یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 201

د ایران سمندري ځواکونو؛خلیج فارس کې د یو میلیون لیټر تیلو بار، دوه قاچاقي بیړۍ نیولي

0

د ایران د سمندري ځواکونو چارواکو راپور ورکړی چې تېره شپه یې په خلیج فارس کې د سون‌توکو قاچاق دوه بېړۍ نیولې دي.

د ایران دولتي رسنیو د راپور له مخې، د پلټنو پر مهال له یو میلیون لیټره زیات قاچاقي تېل ترلاسه شوي دي.

راپورونه زیاتوي، چې دغه بېړۍ د ایران په کورنیو اوبو کې ودرول شوې او پر قاچاقچیانو قانوني اقدامات پیل شوي دي.

تر اوسه لا د بېړیو د عملې نومونه او د تېلو د قاچاق وروستي منزلونه نه دي څرګند شوي.

د جفري اپسټن قضیه؛د بریټانیا لومړي وزیر له قربانیانو رسمي بخښنه وغوښته

0

د امریکا د عدلیې وزارت له‌خوا د جفري اپسټین د قضیې د میلیونونو نویو اسنادو تر خپرېدو وروسته، د بریتانیا سیاسي فضا توده شوې او دا موضوع د لومړي وزیر کی‌یر سټارمر لپاره په جدي سیاسي بحران بدله شوې ده.

راپورونه وایي، هغه اسناد چې تازه خپاره شوي، د پیټر منډلسن او اپسټین ترمنځ اوږدمهاله او پټې اړیکې ښيي؛ هغه اړیکې چې د منډلسن د رسمي دندو پر مهال هم دوام درلود.

همدې موضوع سټارمر اړ کړی چې د ولسي فشارونو په وړاندې د قربانیانو څخه بښنه وغواړي او ومني چې د خپل نږدې سیاسي ملګري په اړه یې ستره تېروتنه کړې ده.

سټارمر په یوه وینا کې وویل، هغه مهال چې منډلسن یې د بریتانیا د سفیر په توګه امریکا ته استولی و، د هغه د اړیکو ریښتینی ماهیت ورته نه و څرګند شوی او اوس پوهېږي چې مهم معلومات ترې پټ ساتل شوي وو.

له بلې خوا، پیټر منډلسن د مجلس اعیان څوکۍ پرېښې او دا مهال د پولیسو تر رسمي پلټنو لاندې دی.

راپورونه ښيي چې څېړنې یوازې د اړیکو پر افشا نه دي محدودې، بلکې د احتمالي مالي معاملو او د دولتي نفوذ د ناوړه استفادې احتمال هم تر څېړنې لاندې دی.

بریټانوي رسنۍ دا قضیه د بریتانیا د واکمن نظام لپاره خطرناکه بولي او وایي دا ښيي چې د لوړپوړو چارواکو د ټاکنې بهیر کمزوری او له شفافیته لرې دی.

همدارنګه، د کارګر ګوند دننه اندېښنه زیاته شوې چې دا لانجه به د سټارمر پر اعتبار او راتلونکو ټاکنو مستقیم اغېز ولري.

سټارمر ویلي چې د منډلسن د ټاکنې اړوند ټول رسمي اسناد به له بشپړې پلټنې وروسته ولس ته وړاندې کړي، خو ټینګار یې کړی چې د پولیسو د تحقیقاتو تر پای ته رسېدو مخکې به له هر ډول اقدام ډډه کوي.

د ولادیمیر پوتین استازی:د اوکراین د سولې په خبرو کې مثبت پرمختګ شوی

0

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي کریل دیمیتریف ویلي، چې د روسیې، اوکراین او امریکا ترمنځ د سولې په روانو خبرو کې «مثبت پرمختګ» شوی او خبرې د ښه لوري پر خوا روانې دي.

دیمیتریف د ابوظبۍ د ناستې له پیل مخکې خبریالانو ته وویل، ځینې کړۍ په اروپا او بریتانیا کې هڅه کوي دا بهیر ګډوډ کړي، خو د ده په وینا، «هر څومره چې د خنډونو هڅې زیاتېږي، همغومره څرګندیږي چې اصلي بهیر مخ پر وړاندې روان دی.»

د پوتین استازي همدارنګه وویل، چې مسکو او واشنګتن د اړیکو د ښه کېدو لپاره عملي ګامونه اخلي او دواړه لوري د ګډ اقتصادي کاري ګروپ پر جوړېدو هم کار کوي.

