شنبه, جون 13, 2026
Home Blog Page 131

کی‌یر استارمر:د هرمز تنګی باید د بې‌خنډه کښتیو د تګ راتګ لپاره پرانیستی پاتې شي

0

د بریتانیا لومړي وزیر کی‌یر استارمر ویلي چې ټول هغه مشران چې ورسره یې خبرې کړې، په دې سلا شوي چې د هرمز تنګی باید د کښتۍ چلونې لپاره له محدودیت، فیس یا د ایران له لوري د باج اخیستنې پرته پرانیستی پاتې شي.

استارمر زیاته کړې چې دیپلوماسي د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار ده او ټینګار یې کړی چې بریتانیا به د فشار له امله جګړې ته داخل نه شي.

هغه ویلي چې نړیواله ټولنه باید د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي او د خبرو اترو له لارې د کړکېچ حل ته دوام ورکړي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران هره برید کوونکې کښتۍ چې محاصرې ته نږدې شي، سمدستي به له منځه یووړل شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د جنوبي بندرونو او سواحلو د سمندري محاصرې له پیل سره سم خبرداری ورکړی چې د ایران هر ډول برید کوونکې چټکې کښتۍ که د امریکا محاصرې ته نږدې شي، سمدستي به له منځه یووړل شي.

ټرمپ د امریکا دغه عملیات چټک او بې‌رحمانه بللي او ویلي چې امریکا به په سمندر کې د مخدره توکو د قاچاق پر ضد کارېدونکی هماغه وژونکی سیستم وکاروي.

هغه همداراز ادعا کړې چې د ایران سمندري ځواک په بشپړه توګه له منځه تللی او ویلي یې دي: «د ایران سمندري ځواک اوس د سمندر په تل کې دی؛ ۱۵۸ کښتۍ.»

ټرمپ زیاته کړې چې امریکا یوازې یو محدود شمېر هغه کښتۍ نه دي په نښه کړي چې ایران یې تهاجمي چټکې کښتۍ بولي، ځکه چې دوی یې لوی ګواښ نه ګڼي.

مسعود پزشکیان:د خپلو حقونو په دفاع کې به په قاطعیت عمل وکړو

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې ایران د هېڅ بل هېواد پر حقونو باندې کومه ادعا نه لري، خو د خپلو مسلمو حقونو د دفاع په برخه کې به په قاطعیت او کلک دریځ عمل وکړي.

هغه زیاته کړې: «ایران د دفاعي توان او ملي یووالي پر مټ د پرمختګ او لوړوالي لاره په پوره ځواک سره جاري ساتي.»

پزشکیان ټینګار کړی چې هېواد به د خپل ملي ظرفیت او داخلي یووالي په تکیه سره د پرمختګ بهیر ته دوام ورکړي.

خالد حنفي:د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د سیاحت د پراختیا ملاتړ کوو

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر خالد حنفي د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مالي، اداري او ګرځندوی مرستیال مولوي قدرت الله جمال او د یو شمېر سیاحتي شرکتونو له مسوولینو سره لیدنه کړې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې خالد حنفي سیاحت د هېواد د اقتصادي ودې یو مهم سکتور بللی او ټینګار یې کړی چې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د دغه سکتور د پراختیا لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

نوموړي ویلي چې په سیاحتي سیمو کې د منکراتو مخنیوی، د ټولنیزو او اسلامي ارزښتونو ساتنه او د سالم چاپېریال رامنځته کول د دوی له مهمو مسوولیتونو څخه دي.

هغه زیاته کړې چې اړینه ده ټولې اړونده ادارې په دې برخه کې ګډه همغږي ولري.

نتانیاهو:د ټرمپ لخوا د ایران د سمندري محاصرې له دریځ ملاتړ کوو

0

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه دریځ څخه ملاتړ کوي چې پکې د ایران د سمندري محاصرې یادونه شوې ده.

