شنبه, مې 30, 2026
Home Blog Page 18

افغانستان ته د ازبکستان د ۲۰ فابریکو انتقال؛د اقتصادي بدلون او سیمه‌ییز مشارکت نوی فصل

د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزی د ازبکستان له لوري افغانستان ته د شلو فابریکو د انتقال خبر یو «غوره او ستر اقتصادي اقدام» بللی او ویلي یې دي چې افغانستان یوازې د پایدار اقتصاد، پانګونې او د کارموندنې له لارې له اوسني بحرانه راوتلی شي.

ښاغلي داودزي ټینګار کړی چې افغانستان او ازبکستان نه یوازې ګډه پوله، بلکې ګډ تاریخ، فرهنګ او اقتصادي ګټې لري، او د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا د مرکزي او جنوبي اسیا د سولې، ثبات او اقتصادي راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري.

د ملګرو ملتونو تاریخي پرېکړه؛د اعتصاب حق به د افغان کارکوونکو غږ هم پیاوړی کړي

د ملګرو ملتونو تر ټولو سترې نړیوالې محکمې په یوې مهمې او تاریخي پرېکړې کې ویلي، د کارګرانو او اتحادیو د اعتصاب حق د نړیوال کار قانون له مخې خوندي او قانوني حق دی.

دا پرېکړه د نړۍ د کارکوونکو لپاره لوی بری بلل کېږي او تمه ده چې په بېلابېلو هېوادونو کې د کار قوانینو او د کارګرانو د حقونو پر وضعیت اغېز وکړي.

کارپوهان وایي، دا پرېکړه افغانستان ته هم مهمه ده، ځکه افغان کارکوونکي، ښوونکي، روغتیايي کارکوونکي او بشري مرستندوی بنسټونه له اقتصادي ستونزو، د معاشونو ځنډ او کاري محدودیتونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو وروستي راپورونه ښيي چې افغانستان لا هم له بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او زرګونه کسان د کار او اساسي حقونو له ستونزو کړېږي.

د بیجینګ او اسلام آباد اړېکې؛د پاکستان لومړی وزیر سبا چین ته مهم رسمي سفر پیلوي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د مې له ۲۳مې تر ۲۶مې نېټې پورې چین ته په رسمي سفر ځي.

د راپورونو له مخې، په دې سفر کې به د اقتصاد، پانګونې، انرژۍ او سیمه‌ییز امنیت په موضوعاتو خبرې وشي.

ویل کېږي چې اسلام‌اباد هڅه کوي له بیجینګ سره خپلې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

مېټا:د AI پانګونو لپاره ۸ زره کارکوونکي له دندو ګوښه کوو

د ټولنیزو شبکو ستر شرکت مېټا اعلان کړی چې د خپلو نړیوالو کارکوونکو شاوخوا ۱۰ سلنه، یعنې نږدې ۸ زره کسان به له دندو ګوښه کړي.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې دغه پرېکړه د شرکت د لګښتونو د کمولو او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په برخه کې د پراخو پانګونو د برابرولو لپاره شوې ده.

د راپورونو له مخې، د کارکوونکو د کمولو لړۍ به په څو پړاوونو کې عملي شي، او ترڅنګ یې زرګونه نور کارکوونکي د AI اړوندو پروژو ته لېږدول کېږي.

مارکو روبیو:د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې لپاره “ځینې مثبتې نښې” لیدل کېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د دوی او ایران ترمنځ د کېدونکې احتمالي هوکړې شنه څراغونه لیدل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ د یوې احتمالي هوکړې لپاره «ځینې مثبتې نښې» شته، خو خبرداری یې ورکړی چې لا هم د دواړو لوریو ترمنځ مهم اختلافات پر خپل ځای پاتې دي.

روبیو په میامي کې خبریالانو ته ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د «ښه او دوامداره تړون» هیله لري، خو که خبرې ناکامې شي، امریکا «نور انتخابونه» هم کارولی شي.

روبیو ویلي، که ایران د هرمز تنګي لپاره د تګ راتګ د فیس یا کنټرول سیستم عملي کړي، نو دا به د هر ډول دیپلوماتیکې هوکړې مخه ونیسي.

