چهارشنبه, جون 17, 2026
Home Blog Page 15

قطر:د امریکا او ایران هوکړه د سیمې د سولې لپاره مهم ګام دی، هرکلی یې کوو

د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا پرمختګ د سیمې د سولې او ثبات لپاره یو مهم ګام دی.

نوموړي د دغې هوکړې په ترلاسه کولو کې د پاکستان او ټولو هغو سیمه‌ییزو او نړیوالو لورو مننه کړې چې د مذاکراتو د بریا لپاره یې د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو کې مرسته کړې ده.

محمد بن عبدالرحمن آل ثاني هیله څرګنده کړې چې ټولې ښکېلې خواوې به په راتلونکو خبرو اترو کې په مثبت او رغنده روحیه ګډون وکړي، څو د ترلاسه شوي پرمختګ بنسټ لا پیاوړی او دوامدار شي.

هغه ټینګار کړی چې قطر به د خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او سوله‌ییزو لارو له لارې د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

انتونيو ګوترېش:د امریکا او ایران د سولې هوکړه د شخړې د سوله‌ییز حل لپاره مهم ګام دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د هوکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا تړون د سمدستي او دایمي اوربند، د هرمز تنګي د بیا پرانیستې او د راتلونکو مذاکراتو لپاره د یوه چوکاټ رامنځته کولو زمینه برابروي.

ګوترېش ویلي چې دا پرمختګ د شخړې د سوله‌ییز حل پر لور یو مهم او اغېزناک ګام دی.

هغه همداراز د پاکستان، قطر، مصر، سعودي عربستان، ترکیې او نورو سیمه‌ییزو هېوادونو له رغنده رول څخه مننه کړې، چې د دغو مذاکراتو په بریالیتوب او د سولې د هوکړې په ترلاسه کېدو کې یې مرسته کړې ده.

ايراني رسنيو؛د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې د هوکړې جزیات خپاره کړي دي

ايراني رسنۍ نورنیوز په يو راپور کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې د هوکړې په اړه ځینې جزییات خپاره کړي دي.

د راپور له مخې:

په دې هوکړه کې د امریکا له لوري د ایران پر ضد د بندیزونو د لغوه کېدو ټینګار شوی دی.

له ۲۸ میلیارده ډالرو کنګل شویو ایرانی شتمنیو څخه به شاوخوا ۱۰ تر ۱۴ میلیارده ډالر آزاد شي.

د ایران دننه به غني شوي یورانیم او اټومي تاسیسات په خپل ځای پاتې شي.

د ۳۰۰ میلیارده ډالرو د تاوان (غرامت) لپاره د یوه صندوق د جوړېدو خبره هم شوې ده.

همدارنګه ویل شوي چې د هرمز تنګي مدیریت به د ایران په واک کې وي، او وروسته به له بېړیو څخه د عوارضو اخیستل عملي شي.

د يادونې ده چې د ايران او امريکا له لورې د دغې هوکړې رسمي جزیات خپاره شوي نه دي.

ډونالډ ټرمپ:د امریکا او ایران د سولې هوکړه به په سویس کې لاسلیک شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې واشنګټن او تهران د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي هم دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې د لاسلیک رسمي مراسم به د راتلونکې جمعې په ورځ په سویس کې ترسره شي.

د راپورونو له مخې، د دې هوکړې له مهمو مادو څخه یوه د هرمز تنګي بیا پرانیستل دي.

د هوکړې له مخې به ایران د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه د یوې، یعنې هرمز تنګي، د بې‌خنډه تګ راتګ زمینه برابره کړي، په داسې حال کې چې امریکا به د ایران پر بندرونو او د ایراني کښتیو پر تګ راتګ لګېدلي محدودیتونه او بندیزونه پای ته ورسوي.

د دواړو لورو په وینا، دا تفاهم د سیمې د ثبات، نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ د بازارونو لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

همداراز ویل شوي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه بحثونه به د مذاکراتو په دویم پړاو کې دوام ومومي.

تمه ده چې په راتلونکو تخنیکي او سیاسي ناستو کې د اټومي فعالیتونو، نظارت او اړوندو تضمینونو په اړه تفصیلي خبرې وشي.

شهباز شريف:د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه وشوه

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان کړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه له پراخو او فشرده خبرو اترو وروسته ترلاسه شوې ده.

د هغه په وینا، دواړو خواوو په ټولو جبهو، د لبنان په ګډون، د پوځي عملیاتو د سمدستي او دایمي پای ته رسېدو پرېکړه کړې ده.

شهباز شریف ویلي چې د دغې هوکړې د لاسلیک رسمي مراسم به د جون په ۱۹مه په سویس کې ترسره شي.

هغه د امریکا او ایران له لوري د ډیپلوماټیکې حل‌لارې د غوره کولو هرکلی کړی او د منځګړیتوب په بهیر کې یې د قطر، سعودي عربستان او ترکیې د رهبرۍ او همکارۍ ستاینه کړې ده.

