شنبه, مې 30, 2026
Home Blog Page 219

اسراییل هیوم ورځپاڼه:اسراییل د ایران د ډله‌ییزو اعدامونو معلومات واشنګټن ته سپارلي

0

اسراییل هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اسراییل حکومت په ایران کې د معترضانو د ډله‌ییزو اعدامونو تازه معلومات د امریکا حکومت ته ورکړي دي.

د راپور له مخې، دا معلومات د هغو تضمینونو پر خلاف دي چې ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې له ایراني چارواکو یې ترلاسه کړي دي.

تر دې وړاندې ټرمپ ادعا کړې وه چې د ایران پر ضد د برید د ځنډ یو لامل د سلګونو نیول شویو معترضانو د اعدام د حکم لغوه کېدل وو؛ خو ایراني نظام دا خبره رد کړې ده.

راپور زیاتوي چې امریکا د اعدامونو په اړه شواهد لري او اسراییل د دغو معلوماتو په راټولولو کې رول لوبولی دی.

راپورونه:علي خامنه‌ای د احتمالي امریکایي برید له وېرې پټ ځای ته لېږدول شوی

0

راپورونه وایي، چې د امریکا د احتمالي برید د زیات شوي ګواښ له ارزونې وروسته، د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌ای په تهران کې یو ځانګړي او ځمک‌لاندې پناه‌ځای ته انتقال شوی دی.

ویل کېږي دا پناه‌ځای له یو بل سره نښتي تونلونه لري.

د راپور له مخې، د خامنه‌ای درېیم زوی مسعود خامنه‌ای د هغه د ورځنیو دفتري چارو مسوولیت پر غاړه اخیستی او بل زوی یې مجتبی خامنه‌ای له حکومتي چارواکو سره اړیکې ساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو ورځو کې د امریکا له‌خوا پر ایران د احتمالي برید په اړه اوازې زیاتې شوې دي.

د غزې او ایران په اړه؛د خبرو لپاره د امریکا استازي اسرائیل ته رسېدلي

0

د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي استیون ویتکاف او د سپینې ماڼۍ پخوانی ځانګړی استازی جرد کوشنر نن د غزې او ایران په اړه د خبرو لپاره اسرائیل ته تللي او له بنیامین نتانیاهو سره به لیدنه وکړي.

د رویټرز په وینا، د دې لیدنې اصلي محور د غزې وضعیت دی، خو د اسرائیل ۱۳م چینل راپور ورکړی چې د ایران موضوع هم په اجنډا کې شامله ده.

په ورته وخت کې، د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنتکام) مشر برد کوپر هم اسرائیل ته رسېدلی او ویل کېږي چې دا سفر د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام د همغږۍ په موخه ترسره شوی دی.

دا سفرونه د تېرې اوونۍ له هغه وروسته کېږي، چې د موساد مشر هم امریکا ته تللی و.

حنا رباني‌کهر:د پاکستان بې‌ثباته سیاستونه هېواد ته اقتصادي او نړیوال زیان رسوي

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره حنا رباني کهر وايي، د افغانستان په اړه د پاکستان اوسنی دریځ له فکري بې‌نظمۍ او ستراتېژیکې ګډوډۍ سره مخ دی او دا تګلاره تر بل هر چا زیات پخپله پاکستان ته زیان اړوي.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان پر وړاندې د سرحدي لارو تړل او اقتصادي فشارونه نه یوازې دا چې اغېزناکه سیاسي وسیله نه ده، بلکې د پاکستان پر سوداګرۍ، ترانزیټي رول او نړیوال اعتبار ناوړه اغېز لري.

رباني‌کهر ټینګار کړی چې پاکستان له کلونو راهیسې ځان د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي پل په توګه معرفي کوي، خو کله چې دا هېواد پخپله خپلې لارې تړي، نو دا ادعا عملاً له منځه ځي او د نورو هېوادونو باور زیانمنوي.

نوموړې خبرداری ورکړی چې د اسلام‌اباد غیر متوقع او ناپایدار سیاستونو نړیوال پانګه‌وال اندېښمن کړي، ځکه په داسې چاپېریال کې چې پرېکړې هره شېبه بدلېږي، هېڅ سوداګر یا هېواد د اوږدمهاله پانګونې جرأت نه کوي.

د هغې په وینا، که پاکستان غواړي خپل اقتصادي او سیمه‌ییز رول وساتي، نو باید له فشار راوړونکو سیاستونو لاس واخلي او د باور پر بنسټ سیمه‌ییز تعامل ته مخه کړي.

د زده‌کړو نړیواله ورځ؛نږدې ۱۶۰۰ ورځې کیږي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي

نن د زده‌کړې نړیواله ورځ ده، خو افغانستان د نړۍ یوازینی هغه هېواد دی چې په کې د نجونو زده‌کړې بندې دي.

د طالبانو حکومت د مشر، شیخ هبت‌الله په امر، د نجونو ښوونځي تړلي او هغه ادعا کړې چې د نجونو زده‌کړه په اسلام کې جواز نلري.

