جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 180

ډونالډ ټرمپ:راتلونکې اوونۍ به د وینزویلا د مخالفانو له مشرې ماچادو سره وګورم

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د وینزویلا د مخالفانو له مشرې ماریا کورینا ماچادو سره وګوري.

ټرمپ فاکس‌نیوز ته ویلي چې له دې لیدنې سره لېوالتیا لري.

نوموړي د هغې له‌خوا د نوبل سولې جایزې د وړاندیز هرکلی یې کړی دی.

ماچادو، چې د وینزویلا د مخالفانو مشره ده، ژمنه کړې ژر به خپل هېواد ته ستنه شي او ویلي یې دي چې د هغې تر مشرۍ لاندې غورځنګ د ازادو ټاکنو ګټلو ته چمتو دی.

بل لورته رویټرز راپور ورکړی چې ټرمپ ښايي دا مهال د نیکولاس مادورو له حکومت سره همکارۍ ته ترجیح ورکړي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران د حکومت د احتمالي سقوط امکان ډېر دی

0

امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د ایران د اسلامي جمهوریت د احتمالي سقوط امکان شته او واشنګټن به د تهران له‌خوا د ولس پر ضد هر ډول تاوتریخوالي ته سخت او پرېکنده ځواب ورکړي.

ټرمپ دا څرګندونې د فاکس نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي او ویلي یې دي، د ایران حکومت په تېرو کلونو کې پر خپلو بې‌وسلې خلکو ډزې کړي، هغوی یې د مرمیو تر باران لاندې نیولي، زنداني کړي او ان اعدام کړي دي.

نوموی زیاته کړې، چې ده اسلامي جمهوریت ته په ښکاره توګه خبرداری ورکړی، که بیا هم د خلکو پر وړاندې له زور او تاوتریخوالي کار واخلي، امریکا به پرې «ډېر سخت ګوزار» وکړي او دې اقدام ته بشپړ چمتووالی لري.

ټرمپ همدارنګه ویلي، که څه هم تر دې دمه ځینې پېښې رامنځته شوې دي، خو په ډېرو مواردو کې د خلکو مړینې د اعتراضونو پر مهال د ګڼه‌ګوڼې او بې‌نظمۍ له امله شوې دي.

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران وضعیت د نړیوالو رسنیو او سیاسي څارونکو له نږدې څار لاندې دی او د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ لا هم په خپل اوج کې قرار لري.

فاکس نیوز:امریکا د ایران اعتراضونه له نږدې څاري

0

یو لوړپوړي امریکایي چارواکي فاکس‌نیوز ته ویلي چې د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) په تهران کې د حکومت ضد پراخېدونکي اعتراضونه له نږدې څاري، او متحده ایالات به نن د جمعې لمونځونه په ټول ایران کې او د حکومت د احتمالي غبرګون څرنګوالی په دقت وڅاري.

دغه چارواکي زیاته کړې چې د تهران د اعتراضونو په تړاو د امریکا د منځني ختیځ پوځي ترتیباتو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د هغه په وینا، د اف–۱۵ای جنګي الوتکو یو سکواډرن منځني ختیځ ته لېږل شوی؛ خو دا د ځواکونو د عادي ځای په ځای کیدو برخه ده او په سیمه کې د ځواکونو زیاتوالی نه دی شوی.

هغه همدارنګه ویلي چې دا مهال په منځني ختیځ کې د امریکا هېڅ هوايي وړونکې بېړۍ شتون نه لري، او د «یو اېس اېس فورد» بېړۍ د کارېبین سمندر کې ځای پر ځای ده.

ایران کې لاریونونه؛د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار بنسټ د حکومت لخوا د لاریون کوونکو ځپل وغندل

0

د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار بنسټ په یوه ګډه اعلامیه کې د ډسمبر له ۲۸مې نېټې راهیسې په ایران کې د لاریون کوونکو پر وړاندې د ځپنې کړنې غندلې.

دغو بنسټونو ویلي چې د ایران امنیتي ځواکونو د سوله‌ییزو معترضانو د تیتولو، وېروولو او سزا ورکولو لپاره له ناقانونه زور، ګرمو وسلو او پراخو خپل‌سري نیونو کار اخیستی دی.

