چهارشنبه, مې 27, 2026
Home Blog Page 14

چین د نړۍ د مهمو مشرانو کوربه؛له ټرمپ او پوتین وروسته شهباز شریف هم بیجینګ ته ځي

په دې وختونو کې د امریکا او ایران تر ټولو ښه یار او دوست هم چین ته سفر لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د مې میاشتې له ۲۳مې تر ۲۶مې نېټې چین ته رسمي سفر وکړي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د مارچ میاشتې په وروستیو کې، په منځني ختیځ کې د کړکېچونو د کمولو لپاره د هڅو په لړ کې بیجینګ ته تللی و.

د ایران او امریکا ترمنځ د جګړه ایز او سیاسي اړو و دوړ سره هم مهاله په دې وروستیو کې د نړۍ د مهمو سیاسي مشرانو مخه چین ته ور ماته شوې او د سفرونو مهم مرکز یې ګرځېدلی.

په تېره یوه اونۍ کې هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او هم د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته سفر درلود چې سفرونو یې په نړیواله کچه حاشیې جوړې کړي.

پاکستان کې د انصاف تله؛عمران خان زندان کې خو د شهباز شریف کورنۍ ته برائت

د پاکستان یوې محکمې د دغه هېواد د برحاله لومړي وزیر شهباز شریف د لور او زوم پر ضد د برېښنا پروژې اړوند د فساد قضیه ختمه اعلان کړه او دواړو ته یې برائت ورکړ.

ښځه او مېړه د انرژۍ یوې پروژې کې د مالي فساد په تور نیول شوي وو، خو محکمه وایي، د فساد تورونه پرې ثابت نه شول.

د شریف د کورنۍ غړو ته په داسې حال کې برائت ورکول کیږي چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان لا هم له سختو محدودیتونو سره په زندان کې شپې ورځې تېروي او ویل کېږي چې حتی د نوموړي لپاره درملنې ته د لاسرسي او لیدو کتو اجازه هم نه ورکول کیږي.

هم مهاله، د عمران خان پلویان وایي، د هغه قضیه لا هم صحیح معلومه نه ده، خو بیا هم ورسره د یو خطرناک مجرم په څېر چلند کېږي.

قاضي یحیی افریدي نن ویلي چې امکان لري له اختر وروسته عمران خان ته د لیدنو اجازه ورکړل شي.

صدیق اتل: زموږ دنده کرکټ کول دي، دا باید ونه وایو چې یوازي وطن لپاره لوبیږم او کورنیو لوبو کې ګډون نکوم

افغان ملي لوبغاړي صدیق اتل کورني کرکټ سیالۍ د لوبغاړو لپاره مهمې او با ارزښته بللي.

نوموړی زیاتوي: “موږ باید خپل کرکټ په خپله پرمختللی او ښه کړو، ملي لوبغاړي کورنیو لوبو کې په لوبیدنه باید په ملت او مینوال احسان بار نکړي، ټول له همدې کورنیو سیالیو نړیوالو لوبو ته رسیدلي”

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛د لوی اختر په مناسبت پنځه ورځې رخصت اعلان کړ

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت په ټول هېواد کې پنځه ورځنۍ عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې رخصتي به د راتلونکې اوونۍ د سه شنبې ورځې څخه، چې د عرفې له ورځې سره برابره ده، پیل شي او د اختر تر څلورمې ورځې پورې به دوام وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د سه شنبې له ورځې تر یکشنبې پورې به ټولې دولتي او خصوصي ادارې رخصت وي او رسمي چارې به بېرته «د غبرګولي میاشت په لسمه نېټه د یکشنبې په ورځ» پیل شي.

ایرنا:د امریکا له توقیف وروسته ۲۰ ایراني او ۱۱ پاکستاني بېړۍ‌چلوونکي ازاد شول

ایراني بېړۍ‌چلوونکي چې تېره اوونۍ د سنګاپور ساحل ته نږدې د امریکایي ځواکونو له‌خوا د یوې بېړۍ تر نیول کېدو وروسته پاکستان ته لېږدول شوي وو، نن بېرته تهران ته ستانه شول.

د ایران ایرنا رسمي خبري اژانس د اسلام‌اباد له قوله راپور ورکړی چې ۲۰ ایراني عملې د ایران په یوې مسافر وړونکې الوتکه کې له اسلام‌اباد څخه تهران ته روانه شوه.

د راپورونو له مخې، د دغو ایراني بېړۍ‌چلوونکو او ۱۱ پاکستاني عملې خوشې کېدل د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پاکستان او سنګاپور د چارواکو ترمنځ له پراخو ډیپلوماتیکو هڅو وروسته ممکن شول.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر مخکې اعلان کړی و چې هغه ایراني او پاکستاني عمله چې د امریکا له لوري د بېړۍ تر نیول کېدو وروسته د سنګاپور په اوبو کې پاتې شوې وه، د بېرته ستنولو پروسه یې بریالۍ شوې ده.

د هغه په وینا، دغه کسان لومړی له تایلنډه اسلام‌اباد ته انتقال شول او وروسته خپل هېوادونو ته واستول شول.

