جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 165

ډونالډ ټرمپ علي خامنه‌یي ته:اوس وخت رارسېدلی چې په ایران کې د نوي مشرتابه په لټه کې شو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌يي د واک د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

ټرمپ د «پولېټیکو» مجلې ته ویلي: «اوس وخت رارسېدلی چې په ایران کې د نوي مشرتابه په لټه کې شو.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د تهران واکمنان د هېواد د اداره کولو لپاره پر ځپنې او تاوتریخوالي تکیه کوي.

هغه ویلي، هغه څه چې خامنه‌يي د یوه هېواد د مشر په توګه کړي، د هېواد بشپړه ویجاړۍ او د داسې کچې تاوتریخوالی دی چې تر دې وړاندې نه و لیدل شوی.

ټرمپ ټینګار کړی: «مشرتابه د درناوي معنا لري، نه د وېرې او مرګ.»

جاپان؛ایران کې د خپل سفارت کارکوونکو ته د ژر تر ژره د دغه هیواد د پریښودو خبرداری ورکړی

0

جاپان اعلان کړی چې د خپل سفارت یوه برخه کارکوونکي به له تهران څخه وباسي.

جاپان خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د نړیوالو الوتنو د کمښت له امله ایران هر څومره ژر چې وي پرېږدي.

جاپان دا اعلان په داسې مهال کړی چې لا هم د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی په خپل حال پاتې.

انډیا ټوډې:په افغانستان کې هندي درملو د پاکستاني درملو ځای نېولی

هندي رسنۍ «انډیا ټوډې» راپور ورکړی چې د افغانستان په روغتیايي بازار کې د پاکستاني درملو ونډه کمه شوې او پر ځای یې هندي درمل تر بل هر وخت زیات موندل کېږي.

د راپور له مخې، افغان بازارونه چې پخوا د پاکستاني درملو ډک وو، اوس د هندوستان درملو نیولي دي، ځکه ډېری خلک یې د کیفیت او بیې له پلوه غوره بولي.

راپور زیاتوي چې د سوداګریزو لارو بندېدو د پاکستان د درملو صنعت ته هم زیان اړولی او تمه ده چې په افغانستان کې د هندي درملو حضور لا پسې زیات شي.

د مالیزیا لومړی وزیر:په مالیزیا کې مې د خپل پخواني ملګري ګلبدین حکمتیار عیادت وکړ

0

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي چې په مالیزیا کې یې د افغانستان پخواني لومړي وزیر او خپل پخواني ملګري ګلبدین حکمتیار عیادت کړی چې دا مهال د درملنې لپاره په روغتون کې بستر دی.

نوموړي د ګلبدین حکمتیار د روغتیا لپاره دعا کړې او هیله یې څرګنده کړې چې هغه ته بشپړه شفا او دوامداره روغتیا په برخه شي.

هغه لیکلي:«زه دعا کوم چې هغه ته بشپړه شفا او دوامداره روغتیا ور په برخه شي او د درملنې ټولې چارې یې اسانه شي.»

د یادونې ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د درملنې لپاره مالیزیا ته تللی او اوس مهال په روغتون کې بستر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:ایران په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د اقدام لپاره سناریوګانې ارزوي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي ژبې رسمي چینل ویلي، تازه استخباراتي نښې ښيي چې د ایران حکومت ښايي د سیمې د امریکايي پوځي اډو پر ضد د اقدام لپاره ځینې سناریوګانې ارزوي.

واشنګټن ټینګار کړی چې د امریکا دریځ نه دی بدل شوی او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا اعلان شوې پالیسي پر خپل ځای ده.

د یاد وزارت په وینا، که د ایران له لوري د امریکا پر ګټو یا تاسیساتو هر ډول برید وشي، ځواب به یې سخت او بې‌ساری وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز خبرداری ورکړی چې تهران دې د فشار ازمېښت نکوي، ځکه چې د سپینې ماڼۍ پیغام روښانه دی:«ټول انتخابونه پر مېز دي او هر اقدام به درنه بیه ولري.»

علي خامنه‌ای:ډونالډ ټرمپ یو «مجرم» شخص دی

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌ای په خپلې وروستۍ وینا کې د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ سختې نیوکې وکړې او هغه یې یو «مجرم» شخص وباله.

خامنه‌ای وویل، واشنګټن د «تلفاتو، زیانونو او د ایران پر ملت د لګېدلو تورونو» مسوول دی او ادعا یې کړې چې د امریکا اصلي موخه «د ایران تیرول/ بلع کول» دي.

نوموړي همدارنګه وروستي اعتراضونه «امریکایي فتنه» وبلله او د امنیتي او انتظامي ځواکونو له کړنو یې دفاع وکړه.

