پنجشنبه, جون 18, 2026
Home Blog Page 152

نواف سلام:لبنان باید له تېر څخه زده کړه وکړي او ملي یووالی پیاوړی کړي

0

د لبنان لومړی وزیر، نواف سلام د ۱۹۷۵ کال د کورنۍ جګړې د ۵۱مې کلیزې په مناسبت ویلي چې د لبنان خلک باید له خپل تېر څخه زده کړه وکړي.

د هغه په وینا: «په کورنۍ جګړه کې موږ یو د بل پر وړاندې جګړه وکړه او ټولو یې بیه ورکړه. نن اړتیا دا ده چې موږ ټول د یو بل تر څنګ ودرېږو، نه د یو بل پر وړاندې، څو خپل ملي یووالی پیاوړی کړو او له شخړو، یا د هغې له ګواښ، او یا د کورنۍ جګړې له وېرې چې خلک یې له پایلو ناخبره ګڼي، مخنیوی وکړو.»

نوموړي ویلي، چې لبنان یو مذهبي پلوه متنوع هېواد دی چې پکې عیسویان، سني او شیعه مسلمانان او همدارنګه دروزي اقلیت ژوند کوي.

سلام د اسرائیلو له لوري د لبنان پر جنوب د بریدونو په اړه هم ویلي چې: «جنوب به نور یوازې پرېنښودل شي چې له وېرې، ویجاړۍ او د خپل راتلونکي له اندېښنو سره مخ وي.»

هغه ټینګار کړی چې د لبنان د جنوب ساتنه د ټول هېواد د ساتنې په مانا ده او دا کار یوازې د یو قوي، واحد او عادل دولت له لارې ممکن دی.

نواف سلام زیاته کړې چې لبنان لا هم هڅه کوي څو له اسرائیلو سره جګړه پای ته ورسوي او اوربند رامنځته کړي.

ډونالډ ټرمپ:کولای شو د ایران حیاتي تاسیسات له منځه یوسو او کلونه یې له برېښنا بې‌برخې کړو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له فاکس نیوز سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې واشنګټن د ایران پر مهمو زیربناوو د برید توان لري او دا هېواد کولای شي د اوږدې مودې لپاره له اساسي خدماتو بې‌برخې کړي.

ټرمپ د خپلو جنجالي څرګندونو په دفاع کې، چې پکې یې ویلي وو «یو بشپړ تمدن به نن شپه له منځه ولاړ شي»، ټینګار کړی چې دغه ډول دریځونه د دې لامل شول چې ایران د خبرو مېز ته راشي.

هغه زیاته کړه چې له ایران یې کلونه د «مرګ پر امریکا» شعارونه اورېدلي دي.

د هغه په وینا، په ایران کې سیاسي بدلونونه راغلي او اوسني کسان د پخوانیو په پرتله “هوښیار او تکړه” دي، خو ټرمپ ټینګار وکړ چې د ایران وضعیت له پخوا سره توپیر کړی دی.

ټرمپ همداراز ګواښ کړی چې د ایران د اوبو تصفیه خونې تاسیساتو او د برېښنا تولید مرکزونه په اسانه هدف ګرځېدلی شي، او امریکا کولای شي دا ټول سیستمونه له کاره وغورځوي.

هغه وویل، که دا تاسیسات له منځه ولاړ شي، بیا رغونه به یې تر لسو کلونو وخت ونیسي او ښايي هېڅکله بېرته پخواني حالت ته ونه ګرځي.

ضیاءالحق امرخېل:په معاصره نړۍ کې بریا او بقا هغه هیوادونه مومي، چې ښځې پکې د زده کړو له حقونو محرومې نه وي

د ننګرهار پخواني والي، ضیاالحق امرخېل، ویلي چې د هېوادونو د پرمختګ یو مهم بنسټ د ښځو فعاله ونډه ده او هغه ملتونه بریالي کېږي چې د نارینه وو ترڅنګ ښځو ته هم د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي.

