سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 206

واشنګټن‌پوسټ:جي‌ډي ونس د امریکا له‌خوا پر ایران د برید ملاتړ کړی و

0

واشنګټن‌پوسټ ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس، چې له پخوا راهیسې په بهرنیو هېوادونو کې د پوځي مداخلو منتقد بلل کېږي، د امریکا له‌خوا پر ایران د برید ملاتړ کړی و.

د راپور له مخې، ونس استدلال کاوه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ایران ته خبرداری ورکړی و چې د معترضینو له وژلو ډډه وکړي او دا خبرداری یې د «سرې کرښې» په توګه ټاکلی و.

د هغه په وینا، که دا کرښه ماتېده، نو باید عملي اقدام پرې شوی وای.

واشنګټن‌پوسټ لیکي چې ونس باور درلود چې د ټرمپ د خبرداري عملي کول به د امریکا د دریځ اعتبار خوندي کړي او تهران ته به دا پیغام ورسوي چې واشنګټن خپلې څرګندونې یوازې د لفظي ګواښونو په توګه نه کاروي.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د ایران وضعیت، د اعتراضونو ځپل او د امریکا د احتمالي دریځونو په اړه بحثونه لا هم په نړیواله کچه روان دي.

اسماعیل بقایي:د هر ډول تجاوز پر وړاندې به کلک او قاطع ځواب ووايو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د فارسي ژبې حساب هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې تهران په سیمه کې د امریکايي ګټو پر هدف د برید لپاره پلانونه جوړوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي دا څرګندونې د واشنګټن د شخړو د رامنځته کولو هڅو یوه برخه بللې.

هغه ویلي چې د امریکا دغه دریځ د سیمې د بې‌ثباتۍ د پالیسۍ په لړ کې دی.

بقایي ټینګار کړی چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د هېواد د ملي حاکمیت د دفاع او د پوځ د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره پوره هوډ لري.

هغه زیاته کړې چې ایران به د هر ډول تجاوز په وړاندې کلک او قاطع غبرګون وښيي.

د ویاند په وینا، د ایران دفاعي دریځ یوازې د هېواد د خوندي ساتلو لپاره دی؛ خو هر دښمنانه اقدام به د ځواکمن ځواب سره مخ شي.

شفیق مُرید:د طالبانو حکومت زما اړوند د «رایان چلډرن» روزنتون وتاړه

د هېواد نوموتي سندرغاړي شفیق مُرید ویلي چې د طالبانو حکومت د شیخ هبت‌الله د امر له مخې په کابل کې د هغه اړوند د «رایان چلډرن» روزنتون تړلی دی.

د هغه په وینا، د طالبانو حکومت پرته له مخکینۍ خبرتیا یتیم ماشومان او د روزنتون ټول وسایل د دوی تر کنټرول لاندې روزنتونونو ته لېږدولي دي.

مُرید ویلي چې د ماشومانو خپلوان یې خبر کړي او ډېری خلکو خپل ماشومان بېرته وړي دي.

هغه د روزنتون د کارکوونکو د بې‌کارۍ او د یتیم ماشومانو د برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ارجنټاین؛د ایران سپاه پاسداران قدس ځواک د ترهګر سازمان په تور لیست کې شامل کړ

0

د ارجنټاین حکومت د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک او له دې ډلې سره تړلي ۱۳ لوړپوړي کسان په رسمي ډول د ترهګرۍ سازمان په توګه ثبت کړل.

دا پرېکړه د ولسمشر خاویر مېلي په مشرۍ د امنیتي او عدلي بنسټونو په بشپړې همغږۍ کې شوې ده.

د ولسمشرۍ د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي چې قدس ځواک د ۱۹۹۰م کلونو پر مهال په ارجنټاین کې د خونړیو بریدونو مسوول و، چې پکې د اسراییلو پر سفارت او د AMIA یهودي مرکز بریدونه شامل دي.

حکومت اعلان کړی چې دا ډله اوس د ترهګرۍ او د هغې د تمویل اړوند په ملي ثبت (RePET) کې شامله شوې ده.

اعلامیه زیاتوي چې د قدس ځواک پخوانی قومندان احمد وحیدي، چې د AMIA برید کې ښکېل ګڼل کېږي او د انټرپول سور خبرتیا لري، لا هم د ایران د رژیم له ملاتړ برخمن دی او آن ترفیع هم ورکړل شوې ده.

د نوې پرېکړې له مخې، د قدس ځواک غړي به له سختو مالي بندیزونو او عملیاتي محدودیتونو سره مخ شي.

ډونالډ ټرمپ علي خامنه‌یي ته:اوس وخت رارسېدلی چې په ایران کې د نوي مشرتابه په لټه کې شو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌يي د واک د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

ټرمپ د «پولېټیکو» مجلې ته ویلي: «اوس وخت رارسېدلی چې په ایران کې د نوي مشرتابه په لټه کې شو.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د تهران واکمنان د هېواد د اداره کولو لپاره پر ځپنې او تاوتریخوالي تکیه کوي.

