سه شنبه, جون 2, 2026
Home Blog Page 139

راشد خان:د ملکي کورونو او روغتیايي بنسټونو په نښه کول ستر جنګي جنایت دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان په کابل د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا بریدونه یې په سختو ټکو غندلي دي.

نوموړي ویلي چې د ملکي کورونو، تعلیمي موسسو او روغتیايي بنسټونو په نښه کول، که قصدي وي او که د تېروتنې له امله، یو ستر جنګي جنایت دی.

د هغه په وینا، د بې ګناه انسانانو ژوند ته نه درناوی، په ځانګړې توګه د روژې مبارکې میاشت کې، یو زړه بوږنوونکی عمل دی او دا ډول پېښې به یوازې د نفاق او کرکې اور نور هم بل کړي.

راشد خان له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بشري حقونو ادارو غوښتي چې د دې پېښې بشپړه او شفافه څېړنه وکړي او له عاملینو یې حساب وغواړي.

هغه زیاته کړې چې په دې سخت وخت کې د خپل ولس تر څنګ ولاړ دی او د دې لوی غم درد له خپل ملت سره شریکوي.

نوموړي د الله تعالی له دربار څخه شهیدانو ته د جنت الفردوس دعا کړې او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

راشد خان باور څرګند کړی چې دا زخمونه به ټکور شي او افغانان به بیا د یو ملت په توګه راپورته شي، ځکه د ده په وینا د افغانستان تاریخ د ولس د بیا راپاڅېدو شاهد دی.

حمدالله فطرت:د معتادینو پر روغتون د پاکستاني پوځ د برید له امله تر دې مهاله ۴۰۰جسدونه او ۶۵۰ ټپیان راویستل شوي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت راپور ورکړی، چې د پاکستاني پوځ لخوا د کابل ښار د امید په نوم د معتادینو د درملنې پر ۲زره بستریز روغتون د بمبارد له امله تر دې دمه ۶۵۰کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې.

نوموړي ویلي، چې د پېښې له امله روغتون په بشپړ ډول له منځه تللی او تر دې مهاله شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د ژغورنې ټیمونه لا هم د اور د مهارولو او د پاتې کسانو د جسدونو د راویستلو په حال کې دي.

ذبیح الله مجاهد:اوس اسلام آباد سره د ډیپلوماسۍ وخت نه؛ بلکې د غچ اخیستو وخت دی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې پر کابل د پاکستان د پوځي رژیم وروستي بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

نوموړي ټینګار کړی چې اوس د اسلام‌اباد سره د ډیپلوماسۍ او خبرو وخت نه؛ بلکې د غچ اخیستو وخت دی.

همدا رنګه مجاهد ویلي، چې پاکستاني پوځي رژیم د افغانانو په وړاندې د اسرائیلو د تاکتیکونو په څېر عمل کوي، روغتونونه او نور ملکي ځایونه نښه کوي او وحشت رامنځته کوي.

ډاکتر عبدالله عبدالله:پاکستان د ښه ګاونډیتوب اصول تر پښو لاندې کړي

د افغانستان د ملي مصالحې پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان په خاوره د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکه وغندل او ویلي یې دي چې دا بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

نوموړي ویلي، دغه بریدونه چې ملکي تلفات یې هم اړولي، د ښه ګاونډیتوب له اصولو سره په بشپړ ټکر کې دي او په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي.

ډاکتر عبدالله ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورته ستونزو یوازینۍ حل لاره د خبرو اترو له لارې د ډیپلوماتیکو لارو کارول دي، نه پوځي اقدامات.

حامد کرزی:که پاکستان د خپل خیر غوښتونکی وي، باید د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د نن شپې بریدونه په کلکو ټکو غندلي چې د کابل ښار پر استوګنیزو سیمو او ملکي ځایونو، په ځانګړي ډول د معتادینو پر روغتیايي مرکز ترسره شول.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، یاد بریدونه چې د افغانستان د پلازمېنې کابل په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي، د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو سبب شوي دي.

نوموړي د پاکستان پر حاکمو پوځي چارواکو غږ کړی چې د دغو بریدونو دوام به هېڅکله هغوی خپلو موخو ته ونه رسوي، بلکې د سیمې وضعیت به نور هم خراب او د همدغه هېواد په زیان به تمام شي.

هغه ټینګار کړی، که پاکستان د خپل خیر او د سیمې د ثبات غوښتونکی وي، باید خپلې ناسمې تګلارې له سره وارزوي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو په چوکاټ کې تعامل وکړي.

