یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 208

منظور پښتین:پنجابي پوځ د تیراه خلکو ته د درملنې اجازه نه ورکوي

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، په تیراه کې اولسونه د لوږې، یخنۍ، ناروغیو او بدامنۍ له جدي ستونزو سره مخ دي، او د خوراکي توکو او درملو رسولو ته پنجابی پوځ اجازه نه ورکوي.

ښاغلي پښتین په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ښځینه و، ډاکترانو ټیم جوړ کړی و، او ضروري درمل یې له ځان سره وړي وو، خو پنجابي پوځیانو د تیراه نه مخکې په چیک پوسټ کې ودرول او خلکو ته یې د درملنې رسولو اجازه ورنه کړه.

پښتین ویلي: «پنجابي استعمار یو ځل بیا زموږ خلکو ته د سختیو لړۍ راوړې او همداشان د انساني مرستې مخه هم نیسي. د نړیوالو بشري حقونو سازمانونه د دې ښکاره سرغړونو پر وړاندې غلي پاتې دي.»

سر له سبا؛جاپان کې د افغانستان سفارت تر نامعلومې مودې تړل کېږي

جاپان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې له یکشنبې، د فبرورۍ له لومړۍ نیټې، څخه به ټولې سفارتي چارې ودرېږي، چې پکې قونسلګري خدمات هم شامل دي.

د افغانستان سفارت چې د پخواني حکومت له ټاکل شویو ډیپلوماتانو لخوا اداره کېده، ویلي چې د دې پرېکړې موخه د سفارتي فعالیتونو تنظیم دی.

د ماموریت راتلونکی لا څرګند نه دی او د ودانۍ دروازې به د یوې نامعلومې مودې لپاره تړلې پاتې شي.

سفارت زیاتوي چې دا پرېکړه د جاپاني اړخ سره د مشورو وروسته شوې، خو د فعالیتونو د ودرېدو ځانګړی دلیل یې نه دی څرګند کړی.

د بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ هیروف عملیات؛د بلوچستان څو ښارونه د مخابراتو له ګډوډۍ سره مخ شوي

0

بلوڅ ازادي‌غوښتونکي پوځ د «هېروف» دوهم پړاو تر نامه لاندې په کوټه، قلات، نوشکي، دالبندین، مستونګ، ګوادر او پسني کې بریدونه کړي، چې په دې ښارونو کې د مخابراتو خدمات هم ودرېدل.

د بلوچستان د روغتیا وزارت اضطراري حالت اعلان کړی او په دولتي روغتونونو کې د ټپیانو درملنه په لومړیتوب کې ده.

د راپورونو له مخې په روغتونونو کې ډاکتران زیات شوي او د عملیاتو خونې په چمتووالي کې دي.

همدارنګه بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ یا BLA د لسګونو پوځیانو د وژل کیدو او ټپي کیدو ادعا کړې او لسګونه ښارونه یې تر کنټرول لاندې راوستی.

تر دې دمه د وژل شویو پوځیانو ارقام نه دي څرګند شوي او د یاد غورځنګ لخوا بریدونه لا هم دوام لري.

د ایران د پوځ لوی درستیز:د ایران د اسلامي جمهوریت د له منځه تلو خوبونه دې څوک نه ګوري

0

د ایران د پوځ لوی درستیز لوړپوړي جنرال امیر حاتمي خبرداری ورکړی چې د هېواد وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ جنګي چمتووالی لري او ویلي یې دي: «ګوتې مو په ماشه دي او د دښمن هر حرکت ته به سمدستي ځواب ورکړو.»

نوموړي ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت د له منځه تلو خوب دې څوک نه ګوري او زیاته کړې یې ده چې د ایران پوځ د امیرانو، سردارانو، افسرانو او زرګونو سرتېرو څخه جوړ دی چې تر وروستۍ سلګۍ پورې به د هېواد دفاع کوي.

حاتمي خبرداری ورکړی چې که هر ځواک د ایران پر حاکمیت، امنیت یا ملي ګټو برید وکړي، نو ځواب به یې سخت، چټک او نه بښونکی وي.