هغه ویلي، هغه څه چې خامنه‌يي د یوه هېواد د مشر په توګه کړي، د هېواد بشپړه ویجاړۍ او د داسې کچې تاوتریخوالی دی چې تر دې وړاندې نه و لیدل شوی.

ټرمپ ټینګار کړی: «مشرتابه د درناوي معنا لري، نه د وېرې او مرګ.»

جاپان؛ایران کې د خپل سفارت کارکوونکو ته د ژر تر ژره د دغه هیواد د پریښودو خبرداری ورکړی

0

جاپان اعلان کړی چې د خپل سفارت یوه برخه کارکوونکي به له تهران څخه وباسي.

جاپان خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د نړیوالو الوتنو د کمښت له امله ایران هر څومره ژر چې وي پرېږدي.

جاپان دا اعلان په داسې مهال کړی چې لا هم د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی په خپل حال پاتې.

انډیا ټوډې:په افغانستان کې هندي درملو د پاکستاني درملو ځای نېولی

هندي رسنۍ «انډیا ټوډې» راپور ورکړی چې د افغانستان په روغتیايي بازار کې د پاکستاني درملو ونډه کمه شوې او پر ځای یې هندي درمل تر بل هر وخت زیات موندل کېږي.

د راپور له مخې، افغان بازارونه چې پخوا د پاکستاني درملو ډک وو، اوس د هندوستان درملو نیولي دي، ځکه ډېری خلک یې د کیفیت او بیې له پلوه غوره بولي.

راپور زیاتوي چې د سوداګریزو لارو بندېدو د پاکستان د درملو صنعت ته هم زیان اړولی او تمه ده چې په افغانستان کې د هندي درملو حضور لا پسې زیات شي.

د مالیزیا لومړی وزیر:په مالیزیا کې مې د خپل پخواني ملګري ګلبدین حکمتیار عیادت وکړ

0

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي چې په مالیزیا کې یې د افغانستان پخواني لومړي وزیر او خپل پخواني ملګري ګلبدین حکمتیار عیادت کړی چې دا مهال د درملنې لپاره په روغتون کې بستر دی.

نوموړي د ګلبدین حکمتیار د روغتیا لپاره دعا کړې او هیله یې څرګنده کړې چې هغه ته بشپړه شفا او دوامداره روغتیا په برخه شي.

هغه لیکلي:«زه دعا کوم چې هغه ته بشپړه شفا او دوامداره روغتیا ور په برخه شي او د درملنې ټولې چارې یې اسانه شي.»

د یادونې ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د درملنې لپاره مالیزیا ته تللی او اوس مهال په روغتون کې بستر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:ایران په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د اقدام لپاره سناریوګانې ارزوي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي ژبې رسمي چینل ویلي، تازه استخباراتي نښې ښيي چې د ایران حکومت ښايي د سیمې د امریکايي پوځي اډو پر ضد د اقدام لپاره ځینې سناریوګانې ارزوي.

واشنګټن ټینګار کړی چې د امریکا دریځ نه دی بدل شوی او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا اعلان شوې پالیسي پر خپل ځای ده.

د یاد وزارت په وینا، که د ایران له لوري د امریکا پر ګټو یا تاسیساتو هر ډول برید وشي، ځواب به یې سخت او بې‌ساری وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز خبرداری ورکړی چې تهران دې د فشار ازمېښت نکوي، ځکه چې د سپینې ماڼۍ پیغام روښانه دی:«ټول انتخابونه پر مېز دي او هر اقدام به درنه بیه ولري.»

علي خامنه‌ای:ډونالډ ټرمپ یو «مجرم» شخص دی

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌ای په خپلې وروستۍ وینا کې د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ سختې نیوکې وکړې او هغه یې یو «مجرم» شخص وباله.

خامنه‌ای وویل، واشنګټن د «تلفاتو، زیانونو او د ایران پر ملت د لګېدلو تورونو» مسوول دی او ادعا یې کړې چې د امریکا اصلي موخه «د ایران تیرول/ بلع کول» دي.

نوموړي همدارنګه وروستي اعتراضونه «امریکایي فتنه» وبلله او د امنیتي او انتظامي ځواکونو له کړنو یې دفاع وکړه.

نوموړي وویل چې ګڼ شمېر معترضان نیول شوي او امنیتي ځواکونو «خپل رول په ښه توګه ترسره کړی دی».

خامنه‌ای ټینګار کړی چې تهران نیت نه لري هېواد د جګړې خوا ته یوسي، خو خبرداری یې ورکړ چې «نه به کورني مجرمان پرېږدي او نه به نړیوال مجرمان خوشې کړي».