپال سیاست هم همدې ته وايي. ته که پښتون یې، او د پاکستان په ملت ور ګډیږې؛ بیا په حقوقي لحاظ هم افغان نه شې بلل کېدلی، بلکې پاکستانی بلل کیږې. تاسې که د لر پښتنو شناختِ کارټونه، پاسپورټونه او نور رسمي اسناد چیک کړئ، دوی ته یې ”پاکستانی“ لیکلی، نه افغان. دا ځکه چې پاکستان پوهیږي افغان د یو مشخص قوم نوم نه دی، بلکې د یو ملت نوم دی، او د پاکستان ملت افغان نه دی. نو ته که افغان یې، صرف او صرف د افغانستان یې. او که د بل هیواد د ملت برخه ګرځې، په اتومات ډول ستا ملي هویت(افغان) ورسره تغیر کوي او د هغه هیواد اړوند هویت اخلې. دغه راز که د لر پښتانه د پاکستان په ملت ور ګډيږي، دوی به پښتانه وي، خو افغانان نه.
د مثال په توګه: زلمی خلیلزاد پښتون دی، خو افغان نه؛ بلکې یو امریکايي دی. که څه هم په افغانستان کې او بیا پسي را تېر شه، په لغمان کي زېږېدلی.

بناً، د پاکستان تر حاکمیت لاندې پښتنو کې یوازې منظور پښتین افغان دی، او د پي ټي ایم غړي. ځکه دوی د پاکستان اساسي قانون چې په هغه کې ملي هویت تعریفیږي، نه مني. خو هغوی چې دا قانون مني یا یې سمدلاسه تحفظ ته را ولاړ شوي؛ په هیڅ حقوقي، قانوني او منطقي اساس افغانان نه شي بللی کېدلی. دا چې بیا هم د افغانیت چغې وهي؛ شاید پوهیږي نه، یا یوازې په دې توګه خلک تېرباسي.

په پښتونخوا کې ملتپالنه باید له اوږدې تېروتنې راویستل شي. ملتپالنه پښتونپالنې ته نه وايي. خو هلته یې ځیني په غیر شعوري توګه پښتونولۍ یا پښتونپالنې ته منسوبوي. په داسې حال کې چې پښتون ته ”ملیت“ ویل کیږي او پالنې ته یې ”ملیتپالنه“ او افغان ته ”ملت“ ویل کیږي، او پالنې ته یې ”ملتپالنه“. یعني دلته دوه اصطلاحات(ملیتپالنه او ملتپالنه) سره ګډیږي. ملتپالنه مانا افغان پالنه او ملیتپالنه مانا پښتون پالنه. ملیت مانا قوم، او ملت بیا د قومونو مجموعه ده چې د پښتون ترڅنګ تاجک، بلوڅ، هزاره، ازبک او نور قومونه هم پکښي راځي.

که منظور پښتین خبره له وچې پښتونولۍ افغانیت ته راباسي، نو یو خو به لر پښتانه بیرته خپل اصلي هویت ته ور وګرځوي، بل دا چي موږ ته به کار اسانه کړي، او مهمه ګټه به یې دا وي چې په افغانستان کې مېشت نور قومونه لکه تاجک، ازبک، هزاره او نور… به هم د لر او بر د یووالي په مبارزه کې را شریک شي. یعنې هغوی ځانونه ”د پښتون او پښتون“ په یوځای والي کې ډېر مسول نه ګڼي او نه په دې برخه کې کوم ځانګړې لیوالتیا لري. خو که خبره ”د افغان او افغان“ د یووالي شي، بیا رامخته کیږي. متاسفانه په دوی کې یو ډول ناسم تصور له ډېر پخوا را روان دی چې که لر او بر سره یو شي، نو په دې سره به د پښتتو شمېر نور هم زیات شي او ګواکې دا به په اوږد مهال کې د دوی په زیان تمام شي. اما موږ که د لر او بر د یووالي دا داعیه له پښتونه افغان ته را بدله کړو، یعنې د پښتون په توګه نه، بلکې د افغان په توګه د دوی یو ځای کول وغواړو، بیا نه یوازې دا چې پر نورو قومونه به یې ذهناً منفي اغیز نه وي، بلکې هغوی به هم په دې ملي کار کې ځانونو مسول وبولي او برخه به واخلي.