د نوموړي په وینا، د هوکړې له اعلان وروسته به په روانه اوونۍ کې یو لړ مقدماتي او تخنیکي غونډې ترسره شي، څو د رسمي لاسلیک او عملي کېدو لپاره چمتووالی ونیول شي.

انتونیو ګوتریش:د اوربند سربېره پر بیروت بریدونه د اندېښنې وړ دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د اسراییلو له لوري د بیروت د وروستیو بریدونو په کلکو ټکو غندنه کړې او ویلي یې دي چې دغه بریدونه د اوربند له شتون سره سره ترسره شوي دي.

ګوتریش په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، بریدونه په داسې وخت کې شوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د یوې احتمالي هوکړې لپاره هڅې روانې دي، هغه هوکړه چې د ده په وینا کولای شي د شخړې د سوله‌ییز حل لپاره لاره هواره کړي.

نوموړي زیاته کړې چې روانه جګړه د نړۍ پر اقتصاد ویجاړوونکي اغېزې لري او له ټولو ښکېلو اړخونو یې غوښتي چې په دې حساس پړاو کې له اعظمي زغم څخه کار واخلي.

هغه همداراز هیله څرګنده کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ روانې ډیپلوماټیکې هڅې به بریالۍ پایله ولري او د سیمې د کړکېچ د کمېدو سبب به شي.

ټرمپ او زلينسکي؛د جګړې، سولې او ډیپلوماسۍ په اړه خبرې کړې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د جګړې، سولې او ډیپلوماسۍ په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، دا خبرې مهمې او هر اړخیزې وې او د ټرمپ د ۸۰مې کلیزې په مناسبت ترسره شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو د اوکراین جګړې، د سولې د امکاناتو او د روانو ډیپلوماټیکو هڅو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

تر اوسه د دغو خبرو د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

ایران؛د لوېدیځو هوايي ډګرونو الوتنې تر بلې خبرتیا وځنډولې

د ایران له سپاه پاسداران سره تړلې تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران په لوېدیځو سیمو کې د هوايي ډګرونو الوتنې تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوې دي.

د راپور له مخې، دا پرېکړه د امنیتي ارزونو له ترسره کېدو وروسته شوې او د سیمې د وروستیو پوځي او امنیتي تحولاتو سره تړاو لري.

دا اقدام وروسته له هغې شوی چې ایران د لبنان د پلازمېنې بیروت په جنوبي څنډو کې د اسرائیلو د وروستي برید په غبرګون کې د ځوابي اقداماتو ژمنه کړې ده.

ایراني چارواکو تر اوسه د الوتنو د بیا پیل لپاره مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.

ممنوعیت استفاده از گوشی های هوشمند در دانشگاه هرات از سوی حکومت طالبان

هدایت‌الله منیب، رئیس دانشگاه هرات، اعلام کرده است که از روز یک‌شنبه ورود تلفن‌های هوشمند به این دانشگاه برای تمامی منسوبان ممنوع شده است.

بر اساس بیانیه منتشرشده، هیچ‌یک از مسئولان و کارکنان دانشگاه، از جمله رئیس دانشگاه، معاونان، رؤسای دانشکده‌ها، آمران اداری و دیپارتمنت‌ها، استادان و کارمندان اداری و خدماتی، اجازه ندارند تلفن‌های هوشمند خود را به داخل دانشگاه بیاورند.

منیب تأکید کرده است که این تصمیم بر بنیاد فرمان شفاهی هبت‌الله آخندزاده، رهبر حکومت طالبان، اتخاذ شده و روند تطبیق آن از روز یک‌شنبه آغاز شده است.

در این بیانیه همچنین هشدار داده شده است که در صورت سرپیچی از این دستور، مسئولیت پیامدهای بعدی بر عهده فرد متخلف خواهد بود.

متهم شدن ایران به دروغ گویی از سوی وزیر خارجه اسرائیل

وزارت خارجه اسرائیل در واکنش به پیام محمدباقر قالیباف در شبکه اجتماعی ایکس، ایران را به دروغ‌گویی متهم کرد.

این وزارت در پیامی اعلام کرد: «رژیم ایران مانند همیشه دروغ می‌گوید. نیروی نیابتی ایران، یعنی حزب‌الله، امروز صبح بدون هیچ دلیلی به اسرائیل حمله کرد.»

وزارت خارجه اسرائیل همچنین مدعی شد که حزب‌الله به‌طور مداوم شهروندان اسرائیلی را هدف قرار می‌دهد و حتی پس از برقراری آتش‌بس نیز این حملات متوقف نشده است.

این در حالی است که اسرائیل و حزب‌الله در طول دوره آتش‌بس نیز یکدیگر را به انجام حملات متقابل متهم کرده‌اند.

از سوی دیگر، حزب‌الله ادعای حمله به شمال اسرائیل در روز جاری را رد کرده و گفته است که تنها نیروهای اسرائیلی مستقر در جنوب لبنان را هدف قرار داده است.