سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 209

د طالبانو حکومت:د جدي ۶مه نړۍ ته دا پيغام ورکوي چې د نړۍ هيڅ مغرور ځواک د افغانانو په ایمان، ننګ او اراده باندې شک ونه لري

د طالبانو حکومت د جدې شپږمه، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۶مې کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې او دغه یرغل یې په کلکو ټکو غندلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ۱۳۵۸ هـ ش کال د جدې په شپږمه شوروي اتحاد پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او زرګونه اشغالګر پوځونه یې د هېواد خاورې ته داخل کړل چې د دې لس کلن اشغال پر مهال افغانستان له پراخو ویجاړیو سره مخ شو، میلیونونه افغانان هجرت ته اړ شول او زرګونه کسان شهیدان او معیوب شول.

اعلامیه زیاتوي چې افغانانو د دغه اشغال پر وړاندې په مېړانه جهاد وکړ او بالاخره شوروي ځواکونه د لسو کلونو وروسته له ماتې سره مخ او له افغانستان څخه ووتل.

د طالبانو حکومت دغه تاریخي پېښه د دې ثبوت بللی چې د افغانستان پر خلکو باید هېڅ بهرنی ځواک د هغوی په ایمان، غیرت او اراده شک ونه کړي.

د اعلامیې له مخې، افغانانو په نږدې یوه پېړۍ کې درې ستر ځواکونه مات کړي او خپل هېواد یې له اشغال څخه خلاص کړی دی.

د طالبانو حکومت له خلکو غوښتي چې د خپل هېواد د ازادۍ او استقلال د ساتنې لپاره چمتو واوسي او هیچاته اجازه ورنه کړي چې د اسلامي نظام، دیني ارزښتونو او ملي حاکمیت پر وړاندې شومې موخې عملي کړي.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې «اسلامي امارت» به د خپلو دیني ارزښتونو، اسلامي نظام، وطن او ولس د دفاع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ترکیې د کډوالو اداره:سږکال ترکیه کې د ۴۲زره افغانانو په ګډون ۱۵۲زره غیرقانوني کډوال نیول شوي

د ترکیې د کډوالو ادارې د وروستیو شمېرو له مخې، سږ کال د غیرقانوني کډوالو پر وړاندې عملیاتو کې زیاتوالی راغلی دی چې په دې موده کې ټولټال ۱۵۲ زره ۶۰۰ غیرقانوني کډوال نیول شوي دي.

د نیول شویو کسانو په منځ کې ۴۲ زره افغانان شامل دي چې تر ټولو زیات نیول شوي دي.

د افغانانو تر څنګ تر ټولو زیات نیول شوي سوریایان وو، او د ازبکستان، ترکمنستان او ایران اتباع هم په لوی شمېر کې شامل دي.

د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي، د مهاجرینو د کنټرول او قانوني جریانونو د منظمولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي او په ځانګړي ډول د هغو کډوالو پر وړاندې چې له اسنادو او د سفر قانوني شرایطو پرته یې هیواد ته داخل شوي دي.

کریم خرم:د افغانستان سره زر باید د هېواد له ملي زېرمو سره یوځای شي، نه بهر ته وپلورل شي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خرم وایي، د نړۍ روانو جګړو، ژیوپولیتیکي ترینګلتیاوو، د نړیوال نظم کمزورۍ، د لوېدیځ بندیزونو، سوداګریزو جګړو او د ډالر د انحصار د کمولو هڅو د سرو زرو ارزښت په نړیواله کچه بې‌ساري لوړ کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې په داسې ناڅرګندو شرایطو کې هېوادونه د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کوي.

کریم خرم اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان په شمال کې استخراج کېدونکی سره زر په ټیټه بیه بهرنیو سوداګرو ته پلورل کېږي او له هېواده ایستل کېږي.

د هغه په وینا، ښه به دا وه چې دغه سره زر د هېواد له پولي زېرمو سره یوځای شي، ځکه د سرو زرو کانونه د نورو عادي کانونو په څېر نه دي او باید ځانګړی چلند ورسره وشي.

هرانا:ایران په یو کال کې نږدې دوه زره کسان اعدام کړي

0

د ایران د بشري حقونو بنسټ «هرانا» په خپل نوي کلني راپور کې اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د ایران په زندانونو کې لږ تر لږه ۱٬۹۲۲ کسان اعدام شوي دي، چې دا د تېر کال په پرتله ۱۰۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې، له دې شمېرې څخه ۱۰ کسان په عام محضر کې اعدام شوي دي.

هرانا ویلي، ۹۵ سلنه اعدامونه په پټه ترسره شوي او یوازې ۵ سلنه یې د رسمي رسنیو له لوري اعلان شوي دي.

د راپور له مخې، د اعدام شویو کسانو له ډلې ۸۷ سلنه نارینه او ۳ سلنه ښځې وې، خو د ۱۰ سلنه کسانو جنسیت نه دی څرګند شوی.

همدارنګه، هرانا ټینګار کړی چې د اعدام شویو کسانو په منځ کې دوه تنه داسې کسان هم شامل دي چې د منسوب جرم د ترسره کولو پر مهال یې عمر له ۱۸ کلونو کم و، چې دا د ماشومانو د حقونو ښکاره سرغړونه بلل کېږي.

عبدالغفور لېوال: افغانستان تر ۲۰۲۱ پورې د علمي کادرونو له پلوه پر ځان بسیا و

ایران کې د افغتانستان پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال وایي، افغانستان تر ۲۰۲۱ کال پورې د علمي کادرونو له پلوه پر ځان بسیا هېواد و او په پوهنتونونو او علمي بنسټونو کې د تجربې او پوهې لېږد په منظم او طبیعي ډول روان و.

