شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 166

واشنګټن‌پوسټ:ټرمپ به په راتلونکو اوونیو کې د ایران پر ضد د برید د تایید بل فرصت ولري

0

واشنګټن‌پوسټ د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د راتلونکو دوو تر درېیو اوونیو کې، هم‌مهاله له دې چې د امریکا پوځي توان په سیمه کې ځای پر ځای کېږي او د اسراییلو اندېښنې د خپل امنیت د ساتنې په اړه راکمېږي، د ایران پر ضد د بریدونو د تایید لپاره یو بل فرصت ولري.

د راپور له مخې، تمه نه ده چې د ګواښ کچه په نږدې راتلونکي کې کمه شي.

یوې باخبره سرچینې واشنګټن‌پوسټ ته ویلي چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ته امر شوی چې د راتلونکې میاشت لپاره د لوړپوړي ملاتړ ۲۴ ساعته او اووه ورځې په اوونۍ کې پلان برابر کړي.

واشنګټن‌پوسټ همدارنګه لیکلي، په داسې حال کې چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا له‌خوا پر ایران د برید احتمال مطرح و، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، عمان او نور عربي متحدان په همغږۍ سره له ټرمپ وغوښتل چې د ایران پر وړاندې خپلې دیپلوماتیکې لارې وساتي او له زغمه کار واخلي.

اسراییل کې د امریکا سفیر:خامنه‌يي د شیطان ریښتینی زوی دی او ذهني اختلال لري

0

په اسراییلو کې د امریکا سفیر مایک هاکبي د ایران د مشر علي خامنه‌يي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې سختې نیوکې کړې دي.

خامنه‌يي ادعا کړې وه چې امریکا د ایران په وروستیو اعتراضونو کې لاس لري.

هاکبي وویل: «هغه د شیطان ریښتینی زوی دی چې په ټوله نړۍ او د خپل ولس پر وړاندې ترهګري خپروي.»

نوموړي زیاته کړې،:«خامنه‌يي روغ نه دی او له ذهني اختلال سره مخ دی».

د امریکا سفیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د ایران د کورنیو اعتراضونو او د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترینګلتیا کچه لا هم لوړه ده، او د دواړو لوریو ترمنځ لفظي جګړه ورځ تر بلې تودېږي.

واشنګټن‌پوسټ:جي‌ډي ونس د امریکا له‌خوا پر ایران د برید ملاتړ کړی و

0

واشنګټن‌پوسټ ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس، چې له پخوا راهیسې په بهرنیو هېوادونو کې د پوځي مداخلو منتقد بلل کېږي، د امریکا له‌خوا پر ایران د برید ملاتړ کړی و.

د راپور له مخې، ونس استدلال کاوه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ایران ته خبرداری ورکړی و چې د معترضینو له وژلو ډډه وکړي او دا خبرداری یې د «سرې کرښې» په توګه ټاکلی و.

د هغه په وینا، که دا کرښه ماتېده، نو باید عملي اقدام پرې شوی وای.

واشنګټن‌پوسټ لیکي چې ونس باور درلود چې د ټرمپ د خبرداري عملي کول به د امریکا د دریځ اعتبار خوندي کړي او تهران ته به دا پیغام ورسوي چې واشنګټن خپلې څرګندونې یوازې د لفظي ګواښونو په توګه نه کاروي.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د ایران وضعیت، د اعتراضونو ځپل او د امریکا د احتمالي دریځونو په اړه بحثونه لا هم په نړیواله کچه روان دي.

اسماعیل بقایي:د هر ډول تجاوز پر وړاندې به کلک او قاطع ځواب ووايو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د فارسي ژبې حساب هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې تهران په سیمه کې د امریکايي ګټو پر هدف د برید لپاره پلانونه جوړوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي دا څرګندونې د واشنګټن د شخړو د رامنځته کولو هڅو یوه برخه بللې.

هغه ویلي چې د امریکا دغه دریځ د سیمې د بې‌ثباتۍ د پالیسۍ په لړ کې دی.

بقایي ټینګار کړی چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د هېواد د ملي حاکمیت د دفاع او د پوځ د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره پوره هوډ لري.

هغه زیاته کړې چې ایران به د هر ډول تجاوز په وړاندې کلک او قاطع غبرګون وښيي.

د ویاند په وینا، د ایران دفاعي دریځ یوازې د هېواد د خوندي ساتلو لپاره دی؛ خو هر دښمنانه اقدام به د ځواکمن ځواب سره مخ شي.

شفیق مُرید:د طالبانو حکومت زما اړوند د «رایان چلډرن» روزنتون وتاړه

د هېواد نوموتي سندرغاړي شفیق مُرید ویلي چې د طالبانو حکومت د شیخ هبت‌الله د امر له مخې په کابل کې د هغه اړوند د «رایان چلډرن» روزنتون تړلی دی.

