د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي یا یوناما د طالبانو حکومت له خوا د نوي فرمان پر خپرېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي دا اقدام د افغان ښځو او نجونو حقونه نور هم محدودوي.
یوناما ویلي، د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت لهخوا د تازه خپور شوي فرمان ۱۸مه ګڼه د مېړه او مېرمنې د جلاوالي یا بېلتون اصول تنظیموي، خو په کې ښځو ته د نارینهوو په شان برابر حقونه نه دي ورکړل شوي.
د راپور له مخې، نارینه لا هم کولی شي په یو اړخیز ډول طلاق ورکړي، خو ښځې باید د جلاوالي لپاره د محکمې له سختو او محدودو لارو تېرې شي.
د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون ویلي، دغه فرمان د هغو محدودیتونو دوام دی چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي دي.
د هغې په وینا، دا ډول قوانین تبعیض لا زیاتوي او ښځې له عدالت، خپلواکۍ او اساسي حقونو محروموي.
یوناما په ځانګړي ډول د ماشومانو د ودونو په اړه اندېښنه ښودلې ده او زیاته کړې یې ده: “په فرمان کې د هغو نجونو لپاره ځانګړی فصل شته چې بلوغ ته رسېدلې او واده شوې وي چې دا د ماشومانو د ودونو د منلو معنا ورکوي.”
یوناما د طالبانو له حکومت غوښتي چې خپل قوانین او تګلارې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره برابرې کړي، د ماشومانو ودونه پای ته ورسوي او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
خو هم مهاله، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د زوجینو د تفریق په نوم د دوی د نوې اصولنامې په اړه اندېښنې او نیوکې بې ځایه او له اسلامي احکامو سره په ټکر کې بللي او په وینا یې: “دا د اسلام پرېکړه ده، نه زموږ.”
د طالبانو حکومت د عدلیې وزرت د روانې می میاشتې په ۱۴مه نېټه د «زوجینو تفریق اصولنامې» په نوم ۳۱ مخیز فرمان تصویب کړ چې په ۱۸مه ګڼه کې د واده، طلاق او د مېړه او د ښځې د جلاوالي په اړه نوي یو اړخیز فرمانونه شامل دي.