بل لور، ایران هم څو ورځې وړاندې امریکا ته د سولې او هوکړې لپاره یو نوی ۱۴ ماده‌ییز وړاندیز لېږلی چې په کې د بندیزونو نرمول او د اټومي فعالیتونو په اړه بحث شامل دی.

شنونکي په دې باور دي چې که څه هم له یو بل سره ښکېل هېوادونه د جګړې پر ځای خبرو ته ډېر لېوالتیا دي، خو د اټومي فعالیتونو او سیمه‌ ییز امنیت په اړه ژور اختلافات لا هم د هوکړې پر وړاندې خنډونه دي.

راپورونه ښیي چې هوکړې ته د رسېدو لپاره د خبرو اصلي تمرکز د ایران اټومي پروګرام، د یورانیمو غني کول او د هرمز تنګي امنیت دی.

هېواد ته د افغان کډوالو راتګ؛ په تېره یوه اوونۍ کې ۳۰۷ تنه راستانه شوي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې روانه اوونۍ له پاکستانه ټولټال ۳۰۷ افغان کډوال له کورنیو سره یا په انفرادي ډول هېواد ته راغلي دي.

دغه وزارت نن (پنجشنبه غویي ۳۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان چې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو، د پاکستان له زندانونو آزاد او هېواد ته راستانه شوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې ۲۶۸ کسان د تورخم او ۳۹ نور د سپین‌ بولدک له لارې را اوښتي دي او یاد کسان په اړونده آمریتونو کې له ثبت او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

په دې وروستیو کې له پاکستان د افغان کډوالو راتګ زور اخیستی چې ډېری یې له نیول کېدو او بندي کېدو وروسته په زوره هېواد ته را شړل کیږي.

یوناما:د طالبانو د ښځې او مېړه د جلاوالي فرمان د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي یا یوناما د طالبانو حکومت له‌ خوا د نوي فرمان پر خپرېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي دا اقدام د افغان ښځو او نجونو حقونه نور هم محدودوي.

یوناما ویلي، د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت له‌خوا د تازه خپور شوي فرمان ۱۸مه ګڼه د مېړه او مېرمنې د جلاوالي یا بېلتون اصول تنظیموي، خو په کې ښځو ته د نارینه‌وو په شان برابر حقونه نه دي ورکړل شوي.

د راپور له مخې، نارینه لا هم کولی شي په یو اړخیز ډول طلاق ورکړي، خو ښځې باید د جلاوالي لپاره د محکمې له سختو او محدودو لارو تېرې شي.

د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون ویلي، دغه فرمان د هغو محدودیتونو دوام دی چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي دي.

د هغې په وینا، دا ډول قوانین تبعیض لا زیاتوي او ښځې له عدالت، خپلواکۍ او اساسي حقونو محروموي.

یوناما په ځانګړي ډول د ماشومانو د ودونو په اړه اندېښنه ښودلې ده او زیاته کړې یې ده: “په فرمان کې د هغو نجونو لپاره ځانګړی فصل شته چې بلوغ ته رسېدلې او واده شوې وي چې دا د ماشومانو د ودونو د منلو معنا ورکوي.”

یوناما د طالبانو له حکومت غوښتي چې خپل قوانین او تګلارې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره برابرې کړي، د ماشومانو ودونه پای ته ورسوي او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

خو هم مهاله، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د زوجینو د تفریق په نوم د دوی د نوې اصولنامې په اړه اندېښنې او نیوکې بې ځایه او له اسلامي احکامو سره په ټکر کې بللي او په وینا یې: “دا د اسلام پرېکړه ده، نه زموږ.”

د طالبانو حکومت د عدلیې وزرت د روانې می میاشتې په ۱۴مه نېټه د «زوجینو تفریق اصولنامې» په نوم ۳۱ مخیز فرمان تصویب کړ چې په ۱۸مه ګڼه کې د واده، طلاق او د مېړه او د ښځې د جلاوالي په اړه نوي یو اړخیز فرمانونه شامل دي.