جان اڅکزي ته د افغانستان د ملي امنیت د پخواني مشر مشوره: ‏پُتّر، متک کو چھوڑ، پہلے مستونگ

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت‌الله نبیل د حماسه میډیا پر هغه پوسټ چې د بلوچ آزادي غوښتونکو د تازه عملیاتو په اړه خپور شوی تبصره کړې.

ښاغلي نبیل خبرداری ورکړی چې په دې وروستیو کې یو کس چې د پاکستان استخباراتو سره اړیکې لري چې ظاهراً اشاره یې د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان آڅکزی ته ده، ویلي د افغانستان د یوه پېژندل شوي قوم له نوم او تخلص څخه په ابزاري ډول کار اخلي او د «نجات» تر عنوان لاندې د هېواد لپاره نسخې وړاندې کوي.

د افغانستان دغه پخواني استخباراتي چارواکي ویلي، افغانان دومره ساده او بې‌حافظې نه دي چې هغه تکراري روایتونه ومني چې د پاکستان د امنیتي او استخبارتي ادارو له فکر او ستراتیژۍ سره ښکاره ورته والی لري، خو د خواخوږۍ او ژغورنې تر شعار لاندې وړاندې کېږي.

انجینیر رحمت الله نبیل ټینګار کړی چې د پاکستان استخباراتو په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان د جګړو، افراطیت او ورانۍ په بهیر کې نه انکارېدونکی رول لوبولی، او په هېواد کې داسې کورنۍ او کلی نشته چې د دغو پروژو قرباني یې نه وي ورکړې.

هغه زیاته کړې چې د ژبې، لباس او شعار بدلون د دې تور تاریخ د پاکولو توان نه لري.

رحمت‌الله نبیل د تاریخ له تجربو یادونه کړې او ویلي یې دي چې بهرني استخباراتي مهندسان، لکه جنرال اختر عبدالرحمن او کرنیل امام، هم پخوا د افغانستان د سیاست د کنټرول هڅه کړې وه، خو تاریخ وښودله چې دا پروژې ناکامې شوې.

هغه په پای کې ویلي چې افغانانو که څه هم په خپلو منځونو جګړې کړې دي، خو د روغې جوړې توان لري، او د بهرني دښمن پر وړاندې ژوره تاریخي حافظه لري؛ داسې حافظه چې د جامو او شعار په بدلولو سره له منځه نه ځي.

بشیر زیب:نن د ظالم پاکستاني پوځ پر وړاندې د مقاومت او قربانۍ ورځ ده

0

بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ یا (BLA) د خپلو نویو عملیاتو «هیروف» د دوهم پړاو د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي چې وسله‌وال یې د بلوچستان د پلازمېنې کویټه په ګډون ګڼو ښارونو ته داخل شوي دي.

د دې ډلې له لوري په خپره شوې نوې ویډیو کې د BLA مشر بشیر زیب له جګړې ډګر څخه ښکاره شوی او بلوچ ځوانانو ته یې غږ کړی چې راووځي، د غورځنګ ملاتړ وکړي او د دوی په وینا «د ازادۍ مبارزې» برخه وګرځي.

نوموړي ویلي نن د بلوڅ قوم دپاره د ازادۍ او قربانۍ ورځ ده.

تر اوسه د پاکستاني حکومت یا امنیتي ادارو له لوري د دې ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو راپورونه ښيي چې په یو شمېر سیمو کې امنیتي حالت ترینګلی شوی.

ټلګراف:د ایران رژیم د خلکو پر وړاندې پراخ بشري جنایتونه کړي

0

د برېټانیا تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران اسلامي رژیم د وروستیو ولسي پاڅونونو پر مهال زرګونه بې‌ګناه وګړي په قصدي ډول وژلي او دا وضعیت د جګړې پر ځای د پراخ بشري قتل بڼه لري.

د راپور له مخې، امنیتي ځواکونه پر ملکي خلکو بې‌رحمانه بریدونه کوي او هېڅ ډول وسله‌وال مقاومت د دوی پر وړاندې شتون نه لري.