امرخېل دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې راپورونه ښيي، په ایران کې تر ۶۰ سلنې پورې انجینران او ساینسپوهان ښځې دي او همدارنګه هر کال د پوهنتونونو د کانکور ازموینو ګډونوالو کې تر ۶۰ سلنې ډېرې نجونې برخه اخلي.

هغه په غیر مستقیم ډول د طالبانو حکومت ته په اشارې ټینګار کړی چې د ښځو پر زده‌کړو محدودیتونه د هېواد د پرمختګ مخه نیسي او دا ډول تګلارې کولای شي افغانستان له نړیوالې سیالۍ وروسته پاتې کړي.

د هغه په وینا، که ښځو ته د لوړو زده‌کړو او مسلکي ودې فرصتونه برابر شي، نو دا به نه یوازې د کورنیو، بلکې د ټول هېواد پر اقتصادي او علمي وضعیت مثبت اغېز ولري.

ډونالډ ټرمپ:ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته ونه رسېږي؛ د اسلام‌اباد مذاکراتو کې اصلي ستونزه همدا ده

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل تروت سوشیال کې د اسلام‌اباد د مذاکراتو په اړه لیکلي چې ناسته په عمومي ډول ښه پر مخ تللې او په ډېرو برخو کې هوکړې ته رسېدنه شوې ده، خو یوازې مهمه موضوع — اټومي مسئله — نه ده حل شوې.

ټرمپ زیاته کړې چې ایران د خپلو اټومي تمایلاتو له پرېښودو انکار کړی او همدې موضوع مذاکرات له خنډ سره مخ کړي دي.

هغه ویلي چې د ایران استازي په مهمه مسئله کې هېڅ انعطاف نه لري او ټینګار یې کړی چې په وینا یې ایران هېڅکله باید د اټومي وسلو ترلاسه کولو ته پرېنښودل شي.

ټرمپ دا هم ویلي چې که څه هم د خبرو په نورو برخو کې پرمختګ شوی، خو اصلي مسئله هماغه اټومي موضوع ده چې پرې هوکړه نه ده شوې.

د اسرائیل پوځ؛د اسلام‌اباد تر ناکامو مذاکراتو وروسته د تیارسۍ امر صادر کړی

0

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسلام‌اباد د مذاکراتو له ناکامېدو وروسته د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز د احتمالي پوځي تقابل د بیا پیل لپاره د تیارسۍ امر کړی دی.

د راپورونو پر بنسټ، د اسرائیل د پوځ مشرتابه خپلو ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د راتلونکو احتمالي سناریوګانو لپاره چمتووالی ونیسي، ځکه وضعیت لا هم ترینګلی بلل کېږي.

تر دې وړاندې د اسرائیلو د انرژۍ وزیر الی کوهن هم خبرداری ورکړی و چې که له ایران سره کومه هوکړه ونه شي، نو پر دغه هېواد د برید احتمال شته.

ډونالډ ټرمپ؛د هرمز تنګي د محاصري اعلان وکړ

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د وروستیو مذاکراتو له ناکامېدو وروسته د هرمز تنګي په مهمه نړیواله لار کې د سمندري محاصرې د پیل اعلان وکړ.

ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشیال وویل، سره له دې چې د خبرو پر ډېرو برخو موافقه شوې وه، خو د اټومي پروګرام پر مهمه موضوع کومه هوکړه ونه شوه.

نوموړي ادعا وکړه چې امریکايي سمندري ځواکونه به له همدې شېبې هره هغه کښتۍ محاصره کړي چې د هرمز تنګي ته د ننوتلو یا وتلو هڅه وکړي.

هغه همداراز اعلان وکړ چې هره کښتۍ چې ایران ته مالیه یا عوارض ورکړي وي، په نړیوالو اوبو کې به ودرول شي، او د ایران له لوري ایښودل شوي ماینونه به له منځه یوړل شي.

د امریکا ولسمشر ایران ته سخت ګواښ هم وکړ او ویې ویل، که هر ډول برید پر امریکايي یا ملکي کښتیو وشي، «سخت پوځي ځواب» به ورکړل شي.

