سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 205

امریکا؛له ملګرو ملتونو سره د ۲ میلیارد ډالرو بشري مرستې ژمنه وکړه

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي، چې متحده ایالاتو له ملګرو ملتونو سره د بشري مرستو لپاره د ۲ میلیارد ډالرو مرسته ژمنه کړې ده.

دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د بشري پروګرامونو لپاره وکارول شي؛ خو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال لپاره د امریکا ټولې بشري مرستې ۳،۳۸ میلیارد ډالرو ته راکمې شوې دي، حال دا چې دا کچه تېر کال ۱۴،۱ میلیارد او په ۲۰۲۲ کې ۱۷،۲ میلیارد ډالره وه.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۲۳ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو دفتر:افغان کروندګر د کوکنارو له عاید پرته اقتصادي بحران سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) نوې سروې ښيي، چې د افغانستان په شمال کې د کوکنارو پخوانیو کروندګرو د خپلو ضایع شویو عایداتو د جبران توان نه لري.

د راپور له مخې، په بدخشان، بلخ او کندوز ولایتونو کې ۸۵ سلنه کورنیو یا د کوکنارو عاید ته بدیل نلري او یا یوازې د هغې یوه برخه جبران شوې ده.

د یاد دفتر په راپور کې راغلي، چې دا وضعیت د کروندګرو پر اقتصادي وضعیت ژوره اغېزه لري او د دوی د ژوند د ښه کولو لپاره هدفمند ملاتړ ته بېړنۍ اړتیا ده.

راپور همدارنګه ټینګار کوي چې اقلیمي بدلون د افغان کروندګرو د معیشت لپاره یو اضافي او جدي ګواښ رامنځته کوي.

اسماعیل بقایي:ایران کې د طالبانو حکومت د مخالفینو ترور غندو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، په تهران کې د طالبانو حکومت د دوو مخالفو څېرو ترور وغنده.

نوموړي ویلي، چې د دغې پېښې په تړاو څېړنې لا هم روانې دي.

بقايي ټینګار کړی، چې ایران به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د ټولنې امنیت او د هغه کسانو ژوند چې په دغه هېواد کې مېشت دي، له ګواښ سره مخ شي.

د راپورونو له مخې، تېره چهارشنبه په تهران کې د افغانستان د پولیسو پخوانی قومندان جنرال اکرام‌الدین سریع او د پوځ د یوه کندک قومندان محمدامین الماس په وسله‌وال برید کې ووژل شول.

ملا عبداللطیف منصور؛له ترکي پانګوالو سره د دریو سترو پروژو پر پانګونې خبرې کړي دي

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا عبداللطیف منصور، د «کوتای اِنسات» ترکي شرکت له مسؤلینو سره په لیدنه کې د اوبو او برېښنا د لویو پروژو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ترکي پانګوالو د اوبو او برېښنا بندونو او د اوبو رسولو په پروژو کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې
او د اوبو او انرژۍ وزیر د پانګونې لپاره د دریو مهمو پروژو وړاندیز کړی چې له مخې یې: د ګمبیري اوبولګولو او برېښنا تولید بند پروژه، له صیاد څخه تر نوي کابل پورې د اوبو رسولو پروژه، او له للندر شاتوت څخه تر کابل پورې د اوبو رسولو پروژه ده.

ملا عبداللطیف منصور ډاډ ورکړی چې وزارت به په دغو پروژو کې د پانګونې لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې کړي او ټینګار یې کړی چې د تخنیکي او اجرایي چارو د پرمخ بېولو لپاره دې د دواړو لورو ترمنځ تخنیکي ناستې ترسره شي.

په ورته وخت کې، ترکي پانګوالو د تخنیکي څېړنو او د پانګونې د راتلونکو پړاوونو د عملي کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او له اوبو او انرژۍ وزارت سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

عبدالمتین قانع:د هند لخوا شپږ مجهز امبولانسونه د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شول

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ته د هند حکومت له لوري شپږ مجهز امبولانسونه وسپارل شول.

