د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې روانه اوونۍ له پاکستانه ټولټال ۳۰۷ افغان کډوال له کورنیو سره یا په انفرادي ډول هېواد ته راغلي دي.
دغه وزارت نن (پنجشنبه غویي ۳۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان چې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو، د پاکستان له زندانونو آزاد او هېواد ته راستانه شوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې ۲۶۸ کسان د تورخم او ۳۹ نور د سپین بولدک له لارې را اوښتي دي او یاد کسان په اړونده آمریتونو کې له ثبت او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
په دې وروستیو کې له پاکستان د افغان کډوالو راتګ زور اخیستی چې ډېری یې له نیول کېدو او بندي کېدو وروسته په زوره هېواد ته را شړل کیږي.