د هغه په وینا، د طالبانو حکومت پرته له مخکینۍ خبرتیا یتیم ماشومان او د روزنتون ټول وسایل د دوی تر کنټرول لاندې روزنتونونو ته لېږدولي دي.

مُرید ویلي چې د ماشومانو خپلوان یې خبر کړي او ډېری خلکو خپل ماشومان بېرته وړي دي.

هغه د روزنتون د کارکوونکو د بې‌کارۍ او د یتیم ماشومانو د برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ارجنټاین؛د ایران سپاه پاسداران قدس ځواک د ترهګر سازمان په تور لیست کې شامل کړ

0

د ارجنټاین حکومت د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک او له دې ډلې سره تړلي ۱۳ لوړپوړي کسان په رسمي ډول د ترهګرۍ سازمان په توګه ثبت کړل.

دا پرېکړه د ولسمشر خاویر مېلي په مشرۍ د امنیتي او عدلي بنسټونو په بشپړې همغږۍ کې شوې ده.

د ولسمشرۍ د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي چې قدس ځواک د ۱۹۹۰م کلونو پر مهال په ارجنټاین کې د خونړیو بریدونو مسوول و، چې پکې د اسراییلو پر سفارت او د AMIA یهودي مرکز بریدونه شامل دي.

حکومت اعلان کړی چې دا ډله اوس د ترهګرۍ او د هغې د تمویل اړوند په ملي ثبت (RePET) کې شامله شوې ده.

اعلامیه زیاتوي چې د قدس ځواک پخوانی قومندان احمد وحیدي، چې د AMIA برید کې ښکېل ګڼل کېږي او د انټرپول سور خبرتیا لري، لا هم د ایران د رژیم له ملاتړ برخمن دی او آن ترفیع هم ورکړل شوې ده.

د نوې پرېکړې له مخې، د قدس ځواک غړي به له سختو مالي بندیزونو او عملیاتي محدودیتونو سره مخ شي.

ډونالډ ټرمپ علي خامنه‌یي ته:اوس وخت رارسېدلی چې په ایران کې د نوي مشرتابه په لټه کې شو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌يي د واک د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

ټرمپ د «پولېټیکو» مجلې ته ویلي: «اوس وخت رارسېدلی چې په ایران کې د نوي مشرتابه په لټه کې شو.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د تهران واکمنان د هېواد د اداره کولو لپاره پر ځپنې او تاوتریخوالي تکیه کوي.

هغه ویلي، هغه څه چې خامنه‌يي د یوه هېواد د مشر په توګه کړي، د هېواد بشپړه ویجاړۍ او د داسې کچې تاوتریخوالی دی چې تر دې وړاندې نه و لیدل شوی.

ټرمپ ټینګار کړی: «مشرتابه د درناوي معنا لري، نه د وېرې او مرګ.»

جاپان؛ایران کې د خپل سفارت کارکوونکو ته د ژر تر ژره د دغه هیواد د پریښودو خبرداری ورکړی

0

جاپان اعلان کړی چې د خپل سفارت یوه برخه کارکوونکي به له تهران څخه وباسي.

جاپان خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د نړیوالو الوتنو د کمښت له امله ایران هر څومره ژر چې وي پرېږدي.

جاپان دا اعلان په داسې مهال کړی چې لا هم د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی په خپل حال پاتې.

انډیا ټوډې:په افغانستان کې هندي درملو د پاکستاني درملو ځای نېولی

هندي رسنۍ «انډیا ټوډې» راپور ورکړی چې د افغانستان په روغتیايي بازار کې د پاکستاني درملو ونډه کمه شوې او پر ځای یې هندي درمل تر بل هر وخت زیات موندل کېږي.

د راپور له مخې، افغان بازارونه چې پخوا د پاکستاني درملو ډک وو، اوس د هندوستان درملو نیولي دي، ځکه ډېری خلک یې د کیفیت او بیې له پلوه غوره بولي.

راپور زیاتوي چې د سوداګریزو لارو بندېدو د پاکستان د درملو صنعت ته هم زیان اړولی او تمه ده چې په افغانستان کې د هندي درملو حضور لا پسې زیات شي.

د مالیزیا لومړی وزیر:په مالیزیا کې مې د خپل پخواني ملګري ګلبدین حکمتیار عیادت وکړ

0

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي چې په مالیزیا کې یې د افغانستان پخواني لومړي وزیر او خپل پخواني ملګري ګلبدین حکمتیار عیادت کړی چې دا مهال د درملنې لپاره په روغتون کې بستر دی.

نوموړي د ګلبدین حکمتیار د روغتیا لپاره دعا کړې او هیله یې څرګنده کړې چې هغه ته بشپړه شفا او دوامداره روغتیا په برخه شي.

هغه لیکلي:«زه دعا کوم چې هغه ته بشپړه شفا او دوامداره روغتیا ور په برخه شي او د درملنې ټولې چارې یې اسانه شي.»

د یادونې ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د درملنې لپاره مالیزیا ته تللی او اوس مهال په روغتون کې بستر دی.