بل خوا شیخ هبت‌الله په یو بیان کې ویلي چې د ښوونځیو پرانستل د اسلام او مدرسې پر ضد د کفارو سازش دی.

دغه راز، د طالبانو حکومت په هېواد کې د ښځو پر کار هم بندیزونه لګولي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ راهیسې تر اوسه، له ښوونځیو څخه د نجونو محرومیت ۱,۵۸۹ ورځې او له پوهنتونونو څخه د ښځو محرومیت ۱,۱۲۹ ورځې تېرې شوي دي.

سرچینې:د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیاله روزمیري ډیکارلو کابل ته رسېدلې

د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیاله روزمیري ډیکارلو په یو سفر کابل ته رسېدلې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې اغلې ډیکارلو به د طالبانو حکومت له لوړپوړو چارواکو سره په یو شمیر مثایلو لیدنې او خبرې اترې وکړي.

تر دې مهاله د طالبانو حکومت رسمي څه نه دي ویلي.

کییر سټارمر:د افغانستان جګړه کې د بریتانوي پوځ قرباني له پامه غورځول د ټرمپ لخوا سپکوونکی عمل دی

د بریتانیا حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې چې پکې یې ادعا کړې وه د ناټو ځواکونه په افغانستان کې د جګړې له اصلي ډګر څخه لرې وو.

د بریټانیا لومړي وزیر کی‌یر سټارمر وویل دا خبرې د هغو سرتېرو له قربانیو سره په ټکر کې دي چې په افغانستان کې یې جګړه کړې ده.

د هغه په وینا، په دې جګړه کې ۴۵۷ بریتانوي پوځیان وژل شوي او ډېر نور د تل لپاره ټپیان پاتې شوي دي.

سټارمر ټینګار وکړ، چې د بریټانیا ځواکونه د افغانستان په جګړه کې په خطرناکو ماموریتونو کې شامل وو او د هغوی رول باید کم ارزښته ونه ګڼل شي.

همدارنګه د بریتانیا د وسله‌والو ځواکونو وزیر ال کارنز هم ویلي چې بریټانوي پوځیان په افغانستان کې د جګړې په لومړیو کرښو کې فعال حضور درلود.

ټروت سوشیال:پر ایران د برید او د خلکو په ملاتړ مو الوتک وړونکې سمندرې بیړۍ د عمان خلیج ته واستوله

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله «Truth Social» پاڼه کې اعلان کړی، چې د ایران د وروستیو ولسي لاریونونو او د معترضینو د ځپلو په غبرګون کې د امریکا د سمندري ځواکونو الوتکوړونکې بېړۍ USS Abraham Lincoln د عُمان خلیج ته استول شوې او د ایران پر نږدې سیمو د «عملیاتي یا برید په واټن» کې ځای پر ځای شوې ده.

په یادې پاڼه تازه لیکل شوي، دغه اقدام د ایران د خلکو د مرستې غوښتنو ته د امریکا «ځواب» دی او موخه یې پر تهران د سیاسي او پوځي فشار زیاتول دي.

له دې سره هممهاله، یوې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې یاده بېړۍ د جنوري ۲۳ مه نېټه له ځان سره لري او پرې لیکل شوي: «USS Abraham Lincoln enters strike range near Iran».

د کاناډا د محافظه‌کار ګوند مشر:د افغانستان جګړه کې د کاناډایي سرتېرو قربانۍ باید هېرې نه شي

د کاناډا د محافظه‌کار ګوند مشر پییر پولیېور د ولسمشر ډونالد ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، کاناډایي سرتېرو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې سترې قربانۍ ورکړې دي.

هغه ویلي، تر ۴۰ زرو ډېر کاناډایي پوځیان د ۱۳ کلونو لپاره په افغانستان کې جګړه کې ښکېل وو چې له ډلې یې ۱۵۸ سرتېري وژل شوي دي.

پولیېور ټینګار کړی چې دا قربانۍ باید هېڅکله هېرې نه شي او امریکایي متحدین باید د کاناډا د سرتېرو درناوی وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې زرګونه پخواني پوځیان لا هم له رواني او فزیکي ستونزو سره مخ دي او د هغوی ملاتړ د حکومتونو او متحدینو ګډ مسوولیت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:د ایران د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوو او ټول انتخابونه پر مېز دي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د العربیه شبکې ته ویلي، واشینګټن به د ایران د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي او د دغه هېواد روان بدلونونه له نږدې او په دوامدار ډول څاري.

یاد وزارت زیاته کړې، د ایران پر ضد د هر ډول پوځي اقدام پرېکړه یوازې د امریکا د ولسمشر واک دی او د ټرمپ حکومت د ایران د وضعیت په اړه بېلابېل انتخابونه په واک کې لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز ټینګار کړی چې د ایران په اړه د واشینګټن تګلاره به د سیمه‌ییز امنیت، د متحدانو د ساتنې او د ډیپلوماټیکو لارو د ارزونې پر بنسټ تنظیمېږي.