په هېواد د طبیعي پېښو دوام؛ ورښتونو او سېلابونو ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو حکومت د چمتووالي ادارې خبر ورکړی چې په تېر یو شواروز کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتو له امله ګڼ زیانونه اوښتي.

د دغې ادارې ویاد محمد یوسف حماد ویلي، په کندهار، تخار، غور او هرات ولایتونو کې د تالندې او برېښنا، توپانونو، ورښتونو او سېلابونو راوتو له امله ۶ کسان مړه شوي او یوولس نور ټپیان شوي دي. همداراز شل کورونه په بشپړ ډول او لس نور په جزوي ډول ویجاړ شوي او په ټوله کې ۲۲۶ کورنۍ زیانمنې شوي دي.

د نوموړي په وینا، د روان لمریز کال د وري میاشتې له شپږمې نېټې راهیسې تر دې دمه په هېواد کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۲۵۰ تنه مړه او ۳۴۴ تنه ټپیان شوي، ۱۷۰۸ کورونه په بشپړ ډول او ۶ زره ۴۹۴ کورونه په جزوي ډول ویجار شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورځو کې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د درنو ورښتونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.

خیبرپښتونخوا؛ یو ماشوم زده کوونکی د پاکستاني پوځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی

له خیبرپښتونخوا سرچینې وایي، د باجوړ ولسوالۍ د ماموند په شاهي تنګي سیمه کې دوه ماشومان چې له ښوونځي کور ته په لاره وو، د پاکستاني پوځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوي.

ځایي سرچینې وایي، دواړه ماشومان سخت ټپیان شوي چې یو په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې.

د سیمې اوسېدونکو د پاکستاني پوځ دا ډول بریدونه غندلي او په دوام یې اندېښنه ښودلې. دوی وایي، یاد پوځ ډېر کله د ترهګرو په نوم ملکي وګړي په نښه کوي او وژني.

دا په داسې حال کې ده چې تازه په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي هریش پارواتانېني هم د پاکستاني پوځ له لوري د ملي وګړو په نښه کول سخت غندلي او ویلي یې دي، پاکستان د ملکي وګړو د نسل وژنې په څېر د کړنو اوږده مخینه لري او هغه هېواد دی چې خپل خلک هم بمباروي او منظمې نسل وژنې ترسره کوي.

د ایران او امریکا ترمنځ د پاکستان د رویبارۍ دوام؛پاکستانی لوی درستیز ایران ته سفر کوي

‏د ایران او امریکا ترمنځ د پاکستان د رویبارۍ دوام؛ پاکستانی لوی درستیز ایران ته سفر کوي

د نړۍ د مهمو او مشهورو سیاسي مشرانو د سفرونو، لیدو کتو او بوختیاوو په لړ کې د امریکا او ایران ترمنځ د رویبارۍ په دوام، پاکستاني سیاسي مشران هم سخت ستړي دي.

یو شمېر پاکستانۍ او ایرانۍ رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره نن سبا کې تهران ته ځي، څو د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې متن او وروستي کارونه بشپړ کړي.

په ورته وخت، پاکستانۍ سرچینې وایي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوی تهران ته د خپل دویم سفر پر مهال د ایران او امریکا ترمنځ د پیغامونو په لېږد کې مهم رول لوبولی او ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو په بهیر کې نوی پرمختګ رامنځته شي.

همداراز ځینو پاکستاني شننونکو ادعا کړې چې پاکستان تر یوه بریده د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو په نرمولو کې بریالی شوی او تهران ته د محسن نقوي دویم سفر ښيي چې د ډیپلوماسۍ بهیر مثبت لوري ته روان دی.

بل لور، د نړیوالو رسنیو راپورونه ښیي چې د لوی اختر له رخصتیو وروسته ښايي د ایران او امریکا د خبرو راتلونکی پړاو د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ترسره شي.

خو په اسلام‌اباد کې تر اوسه هېڅ رسمي یا ډیپلوماټیکې سرچینې نن سبا کې ایران ته د پاکستاني لوړپوړو چارواکو د سفر یا په اسلام‌اباد کې د راتلونکو مذاکراتو د ترسره کېدو په اړه څه نه دي ویلي.