د بشري حقونو دغو بنسټونو زیاته کړې چې د ایران د امنیتي ځواکونو، په شمول د سپاه پاسداران او د انتظامي پولیسو، په ناقانونه ډول د وسلو کارولو، ساچمه‌یي ټوپکونو، د اوبو پاشونکو موټرو، اوښکې‌بهونکي ګاز او وهلو ټکولو ته لاس اچولی دی.

د ملي پاڅون له پراخېدو سره هم‌مهاله؛د ایران حکومت د تهران هوايي حریم وتاړه

0

د نیوز ایکس ورلډ د راپور له مخې، تهران کې د ملي پاڅون له پراخېدو سره هم‌مهاله، د ایراني چارواکو د هوانوردۍ د خبرتیا (نوتام) په صادرولو سره د تهران هوايي حریم وتاړه.

د راپور له مخې، د ایران د ملکي هوايي چلند سازمان د نوتام په صادرولو سره د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر او د هېواد د یو شمېر مهمو هوايي ډګرونو فعالیتونه درولي دي.

دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته شوي چې د ایرانیانو ملي پاڅون له سخت امنیتي غبرګون سره مخ شوی او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د هوايي دفاعي سیستمونو د فعالېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د یادونې ده چې دې اقدام د امنیتي وضعیت، د الوتنو د ګډوډۍ او د زیاتېدونکو ناآرامیو پر وړاندې د حکومت د غبرګون په اړه اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

ملګرو ملتونو کې د ایران استازولي:ایران کې د اعتراضونو په اړه د اروپايي پارلمان دوه‌ګونی چلند او ریاکاري د منلو نه ده

0

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران استازولۍ د اروپايي پارلمان د غړو، د دغه پارلمان د رئیس په ګډون، د ایرانیانو د ملي پاڅون په اړه څرګندونې د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې.

یادې استازولۍ ویلي چې د اروپایي ټولنې ریاکاري او د بشري حقونو او اصولو په وړاندې دوه‌ګونی چلند د کرکې وړ دی.

دغې استازولۍ زیاته کړې: «همدا د اروپايي پارلمان غړي چې په غزه کې د نسل‌وژنې او د اسراییلو د یرغلګرې جګړې پر مهال د سلګونو ایرانیانو د وژل کېدو پر وړاندې چوپ پاتې شول، اوس هڅه کوي چې په ایران کې د سوله‌ییزو اعتراضونو په اړه تحریف شوې کیسې خپرې کړي او د دښمنانه موخو لپاره د ایران د خلکو د حقونو په نوم د تمساح اوښکې توی کړي.»

ملګري ملتونه:نړیوال اقتصاد د اوږدمهالې ټیټې ودې له خطر سره مخ دی

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال په نړیوال اقتصادي راپور کې خبرداری ورکړی چې د نړۍ اقتصاد د کرونا وبا له مخکینۍ دورې سره په پرتله د اوږدمهالې ټیټې ودې له جدي خطر سره مخ دی.

د راپور له مخې، که څه هم په ځینو هېوادونو کې اقتصادي فعالیتونه روان دي؛ خو اوسنی اقتصادي رشد هغه وړتیا نه لري چې پراخ او ټولشموله پرمختګ تضمین کړي.

ملګري ملتونه وايي، د اقتصادي ودې ګټې په عادلانه ډول نه وېشل کېږي او د عایداتو نابرابري، بې‌وزلي، او کاري فرصتونو کمښت لا هم جدي ننګونې دي.

راپور ټینګار کوي چې که نړیوال اقتصاد د دوامدارې او ټولشمولې ودې پر لور ونه ځي، نو د پرمختګ تشه به لا پراخه شي.

په راپور کې پر هېوادونو غږ شوی چې د اقتصادي اصلاحاتو، پانګونې، او ټولنیزو ملاتړکوونکو پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړي، تر څو وکولای شي د خلکو د ژوند کچه لوړه کړي او د اقتصادي ودې ګټې ټولو ته ورسېږي.

د وینزویلا د کورنیو چارو وزیر:د نیکولاس مادورو د نیولو پر مهال د امریکا په عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي

0

د وینزویلا د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د نیکولاس مادورو د نیولو لپاره د امریکا د پوځي عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د وژل شویو ډېره برخه د مادورو امنیتي ځواکونه وو چې په خپل‌سري ډول په نښه شوي دي.

