پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 134

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛نن د داعش د خطر په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د اسلامي دولت (داعش) د پراخېدونکي خطر په اړه غونډه کوي، څو ارزونه وکړي چې دغه ډله نړیوال امنیت ته ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې د داعش ګواښ په ټوله نړۍ کې په زیاتېدو دی.

راپور په ځانګړې توګه په افریقا کې وضعیت اندېښمنونکی بللی او ددغې ډلې فعالیتونه یې خطرناک بللي دي.

راپور د داعش خراسان ډلې فعالیتونو ته هم اشاره کړې او ویلي دي چې دا ډله د نړیوال امنیت لپاره خطر رامنځته کوي.

تمي بروس:د امریکا او ایران د خبرو پایله به د ډونالډ ټرمپ د غوښتنو منل وي

0

په ملګرو ملتونو کې، د امریکا مرستیاله سفیره تمي بروس فاکس‌نیوز ته ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د روانو خبرو په پایله کې هغه څه به وشي چې د ډونالډ ټرمپ غوښتنه ده.

هغې ویلي چې ولسمشر ټرمپ به هر ممکنه لاره وکاروي څو ټول اړخونه د خبرو مېز ته راولي او له پیل څخه یې روښانه کړې چې تهران باید اټومي وسلې ته لاسرسی ونه لري او غني‌سازي ونکړي.

تمي بروس زیاته کړې چې ټرمپ د ایران خلکو سره په خپلو ژمنو ولاړ دی او اوسنی مهم هدف د منځني ختیځ ثبات دی.

هغې زیاته کړې چې د ایران رژیم هم پوهېږي چې څوک مسؤل دی، او د همدې لپاره اوس د خبرو مېز ته حاضر شوي دي.

آکسیوس:تهران او واشنګټن د جمعې په ورځ په عمان کې مستقیمې خبرې کوي

0

آکسیوس خبري اژانس وایي، چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې به د جمعې په ورځ په عمان کې په مستقیم ډول او بې له کوم منځګړتوبه ترسره شي.

آکسیوس د یوې عربي سیمه‌ییزې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې ایران د خبرو د ځای د ترکیې څخه د بدلولو غوښتنه کړې او د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت، پر دې غوښتنې هوکړه کړې ده

د آکسیوس خبریال باراک راوید ویلي چې تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې ایا د عربي او اسلامي هېوادونو استازي به هم په دغو خبرو کې ګډون ولري که نه.

سعودي عربستان؛د بندیزونو تر لرې کېدو وروسته په سوریه کې سترې پانګونې ته مخه کړې

0

سعودي عربستان پرېکړه کړې چې په جګړه‌ځپلې سوریه کې خپله پانګونه په بې‌ساري ډول پراخه کړي.

د سوریې د پانګونې ادارې مشر طلال الهلالي ویلي چې دا پانګونه به څو مېلیارد ډالره وي او د روانې میاشتې په ۱۸مه به یې بشپړ جزیات اعلان شي.

دا تر ټولو ستره بهرنۍ پانګونه ده چې د امریکا له‌خوا د بندیزونو تر لرې کېدو وروسته په سوریه کې اعلانېږي.

د نوموړي په وینا، دغه پانګونه به په مخابراتي شبکو، املاکي پروژو او تاریخي ودانیو کې ولګول شي څو د جګړو له امله زیانمنې شوې سیمې بېرته ورغول شي.

سربېره پر دې، د حلب د نړیوال هوايي ډګر پراختیا او د یوې نوې خصوصي هوايي کمپنۍ پیل هم د دې پانګونې برخه ده.

دا پرمختګونه وروسته له هغه کېږي چې شاوخوا ۱۴ میاشتې وړاندې د بشار الاسد حکومت نسکور شو.

تر دې وروسته سعودي عربستان د سوریې د لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع له نږدې متحدینو څخه ګرځېدلی او هڅه کوي چې سعودي شرکتونه د سوریې بازار ته وهڅوي.

ایران:عرب سمندرګي کې امریکا زموږ ډرون الوتکه را غورځولې

0

د ایران د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس ویلي، چې د ایران اړوند ډرون الوتکه د امریکا د ایف-۳۵ الوتکې لخوا ویشتل شوې ده.

تسنیم د یوې باخبرې سرچینې په حواله ویلي، چې شاهد ۱۲۹ ډرون په خلاصو اوبو کې د خپل ماموریت په جریان کې په کشف، څارنې او عکس اخیستنې بوخت و، خو بیا یې اړیکه له لاسه ورکړه او لامل یې تر څېړنې لاندې دی.

یاد اژانس زیاته کړې، مخکې له دې چې دا ډرون په نښه شي، خپل ټول معلومات یې مرکز ته انتقال کړي دي.

تر دې مخکې، یوه امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي وو چې شاهد ډرون، چې په عربي سمندر کې د ابراهیم لینکن الوتکې وړونکې بېړۍ په لور الوتنه کوله، د امریکا د ایف-۳۵ جنګي الوتکې لخوا ویشتل شوی دی.