عاطف مشعل:وخت یې راغلی چې «اسلامي امارت» د پاکستاني رژیم خلاف د ملي پاڅون او جهاد اعلان وکړي

اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي چې پاکستاني پوځ یو ځل بیا د روژې مبارکې میاشتې پر مهال د روژماتي په وخت کې د بې ګناه افغانانو وینې تویې کړې دي.

د هغه په وینا، وخت یې راغلی چې «اسلامي امارت» د پاکستاني رژیم خلاف د ملي پاڅون او جهاد اعلان وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو شېبې وړاندې د پاکستان جیټ الوتکو کابل کې د معتادینو پر روغتون بمبار کړی او ګڼو ناروغانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

ذبیح الله مجاهد:پاکستاني پوځي رژیم کابل کې د معتادینو په روغتون برید کړی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې او په کابل کې یې د معتادینو د درملنې یو روغتون په نښه کړی دی.

مجاهد په خپله اعلامیه کې ویلي، د پاکستاني ځواکونو د برید له امله ګڼ شمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې د درملنې لاندې معتادین وو، وژل شوي او ټپیان شوي دي.

هغه دغه برید “جنایت” بللی او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د ټولو منل شوو نړیوالو اصولو او بشري قوانینو ښکاره نقض دی او د بشر ضد عمل ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې شیبه وړاندې پاکستاني جیټ الوتکو د کابل یو شمېر سیمې بمبارد کړي چې هممهاله د ننګرهار ولایت له یوشمیر ولسوالیو هم د بمبارد راپورونه ورکړل شوي.

تر دې مهاله د کره مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دی څرګند شوي.

پاکستاني جیټ الوتکو؛د کابل ښار او ننګرهار یو شمېر سیمې بمبار کړې

پاکستاني جیټ الوتکو د کابل ښار او ننګرهار یو شمېر سیمې بمبار کړي دي.

دغه الوتکو د کابل بېلا بېلو سیمو باندې برید کړی او ویل کیږي چې د اتمې ناحیې په سیاسنګ سیمه کې نقلیه وسایطو باندې برید شوی چې اور لګېدنه یې هم رامنځته کړې ده او ددې ترڅنګ پلچرخي، شهرنو او کوټه‌سنګي سیمې هم په نښه شوي دي.

د اتمې ناحیې څخه یوې سرچینې حماسه میډیا ته ویلي چې د شاوخوا سیمو خلکو د کورونو ښېښې هم ماتې شوي دي.

د دغه بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوې.

دغه راز د ننګرهار اچین، غني خیل، ګوشته، نازیان او خوږیاڼو ولسوالیو کې هم بریدونه شوي دي.

حمدالله فطرت:خوست کې د پاکستاني پوځ د بریدونو له امله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وایي چې د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ د هاوانونو او توپونو د بریدونو له امله دوه تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، بېګا شپه شاوخوا ۱۲ بجې د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند د نري کلي پر سیمه د پاکستاني پوځ له لوري د هاوان مرمۍ توغول شوې، چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې او یوه ښځه او یوه ماشومه ټپيانې شوې دي.

فطرت زیاتوي چې د ځاځي میدان ولسوالۍ پر بېلابېلو کلیو هم د پاکستاني پوځ له لوري د هاوانونو او توپونو بریدونه شوي دي.

د ده په خبره، د دغو بریدونو په پایله کې د پالوڅۍ کلي یو اوسېدونکی وژل شوی او د عطاخېلو سیمه او د مرکزي کلینیک په ساحه کې شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه همداراز ویلي چې د علیشیرو ـ تریزیو ولسوالۍ د کوټکي په سیمه کې هم د عامو خلکو پر کورونو د هاوانونو او توپونو د توغولو له امله دوه تنه ځايي اوسېدونکي ټپیان شوي دي.

د فطرت په وینا، د دغو بریدونو له امله ګڼ شمېر کورونه هم زیانمن شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت:د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدو هڅې کوو

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي چې بېجېنګ هیله لري افغانستان او پاکستان خپلې روانې ترینګلتیاوې راکمې کړي او د زغم او خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

نوموړي څرګنده کړې چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د منځګړیتوب په هدف دواړو هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.

د هغه په وینا، چین هڅه کوي چې کابل او اسلام‌اباد ژر تر ژره اوربند ته ورسېږي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

لین جیان ټینګار کړی چې چین چمتو دی د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او د شخړو د کمېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ده په وینا، د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او خبرې اترې د ستونزو د حل تر ټولو اغېزمنه لاره ده.