جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 147

مارکو روبیو:د ایران رژیم کمزوری شوی او د خلکو غوښتنو ته د ځواب توان نه لري

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د ایران په څېر حکومتونو زده کړې چې د خلکو پر وړاندې د زور کارول، لکه د تک‌تیراندازانو له لارې ډزې کول، اغېزمن تمامېږي؛ خو دا یې غیرانساني تګلاره بللې ده.

روبیو زیاته کړې چې د ایران رژیم دا مهال تر بل هر وخت کمزوری ښکاري او اصلي ستونزه یې دا ده چې د تېرو اعتراضونو پر خلاف، اوس د معترضانو بنسټیزو غوښتنو ته د ځواب ورکولو توان نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې د ایران اقتصادي سقوط د دې له امله دی چې حکومت خپلې سرچینې د وسلو پر جوړولو او په نړۍ کې د ترهګرو ډلو پر ملاتړ لګوي، نه پر خپل ولس او ټولنه د پانګونې.

د هغه په وینا، همدې سیاستونو ایران له پراخو نړیوالو بندیزونو سره مخ کړی او اقتصاد یې منزوي کړی دی.

ډونالډ ټرمپ ایران ته:د امریکا یو بل سمندري ځواک هم در روان دی، ژر د خبرو مېز ته راشئ

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د امریکا یو ستر او پیاوړی سمندري ځواک، چې مشري یې د «ابراهام لنکن» الوتک‌وړونکې بېړۍ کوي، د ایران پر لور روان دی.

هغه ویلي، دا ځواک د پخوا د استول شوو سمندري ځواکونو په پرتله ډېر لوی او قوي دی او د اړتیا په صورت کې د چټک، سخت او پرېکنده اقدام بشپړ توان لري.

ټرمپ له ایران وغوښتل چې ژر تر ژره د خبرو مېز ته راشي او یو عادلانه تړون ومني، داسې تړون چې له مخې یې ایران هېڅکله اټومي وسلې و نه لري.

هغه خبرداری ورکړی چې وخت محدود دی او وضعیت بېړنی دی، او زیاته کړې چې که دا ځل هم تړون و نه شي، نو د امریکا راتلونکی اقدام به تر پخوا سخت وي.

الجزیره:د تیراه لسګونه زره اوسېدونکي د احتمالي پوځي عملیاتو له وېرې بې‌ځایه کېږي

0

الجزیرې ویلي، د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د تیراه سیمې لسګونه زره اوسېدونکي د پوځ د احتمالي عملیاتو له وېرې خپل کورونه پرېږدي او خوندي سیمو ته کډه کېږي.

د راپور پر بنسټ، خلکو ته د تېر کال په ډسمبر کې د جوماتونو له لارې ویل شوي وو چې تر جنورۍ ۲۳ پورې دې سیمه پرېږدي.

که څه هم د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي چې په تیراه کې نه روان عملیات شته او نه هم پلان شوي؛ خو ځايي چارواکي دا څرګندونې ردوي او وایي چې د پوځ دریځ بدل شوی دی.

د ولایتي حکومت ویاند شفیع جان ویلي چې د همدغو تضادو څرګندونو له امله خلک له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

بلخوا، د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي د پراخو پوځي عملیاتو مخالفت کړی او ژمنه یې کړې چې دا ډول عملیات به نه ترسره کېږي.

ځايي ادارې وایي، تر اوسه شاوخوا ۱۰ زره کورنۍ، چې نږدې ۷۰ زره کسان کېږي، د بې‌ځایه شوو په توګه ثبت شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال:له امریکا سره مذاکرات نه شته، د دفاع لپاره ۲۰۰ سلنه چمتو یوو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي ویلي چې دا مهال له امریکا سره هېڅ ډول مذاکرات روان نه دي.

هغه ویلي، چې د تهران لومړیتوب خبرې نه، بلکې د هېواد د دفاع لپاره ۲۰۰ سلنه چمتووالی دی.

نوموړي زیاته کړې چې که امریکا هر ډول محدود برید ترسره کړي، نو د ایران له لوري به ورته مناسب او متقابل ځواب ورکړل شي.

خیبر پښتونخوا؛وسله والو د پاکستاني پوځ لوړ پوړی افسر وژلی

0

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان پوځ پر یو لوړپوړي افسر وسله وال برید شوی.