ملا عبدالغني برادر؛د حیرتان، مزارشریف اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه پرانیسته

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ ولایت کې د حیرتان، مزارشریف اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د بیاځلې فعالېدو پرانیسته وکړه.

په دې مراسمو کې هغه د ټولګټو وزارت هڅې ستایلي او له ازبکستان سره یې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د همکاریو قدرداني کړې.

برادر زیاته کړه چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پخوا په پرتله لا پیاوړې شوې دي او د پراختیا په حال کې دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د دې پټلۍ پنځمه برخه۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري، ۳۰ کیلومتره فرعي کرښې لري، ۵ سټېشنونه پکې شامل دي او د ۵۰ واګونونو د تخلیې ظرفیت لري

د خبرپاڼې له مخې ، د دې برخې بیا فعالېدل به د سوداګریزو توکو د انتقال بهیر چټک کړي، د ترانسپورتي لګښتونو په کمولو کې به مرسته وکړي او د افغانستان اقتصادي بهیر ته به نوی تحرک ورکړي.

همدارنګه تمه کېږي چې دا پروژه به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم نور هم لوړ کړي او د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

هاردیک پانډیا؛ د ډسپلین کوډ ماتولو له امله جریمه شوی

هندی لوبغاړی هاردیک پانډیا تیره شپه د ممبي او کلکتې تر منځ لوبه کې د لوبې د فیس لس سلنه ځکه جریمه شوی چې د بالینګ پر مهال یې ویکټې په قصدې ډول په لاس وهلې.

د طالبانو حکومت:له دې وروسته به د حیرتان بندر په ۲۴ ساعته ډول وارداتي او صادراتي خدمات وړاندې کوي

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د بلخ ولایت حیرتان بندر ته د سفر پر مهال اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې په دغه ستر سوداګریز بندر کې دې ۲۴ ساعته خدمات فعال او شته ستونزې ژر تر ژره هوارې شي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سفر پر مهال د مالیې، صنعت او سوداګرۍ، بهرنیو چارو، ترانسپورټ، ټولګټو، خوړو او درملو، نفت او ګازو او نورو امارتي ادارو د فعالیتونو او موجوده خنډونو ارزونه وشوه او د حل لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول.

همدا رنګه، ویل شوي د پرېکړو له مخې به په حیرتان بندر کې د امارتي ادارو تشکیل زیاتېږي، لوی معیاري پارکینګونه، اداري ودانۍ، د تخلیې او بارګیرۍ مرکزونه، پرمختللي لابراتوارونه، سړې خونې او معیاري سړکونه جوړېږي.

همداراز به د اوسپنې پټلۍ پراختیا، ډیجیټلي تلې او د قاچاق د مخنیوي لپاره سیار سکنرونه هم نصب شي.

راپور زیاتوي، د دغو اقداماتو په عملي کېدو سره به په حیرتان بندر کې وارداتي او صادراتي چارې له ځنډ پرته په ۲۴ ساعته ډول ترسره شي، چې ورسره به د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه او د هېواد اقتصادي فعالیتونه پیاوړي شي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت:ازبکستان افغانستان ته ۲۰ صنعتي فابریکې لېږدوي

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، افغانستان او ازبکستان د اقتصادي او صنعتي همکاریو د پراختیا لپاره د ګډو پانګونو او د فابریکو د انتقال پر مهمو طرحو خبرې کړې دي.

د یاد وزارت په وینا، د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د سپکو صنعتونو د پراختیا ادارې رئیس ناظم‌جان خالمرادوف ترمنځ په ترسره شوې دوه‌اړخیزه غونډه کې د پنبې معیاري کر، د تار تولید، د چرم او کشمېرې د پروسس فابریکو انتقال، د چرمي بوټانو او ټوکرانو تولید او افغانستان ته د شاوخوا ۲۰ صنعتي فابریکو د لېږد پر موضوعاتو بحث وشو.

دواړو لورو همداراز د ترمذ په ګډ بازار کې د سپکو صنعتونو نړیوال نندارتون، په افغانستان کې د ګډې پانګونې له لارې د تار تولید او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو حکومت زیاتوي، د یادو پروژو د عملي کېدو لپاره د دواړو خواوو تخنیکي او ارتباطي ټیمونه هم ټاکل شوي دي.

له خپل هویت او تابعیت څخه تېښته؛پاکستاني لوبغاړي محمد عامر د بریتانیا تابعيت واخیست

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ ‌اچوونکي محمد عامر په رسمي ډول د برېتانیې تابعیت (رسمي اسناد) ترلاسه کړي دي.

نوموړي تر دې وړاندې ویلي وو چې غواړي د هند غوره لیګ (IPL) کې ولوبېږي؛ خو د پاکستان تابعیت لرونکي لوبغاړي په دغه لیګ کې د ګډون اجازه نه لري ځکه عامر د برېتانیا تابعیت غوره کړی دی.

محمد عامر ویلي، هغه ارمان چې د هند غوره لیګ په اړه یې درلود، اوس به یې د پوره کېدو فرصت ومومي.

نوموړی د پاکستان د هغې لوبډلې غړی و چې د ۲۰۰۹ کال شل اوریز نړیوال جام او د ۲۰۱۷ کال چمپینز ټرافۍ یې ګټلې وه.