چهارشنبه, جون 17, 2026
Home Blog Page 162

ترکیه؛استانبول کې د اسراییل پر قونسلګري وسله‌وال برید شوی

0

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ترکیې په استانبول کې د اسراییل قونسلګري د وسلوال برید هدف ګرځېدلې ده.

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، دا پېښه نن رامنځته شوې ده.

په برید کې دوه بریدګر وژل شوي، یو د پولیسو افسر ټپي شوی او یو بل کس نیول شوی دی.

د ترکیې د عدلیې وزیر، یلماظ تونچ، ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

تر اوسه د بریدګرو د پېژندنې او د هغوی د انګېزو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

فاطمه مهاجراني:د هرمز تنگی زموږ جیوپولیټیک واقعیت او الهی برکت دی

0

د ایران د حکومت ویاندې، فاطمه مهاجراني، د هرمز تنګي اهمیت د جیوپولیتیک واقعیت او الهی برکت په توګه یاد کړی او ټینګار یې کړی چې باید له دې ستراتیژیک موقعیت څخه بشپړه ګټه واخیستل شي.

مهاجراني ویلي: « دښمن پوځي ځواک لري؛ خو زموږ مقاومت د هغه څه څخه لس چنده زیات دی چې دښمن یې اټکل کړی و. تر هغه وخته پورې چې اړتیا وي، زموږ مقاومت دوام لري.»

هغې همداراز خبرداری ورکړی: «دښمن هڅه کوي د اسلامي انقلاب په تېرو ۴۷ کلونو کې لاسته راوړنې زموږ هدف وګرځوي، خو موږ د خپل هېواد او لاسته راوړنو د ساتنې لپاره چمتو یو.»

حامد کرزی، انتونیو ګوتریش ته:د پاکستان لخوا پر افغانستان د بریدونو او په سیمه کې د دغه هیواد افراطیت ته جدي پاملرنه وکړئ

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش ته په استول شوې لیک کې د پاکستان لخوا پر افغانستان د بریدونو سخت غبرګون ښودلی.

کرزي، انتونیو ګوتریش ته په دې لیک کې دا بریدونه د نړیوالو قواعدو سرغړونه او د ملګرو ملتونو د اصولو خلاف بللي، او د دغه سازمان له خوا د دغو حملو د محکومیت غوښتنه یې کړې ده.

هغه په لیک کې ټینګار کړی چې د پاکستان پالیسي په تېرو څلورو لسیزو کې د تاوتریخوالي او افراطیت د وسیلې په توګه د نفوذ لپاره کارول شوې.

کرزي د سرمنشي نه غوښتنه کړې چې د سیمه‌ییزو تاوتریخوالو د کمولو او د افغانستان د حاکمیت د خوندي کولو لپاره جدي اقدامات وکړي، ترڅو سیمه له دایمي تاوتریخوالي څخه خلاصه شي.

سعودي عربستان؛د جګړې له ویرې، له بحرین سره تړلی د ملک فهد پل وتاړه

0

سعودي عربستان د سیمه‌ییزو کړکېچونو د زیاتېدو په ترڅ کې، د احتیاطي اقدام په توګه د ملک فهد پل تګ راتګ بند کړ.

دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د زیربناوو د هدف ګرځولو ګواښونه وکړل او تهران هم د متقابل غبرګون خبرداری ورکړ.

د سعودي چارواکو ویلي، د ختیځې سیمې لپاره د بیړنیو خبرداریو له خپرېدو وروسته، د خلکو د خوندیتوب لپاره دا مهم پل لنډمهاله تړل شوی دی.

یاد پل چې سعودي عربستان له بحرین سره نښلوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازینۍ ځمکنۍ لاره ده او ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه هلته د امریکا پوځي حضور هم شته.