نوموړي ویلي چې هېواد د پي‌اېچ‌ډي ډاکترانو، ماسترانو او ځوانو لېسانسه کادرونو له پلوه بډای و او ډېری افغان متخصصان له زده کړو وروسته بېرته خپل وطن ته ستنېدل.

لېوال ټینګار کړی چې د تاریخ تجربې ښيي، ځواکمن دولتونه د علم او متخصصانو د راجلبولو له لارې جوړېږي، لکه د غزنوي دور او د معاصرې نړۍ د امریکا بېلګه.

د هغه په وینا، هغه ټولنې چې علمي تخصص ته لومړیتوب نه ورکوي او پر تعصب او انحصار ولاړې وي، په پای کې د پردیو متخصصانو محتاجې کېږي، چې دا کار د زبېښاک او فکري انحصار لامل ګرځي.

روسیې پر کییف؛پراخ توغندیز بریدونه کړي

0

نن ورځ سهار وخته روسیې د اوکراین پر پلازمینه کییف توغندیز بریدونه کړي دي.

راپورونه ښيي چې د ښار هوايي دفاعي سیستمونه فعال شوي او د اوکراین پوځ د میزایلو د توغولو پخلی کړی دی.

تر دې دمه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو چارواکي وايي د ښار د ساتنې لپاره دفاعي هڅې روانې دي.

د ملګرو ملتونو و ښځو څانګه:سږ کال په نړیواله کچه پارلمانونو کې د ښځو ونډه ۲۷ سلنې ته لوړه شوې

0

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) اعلان کړی چې سږکال په نړیواله کچه پارلمانونو کې د ښځو ونډه ۲۷ سلنې ته رسېدلې ده چې تر اوسه تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

دغه بنسټ وایي، سره له دې پرمختګ، لا هم د ښځو حضور د برابر او ټول‌شموله سیاسي ګډون لپاره بسنه نه کوي.

یادې ادارې ویلي، اړتیا ده چې ښځو ته په پرېکړه‌کوونکو ادارو، په ځانګړي ډول پارلمانونو کې، لا ډېر فرصتونه برابر شي.

الجزیره:د تاجکستان_افغانستان د پولې ناامني د طالبانو پر واکمنۍ سیاسي فشار زیاتوي

د الجزیره د راپور له مخې، د تاجکستان او افغانستان پر ګډه پوله تاوتریخوالی زیات شوی او تاجک چارواکو د افغان خاورې څخه د وسله‌والو د اوښتو او بریدونو خبر ورکړی دی.

د راپور پر بنسټ، په وروستیو نښتو کې څو کسان وژل شوي چې پکې د چین اتباع هم شامل دي.

الجزیره وايي، تاجکستان ادعا کوي چې بریدګر د افغانستان له بدخشان ولایت څخه تاجکستان ته داخل شوي او بریدونه یې تر ډېره د چینایي شرکتونو او کارکوونکو پر وړاندې ترسره کړي دي.

په دغو بریدونو کې د چین د سرو زرو کانونو او سړک جوړونې پر پروژو کارکوونکي په نښه شوي دي.

د راپور له مخې، چین د خپلو اتباعو د امنیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له تاجکستان یې غوښتي چې د چینایي شرکتونو او کارکوونکو د ساتنې لپاره جدي اقدامات وکړي.

همداراز، د چین سفارت خپلو وګړو ته د سرحدي سیمو د پرېښودو سپارښتنه کړې ده.

الجزیره زیاتوي چې تاجکستان طالبان د پولې د امنیت په ټینګښت کې په بې‌مسوولیتۍ تورنوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي افغانستان د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

شیخ نورالحق انور:بهرني فرمایشونه د تېرو ناکامیو اصلي لامل وو

د طالبانو حکومت د چارو اداري رئیس، شیخ نورالحق انور وايي چې د افغانستان د استقلال ساتنې، ځان‌بسیاینې او دوامدار پرمختګ لپاره فکري استقلال او پر ملي ظرفیتونو باور حیاتي ارزښت لري.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې د تېرو سلو کلونو پر مهال د افغان حکومتونو د کمزورۍ او وروسته پاتې والي اساسي لامل د بهرنیو مغرضو فرمایشونو منل او عملي کول وو، چې د هېواد پر ثبات او پرمختګ یې منفي اغېز کړی دی.

شیخ نورالحق انور ویلي، اوسنی حکومت خپله داخلي او بهرنۍ پالیسي د ملي ګټو او لومړیتوبونو پر بنسټ ترتیب کړي او د بهرنیو غیر مجاز مداخلې او فشارونو ته غوږ نه ږدي.

د انورالحق په وینا، د ځینو بهرنیو کړیو ناخوښي هم له همدې امله ده چې نور د افغانستان په کورنیو چارو کې د دوی فرمایشونو ته اعتبار نه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړې چې د افغانانو لپاره دا خبره اوس د تجربې له لارې ثابته شوې چې بهرني مداخلې نه یوازې ګټه نه ده رسولې، بلکې د تېرو لسیزو د ډېرو ناخوالو اصلي لامل هم همدا مداخلې وې.

د طالبانو حکومت:د کندهار د انارو لومړۍ صادراتي محموله قطر ته ولېږدول شوه

د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ خونه وايي چې د کندهار د انارو لومړۍ صادراتي محموله قطر ته ولېږدول شوه.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دا محموله ۲۰ متريک ټنه وزن لري او ارزښت يې له ۳۰ زرو امريکايي ډالرو څخه زيات دی، چې د يوه خصوصي شرکت له لوري صادره شوې ده.

چارواکي وايي، د کندهار انار د لوړ کيفيت له امله په بهرنيو بازارونو کې ښه ځای لري او دا صادرات به د بزګرانو د عايد زياتېدو او د هېواد د اقتصاد پياوړتيا کې مرسته وکړي.