نوموړي وویل چې ګڼ شمېر معترضان نیول شوي او امنیتي ځواکونو «خپل رول په ښه توګه ترسره کړی دی».

خامنه‌ای ټینګار کړی چې تهران نیت نه لري هېواد د جګړې خوا ته یوسي، خو خبرداری یې ورکړ چې «نه به کورني مجرمان پرېږدي او نه به نړیوال مجرمان خوشې کړي».

د خوړو نړیوال پروګرام مدیر:افغانې میندې د ماشومانو د تغذیې لپاره خپله روغتیا قربانوي

په افغانستان کې د خوړو د نړيوال پروګرام مدیر جان آیلیف وايي، افغانې ښځې د خپلو ماشومانو د تغذيې لپاره خپله روغتیا او خواړه قربانوي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې سږ کال څلور میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي او د درملنې امکانات یې محدود دي.

هغه زیاتوي چې اقتصادي ستونزې، د اوبو کمښت او روغتیايي خدمتونو ته لږ لاسرسی لوږه نوره هم زیاتوي.

هغه له نړیوالې ټولنې د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

کرېکټ بورډ:نوین الحق د ټپ له کبله د ویسټ‌انډیز سره لوبو او شل اوریز نړیوال جام کې برخه نه اخلي

0

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د ملي لوبډلې چټک توپ‌اچوونکی نوین الحق د ښي لاس د اوږې د ټپ له امله د ویسټ انډیز پر وړاندې د لوبلړۍ او د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې ګډون نه شي کولی.

د کرېکټ بورډ په وینا، د نوین الحق د اوږې درز لا هم نه دی رغېدلی او د درملنې لپاره انګلستان ته لېږل شوی دی.

د هغه پر ځای ضیاءالرحمن شریفي اصلي نوملړ ته ورزیات شوی او فرید ملک د احتیاطي لوبغاړو په لېست کې شامل شوی دی.

محمود خان اڅکزی:ترهګري یوازې وسلې نه دي، د خلکو جبري بې‌کوره کول هم ترهګري ده

0

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې ترهګري یوازې په ټوپک، بم او چاودنو پورې محدوده نه ده، بلکې هغه کړنې هم ترهګري بلل کېږي چې پکې بې‌ګناه خلک له خپلو کورونو وتلو ته اړ ایستل کېږي.

اڅکزي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، دا د منلو نه ده چې کورنۍ د یخنۍ په موسم کې په لاریو کې بار کړل شي او له هغو سیمو وشړل شي چې له لسیزو راهیسې پکې ژوند کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول چلند د انساني حقونو ښکاره سرغړونه ده او د خلکو پر ژوند او عزت ژور اغېز لري.

هغه زیاته کړې چې په هېواد کې هره ورځ لسګونه کسان وژل کېږي او دا شمېر په کال کې زرګونو ته رسېږي، خو د ده په وینا، ډېری وخت قربانیان یوازې د «ترهګر» په نوم یادېږي، پرته له دې چې عادلانه څېړنه وشي.

اڅکزي ویلي، د وېرې خپرول او د ولس ترمنځ ناامني رامنځته کول خپله تر ټولو خطرناکه ترهګري ده.

هغه له حکومت غوښتي چې د امنیتي پالیسۍ په نوم د ولسي وګړو ځورول ودروي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د قانون، عدالت او بشري حقونو په چوکاټ کې پر مخ یوسي.

نوموړي ټینګار کړی چې تلپاتې امن یوازې هغه وخت ټینګېدای شي چې د خلکو حقونه خوندي او د زور پر ځای د خبرو او عدالت لاره غوره شي.

ملګري ملتونه:په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې په بې‌ساري ډول زیاتې شوي

د ملګرو ملتونو تازه راپور ښيي چې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې فشارونه لا زیات شوي او یوازې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په میاشت کې د نیونو او توقیف کچه ۱۸ سلنه لوړه شوې ده.

دا راپور چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان په ګډه چمتو کړی، څرګندوي چې د نیونو ډېره برخه د بلوچستان په ایالت کې ترسره شوې، چیرې چې نږدې درې برخې ټولې پېښې ثبت شوې دي.

اسلام‌اباد د نیونو له پلوه په دویم ځای کې قرار لري.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له نیمایي څخه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر لسمې پورې، پاکستاني امنیتي ادارو تر ۱۳۰ زرو زیات افغان اتباع نیولي او توقیف کړي دي، چې دا شمېر د کډوالو د وضعیت د خرابېدو جدي اندېښنې راپورته کړي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا لړۍ د زرګونو افغان کورنیو لپاره بشري ناورین ته د اوښتو خطر لري او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د کډوالو نړیوال اصول او بشري حقونه په پام کې ونیسي.