نتانیاهو زیاته کړې: «موږ د ټرمپ د تهاجمي دریځ ملاتړ کوو چې د ایران د سمندري محاصرې د پلي کولو لپاره دی. ما پرون له جی‌ډي ونس سره خبرې وکړې، او هغه په واضح ډول وویل چې اصلي موضوع د ایران د ټولو غني شوو موادو له منځه وړل او د نورې غني‌سازۍ مخنیوی دی.»

هغه ویلي: «جګړه روانه ده او نه ده درېدلې، دا به تل روانه وي. موږ پرون او نن د لبنان په بنت جبیل تمرکز کړی و.»

کرملین:د هرمز تنګي محاصره به نړیوالو بازارونو ته زیان ورسوي

0

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د هرمز تنګي د محاصرې په اړه هر ډول اقدام به د نړیوالو بازارونو لپاره منفي پایلې ولري.

نوموړي زیاته کړې چې د روسیې هغه وړاندیز چې له ایران څخه د غني‌شوي یورانیم اخیستل پکې شامل دي، لا هم پر ځای دی، خو تر اوسه د دې طرحې د عملي کولو لپاره رسمي غوښتنه نه ده شوې.

هاکان فیدان:د ایران او امریکا خبرې باید د «ټول یا هېڅ» حالت ته ولاړې نه شي

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي که د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي غني کولو موضوع د ټول یا هېڅ حالت ته ولاړه شي، نو خبرې اترې به سختې شي.

فیدان زیاته کړې چې د هرمز تنګي کې د نړیوالو ځواکونو ځای پر ځای کول ډېرې ستونزې لري او باید دا مسئله د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

هغه همداراز ویلي چې ترکیې تل د ایران او لوېدیځ ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ کړی او د مذاکراتو د پیل لپاره یې هڅې کړې دي.

د طالبانو حکومت:په ښوونځیو کې د بې‌کیفیته خوړو پلور بند شو

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو په ګډه پرېکړه کړې چې په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د بې‌کیفیته خوړو او مشروباتو پلور بند شي.

چارواکو ویلي چې دا ګام د ماشومانو د روغتیا ساتنې او د خطرناکو ناروغیو د مخنیوي لپاره اخیستل شوی، ځکه یاد توکي زیانمن کیمیاوي مواد لري چې د سرطان، د زړه ناروغیو او ذهني ستونزو لامل کېدای شي.

وزارتونو له ښوونځیو غوښتي چې دغه لارښوونې عملي کړي، او خبرداری یې ورکړی چې د نه پلي کولو په صورت کې به قانوني اقدام ترسره شي.

د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه:د هرمز تنګی یا د ټولو لپاره دی، یا د هیڅ چا دپاره هم نه دی

0

د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه ویاند د امریکا د سمندري محاصرې په غبرګون کې سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د خلیج فارس او د عمان سمندر امنیت «یا د ټولو لپاره دی او یا د هېچا لپاره نه دی.»

نوموړي ټینګار کړی چې که د ایران بندرونه وګواښل شي، نو په سیمه کې به هېڅ بندر خوندي پاتې نه شي.

هغه همداراز اعلان کړی چې تهران به د جګړې له پای وروسته د هرمز تنګي د کنټرول لپاره یو دایمي سیستم رامنځته کړي.

عباس عراقچي:د اسلام‌آباد توافق ته نږدې وو، خو د امریکا زیاتو غوښتنو خبرې ګډې وډې کړې

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له امریکا سره هغه مهم مذاکرات چې د تېرو څلوېښتو کلونو د تر ټولو لوړه کچه بلل کېده، په د وروستیو شېبو کې تر بریا نږدې شوي وو، خو د واشنګټن د دریځ بدلون او فشارونو یې بهیر ګډوډ کړ.

عراقچي زیاته کړې چې تهران له «ښه نیت» سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو ته داخل شوی و، خو د ده په وینا، د امریکا له خوا د غوښتنو زیاتوالی، د هدفونو بدلېدل او د سمندري محاصرې ګواښونو د تفاهم فضا زیانمنه کړه.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې د باور نشتوالی او تقابل به کړکېچ نور هم ژور کړي، او ټینګار یې وکړ: «که ښه نیت ته په ښه نیت ځواب ور نه کړل شي، شخړه به نوره هم پراخه شي.»