منظور پښتین نن تازه د ملي فکر په اړه ځینې څرګندونې کړي. حتا دا چې وايي د پاکستان دښمني د پښتون سره نه، بلکې د افغان سره ده.
ډېر وړاندې یې یو ځل راته ویل چې زه ځکه د لر او بر سیمو نومونه او پيښې په یوځایي توګه بیانوم چې لر میشتي پښتانه فکر وکړي او دې ته یې سوچ شي چې د باجوړ او پکتیکا څه اړیکه ده، د تیراه او غزني، د کندهار او وزیرستان نومونه ولې یوځای یادیږي.

د پایلې په توګه باید ووایم که منظور پښتین دا وړوکی چوکاټ په لا ښه توګه ماتوي، او غواړي یو ښه اغیز رامنځته شي، نو لکه څنګه یې چې قبیلوي کړۍ ماته او له ”محسود“ څخه ځان پښتون کړ، هغسې اوس باید دا قومي چوکاټ هم مات او له ”پښتون“ څخه خپل تخلص ”افغان“ ته واړوي.

منظور افغان، هو افغان!

څو دې وس رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنگه.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

آصف دراني:د افغان طالبانو د «ټي‌ټي‌پي» ملاتړ، پاکستان د سختې پرېکړې په درشل کې درولی

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني ویلي، چې د افغان طالبانو له لوري د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» ملاتړ کېدای شي اسلام‌اباد دې ته اړ کړي چې د طالبانو حکومت د دوی له قوله «فتنة الخوارج» په کټګورۍ کې شامل اعلان کړي.

دراني په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې هیله ده د طالبانو حکومت د “ځان‌وژونکي مسیر” له دوام څخه ډډه وکړي، ځکه دا به د دواړو هېوادونو اړیکې له جدي کړکېچ سره مخ کړي.

بل خوا د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» له ملاتړ ډډه کوي او وایي چې پاکستان د افغانستان پر ضد مضرې ډلې تقویه کوي او په دې خاوره نا امني پرې جوړوي.

کابل کې د ایران سفارت:ندا محمد ندیم او ولایتي د تعلیمي همکاریو د پراخولو پر عملي لارو خبرې کړي

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم په تهران کې د ایران د اسلامي آزاد پوهنتون له بنسټګر او د امنا بورډ له مشر ډاکټر علي‌اکبر ولایتي سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې ولایتي ویلي، چې اسلامي آزاد پوهنتون چمتو دی د افغانستان د لوړو زده کړو په پیاوړتیا، ځان‌بساینې او علمي ظرفیت لوړولو کې پراخې مرستې وکړي.

د ایران له لوري د کابل سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پوهنتون به د نوو تخصصي او فوق‌تخصصي څانګو په رامنځته کولو، د استادانو او محصلینو په تبادله، او ګډو علمي پروګرامونو په پلي کولو کې له افغانستان سره همکاري کوي.

ندا محمد ندیم د شیخ هبت الله د امر له مخې له عکسونو او ویډیو کولو څخه ډډه کوي.

راپورونه:روسیه د لوړ معاش وعدې سره، د سرتیرو لیکو ته په ایران کې د ځوانانو پټ جذب کوي

0

په تهران کې د روسیې سفارت ته نږدې داسې “شبنامې” وېشل شوي چې له ایراني ځوانانو څخه د لوړ معاش او مالي امتیاز په بدل کې د روسیې پوځ ته د تګ بلنه ورکوي.

په دغو “شبنامو” کې له ۱۸ څخه تر ۵۵ کلونو پورې کسانو ته د لسګونو زرو ډالرو انعام او میاشتني لوړ معاش ژمنه شوې ده.

د شبنامې ټېلېګرامي ادرس په څو ساعتونو کې د کانال غړي څو چنده زیات کړي چې پکې د روسیې د دفاع وزارت په نوم اعلانونه خپرېږي.

د روڼونکې سرچینې په وینا، هغه کس چې ځان یې د روسیې د پوځ استازی معرفي کړی، یوازې د ۴۰ کلونو څخه کم، د پاسپورت لرونکي او له طبي ناروغیو پاک کسان د جذب وړ بللي دي.

کارپوهان دا ډول پټې جلب‌وجذب هڅې د ایران د اقتصادي وضعیت له کبله د ځوانانو لپاره جدي امنیتي ګواښ بولي.

د پاکستان ستراتېژیکې هیلې په افغانستان کې او دافغانانو د کرکې ریښې

لیکوال: هاتف مختار
د افغانستان د ستراتیژیکو اړېکو د مرکز مشر

(اکاډمیکه مقاله–)

د افغانستان او پاکستان اړیکې له پخوا راهیسې د کړکیچ، تاریخي پولو شخړو، ستراتېژیکو سیالیو او متقابلو تورونو له امله ګډوډې دي.