امریکا؛عرب سمندرګي کې خپلو الوتک‌وړونکو بیړیو ته نږدې ایرانی ډرون نسکور کړی

0

یو امریکایي چارواکي رویترز ته ویلي چې د امریکا ځواکونو د یوې ایرانۍ بې‌پیلوټه الوتکې پر وړاندې اقدام کړی چې د عرب سمندرګي په سیمه کې د امریکا د الوتکو وړونکي بیړۍ ته نږدې شوې وه.

د چارواکي په وینا، یاد ډرون د بیړۍ له امنیتي حریم سره نږدې راغلی و؛ نو د خطر د کمولو په موخه امریکایي ځواکونو وویشت او نسکور یې کړ.

د دغې ويشتل شوې ډرون الوتکې نوم شهيد – ۱۳۹ ښودل شوی چې د F-35 امريکايي جيټ الوتکې لخوا ويشتل شوې ده.

د پېښې په اړه نور جزئیات او د اړوند ځواکونو د اقداماتو کره توضیحات لا خپاره شوي نه دي؛ خو امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې د بحري ځواکونو امنیت د هر ډول احتمالي ګواښ په وړاندې ساتل کېږي.

خیبرپښتونخوا؛په باړې کې د داعشیانو پر پټنځای برید کې ۱۴ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو حکومت اړوند المرصاد رسنۍ ته سرچینو ویلي چې تېره شپه د خیبر پښتونخوا د باړې ولسوالۍ د قمبرخېلو په شنکو سیمه کې د داعشیانو پر یوه پټنځای نامعلومو وسلوالو برید کړی دی.

المرصاد وایي چې د پېښې په نتیجه کې یوولس داعشیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې په وژل شویو کې زیاتره داعشیان د بهرنیو هېوادونو وګړي دي، چې تېره کال د نومبر په وروستیو کې د جبارمېله په سیمه کې د دوی د مرکزونو پر وړاندې د ډرون بریدونو وروسته دغه سیمې ته تللي وو.

محمود خان اڅکزی:د بهرنیو موخو پر وړاندې یوازینۍ لار ملي یووالی او د پارلمان پیاوړتیا ده

0

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د سیمې د هېوادونو د احتمالي نوې وېش په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د کورني یووالي پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

اڅکزي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې ځینو بهرنیو کړیو داسې نقشې جوړې کړې دي چې د مذهب او ژبې پر بنسټ د سیمې هېوادونه سره بېلوي.

د هغه په وینا، په دغو نقشو کې د کردستان د جوړېدو تر څنګ د پاکستان او یو شمېر عربي هېوادونو د نوې وېشنې انځور هم ښودل شوی دی.

نوموړي وویل، دا نقشه د یوه امریکايي پوځي له لوري جوړه شوې ده.

هغه خبرداری ورکړی، چې که د سیمې ولسونه او مشران هوښیار نه وي، بهرني ځواکونه به د خپلو ګټو لپاره خلک یو د بل پر وړاندې ودروي.

اڅکزي زیاته کړې، پر ځای د دې چې نور موږ سره وجنګوي، باید پخپله کېنو، خبرې وکړو او خپلې ستونزې د تفاهم له لارې حل کړو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر د روانو سیاسي او امنیتي کړکېچونو حل د انصاف، عدالت او د پارلمان په پیاوړتیا کې بللی او ویلي، چې یوازې یو قوي ولسواک نظام کولی شي هېواد له بحران څخه وباسي.

سویس؛پنځه تنو افغانانو یو سویسي وګړی وهلی

‏د سویس د سنت ګالن ښار د اورګاډي تمځي مخې ته تېره ورځ ماښام مهال پنځو افغان ځوانانو پر یوه ۳۷ کلن سویسي وګړي برید کړی او وهلی یې دی.

د سنت ګالن د کانتون پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه شاوخوا د ماښام په ۵:۳۰ بجو د بس تمځي د «B» تمځای په سیمه کې رامنځته شوې ده.

ویل کېږي چې لومړی یو ۱۹ کلن افغان ځوان له یاد کس سره شخړه پیل کړه او وروسته څلور نور ځوانان هم ورسره یو ځای شول او نوموړی یې په سوکانو، لغتو او لرګي وواهه.

پولیس وايي، سویسي وګړی برسېرن ټپي شوی دی.

ټول پنځه بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلي وو، خو لږ وخت وروسته د ښار د پولیسو له خوا نیول شوي او دا مهال په توقیف کې دي.

امیرخان متقي؛د ترکيې د نوي ديپلوماتيک ماموريت له مشر سره کتلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ترکيې د ديپلوماتيک ماموريت له نوي مشر سادين آی يلدیز سره د پېژندنې ناسته ترسره کړې.

د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنه کې د افغانستان او ترکيې ترمنځ د دوه‌اړخيزو اړيکو پر پراختيا خبرې شوې.

خبرپاڼه زياتوي چې امیرخان متقي د ترکيې د نوي ديپلوماتيک ماموريت مشر ته د دندې د بريا هيله څرګنده کړې او ويلي چې د افغانستان او ترکيې ترمنځ اړيکې مخ پر پياوړتيا دي.

په همدې حال کې، سادين آی يلدیز د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې بللې او د افغانستان سره د ترکيې د همکاريو پر پراخېدو، په ځانګړي ډول د اقتصاد او روغتيا په برخو کې ټينګار کړی.