جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 148

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت:تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا ۷۰۰ زره ټنه مالونه انتقال شوي

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی چې د مرغومي میاشتې په اوږدو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۶۹۹ زره او ۸۲۰ مټریک ټنه مالونه انتقال شوي دي.

یاد وزارت ویلي، چې دغه انتقالات د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرونو له لارې شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې انتقالاتو کې واردات او صادرات دواړه شامل وو، چې نفتي، غیرنفتي او نور توکي یې رانغاړلي دي.

د صادراتو اندازه ۱۰۲۵ ټنه ده، چې لویه برخه یې وچه مېوه، کاني ډبرې او د انارو جوس جوړوي.

امریکا؛د سپاه پاسداران پخواني درې غړي له هېواده وایستل

0

فاکس نیوز راپور ورکړی چې د امریکا د کورني امنیت وزارت درې ایراني وګړي، چې له مشکوکو یا پېژندل شویو ترهګریزو فعالیتونو سره تړلي بلل شوي، له امریکا ایستلي دي.

ویل کېږي دا کسان د ایران د سپاه پاسداران پخواني غړي وو.

د راپور له مخې، یاد درې کسان د ۱۴ ایرانيانو له ډلې وو چې د یکشنبې په ورځ ایران ته ولېږدول شول.

دا له هغه وخته چې په ایران کې حکومت ضد لاریونونه پیل شوي، تهران ته د ایستل شویو کډوالو لومړۍ ستنېدنه بلل کېږي.

د امریکا چارواکو ویلي، دا کسان په ۲۰۲۴ کال کې په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوي وو.

آنجلینا جولي؛د ایراني معترضې د وژل کېدو په اړه خواخوږي ښولې

0

د امریکا مشهورې فلمي ستورې آنجلینا جولي په انسټاګرام کې د یوې اووه کلنې نجلۍ، چې د خپلې مور پر مړینه ژاړي، انځور خپور کړی او د ایران د وروستیو اعتراضونو قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

دا نجلۍ د پریسا لشکري لور ده؛ هغه ۳۰ کلنه معترضه چې د مرغومي په ۲۰مه د فارس ولایت په نورآباد ښار کې د اعتراضونو پر مهال وژل شوې وه.

جولي په خپل پیغام کې لیکلي: «هیڅ ماشوم باید د داسې غم بار پر اوږو وانخلي.»

هغې زیاته کړې چې هیله لري د دې ماشوم د مور یاد ژوندی وساتل شي او حقیقت د ملکي وګړو د ساتنې، د عاملانو د حساب ورکولو او د ازادۍ غوښتونکو لپاره د لا ډېرو ازادیو له لارې روښانه شي.

ډونالډ ټرمپ:که نوري المالکي په عراق کې د صدراعظم په توګه واک ته ورسېږي، دغه هېواد به د امریکا ملاتړ له لاسه ورکړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که نوري المالکي یو ځل بیا د عراق د صدراعظم په توګه واک ته ورسېږي، نو دا هېواد به له جدي سیاسي او اقتصادي پایلو سره مخ شي.

ټرمپ ویلي، د المالکي د واکمنۍ پر مهال عراق فقر، ګډوډۍ او بې‌ثباتۍ ته ولوېد، او د هغه بیا واک ته رسېدل به یوه «لویه تېروتنه» وي.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې د المالکي د «ناسمو او افراطي پالیسیو» له امله، که نوموړی بیا واکمن شي، متحده ایالات به نور له عراق سره هېڅ ډول همکاري ونه کړي.

ټرمپ زیاته کړې چې د امریکا له ملاتړ پرته، عراق د بریا، سوکالۍ او ازادۍ هېڅ چانس نه لري، او ټینګار یې کړی چې دا وضعیت باید بیا تکرار نه شي.

