سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 199

آصف درانی:افغانستان د پاکستان ورور هېواد دی او ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، آصف دراني ویلي، افغانستان د پاکستان ورور هېواد دی او دواړه هېوادونه باید د ستونزو د حل لپاره د خبرو او همکارۍ لار غوره کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د سیمې ثبات د کابل او اسلام آباد په اړیکو پورې تړلی دی او اختلافات باید د تفاهم له لارې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د پاکستان پر وړاندې د نرمښت او د اړیکو د بیا رغونې خبره کړې ده.

ډان ورځپاڼه:د خوړو نړیوال پروګرام کاروان د تورخم په دروازه کې د طالبانو حکومت د اجازې د نشتوالي له امله بند پاتې دی

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) کاروان د تورخم په دروازه کې د طالبانو حکومت د اجازې د نشتوالي او اداري ستونزو له امله بند پاتې دی.

ډان لیکلي، چې د پاکستان د ګمرک چارواکي چمتو وو چې د کاروان تصفیه وکړي؛ خو د جلال‌اباد دفتر اړین اسناد نه‌دي وړاندې کړي.

تمه ده چې نهه موټرې به د طالبانو حکومت له رسمي اجازې ترلاسه کولو وروسته افغانستان ته را واوړي.

د یادونې ده چې تر دې دمه تورخم یوازې د افغانانو د تګ راتګ لپاره پرانیستی او سوداګري پرې بنده ده.

زلمی خلیلزاد:۲۰۲۶ کال دې د ایران او پاکستان لپاره د مثبت بدلون کال وي

0

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، هیله لري چې ۲۰۲۶ کال به د ایران او پاکستان لپاره د مثبت بدلون کال وي، ځکه دواړه هېوادونه دا مهال له سختو سیاسي او اقتصادي شرایطو سره مخ دي.

نوموړي په یوه پیغام کې ویلي، چې د ایران او پاکستان خلک د اقتصادي پرمختګ، سیاسي ازادیو او امنیت غوښتونکي دي او له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره ژوند کوي.

خلیلزاد ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ولسونه د ښه راتلونکي په تمه دي.

زلمی خلیلزاد همدارنګه د ایران او پاکستان خلکو ته د بریالیتوب هیله کړې او ویلي یې دي، چې دوی د سولې، ثبات او پرمختګ مستحق دي.

اروپايي ټولنه:د یمن په ختیځ کې وروستي بدلونونه د خلیج د امنیت لپاره اندېښمنوونکي دي

0

اروپايي ټولنې د چهارشنبې په ورځ، د مرغومي په ۱۰مه، خبرداری ورکړی چې د یمن په حضرموت او المهره ولایتونو کې وروستي سیاسي او امنیتي بدلونونه کولای شي د خلیج سیمې د امنیت لپاره نوې اندېښنې او ګواښونه رامنځته کړي.

د اروپايي ټولنې په یوه رسمي اعلامیه کې راغلي، چې دغه بدلونونه د سیمې د ثبات پر وضعیت مستقیم اغېز کولی شي او له همدې امله باید د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیول شي.

اعلامیه ټینګار کوي، چې هر ډول بې‌پروا ګامونه به د یمن او ګاونډیو هېوادونو امنیت لا زیانمن کړي.

اروپايي ټولنې له ښکېلو لورو غوښتي، چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او له هغو کړنو ډډه وکړي، چې د کړکېچ د لا ژورېدو لامل ګرځي.

د اعلامیې له مخې، سیاسي حل‌لارې او خبرې اترې د روانو ستونزو د حل یوازینۍ معقوله لار ده.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، چې اروپايي ټولنه د یمن د یووالي، ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خپله ټینګه ژمنتیا بیا ځل څرګندوي.

د طالبانو حکومت:د سختو واورو وروسته سالنګ د تګ راتګ لپاره بیا پرانېستل شو

د پروان ولایت د طالبانو حکومت د والي دفتر ویلي، چې د سختو واورو او توپانونو له امله تړل شوې د سالنګ لاره یو ځل بیا د موټرو د تګ راتګ لپاره پرانېستل شوې ده.

دوی زیاتوي، چې لا هم په سالنګونو کې د واورو پاکولو او د سړک د خوندي کولو چارې روانې دي، څو د مسافرو او موټر چلوونکو لپاره د تګ راتګ بهیر عادي وساتل شي.

د طالبانو حکومت په وینا، هڅه کېږي چې د هر ډول ځنډ او خنډ مخه ونیول شي او لارې پرانیستې پاتې شي.

د بریتانیا ځانګړی استازی:د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن یوو

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډزي، ویلي چې بریتانیا د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې ته دوام ورکوي او غواړي دا هېواد یو باثباته او سوله‌ییز راتلونکی وویني.

نوموړي په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې بریتانیا به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي او د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره به هڅې روانې ساتي.

هغه د نوي ۲۰۲۶ کال په مناسبت د افغانستان خلکو ته د سولې، امنیت، هیلې او ښه راتلونکي هیله کړې ده.

منظور پښتین:۲۰۲۵ کال د پنجابي ریاست لخوا پر پښتنو د جګړو، بمبار او جبري بې‌ځایه کېدو تر ټولو ویرجن کال و

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، ۲۰۲۵ کال د پنجابي ریاست د پالیسیو له امله پر پښتنو له سختو ظلمونو، جګړو او بشري ناورینونو ډک تېر شو.