ایلان ماسک:هر څوک چې وایي پیسې خوشبختي نه شي اخیستلی، ښايي واقعاً پوهېده چې څه وایي

0

د ټکنالوژۍ نړۍ مشهور میلیاردر او د ټسلا او سپېس‌ایکس مشر ایلان ماسک، په تازه څرګندونو سره یو ځل بیا د عامه بحثونو محور ګرځېدلی دی.

نوموړي په ټولنیزه شبکه اېکس کې د شتمنۍ او خوښۍ ترمنځ اړیکې ته په اشارې لیکلي:
«هر څوک چې وایي پیسې خوشبختي نه شي اخیستلی، ښايي واقعاً پوهېده چې څه وایي.»

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د نړیوالو مالي سرچینو د معلوماتو له مخې، د ایلان ماسک خالصه شتمني اوس شاوخوا ۸۲۵ میلیارد امریکایي ډالرو ته رسېدلې ده، چې دا د نړۍ د شتمنو په تاریخ کې یو بې‌ساری ریکارډ بلل کېږي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د ماسک د شتمنۍ زیاتوالی تر ډېره د هغه د شرکتونو د ارزښت د لوړوالي پایله ده، په ځانګړي ډول د ټسلا، سپېس‌ایکس او مصنوعي ځیرکتیا شرکتونو کې د وروستیو پانګونو له امله.

شنونکي زیاتوي، که څه هم دا ډول ستره شتمني د اقتصادي ځواک نښه ده، خو د ماسک څرګندونې یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي چې آیا مادي بریاوې کولی شي د انسان شخصي رضایت تضمین کړي که نه.

په ټولنیزو شبکو کې د کاروونکو غبرګونونه ښيي چې د ماسک خبرې د ستاینې ترڅنګ له نیوکو سره هم مخ شوې دي؛ ځینې یې هغه د بریالیتوب سمبول بولي، خو نور بیا وایي چې شتمني د خوشبختۍ یوازینی معیار نه شي کېدای.

ذبیح الله مجاهد:افغانستان دا مهال امن دی او د داعش پڅیر بهرنیو ډلو ته ګاونډي هیواد ځالګۍ جوړې کړي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه راپورته شوې اندیښنې بې ځایه وبللې.

ذبیح الله مجاهد ویلي، افغانستان امن دی او هېڅ بهرنۍ یا خپل سرې ډلې په هېواد کې شتون نه لري.

هغه پر ځای د دې چې د پاکستان نوم واخلي زیاته کړې چې په افغانستان کې د داعش ډلې ماتې خوړلې، خو ځینې عناصرو یې په ګاونډ کې ځالګۍ جوړې کړې دي.

مجاهد ټینګار کړی، چې افغانه خاوره به د هېچا پر ضد ونه کارول شي او نړیوال باید د افغانستان د امنیت په اړه بې ځایه تشویش ونه کړي.

هغه همدارنګه ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د دوی د استازو نشتون، په نړیوالو غونډو کې د ځینو هیوادونو لپاره د پروپاګند زمینه برابره کړې.

د خیبر پښتونخوا سترې محکمې؛پر پښتون ژغورنې غورځنګ او مشرانو یې د بندیزونو امر تایید کړ

0

د خیبرپښتونخوا سترې محکمې د پاکستان حکومت له‌خوا پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم)، او د دې غورځنګ پر مشر منظور پښتین او یو شمېر نورو مشرانو لګول شوي بندیزونه تایید کړل.

د محکمې پرېکړې له مخې د غورځنګ د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه رد شوې ده.

د پاکستان ډان ورځپانې راپور ورکړی چې د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۴ کال کې پر پي‌ټي‌اېم بېلابېل بندیزونه لګولي چې د محکمې په خبره، بشپړه پرېکړه به وروسته خپره شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وکیلانو ویلي، پي‌ټي‌اېم یو مدني او ټولنیز غورځنګ دی چې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د پښتنو د حقونو لپاره فعالیت کوي او د تاوتریخوالي ضد دریځ لري.

خو د پاکستان حکومت وکیل، ثناء الله، ادعا کړې چې د غورځنګ مشران د دولت ضد فعالیتونو سره تړاو لري او په خپلو غونډو کې یې د پاکستان پر وړاندې د کرکې ډکې ویناوې کړي دي.

د غورځنګ وکیلانو ویلي، پي‌ټي‌اېم د سیاسي ګوند نه، بلکې یو غورځنګ دی، او د ټاکنو کمېسیون سره د ثبت اړتیا نه لري.

دوی همدارنګه د بندیز لاملونو د روښانتیا غوښتنه کړې، خو حکومت تر اوسه کوم معلومات نه‌دي شریک کړي.