راپورونه:ټرمپ د پردې شاته ۵ هېوادونه او ۸ استخباراتي ادارې په کار اچولي تر څو ایران سره د اوربند موافقه ترلاسه کړي

0

د ایران فارس خبري اژانس د خپلو باخبره سرچینو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د خبرو لپاره له ټاکلي مهلت وروسته له سختو سیاسي فشارونو سره مخ شوی او اوس هڅه کوي د اوربند لپاره هره ممکنه لاره ومومي.

سرچینه زیاتوي، که دا وضعیت دوام وکړي، ښایي د ټرمپ سیاسي اعتبار ته سخت زیان واوړي او آن د هغه حکومت له جدي ستونزو سره مخ شي.

د راپور له مخې، په همدې حال کې د امریکا د جګړې وزیر هم ځان په خطر کې ویني او د پوځ د لوی درستیز وروستۍ ګوښه کېدل هم له همدې اندېښنو سره تړاو لري.

د راپور له مخې، د اصفهان وروستیو پېښو پر سپینې ماڼۍ فشارونه څو چنده زیات کړي دي.

سرچینه ادعا کوي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې امریکا له هغو هېوادونو سره بیړنۍ اړیکې نیولي چې فکر کوي د ایران پر حکومت اغېز لري، څو د اوربند لپاره لاره هواره کړي.

همداراز ویل شوي چې د پنځو هېوادونو مشرانو او د اتو استخباراتي ادارو له خوا جلا جلا تماسونه له ایران سره نیول شوي، تر څو د جګړې د درولو لپاره زمینه برابره کړي.

راپور ټینګار کوي چې پر ټرمپ د سپینې ماڼۍ دننه او بهر فشارونه زیات شوي او هغه هڅه کوي د دې کړکېچ د پای لپاره مستقیمه هوکړه رامنځته کړي.

همدا رنګه یاد اژانس ویلي، امریکا اندېښنه لري چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو په نږدې راتلونکې کې به د سون توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شي، چې دا چاره به نړیوال اقتصادي فشارونه لا زیات کړي.

ننګرهار؛وروستیو سختو اورښتونو بېلابېلو سیمو کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار ولایت د د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، د شېرزادو، خوږیاڼو او هسکې مېنې ولسوالیو کې د وروستیو سختو اورښتونو له امله د کورونو چتونه نړېدلي، چې له کبله یې ۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وینا، د شیرزادو ولسوالۍ په ګندمک کلي کې د چت پریوتو له امله درې ښځې وژل شوي او دغه راز خوږیاڼو ولسوالۍ کې یوه درې کلنه ماشومه د دیوال نړیدو پېښه کې وژل شوې او په وینا یې ځینو نورو سیمو کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.

حماد دغه راز ویلي، چې دغه طبیعي پېښو د یادو سیمو اوسېدونکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او لا هم ګڼ شمېر کورونه د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د ننګرهار ولایت د امنيتي او ملکي ادارو مسوولین وایي، چې د ژغورنې او مرستندویه ډلې په بشپړ چمتووالي سره سیمو ته رسېدلي او د زیانمنو کورنیو د مرستې چارې روانې دي.

د میدان وردګ د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست:د مرغانو له ښکارکوونکو سره به سخت قانوني چلند وشي

په میدان وردګ کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خلکو ته خبرداری ورکړی چې د مهاجرو مرغانو د تېرېدو په موسم کې له هر ډول ښکار، ځورونې او له‌منځه وړلو څخه ډډه وکړي.

یاد ریاست ویلي، چې مرغان د چاپېریال د ښکلا او طبیعي نظام ساتنې لپاره مهم رول لري او د ساتنې مسؤلیت یې پر ټولو دی.

هغوی همدارنګه څرګنده کړې چې له سرغړوونکو سره به سخت قانوني چلند وشي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د رییس الوزرا د ۱۱۴ ګڼې فرمان له مخې، په ټول هېواد کې د مرغانو پر ښکار او قاچاق بندیز لګول شوی دی.

