شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 194

زهران ممداني؛د نیویارک د ښاروال په توګه پر قرآن الکریم لوړه وکړه

0

زهران ممداني د نوي زېږدیز کال په لومړیو شېبو کې د امریکا د نیویارک ښار د ښاروال په توګه خپله رسمي لوړه وکړه.

د لوړې مراسم د نیویارک په تاریخي زاړه سټي هال سبوې سټېشن کې ترسره شول، چې پکې نوموړي د مسلمانانو پر سپېڅلي کتاب، قرآن الکریم، لوړه وکړه.

د نیویارک ایالت څارنوالې لېټېشیا جېمز له هغه لوړه واخیسته او ممداني ژمنه وکړه چې د امریکا اساسي قانون او د نیویارک ایالت قوانین به عملي کوي.

مهمه دا چې ممداني د امریکا په تاریخ کې له هغو محدودو لوړپوړو منتخب چارواکو څخه دی چې د قرآن الکریم پر کتاب یې د ښاروالۍ لوړه کړې ده، چې دا چاره د امریکا د مذهبي تنوع، مدني ازادۍ او سیاسي ګډون یو مهم سمبول بلل کېږي.

څلور دېرش کلن ممداني د نیویارک ښار لومړنی مسلمان ښاروال دی او ویلي یې دي چې د ژوند د لګښتونو کمول، د کورونو د کرایو کنټرول او وړیا عامه ترانسپورټ به یې د حکومت اساسي لومړیتوبونه وي.

د کابل او مسقط ترمنځ؛د مستقیمو الوتنو د پیل هوکړه شوې

د کابل او مسقط ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل په اړه هوکړه شوې ده.

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې دا هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي اړیکو د پراختیا په برخه کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د یادې هوکړې د لاسلیک پر مهال د هوايي چلند او ترانسپورټي همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او دواړو لورو پر ګډو همکاریو ټینګار کړی.

چارواکي وایي، مستقیمې الوتنې به د مسافرو د تګ راتګ ترڅنګ سوداګریزې اړیکې هم اسانه کړي.

په همدې لړ کې، د عمان د ټرانسپورټ وزیر هم ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د ځمکني ترانسپورټ د همکاریو د پراخولو لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

د ټي‌ټي‌پي کلنی راپور:۲۰۲۵ کال پاکستان کې مو ۳۸۱۸پاکستاني سرتېري وژلي

0

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په خپل کلني راپور کې ادعا کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې یې زرګونه بریدونه ترسره کړي او د پاکستان امنیتي ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

د دې ډلې په وینا، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې یې له ۳۵۰۰ زیات بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۳۸۱۸پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د دغو بریدونو پر مهال زرګونه پاکستاني سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ټي‌ټي‌پي همداراز ادعا کړې چې لسګونه کسان یې تښتولي او د بریدونو پر مهال یې پوځي وسلې او وسایط هم نیولي دي.

د راپور له مخې، د بریدونو ډېره برخه په خیبر پښتونخوا کې شوې، په ځانګړي ډول په شمالي او جنوبي وزیرستان، بنو، ډېره اسماعیل خان او لکي مروت کې.

دغه ډله وایي چې بلوچستان او پنجاب هم د بریدونو له پلوه اغېزمن شوي دي.

بل لور ته، د جنوبي اسیا د ترهګرۍ اړوند معلوماتي مرکز ویلي چې ۲۰۲۵ کال د پاکستان لپاره په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی کال و، چې نږدې څلور زره کسان پکې وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د ټي‌ټي‌پي د دې راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په پاکستان کې افغان محصلین:د ویزو د نه تمدید له امله له جدي ستونزو سره مخ یوو

په پاکستان کې یو شمېر افغان محصلان وایي، د ویزو د نه تمدید له امله اړ شوي چې خپلې لوړې زده‌کړې نیمګړې پرېږدي.

دوی وايي، که څه هم د پاکستان د دولتي بورسونو له لارې دغه هېواد ته تللي، خو نږدې یو کال کېږي چې ویزې یې نه دي تمدید شوې.

د دغو محصلانو په وینا، ځینې هغه کسان چې د رخصتیو پر مهال افغانستان ته تللي وو، بېرته د تګ اجازه نه لري او له یوه یا څو سمسټرونو وروسته پاتې شوي دي.

هغوی زیاتوي، د قانوني اسنادو نشتون یې ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

محصلان شکایت کوي چې د ویزې د نشتون له امله روغتونونو ته لاسرسی نه لري او ځینې وخت د پاکستاني پولیسو له خوا نیول کېږي او د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ وي.

دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې ویزې یې تمدید کړي، څو وکولای شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

سویس؛کرانس–مونتانا کې د رستورانت دننه د چاودنې د مړو او ټپیانو شمېر ۱۴۰ تنو ته رسېدلی

0

د سویس په مشهوره سیاحتي سیمه کرانس–مونتانا کې په یوه رستورانت کې د چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ تنو ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې، له چاودنې وروسته په رستورانت کې اور هم بل شوی چې نږدې ۱۰۰ کسان پکې ټپیان شوي، چې د ډېری ټپیانو حالت نازک ښودل شوی.

سوئسي پولیس وايي، پېښه د پنجشنبې شپه شاوخوا ۱:۳۰ بجې شوې، هغه مهال چې ګڼ شمېر کسانو د نوي کال شپه لمانځله.

د یاد هېواد چارواکو زیاته کړې چې په قربانیانو کې بهرني وګړي هم شامل دي.

د دغې چاودنې اصلي لامل لا نه دی روښانه شوی.

ذبیح الله مجاهد:پاکستاني پوځ د جنګ د مزدورانو او اجراتي قاتلانو په توګه پردي جنګونه پرمخ وړي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، پاکستان د جنګ د مزدوارانو او اجرتي قاتلانو په توګه پردۍ جګړه پرمخ بیایي.

ښاغلي مجاهد چې د میرویس افغان سره په پټو خبرو کې خبرې کولې وویل چې د دوي د ځواکونو شمیر نږدې دوه سوه زرو ته رسیدلې او د هر ډول تیري پر وړاندې جدي او د مقاومت توان لري.

د طالبانو حکومت ویاند د اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې په اړه وویل: «داعش په افغانستان کې سر نه شي پورته کولای او د دوي ځواکونه دغه ډله د دوي په اصلي مرکزونو کې لمنځه وړي.

د طالبانو او پاکستاني حکومتونو ترمنځ اړیکې له تیرو څو میاشتو راهیسې کړکیچنې دي.

د شیخ هبت‌الله په حکم؛د کورنیو چارو وزارت په تشکیلاتو کې نوې ټاکنې شوې

د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د حکم پر اساس د کورنیو چارو وزارت په تشکیلاتو کې یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې دي.

د دغو بدلونونو له مخې، قاري ګل حیدر شفق د بامیان والي او ملا عبدالله سرحدي د جوزجان والي ټاکل شوي دي.

همدارنګه، ملا احمد شاه دیندوست د سرپل د والي، حافظ انځر ګل عبدالله د لغمان د مرستیال او مولوي غلام‌الرحمن حیدري د ننګرهار د مرستیال په توګه ګومارل شوي دي.

دغه راز مخدوم عبدالخبیر د سمنګان امنیه قومندان، حاجي محمد اسماعیل فائز د لغمان امنیه قومندان، ملا عبدالله د سپین بولدک کمیسار، حافظ سید محمد وارث د کندهار د لوړ میوند ولسوال او ملا احمدالله سالم د کندهار زون د حمایوي کنډک قومندان ټاکل شوي دي.

سویس؛په کران–مونتانا تفریحي سیمه کې د رسټورانت دننه چاودنې ګڼ کسان وژلي

0

د سویس په کران–مونتانا تفریحي سیمه کې د یوه رسټورانت دننه د چاودنې له امله یو شمېر کسان وژل شوي او نور ټپیان شوي دي.

ځایي رسنیو راپور ورکړی، چې له چاودنې وروسته اور هم لګېدلی؛ خو پولیس وایي د پېښې اصلي لامل لا نه دی روښانه شوی.

کران–مونتانا د الپ غرونو په لمنه کې د سکي له مشهورو تفریحي ښارونو څخه دی.

دغه پېښه د پنجشنبې په شپه شاوخوا یوه نیمه بجه شوې ده او چارواکي وایي د مرګ ژوبلې کره شمېر به وروسته اعلان کړي.

هرات؛کبکان کلي کې د کور د چت نړېدو پېښه کې پنځه تنه وژل شوي

د هرات د طالبانو حکومت د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي ویلي، چې د دغه ولایت په اوبه ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله پنځه تنه د یوې کورنۍ غړي مړه شوي دي.

نوموړي ویلي، دا پېښه د کبکان په کلي کې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، په قربانیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي چې عمرونه یې درې او اوه کاله ښودل شوي دي.

د ځایي چارواکو په وینا، د یاد کور چت د پرله‌پسې بارانونو له امله نړېدلی دی.

آصف درانی:افغانستان د پاکستان ورور هېواد دی او ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، آصف دراني ویلي، افغانستان د پاکستان ورور هېواد دی او دواړه هېوادونه باید د ستونزو د حل لپاره د خبرو او همکارۍ لار غوره کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د سیمې ثبات د کابل او اسلام آباد په اړیکو پورې تړلی دی او اختلافات باید د تفاهم له لارې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د پاکستان پر وړاندې د نرمښت او د اړیکو د بیا رغونې خبره کړې ده.