هند ویلي، چې دا مرسته یې د روغتیایي خدماتو چټکتیا او اغېزمنتیا لوړولو لپاره کړې ده او هدف یې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو روغتیایي اړتیاوې پوره کول دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، ویلي چې دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشردوستانه همکارۍ د دوام نښه ده او وزارت له هند حکومت څخه د مرستې مننه کوي.

ایمل ولي‌خان:پاکستان همیشه د خپلې امنیتي ناکامۍ پړه پرته له شواهدو پر افغانستان اچوي

د ملي عوامي ګوند مشر، ایمل ولي‌خان، د پاکستان د پوځ له خوا پر افغانستان د بې‌اساسه تورونو د لګولو په اړه سختې نیوکې کړي.

نوموړي ویلي، چې پاکستان هر ځل په خپل هېواد کې د امنیتي پېښو له پېښېدو وروسته، پرته له کومې پلټنې یا اسنادو، په بې‌ځايه توګه افغانستان تورنوي.

ایمل ولي‌خان همدارنګه د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د بد چلند غندنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا کړنه به په پای کې د پاکستان لپاره ستره ستونزه جوړه کړي.

مولانا فضل الرحمن:د امیرخان متقي څرګندونې ستایم، د علماوو هڅې د پاکستان او افغانستان د اړیکو لپاره مهمې دي

د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی.

نوموړي ویلي، د پاکستان د دیني عالمانو مشورې د دواړو هېوادونو اړیکو او سیمه‌ییزې سولې لپاره ارزښت لري.

هغه ټینګار کړی چې واکمن باید د علماوو هڅې ومني او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همکارۍ او سولې د پیاوړتیا لپاره یې ملاتړ وکړي.

مولانا فضل الرحمن زیاته کړې چې دا هڅې باید پراخه او دوامداره شي.

ضمیر کابلوف:په افغان کارګرانو کې د راډیکال عناصرو د خطر له امله کنټرول اړین دی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې مسکو اوس مهال د افغان کارګرانو د پراخ استخدام لپاره هیڅ مؤثره میکانیزم نلري.

نوموړي ویلي چې د افغان کارګرانو په منځ کې د رادیکال عناصرو د شتون خطر شته.

کابلوف ټینګار کړی چې روسیه اړتیا لري د مهاجرینو جریان کنټرول کړي، فیلټرونه او قوانین وضع شي، او نشي کولی دروازې په بشپړ ډول پرانیستې وساتي.

هغه ویلي چې که دا کار په کنټرول سره نه وي، ښایي د «مخربو عناصرو» خطر زیات شي.

د طالبانو حکومت کار وزارت مخکې له دې پلان درلود چې افغان کارګران روسیې ته واستوي، او سفیر گل حسن حسن هم ویلي وو چې په دې تړاو خبرې روانې دي، خو تر اوسه کومه ځانګړې موافقه نه ده شوې.

مکسیکو؛اوساکا ښار کې د اورګاډي د چپه کېدو پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوي

0

د مکسیکو د سویل لوېدیځ په اوساکا ښار کې د اورګاډي د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۹۸ نور ټپیان دي.

راپورونه وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې اورګاډی د اوساکا د نیزندا ښارګوټي ته نږدې له پټلۍ واوښت.

د پېښې پر وخت په اورګاډي کې ۲۴۱ مسافر سپاره وو، چې د څو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.

ډونالډ ټرمپ:د اوکراین ولسمشر مې د سولې تړون هوکړې ته راضي کړی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یې د سولې تړون پر اساسي چوکاټ راضي کړی او دواړه لوري د جګړې د پای ته رسولو مهم پړاو ته رسېدلي دي.

ټرمپ دا څرګندونې په فلوریډا کې له زیلینسکي سره تر لیدنې وروسته کړې او ویلي یې دي چې د سولې په خبرو کې، په ځانګړي ډول د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په برخه کې، د پام وړ پرمختګ شوی دی.

بلخوا، زیلینسکي ټینګار کړی چې هر ډول سوله باید د امنیتي تضمینونو پر بنسټ وي او وروستۍ پرېکړه به د اوکراین د اساسي قانون له مخې کېږي.