پاکستان له افغانستان څخه “ستراتیژیک عمق” غواړي چې د هند په مقابل کې یې وکاروي، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) پر ضد سخت اقدام غواړي او غواړي چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) افغانستان ته وغځول شي تر څو اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.
برعکس، افغانان پاکستان ته د طالبانو د ملاتړ، په داخلي چارو کې د لاسوهنې، د درانۍ کرښې د وېشلو او وروستي پوځي بریدونو له امله سخته کرکه لري.
دا مقاله د تاریخي، معاصرو او نویو ۲۰۲۵ کال پېښو په مرسته دا موضوع څیړي او وايي چې تر څو دواړه خواوې د بل خپلواکۍ ته درناوی ونه کړي، باور جوړ نه شي او د تروریزم پر ضد ګډه مبارزه ونه شي، اړیکې به تل تاوتریخوالی ولري.
د ۲۰۲۵ کال اکتوبر او ډسمبر میاشتو کې پاکستاني الوتکو بریدونه، د پولو شخړې او د سوداګرۍ بندېدل دا اړتیا نوره هم روښانه کوي چې د سیمې امنیت لپاره دیپلوماتیک حلونه اړین دي.

مقدمه 
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۲۶۴۰ کیلومټره پوله یوازې جغرافیه نه ده، بلکې د تلپاتې شخړو، تروریزم، اقتصادي فشارونو او قومي وېشلو یوه لویه سرچینه ده. دا پوله چې په ۱۸۹۳ کال کې د انګرېزانو لخوا د “درانۍ کرښې” په نوم وټاکل شوه، تر نن ورځې پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ لانجه ده او د پښتنو او بلوڅو قومونو وېشلې ده.
پاکستان افغانستان ته د “ستراتیژیک ضرورت” په سترګه ګوري، ځکه چې غواړي د هند له ګواښ څخه ځان وژغوري او خپل لویدیځ سرحد خوندي کړي.
له بلې خوا، ډېر افغانان پاکستان یو “لاسوهنه کوونکی ګاونډی” بولي چې د آی ایس آی له لارې د افغانستان داخلي چارو کې مداخله کوي او د تروریستي ډلو ملاتړ کوي چې د دوی هېواد یې تباه کړی دی.
دا توپیري نظرونه د تاوتریخوالي یوه لړۍ رامنځته کوي چې وروستۍ بېلګې یې د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشت کې د پاکستاني الوتکو بریدونه په کابل، خوست، پکتیکا او جلال اباد کې دي چې د ټي‌ټي‌پي مشر نور ولي محسود هدف ګرځول شوی و؛ خو د طالبانو لخوا د سپین بولدک او تورخم په سیمو کې ځوابي بریدونه شوي چې لسګونه پوځیان او ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.
د ډسمبر په ۶ مه، د سپین بولدک په سیمه کې د اور تبادلې له امله پنځه افغانان وژل شوي، چې دا پېښې ښيي وضعیت د تر ټولو خراب حالت ته رسېدلی دی، اقتصادي زیانونه یې زیات کړي او د کډوالو بحران یې نور هم ژور کړی دی.

پاکستان له افغانستان څخه څه غواړي؟

پاکستان د افغانستان په اړه یو څرګند ستراتېژیک لید لري چې د ملي امنیت، اقتصاد او سیمه‌ییز نفوذ پر بنسټ ولاړ دی.

۱ـ ستراتیژیک عمق
له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې، پاکستان افغانستان د “عمق” په توګه کاروي. د دوی نظریه دا ده چې که هند له ختیځ څخه حمله وکړي؛ نو پاکستانی پوځ باید د کابل، هرات او کندهار په څېر ښارونو کې پناه او بیسونه ولري.
دې نظریې د جنرال ضیاء الحق او آی ایس آی لخوا وده وکړه او تر اوسه یې اغېز شته.
په ۲۰۲۵ کال کې، د پاکستان پوځي مشر جنرال عاصم منیر وویل چې طالبان باید د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ انتخاب وکړي، چې دا د ستراتیژیک عمق د پالیسۍ یوه برخه ده.