رویټرز:د ایران او وینزویلا د اندېښنو له امله د امریکا د نفتو بازار ریکارډ مات کړ

0

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران او وینزویلا د نفتو د وضعیت په اړه د نړیوالو اندېښنو له امله، په تېره میاشت کې پانګه‌والو په امریکا کې د نفتو په بازار کې بې‌ساري معامله کړې.

د بورس د معلوماتو له مخې، د هیوستون د «WTI میدلند» قراردادونو حجم شاوخوا ۱.۹ میلیونه ته ورسېد، چې د تاریخ لوړترینه شمېره ده.

رویټرز زیاتوي چې په ۳۰م د جنوري، د واشنګټن او تهران ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو پر مهال، یوازې په یوه ورځ کې ۲۵۷ زره قراردادونه معامله شول.

په همدې ورځ د امریکا د نفتو بیه شاوخوا ۶۵ ډالره هرې بشکې ته رسېدلې، چې د کال له پیل راهیسې ۱۴٪ زیاتوالی ښيي.

رویټرز لیکلي، چې دا حجم او بیه ښيي چې نړیواله اندېښنه د نفتو په بازار کې د بیو د ثبات لپاره پانګه‌والو ته د بې‌ساري فعالیت لامل شوې ده.

د مایکرو سافټ بنسټګر، بیل ګیټس:له جفري اپسټین سره مې لیدنې «احمقانه» وې او پښیمان یم پرې

0

د مایکروسافت بنسټګر بیل ګیټس، د جفري اپسټین له قضیې وروسته، د خپلو لیدنو په اړه لومړی ځل پښیماني څرګنده کړه.

بیل ګیټس په یوه مرکه کې ویلي چې لیدنې یې له اپسټین سره «احمقانه» وې او د دې لیدنو څخه «پښیمانه» دی، خو هر ډول ناسم چلند یا د اپسټین له مجرمانه فعالیتونو سره د اړیکې تور یې رد کړ.

هغه ادعا کړې چې د اپسټین سره لیدنې یوازې د دې لپاره وې چې د نړۍ د شتمنو کسانو مالي ملاتړ د ګیټس بنسټ د نړیوالې روغتیا په برخه کې جذب کړي، او هیڅکله یې د اپسټین شخصي جزیرې ته نه دی تللی او له هیڅ قربانیانو سره یې نه دي لیدلي.

همدا رنګه د ګیټس پخوانۍ میرمن ملیندا فرنچ ګیټس، له نورو شتمنو نارینه وو غوښتنه کړې چې د اپسټین سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.

د جفري اپسټین قضیه د نړۍ په کچه د جنسي جرمونو او د کم عمره نجونو د سیستماتیکې ناوړه استفادې بدنامه قضیه بلل شوې ده چې په کې ګڼ شمېر سیاسي، مالي او مشهور شخصیتونه شامل دي.

محسن نقوي؛اسلام آباد کې د چین سفیر ته د بلوچستان په وسله والو بریدونو کې د چینایي اتباعو د ساتنې ډاډ ورکړی

0

اسلام آباد کې د چین سفیر جیانګ زایډونګ، د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره کتلي او په بلوچستان کې وروستي وسله وال بریدونه یې غندلي.

نقوي د چینایي اتباعو او پانګو ساتنه د پاکستان ملي لومړیتوب بللی.

نقوي سفیر ته د امنیتي اقداماتو په اړه تفصیلي معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د ځانګړې خونديتوب واحد به جوړ شي تر څو د چینایي اتباعو او پروژو امنیت لا پیاوړی شي.

دواړو لوریو په ترهګرۍ ضد مبارزه، استخباراتي معلوماتو شریکولو، او سایبر جرمونو مخنیوي کې د پراخې همکارۍ هوکړه وکړه او د پاکستان او چین ستراتیژیکې ملګرتیا د لا پیاوړتیا ژمنه یې کړې.

ډونالډ ټرمپ:د ایران مذهبي مشر علي خامنه ای «باید ډیر اندیښمن اوسي»

0

د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، د چهارشنبې ورځ د ان‌بي سي تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه ای «باید ډیر اندیښمن اوسي».

نوموړي وویل: «هو، زما په اند باید ډیر اندیښمن وي. لکه څنګه چې پوهیږئ، هغوی زموږ سره په مذاکره کې دي.»

دا خبرې په داسې حال کې شوي چې راپورونه د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د منځپانګې او د ترسره کېدو د ځای په اړه اختلاف ښيي.

ټرمپ دوه اونۍ وړاندې هم په یوې بلې مرکې کې علی خامنه‌ای «مریض سړی» او «د ایران د تباهۍ عامل» بللی و او ویلي یې وو چې «وخت راغلی چې په ایران کې نوي مشرتابه ته لار ومومو.»