اورشلیم‌پست:روسیې ایران ته د اسراییلو د انرژۍ د بنسټیزو تاسیساتو معلومات ورکړي

0

د اورشلیم‌پست د راپور له مخې، د روسیې استخباراتي ادارې ایران ته د اسراییلو د انرژۍ د ۵۵ مهمو بنسټیزو تاسیساتو دقیق معلومات ورکړي دي.

د راپور له مخې، روسیه ویلي چې حتی د برق شبکې څو محدود خو کلیدي برخو هدف کول کولی شي د اسراییلو د انرژۍ سیستم په بشپړ ډول او اوږدمهاله توګه ګډوډ کړي، ځکه چې اسراییل د انرژۍ په برخه کې په زیاتره اروپايي هیوادونو کې واردات لري او شبکه یې جلا او ځان بسیاینې ده.

اهداف په درې کچو وېشل شوي:
د برق د تولید حیاتي تاسیسات چې تخریب یې د ملي انرژۍ سیستم فلج کولی شي.
د ښارونو او صنعتي مرکزونو مهم تاسیسات.
د سیمه‌ییز بریښنا پوستونه.

بل لورته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي چې روسیه مخکې له دې چې د سپاه ځواک ایران په عربستان کې د پرینس سلطان په مرکز برید وکړي، د مصنوعي سپوږمکۍ عکسونو له لارې معلومات ایران ته ورکړي دي.

الجزیره:ټرمپ ښايي د ایران پر ضد پلان شوي پوځي عملیات وځنډوي

0

الجزیرې د یوې امریکایي رسنۍ د معلوماتو پر اساس راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي د ایران سره د یوې هوکړې د رامنځته کېدو د رښتینو نښو په لیدو سره، هغه پوځي عملیات وځنډوي چې ټاکل شوې د سې‌شنبې په ورځ د ایران د بنسټیزو تاسیساتو پر ضد پیل شي.

د راپور له مخې، ټرمپ په یوې خبري غونډه کې ایران ته خبرداری ورکړی چې تر سې‌شنبې پورې باید یوې هوکړې ته ورسېږي، که نه له جدي پایلو سره به مخ شي.

هغه زیاته کړې چې په یوه شپه کې ټول هېواد ویجاړېدای شي، او دا شپه ښايي د سې‌شنبې شپه وي.

امریکایي رسنۍ:د امریکا دفاع وزارت د ایران پر ضد د احتمالي اهدافو لېست پراخوي

0

پولیټیکو امریکایي رسنۍ وایي، د امریکا د دفاع وزارت د ایران پر ضد د احتمالي پوځي اهدافو لېست پراخوي، څو د انرژۍ هغه تاسیسات هم پکې شامل کړي چې دوه‌ګونی ماهیت لري، یعنې هم ملکي او هم پوځي کارونې لري.

راپور زیاتوي، ځینې دفاعي چارواکي باور لري چې دا ډول طبقه‌بندي کولی شي پر بنسټیزو تاسیساتو برید له حقوقي پلوه د مشروع هدف په توګه توجیه کړي، خو په دفاع وزارت کې دننه د پوځي او ملکي اهدافو ترمنځ د کرښې او د دې استدلال د اعتبار په اړه د نظر اختلاف شته.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د پوځي انتخابونو برابرول د دفاع وزارت دنده ده، خو وروستۍ پرېکړه به د ولسمشر له خوا وشي.

ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی چې که کومه هوکړه ونه شي، ایران به د ډبرو زمانې ته ستون کړي.

حقوقي کارپوهان ټینګار کوي چې د نړیوالو قوانینو له مخې، پر دوه‌ګوني اهدافو برید یوازې هغه وخت جواز لري چې د تناسب اصل مراعات شي او د ملکي وګړو زیان تر ممکنه حده کم وساتل شي.

د راپور له مخې، په دې وروستیو کې د دفاع وزارت هغه برخې چې د ملکي تلفاتو د کمولو څارنه کوي، کمزورې شوې دي، چې دې موضوع اندېښنې راپارولي دي.