۲. د ټي‌ټي‌پي او نورو وسلوالو ډلو مخنیوی 
اسلام اباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان زرګونه جنګیالي په کنړ، پکتیکا، خوست او نورو سیمو کې میشت دي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.
له ۲۰۲۱ راهیسې د ټي‌ټي‌پي بریدونه په پاکستان کې ۶۰ سلنه زیات شوي دي.
په ۲۰۲۵ کال کې، د اکتوبر په ۹مه، پاکستاني الوتکو په کابل کې برید وکړ چې د ټي‌ټي‌پي مشر هدف و؛ خو د طالبانو لخوا په سپین بولدک کې ځوابي بریدونه وشول چې لسګونه کسان پکې وژل شوي. پاکستان له طالبانو غواړي چې یا دا ډله له منځه یوسي، یا یې بې وسلې کړي او یا یې پاکستان ته وسپاري – هغه غوښتنې چې طالبان یې د خپلواکۍ پر ضد بولي.

۳. اقتصادي او ترانزیټي ګټې 

پاکستان غواړي چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز له چابهار پرته، د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته وغځول شي.
د تورخم او سپین بولدک له لارې د سوداګرۍ حجم لوړول غواړي؛ خو دا هر څه د سیاسي فشار او د پولو تړلو په مرسته کوي چې افغانان یې “اقتصادي تسلط” بولي.
په ۲۰۲۵ کال کې، د شخړو له امله دا پولې وتړل شوې چې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته سخت زیان رسېدلی.

۴. د هند نفوذ کمول او نړیوال پیژندل 
د پاکستان لپاره تر ټولو لوی ګواښ دا دی چې افغانستان د هند “پروکسي” شي.
له همدې امله یې له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې هڅه کړې چې په کابل کې هند ضد حکومتونه راولي.
په ۲۰۲۵ کال کې، د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل چې افغانستان خپله بهرنۍ پالیسي پخپله جوړوي او د هند سره اړیکې د پاکستان د اعتراض پرته ساتي.

ولې افغانان د پاکستان پر ضد دي؟

۱. د درانۍ کرښې شخړه 

افغانان درانۍ کرښه د استعمار پاتې شوی “ناسم خط” بولي چې پښتانه او بلوڅان یې ووېشل.
له غازي امان الله خان راهیسې هر افغان حکومت دا کرښه رد کړې ده.

۲. د لاسوهنې تاریخ 

پاکستان لومړی د مجاهدینو، بیا د طالبانو او وروسته یې بیا د طالبانو ملاتړ وکړ.
د آی ایس آی لاس په لسګونو کتابونو او راپورونو کې ثابت شوی دی.
افغانان وايي: “پاکستان زموږ جګړه نه ده ختمه کړې، بلکې یې اوږده کړې ده.”

۳. د کډوالو تحقیر او ایستل 
له ۲۰۲۳ راهیسې پاکستان شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال په زور ایستلي دي.
د دوی کورونه یې لوټ کړي، ښځې او ماشومان یې په ژمي کې بې سرپناه پرېښي.

۴. وروستي پوځي بریدونه او اقتصادي فشار

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۹ مه، پاکستاني الوتکو په کابل کې برید وکړ چې د ټي‌ټي‌پي هدف و، خو ډېر ملکي وګړي پکې ووژل شول.
د ډسمبر په ۶ مه، په سپین بولدک کې پنځه افغانان ووژل شول.
په ټولنیزو رسنیو کې #پاکستان_دښمن_دی ټرنډ شو.

۵. سیمه ایزې او نړیوالې اغېزې

افغانان باور لري چې پاکستان غواړي افغانستان د خپل “ولایت” په توګه وګوري، چې دا د دوی ملي هویت ته ګواښ دی.

نتیجه 
د پاکستان او افغانستان اړیکې د “صفر مجموعې لوبې” په شکل دي.

تر څو پاکستان افغانستان د “شا اخیستلو ځای” وګوري او تر څو افغانان د درانۍ کرښې او تېر لاسوهنو درد لرې نه کړي، دا کړکیچ به دوام کوي.
د ۲۰۲۵ کال پېښې دا ښيي چې وضعیت نور هم خرابېدلی شي.
د حل لاره دا ده چې دواړه خواوې د یو بل خپلواکۍ ته درناوی وکړي، د ټي ټي پي پر ضد ګډ مکانیزم جوړ کړي، د سوداګرۍ لارې خلاصې کړي او نړیواله ټولنه (لکه ملګري ملتونه، چین او قطر) د منځګړیتوب رول ولوبوي، که نه نو، دا پوله به د سولې پر ځای د جګړې کرښه پاتې شي او د سیمې اقتصاد، امنیت او بشري وضعیت به نور هم خراب شي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.