سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 206

مکسیکو؛اوساکا ښار کې د اورګاډي د چپه کېدو پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوي

0

د مکسیکو د سویل لوېدیځ په اوساکا ښار کې د اورګاډي د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۹۸ نور ټپیان دي.

راپورونه وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې اورګاډی د اوساکا د نیزندا ښارګوټي ته نږدې له پټلۍ واوښت.

د پېښې پر وخت په اورګاډي کې ۲۴۱ مسافر سپاره وو، چې د څو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.

ډونالډ ټرمپ:د اوکراین ولسمشر مې د سولې تړون هوکړې ته راضي کړی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یې د سولې تړون پر اساسي چوکاټ راضي کړی او دواړه لوري د جګړې د پای ته رسولو مهم پړاو ته رسېدلي دي.

ټرمپ دا څرګندونې په فلوریډا کې له زیلینسکي سره تر لیدنې وروسته کړې او ویلي یې دي چې د سولې په خبرو کې، په ځانګړي ډول د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په برخه کې، د پام وړ پرمختګ شوی دی.

بلخوا، زیلینسکي ټینګار کړی چې هر ډول سوله باید د امنیتي تضمینونو پر بنسټ وي او وروستۍ پرېکړه به د اوکراین د اساسي قانون له مخې کېږي.

ذ‌اکر جلالي:د افغانستان او امريکا اړيکې د بيا رغېدو نوي پړاو ته داخلې شوې

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

د راپور له مخې، د شخړو اړوند مرګونه د تېر کال پرتله ۷۳ سلنه زیات شوي، چې پکې ۲۱۱۵ وسله‌وال، ۶۶۴ د امنیتي ځواکونو غړي او ۵۸۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه بنسټ ۲۰۲۵ کال د پاکستان لپاره «د یاغیانو تر ټولو مرګونی کال» بللی دی.

راپور زیاتوي، چې دا کال د امنیتي ځواکونو لپاره هم له ۲۰۱۱ وروسته تر ټولو خونړی او د ملکي وګړو له پلوه په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو بد کال و.

د انسټیټیوټ په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د ځانمرګو بریدونو او د وړو ډرون الوتکو کارونه زیات شوي او ټولټال ۱۰۶۳ وسله‌وال بریدونه ثبت شوي، چې ځانمرګي بریدونه پکې ۵۳ سلنه زیات شوي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز:۲۰۲۵کال د پاکستان لپاره د ترټولو خونړی کال و

0

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

د راپور له مخې، د شخړو اړوند مرګونه د تېر کال پرتله ۷۳ سلنه زیات شوي، چې پکې ۲۱۱۵ وسله‌وال، ۶۶۴ د امنیتي ځواکونو غړي او ۵۸۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه بنسټ ۲۰۲۵ کال د پاکستان لپاره «د یاغیانو تر ټولو مرګونی کال» بللی دی.

راپور زیاتوي، چې دا کال د امنیتي ځواکونو لپاره هم له ۲۰۱۱ وروسته تر ټولو خونړی او د ملکي وګړو له پلوه په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو بد کال و.

د انسټیټیوټ په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د ځانمرګو بریدونو او د وړو ډرون الوتکو کارونه زیات شوي او ټولټال ۱۰۶۳ وسله‌وال بریدونه ثبت شوي، چې ځانمرګي بریدونه پکې ۵۳ سلنه زیات شوي دي.

چین؛د تایوان شاوخوا پراخ پوځي تمرینات پیل کړي

0

د چین پوځ د تایوان ټاپو شاوخوا پراخ ځمکني، سمندري، هوايي او توغندیز پوځي تمرینات پیل کړي او ویلي یې دي، دا تمرینونه د تایوان د تش په نوم خپلواکۍ غوښتونکو او بهرنیو پوځي مداخلو پر وړاندې د جدي خبرداري په مانا دي.

د چین د پوځ د ختیځې قومندانۍ ویاند شي‌يي ویلي، د «۲۰۲۵ عادلانه ماموریت» تر عنوان لاندې به ریښتینې ډزې هم ترسره شي او د تایوان شاوخوا پنځه سیمې به د لسو ساعتونو لپاره د سمندري او هوايي تګ راتګ پر مخ وتړل شي.