نوموړي په خپله فیسبوک‌پاڼه ویلي، د پښتونخوا په غرنیو سیمو کې پر ملکي وګړو سلګونه ډرون بریدونه، هاوان توغندي او جېټ بمبارۍ شوي، چې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري یې قربانیان شول.

د ده په وینا، تیراه، میرعلي، جاني‌خېل او چارمنګ نږدې هره ورځ د جګړې ډګرونه وو.

منظور پښتین زیاته کړې چې د پي‌ټي‌ایم پر غړو د پولیسو او پوځ له‌خوا چاپې، نیونې، لادرکه کول او هدفي وژنې روانې پاتې شوې، او ګڼ ملي شخصیتونه، د مفتي منیر شاکر او مولانا خانزیب په ګډون شهیدان کړل شوي دي.

هغه همدارنګه ویلي، چې لا هم د تورخم او چمن له لارو پښتنې کورنۍ په زور ایستل کېږي او ماشومان او ښځې له خپلو کورونو بې‌برخې کېږي.

ښاغلي پښتین ټینګار کړی، چې له ټولو فشارونو سره سره، د دوی غورځنګ به د ملت په ملاتړ خپله سوله‌ییزه مبارزه ژوندۍ ساتي.

ملګري ملتونه:په ۲۰۲۵ کال کې له یو میلیون ډېرو افغانانو سره مرستې شوې

ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې یې په افغانستان کې له یو میلیون څخه زیاتو کسانو سره بشري او پرمختیايي مرستې کړې دي، چې ۴۰ سلنه یې مېرمنې او نجونې دي.

یاد سازمان ویلي، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي باور صندوق له لارې ۲۴.۷ میلیونه ډالر لګول شوي، چې بنسټیز خدمات، اقتصادي فرصتونه او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خلکو د مقاومت پروژې پکې شاملې دي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې دا مرستې به د ځایي ټولنو په همکارۍ دوام ولري.

المرصاد:د اکرام‌الدین سریع د وژنې تر شا د پاکستان د استخباراتي ادارې لاس دی

د طالبانو حکومت اړوند المرصاد په نوم استخباراتي رسنۍ راپور ورکړی، چې په تهران کې د افغانستان پخواني قومندان اکرام‌الدین سریع وژنه د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای‌اېس‌ای) له لوري طرحه او عملي شوې ده.

د راپور له مخې، اکرام‌الدین سریع په ایران کې د پخواني جمهوریت د نظامي افسرانو د چارو په تنظیم کې بوخت و او د پاکستان د استخباراتي ادارې د هغو هڅو سخت مخالف و، چې غوښتل یې پخواني افغان جنرالان او افسران پاکستان ته جذب او د ځانګړو موخو لپاره تنظیم کړي.

راپور زیاتوي، چې نوموړی د ای‌اېس‌ای د یادو هڅو پر وړاندې یو مهم خنډ بلل کېده او له همدې امله د لرې کولو هدف وګرځېد.

د المرصاد په وینا، پاکستان هڅه کړې چې د دې پېښې پړه افغانستان ته واړوي او په همدې موخه یې د پېښې له رامنځته کېدو سره سم پراخ تبلیغات پیل کړي دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د احمد مسعود اړوندې ډلې او ځینو اشخاصو له خوا د افغانستان پر ضد چټکې ادعاوې د همدې تبلیغاتي سناریو برخه وې.

یادې رسنۍ همدارنګه ادعا کړې، چې پاکستان د پخواني نظام د قومندانانو ترمنځ د نفاق اچولو لړۍ چټکه کړې او هڅه کوي د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي.

د راپور له مخې، د تهران او مشهد د وروستیو وژنو په اړه څېړنې روانې دي او ویل شوي چې پایلې به وروسته له رسنیو سره شریکې شي.

اکسیوس:بنیامین نتنیاهو له ټرمپ سره پر ایران د دوهم پړاو برید احتمال څېړلی

0

د اکسیوس د راپور له مخې، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې په ۲۰۲۶ کال کې پر ایران د بیا برید (Round 2) امکان مطرح کړی.

راپور وایي، دواړه لوري د جون میاشتې ۱۲ ورځنۍ جګړه «بریالۍ» بولي، خو نتنیاهو وایي ښايي د تهران د پوځي او اټومي وړتیاوو د بیا جوړېدو د مخنیوي لپاره نور بریدونه هم اړین شي.

همدا راز ټرمپ ویلي، که ایران خپل اټومي پروګرام بیا پیل کړي، امریکا به یې یو ځل بیا له منځه یوسي، خو دی د پوځي اقدام پر ځای د اټومي هوکړې ملاتړ هم ښيي.

راپور زیاتوي چې امریکا او اسرائیل د ایران د بالېسټیک توغندیو د بیا رغونې او د حزب‌الله د وسلو د راټولېدو په اړه اندېښمن دي، خو د راتلونکو پوځي ګامونو لپاره کوم مشخص مهالویش یا سره کرښه نه ده ټاکل شوې.

له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خبرداری ورکړی چې هر ډول یرغل ته به «سخت ځواب» ورکړي، او هم‌مهاله یې د درناوي پر بنسټ د خبرو اترو غوښتنه هم کړې ده.

د چارواکو په باور، د دواړو لورو ترمنځ د ناسمې محاسبې خطر لا هم لوړ دی.