تلګراف لیکي، له زندانونو څخه رسېدلي معلومات ښيي چې ښځې تر جنسي شکنجو وروسته وژل کېږي، بندیان د زهرجنو موادو په تزریق وژل کېږي، حتی ماشومان، زاړه کسان او ټپیان هم په روغتونونو کې اعدام شوي دي.

بل خوا، د ټایم مجلې د معلوماتو له مخې په ایران کې د وژل شویو معترضینو شمېر له ۳۰ زرو اوښتی، خو نړیوالو رسنیو ورته جدي پوښښ نه دی ورکړی.

تلګراف ټینګار کوي چې په ایران کې د «ملکي او جنګي تلفاتو» بحث بې‌معنا دی، ځکه دلته هېڅ جګړه نشته، بلکې یوازې ملکي وګړي وژل کېږي.

په بلوچستان کې وسله وال بریدونه؛بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګ BLA د پوځیانو د ګزمې پر موټرو بریدونه کړي، او سوځولي یې دي

0

په بلوچستان کې د کچهي ولسوالۍ د ډهدر ښار د کمبهري پله ترڅنګ شاوخوا له ۴۰ تر ۵۰ وسله والو کسانو د پاکستاني پوځیانو د ګزمې پر موټرو برید کړی او سوځولي یې دي.

د راپورونو له مخې، په پېښه کې ګڼ شمېر پوځیان وژل شوي خو کره معلومات یې تر دې دمه نه دي څرګند شوي.

د یادو بریدونو مسولیت بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګ BLAمنلی او ویلي یې دي چې دا د «آپریشن هیروف» دوهم پړاو دی.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس:د افغانستان پولې ته نږدې د زیاتېدونکو نښتو په غبرګون کې CSTO تاجیکستان ته پرمختللې وسلې برابروي

د ګډ امنیت تړون سازمان (CSTO) پرېکړه کړې چې د تاجیکستان د پولې ساتونکو ځواکونو ته به عصري وسلې او پرمختللي پوځي تجهیزات برابر کړي، څو د افغانستان سره په ګډه پوله کې د امنیتي ګواښونو مخه ونیول شي.

د راپورونو له مخې، د جنورۍ په پای کې د تاجیکستان په خوټلون ولایت کې د پولې ځواکونو او د نشه يي توکو د قاچاقچیانو یوې ډلې ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې پکې درې وسله وال ووژل شول او نور افغان خاورې ته وتښتېدل.

د تاجکستان امنیتي ادارو ادعا کړې چې په عملیاتو کې د وسلو، مهماتو او لسګونه بستې نشه يي توکي یې نیولي دي.

د روسیې د انټر فاکس خبري اژانس له مخې، د CSTO عمومي منشي تالګات موسابایف ویلي چې سازمان د تاجیکستان لپاره د وسلو او پوځي تجهیزاتو لیست وروستی کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې مرسته د پولې امنیت ټینګولو او د وسله والو او قاچاقچیانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره ده.

د بلوچستان ازادي غوښتونکي غورځنګ؛کوټه، قلات، مستونګ او ګوادر کې پر پاکستاني پوځ هممهاله بریدونه کړي

0

په بلوچستان کې په څو ولسوالیو کوټه، قلات، نوشکي، دالبندین، مستونګ، ګوادر او پسني کې هممهاله پر پاکستاني پوځ وسلوال بریدونه ترسره شوي دي.

بریدونو کې ډزې، چاودنې او د ځانمرګو بریدونو هڅې شاملې دي، چې امنیتي تاسیسات، پولیس مرکزونه او دولتي ادارې یې په نښه کړې دي.

د کوټې په سریاب سړک د پولیسو پر موټر برید شوی، چې له امله یې دوه پولیس سرتېري وژل شوي دي.

امنیتي ځواکونه وایي، زیاتره بریدونه یې شنډ کړي او په ځینو سیمو کې د لټون او تصفیې عملیات لا هم روان دي.

د بلوچستان ازادۍ پوځ (BLA) د «جیاند» څانګې د دغو بریدونو مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دا د «آپریشن هیروف» دوهم پړاو دی.