تر دې مخکې وینزویلايي چارواکو د تلفاتو شمېر تر ۴۰ زیات ښودلی و.

امریکا د روانې اوونۍ د شنبې په شپه په یوه پوځي عملیاتو کې مادورو او د هغه مېرمن نیولي او د محاکمې لپاره یې نیویارک ته لېږدولي دي.

دغه اقدام پراخ غبرګونونه راپارولي او ځینو هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو دا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

له پېرلو تر پوځي ګواښ؛پر ګرینلینډ د امریکا خطرناک بحث

0

ارمان افغان؛ حماسه میډیا

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وانس ویلي چې ګرینلنډ د امریکا او اروپا د توغندیزې دفاع لپاره ستراتېژیک او «حیاتي» اهمیت لري، خو په وینا یې ډنمارک او اروپايي متحدینو د دې سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره کافي پانګونه او جدي اقدامات نه دي کړي.

وانس فاکس نیوز ته په مرکه کې ټینګار وکړ چې د احتمالي روسي یا چینايي توغندیز ګواښ پر وړاندې د لویدیځ د دفاع مهم بنسټونه پر ګرینلنډ ولاړ دي.

هغه وویل: «که خدای مه کړه پر اروپا یا امریکا اټومي برید وشي، ګرینلنډ د دفاع په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی.»

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې امریکايي چارواکي د ګرینلنډ د پېرلو پر احتمالي وړاندیز «فعاله» خبرې کوي؛ هغه څرګندونې چې د ناټو د یوه غړي، ډنمارک، سخت غبرګون یې پارولی.

کوپنهاګن خبرداری ورکړی چې د ګرینلنډ الحاق یا پوځي ګواښ به د ناټو د یووالي لپاره جدي زیانمن تمام شي.

په مقابل کې، ډنمارک او ګرینلنډ یو ځل بیا ټینګار کړی چې ټاپو د پلور وړ نه دی.

د فرانسې، بریتانیا، جرمني، ایټالیا، پولنډ، هسپانیې او ډنمارک مشرانو په ګډه اعلامیه کې د ډنمارک ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې د ګرینلنډ په اړه پرېکړه یوازې د ګرینلنډ د خلکو او ډنمارک حق دی.

دوی همداراز د ملګرو ملتونو د منشور پر حاکمیت او د سرحدونو پر نه‌ماتېدونکي اصل ټینګار کړی.

د ګرینلنډ یو استازی په ډنمارکي پارلمان کې د امریکا څرګندونې «ښکاره ګواښ» بللي، خو ویلي یې دي چې واشنګټن به ښايي پرلپسې فشارونه زیات کړي.

په سیمه کې ځینې اوسېدونکي بیا وايي، د اقلیم بدلون او د یخ وېلې کېدل د دوی د ژوندانه تر ټولو ستره ستونزه ده.

ګرینلنډ د شمالي امریکا او قطب ترمنځ موقعیت لري، د امریکا د پیتوفیک فضا اډه پکې فعاله ده او د نایابه منرالونو او انرژۍ د زېرمو له امله یې نړیوال اهمیت لا زیات شوی دی.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت:د ځينو وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې شوې

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو عمومي ریاست اعلان کړی چې د تعرفو کمېټې د بازار د تنظیم او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي.

د یاد ریاست په وینا، د نوې پرېکړې له مخې د پلاسټيکي څپلۍ او بوټانو ګمرکي تعرفه چې پخوا ۳۰ سلنه وه، اوس ۵۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

همداراز د پټاکۍ او کاغذباد تعرفه چې تر دې وړاندې ۱۰ سلنه وه، د پام وړ زیاتوالي سره ۸۰ سلنې ته رسېدلې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د موسمي مېوو لکه ناک، انګور او توت‌زمیني تعرفه هم د کورني حاصلاتو د ساتنې په موخه په موسمي ډول له ۵۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

د مالیې وزارت وایي، دا بدلونونه به د کورني بازار توازن، د ځایي تولیداتو ملاتړ او د غیرضروري وارداتو کنټرول کې مهم رول ولوبوي.