د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په فاریاب ولایت کې د یوه جومات او روغتیايي مرکز د جوړېدو د بنسټاېښودنې په مراسمو کې ویلي چې اوسنی نظام د تېرو څو پېړیو په پرتله بېساری دی.
هغه د پنجشنبې په ورځ د وري په ۲۷مه یوې غونډې ته د وینا پر مهال له خلکو وغوښتل چې د نظام ارزښت وپېژني او شکر وباسي.
د هغه په خبره، که خلک د اوسني وضعیت قدرداني ونه کړي، ممکن دا حالت له لاسه ووځي او بدلون رامنځته شي.
ملابرادر زیاته کړې چې په ولایتونو کې پراختیايي کارونه د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او په فاریاب کې به هم نورې پروژې عملي شي.
په همدې مراسمو کې په فاریاب کې د یوه افغان سوداګر له لوري د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت، په څلور جریبه ځمکه د جومات او روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.
د طالبانو حکومت ویلي چې دغه پروژه به د دوو کلونو په موده کې بشپړه شي.