امیر خان متقي؛د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سره پر سیمه ییزو همکاریو خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره په ویډیویي تماس کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، سیمه‌ییزو همکاریو او د راتلونکي کال پر ګډو پلانونو خبرې کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د اړیکو پرمختګ مثبت وباله او ویې ویل چې د ټاپي پروژې عملي کار د هرات په مسیر کې پیل شوی او د اوسپنې پټلۍ او TAP پروژې د تطبیق په درشل کې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، رشید مردوف هم د تاریخي اړیکو یادونه کړې او د ګډو اقتصادي پروژو، د چارواکو د متقابلو سفرونو او راتلونکو پروګرامونو پر همغږۍ یې ټینګار کړی.

لیندزي ګراهام:له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کوو چې د ایران د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي

0

د امریکا جمهوري‌پال سناتور لیندزي ګراهام د ډونالد ټرمپ د وینا یوه ویډیو بېرته خپره کړې او ترې یې غوښتي چې د ایران د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په یادې ویډیو کې ټرمپ د امریکا د سمندري ځواکونو د ایران پر لور د خوځېدو یادونه کړې وه.

ګراهام په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي: «د ایران خلک کولای شي زموږ دوستان وي؛ خو آیت‌الله‌ګان هېڅکله زموږ دوست نه شي کېدای.»

په همدې حال کې، ډونالد ټرمپ په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړې وه چې د ایران حکومت له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

اوکراین؛د خارکیف په سیمه کې د روسیې د ډرون برید له امله درې کسان وژل شوي

0

د اوکراین په شمال ختیځ کې د خارکیف په سیمه کې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا برید پر هغه مسافر وړونکي اورګاډي شوی چې ۱۵۵ مسافر پکې سپاره وو.

ویل کېږي اورګاډی یو کلي ته نږدې په نښه شوی دی.

چارواکو ویلي، د برید له امله اورګاډي ته هم زیان اوښتی او ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د برید په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

جان بولټن:د ایران د رژیم د بدلون لپاره اوږدمهاله او ستراتیژیک پلان ته اړتیا ده

0

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې لیکلي چې سپینه ماڼۍ باید د ایران په اړه یو اوږدمهاله پلان ولري.

هغه ټینګار کړی چې یو لنډمهاله پوځي برید د ایران د رژیم د نسکورولو لپاره بسنه نه کوي.

بولټن زیاته کړې چې که ټرمپ، لکه څنګه چې مخکې یې ویلي، د رژیم بدلون ته ژمن وي؛ نو باید یو منظم او ستراتیژیک چلند خپل کړي.

حرمین شریفین اداره:په مسجد النبوي او مسجدالحرام کې د تراویح لمونځ ۱۰ رکعته ادا کېږي

0

د حرمینو شریفینو ادارې اعلان کړی چې د تراویح لمونځ به په مسجدالحرام او مسجدالنبي ﷺ کې د ځانګړي ترتیب له مخې ادا کېږي.

د دې پرېکړې له مخې، د تراویح لمونځ به لس رکعته وي چې په پنځو تسلیمونو کې به ادا شي، او تر هغه وروسته به درې رکعته وتر لمونځ ترسره کېږي.

چارواکو ویلي، دا ترتیب د لمونځ کوونکو د اسانتیا او د عبادت د ښه تنظیم په موخه ټاکل شوی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس:اروپايي ټولنه د سپاه پاسداران پر لوړپوړو چارواکو د بندیزونو پرېکړه کوي

0

د فرانس پرېس خبري اژانس د دیپلوماټانو له قوله راپور ورکړی چې اروپايي ټولنه په پام کې لري د اعتراضونو د ځپلو په غبرګون کې د بندیزونو په لومړي پړاو کې د ایران د سپاه پاسداران لوړپوړي چارواکي په نښه کړي.

د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه به د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې پر ۲۱ کسانو او بنسټونو د شتمنیو کنګل کول او د ویزو بندیزونه اعلان کړي، چې پکې د سپاه پاسداران لوړپوړي غړي هم شامل دي.

دیپلوماټانو ویلي، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو سفیران به د چهارشنبې په ورځ، د رسمي تصویب تر مخه، پر دې پرېکړه سلا وکړي.

همدارنګه تمه کېږي چې اروپايي ټولنه به د اوکراین په جګړه کې د روسیې د کارونې لپاره د ایران له خوا د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو د برابرولو له امله پر لسو نورو کسانو او بنسټونو هم بندیزونه ولګوي.