دا پوځي تمرینات په داسې حال کې ترسره کېږي، چې متحده ایالاتو تازه تایوان ته د ۱۱ میلیارد ډالرو څخه د زیاتو وسلو د پلور اعلان کړی او تایوان هم د خپل دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره د ۴۰ میلیارد ډالرو اضافي بودجه منظوره کړې ده.

سراج‌الدین حقاني:افغانستان به په لنډ وخت کې د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره سیالي وکړي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د کابل مسولینو د ستاینې په مراسمو کې ویلي چې د کور دننه او بیرون له هیواده که هر څوک د افغانستان او د افغانانو په تړاو منفي نظر لري؛ نو «اسلامي امارت» ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هیڅ ډول خطر او مشکل ورته نه جوړېږي.

حقاني همدا رنګه د پاکستاني علماوو شورا او د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن څخه مننه کړې چې د افغانستان او افغانانو دپاره مثبت نظر وړاندې کوي.

هغه په کور دننه او بیرون جهتونو غږ کړی چې راشي او د افغانستان په بیارغونه کې خپل رول ثابت کړي.

نوموړي په ګاونډیو هیوادونو غږ کړی چې د افغانستان د بربادولو د هڅې پرځای دې د رغولو لار خپله کړي او په وینا یې چې د بربادۍ فکر د ښو پایلو مل نه دی.

هغه ویلي، چې دوی به په لنډ وخت کې د «لوی افغانستان» نقشه داسې جوړه کړي چې له پرمختللو هېوادونو سره سیالي وکړای شي.

کابل ته د خلیلزاد سفر؛د دواړو هیوادونو ترمنځ خبرې باید دوام وکړي

‏ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې د افغانستان او امریکا د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، فرصتونو او ستونزو خبرې کړي.

‏ښاغلي متقي یوځل بیا له امریکا سره په اوږدمهاله اړیکو په رغیدو ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې زلمي خلیلزاد د ستونزو په هوارۍ کې خبرې اترې مهمې وبللې.

طالب چارواکی:د اسلامي نظام ملاتړ د هر افغان ملي او دیني مسوولیت دی

د طالبانو حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په هلمند کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، چې د «اسلامي نظام» ساتنه د هر افغان ملي او دیني مسوولیت دی.

نوموړي دا نظام د الله ځانګړی فضل بللی او ویلي چې چارې یې د شریعت له مخې پر مخ وړل کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو پر حکومت د ښځو د حقونو محدودولو، د نجونو د زده کړو بندېدو او د سیاسي ازادیو د نشتون له امله پراخ کورني او نړیوال انتقادونه روان دي.

علي‌رضا بیګ‌دلي هدایت‌الله بدري ته:ایراني شرکتونه په افغانستان کې د نفت او اوسپنې پانګونې ته لېواله دي

د کابل لپاره د ایران سفیر علي‌رضا بیګ‌دلي د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم له وزیر هدایت‌الله بدري سره په لیدنه کې ویلي، چې ایراني شرکتونه په افغانستان کې د نفت او اوسپنې په برخو کې پانګونې ته لېواله دي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، دواړو لورو د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او دوه‌اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ایران سفیر د افغانستان د کانونو شتمنې زیرمې د ایراني سوداګرو لپاره ښه فرصت بللی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام:افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ وضعیت ورځ تر بلې زیاتېږي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تازه راپور ښيي، چې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ وضعیت ورځ تر بلې جدي شوی دی.

راپور زیاتوي چې اوس مهال له ۱۷ میلیونو زیات افغانان د شدید خوراکي کمښت له ګواښ سره مخ دي.

ډبلیو ایف پي”WFP” د اقتصادي ستونزو، لوړه بې‌روزګاري، د عایداتو کمښت او د بشري مرستو نشتوالی د دې وضعیت اصلي عوامل بولي او خبرداری ورکوي چې میلیونونه خلک په سختو شرایطو کې ژوند کوي.