د پولیسو په وینا، نامعلومو وسلوالو د شورکوټ په سیمه کې د ډزو پر مهال د پوځ یو لېفټننټ کرنل وژلی او دوه نور کسان یې ټپیان کړي دي.

د وژل شوي افسر جسد د ګډ پوځي روغتون (CMH) ته انتقال شوی.

تر دې دمه د برید مسؤلیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

عباس عراقچي:له امریکا سره د مستقیمو خبرو غوښتنه نه ده شوې

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې په وروستیو ورځو کې د تهران او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ځانګړي استازي، استیو ویتکاف ترمنځ هېڅ ډول تماس نه دی نیول شوی او د مذاکراتو لپاره کومه غوښتنه هم نه ده مطرح شوې.

عراقچي زیاته کړې چې که څه هم له امریکا سره مستقیمې خبرې نه دي شوې، خو یو شمېر هېوادونه د منځګړو په توګه هڅې کوي او له هغوی سره اړیکې لا هم روانې دي.

اریجېټ سېنګ:د فلمونو لپاره د سندرو ویلو لړۍ پای ته رسوم

0

هندي سندرغاړی اریجېټ سېنګ اعلان کړی چې له ۲۰۲۶ کال څخه به د فلمونو لپاره د پردې ترشا سندرې ویل پرېږدي.

هغه ویلي چې د فلمونو لپاره یې د سندرو لړۍ پای ته رسولې؛ خو د موسیقۍ هنر ته به دوام ورکوي او د نوو سندرو جوړول او خپرول به جاري وي.

سېنګ د خپلو مینه‌والو له ملاتړ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د اورېدونکو مینه یې تل هڅوي.

دې پرېکړې د هغه د مینه‌والو لپاره حیرانتیا او لږ خپګان هم رامنځته کړی، ځکه ډېر کم هنرمندان د خپل شهرت په اوج کې داسې ګام اخلي.

نوموړي مخکې یوازې د فلمونو لپاره د پردې ترشا سندرې ویلې، او د ټلوېزیون پر پردو ډېر لږ څرګندیده.

د یادونې ده چې د خپل ځانګړي غږ او جادويي سندرو له امله، هغه په نړۍ کې زرګونه مینه‌وال لري او د هندي موسیقۍ په نړۍ کې یو له نوموتو ستورو څخه شمېرل کېږي.

د سعودي ولیعهد:زموږ هوايي حریم او خاوره به د ایران پر د ضد پوځي عملیاتو لپاره ونه کارول شي

0

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ویلي چې سعودي به د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره خپل هوايي حریم یا خاوره ونه کاروي.

هغه دا څرګندونې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې.

محمد بن سلمان ټینګار کړی چې سعودي د ایران حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته په بشپړ ډول درناوی کوي او هېڅ پوځي عملیات ته به د سعودي له هوايي حریم یا خاورې څخه د ایران پر ضد اجازه ونه لري.

هغه همدارنګه د شخړو د حل لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې سوله‌ییزې هڅې د منځني ختیځ د امنیت او ثبات لپاره اړینې دي.

ډونالډ ټرمپ:د امریکا یوه بله بیړۍ د ایران پر لور روانه ده

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایوا ایالت په یوه غونډه کې ویلي چې یو بله جنګي بیړۍ هم د ایران پر لور روانه ده.

هغه ویلي: «دا بېړۍ ډېره ښکلې روانه ده، وبه ګورو څه پېښیږي.»

ټرمپ زیاته کړې چې هیله لري د ایران حکومت له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

هغه ویلي: «که دوی په لومړي سر کې هوکړه کړې وای؛ نو اوس به یې یو بشپړ هېواد درلود.»

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت:تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا ۷۰۰ زره ټنه مالونه انتقال شوي

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی چې د مرغومي میاشتې په اوږدو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۶۹۹ زره او ۸۲۰ مټریک ټنه مالونه انتقال شوي دي.

یاد وزارت ویلي، چې دغه انتقالات د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرونو له لارې شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې انتقالاتو کې واردات او صادرات دواړه شامل وو، چې نفتي، غیرنفتي او نور توکي یې رانغاړلي دي.

د صادراتو اندازه ۱۰۲۵ ټنه ده، چې لویه برخه یې وچه مېوه، کاني ډبرې او د انارو جوس جوړوي.