د کاناډا لومړی وزیر:نور هغه وخت تېر شوی چې د خپلې نظامي بودیجې د هر ډالر ۷۰ سینټه به مو امریکا ته ورکول

0

د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني وايي، هېواد یې نور نه غواړي د خپلې دفاعي بودیجې ډېره برخه په غیرمستقیم ډول پر امریکا تکیه کړي او غواړي پر خپلو کورنیو سرچینو تمرکز زیات کړي.

کارني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي: «نور بس دی؛ هغه وخت تېر شوی چې د خپلې نظامي بودیجې د هر ډالر ۷۰ سینټه به مو امریکا ته تلل.»

هغه ټینګار کړی چې کاناډا به له دې وروسته خپله دفاعي او اقتصادي تګلاره پر کورنیو امکاناتو ولاړه کړي.

د هغه په وینا، حکومت یې پلان لري چې د هېواد صنعتي بنسټونه پیاوړي کړي او د کاناډا اقتصادي ځواک د خپلو فولادو، المونیمو، لرګیو او کارګر ځواک له لارې زیات کړي.

کارني زیاته کړې چې دا بدلون به نه یوازې د هېواد اقتصادي خپلواکي پیاوړې کړي، بلکې د دفاعي سکتور په برخه کې به هم د کاناډا پر ځان بسیاینې ته لاره هواره کړي.

د اسراییل د انرژۍ وزیر:که له ایران سره هوکړه ونه شي، د برید احتمال شته

0

د اسرائیلو د انرژۍ وزیر الی کوهن ویلي، که له ایران سره کومه هوکړه ترلاسه نه شي، پر دغه هېواد د برید احتمال شته.

کوهن، چې د اسرائیلو د سیاسي-امنیتي کابینې غړی هم دی، زیاته کړې: «اټومي موضوع یوه نړیواله مسئله ده، او دا ښه ده چې ډونالډ ټرمپ په دې اړه سرې کرښې ټاکي.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې، چې په اسلام‌اباد کې ترسره شوې، پرته له کومې پایلې پای ته رسېدلې دي.

امیرخان متقي؛د ترکیې له استازي سره د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او وروستیو مذاکراتو خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې د سفارت له سرپرست سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو مذاکراتو او سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، د ترکیې د سفارت سرپرست سادین آیلدز له امیرخان متقي سره ولیدل او دواړو لورو د چین د اورمچي ښار کې د ترسره شویو خبرو او د سیمې پر وضعیت بحث وکړ.

متقي د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې مثبتې وبللې او د ترکیې د منځګړیتوب پخوانۍ هڅې یې مهمې وبللې.

هغه د پاکستاني لوري سره د وروستیو مذاکراتو په اړه وویل چې تر دې دمه مثبت پرمختګ شوی او هیله یې څرګنده کړه چې تخنیکي ستونزې به د خبرو بهیر له خنډ سره مخ نه کړي.

بلخوا، د ترکیې استازي ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې د دوی لپاره ځانګړی اهمیت لري او زیاته یې کړه چې هېواد به یې په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

جواد ظریف:امریکا باید پر ایران د یو اړخیزو شرطونو له تپلو لاس واخلي

0

د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف د امریکا د مرستیال ولسمشر جی‌ډي ونس د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې واشنګټن باید پر نورو هېوادونو د خپلو شرطونو د تپلو له پالیسۍ لاس واخلي.

ظریف د جی‌ډي ونس هغو خبرو ته توند غبرګون ښودلی، چې ویلي یې وو د اسلام‌اباد مذاکرات ځکه ناکام شول چې ایران د امریکا شرطونه ونه منل.

هغه په طنزیه ډول لیکلي: «همدا ده! که غواړئ پوه شئ چې مذاکرات ولې ناکام شول، اصلي لامل یې همدا دی.»

نوموړي ټینګار کړی چې له ایران سره ډیپلوماسي هېڅکله د یو اړخیزو شرطونو پر بنسټ نه بریالۍ کېږي.

ظریف زیاته کړې چې امریکا باید دا حقیقت ومني چې پر تهران په زور خپل شرطونه نه شي منلای، او که واشنګټن خپل چلند بدل نه کړي، نو دا ډول هڅې به بیا هم بې‌پایلې وي.