چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 128

اروپايي ټولنه:افغانستان ته د ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو پر طرحو غور کوو

اروپايي ټولنه د هغو افغان پناه‌غوښتونکو د قضیو د بیا ارزونې پر بهیر غور کوي چې په اروپايي هېوادونو کې د اوسېدو قانوني شرایط نه پوره کوي.

د اروپايي سرچینو په وینا، دا بحثونه تر ډېره د کډوالۍ د مدیریت او د قانون د پلي کېدو په چوکاټ کې روان دي.

راپورونه څرګندوي چې د بروکسل تخنیکي ټیمونو له افغان لوري سره د معلوماتو د تبادلې او د احتمالي همغږۍ لپاره ابتدايي تماسونه نیولي، خو تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان شوې.

بل لور ته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري خبرداری ورکړی چې هر ډول ستنول باید د نړیوالو قوانینو، داوطلبانه اصل او د خوندیتوب تضمینونو ته په بشپړ درناوي ترسره شي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو په برخه کې، لا هم د جدي څار او اندېښنې وړ دی.

ډونالډ ټرمپ:که تهران هوکړې ته غاړه کېنښوده لکه وینزویلا “درنې پایلې” به ورته ولري

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې واشنګټن د ایران سره د احتمالي هوکړې لپاره بېړه نه لري او چمتو دی چې اوږد انتظار وباسي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیو وېتکاف او جېرډ کوشنر د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کړې ده.

ټرمپ د یو خبریال د پوښتنې يه ځواب کې وویل: «موږ ډېر وخت لرو، لکه څنګه چې د وینزویلا په قضیه کې مو انتظار وباسه او عجله مو ونه کړه.»
د ایران سره خبرې “مثبتې” دي او دا ناسته یوازې لومړنی ګام و، خو د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به دواړه لوري بیا سره وګوري.

د هغه په وینا، ایران د هوکړې غوښتونکی دی، خو باید په عملي ډول دا اراده وښيي.

نوموړي خبرداری ورکړ، که تهران هوکړې ته غاړه کښېنږدي، نو “درنې پایلې” به ولري، خو زیاته یې کړه چې واشنګټن لا هم د ډیپلوماسۍ له لارې د موضوع د حل هڅه کوي او وروستۍ پرېکړه به د راتلونکو خبرو پر پایلو ولاړه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:پاکستان کې خپلو اتباعو ته د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه وکړه

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د اسلام‌اباد ښار څنډې ته په ترلایي کلان سیمه کې پر جومات د ځانمرګي برید له راپورونو وروسته، په پاکستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او امریکایي اتباع باید د سفر پر مهال سخت احتیاطي تدابیر مراعات کړي.

بیان کې راغلي، امریکایان دې له لویو عامه غونډو ځان وساتي، خپل شخصي امنیتي پلانونه دې بیا وارزوي، د حالاتو د بدلون لپاره دې ځایي رسنۍ تعقیب کړي او له غیر ضروري تګ راتګ دې ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې اتباع دې ټیټ پروفایل وساتي، د پېژند اسناد دې له ځانه سره ولري او د اړتیا پر مهال دې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

امریکا خپلو اتباعو ته:ژر تر ژره له ایرانه د ځمکې له لارې ترکیې او ارمنستان ته لاړ شئ

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې که امکان ولري، ایران دې ژر تر ژره د ترکیې یا ارمنستان له لارې پرېږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، په ایران کې امنیتي وضعیت لا هم خراب دی، ګڼې لارې تړل شوې، عامه ترانسپورت له ستونزو سره مخ دی او د انټرنېټ او مخابراتي شبکو محدودیتونه دوام لري.

بیان زیاتوي چې د ایران حکومت د ګرځنده ټیلیفون، لین‌لاین او ملي انټرنېټ پر لاسرسي سخت بندیزونه لګولي او هوايي شرکتونو لا هم ایران ته او له ایرانه ګڼ پروازونه لغوه یا محدود کړي دي.

د امریکا حکومت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د انټرنېټ د دوامدارو پرې کېدو لپاره چمتو واوسي، د اړیکو بدیلې لارې ولري او که امنیتي شرایط اجازه ورکوي، له ایرانه د ځمکې له لارې ترکیې یا ارمنستان ته سفر وکړي.

ایران سره د مذاکراتو تر څنګ پوځي فشار؛امریکا عرب سمندرګي کې بېړۍ ځای پر ځای کړې

0

په داسې حال کې چې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي، امریکا تازه په عرب سمندرګي کې پوځي تحرکات ترسره کړي دي.

د امریکا د سمندري ځواکونو د «ابراهام لینکن» الوتکو وړونکې بېړۍ په مشرۍ د کیریر سټرایک ګروپ، د دوو پوځي اکمالاتي بېړیو او د امریکا د ساحلي ساتنې د دوو کښتیو په ملتیا په عرب سمندرګي کې ګډ حرکت کړی دی.

د دې تحرک پر مهال د کیریر ایر وینګ ۹ جنګي الوتکو د بېړیو پر سر الوتنې کړې دي.

امریکایي سرچینو دغه اقدام د ځواک د ښودنې او پوځي چمتووالي برخه بللې ده.

د طالبانو دفاع وزارت:پاکستان په بې منطق او عجولانه اظهاراتو په خپلې امنیتي ناکامي پرده نشي اچولای

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې بې‌مسؤلیته او له منطق څخه لېرې بللې دي.

یاد وزارت دا غبرګون وروسته له هغې څرګند کړی چې د اسلام‌اباد په یوه جومات کې له خونړۍ پېښې وروسته، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په عاجل او غیرمسؤلانه ډول دغه پېښه افغانستان ته منسوبه کړه.

د ملي دفاع وزارت په وینا، که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یادې پېښې غندنه کړې؛ خو بیا هم پاکستاني چارواکو د تېر په څېر یو ځل بیا له څېړنې پرته پر افغانستان تور پورې کړ.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د بلوچستان او نورو امنیتي پېښو په تړاو هم پاکستان تل په «پټو سترګو» افغانستان ته ګوته نیولې ده.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې پر افغانستان د دې ډول تورونو لګول هېڅ ډول منطق او بنسټ نه لري او دا ډول عجولانه څرګندونې نه شي کولای د پاکستان امنیتي ناکامۍ پټې کړي او نه هم شته ستونزې حلولای شي.

د ملي دفاع وزارت پوښتنه کړې، که د پاکستان امنیتي ادارې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته په دومره چټکۍ سره د عاملینو د معلومولو ادعا کوي؛ نو ولې یې تر پېښې وړاندې د مخنیوي او شنډولو توان نه درلود؟

اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان حکومت اسلامي ارزښتونو ته ژمن دی او هېڅکله د سیاسي موخو لپاره د بې‌ګناه انسانانو وژل او زورول نه توجیه کوي او نه هم د دا ډول کړنو د ترسره کوونکو ملاتړ کوي.

د ملي دفاع وزارت په پای کې له پاکستاني امنیتي مسؤلینو غوښتي چې د خپلې ناکامۍ د پټولو او د خلکو د ذهنونو د اړولو پر ځای خپل مسؤولیتونه په سمه توګه ترسره کړي، پر خپلو تګلارو بیاکتنه وکړي او د دې پر ځای چې خپل ولس او ګاونډیان له ځانه لرې او مخالف کړي، د مثبت تعامل او همکارۍ لاره خپله کړي.

عباس عراقچي:د ایران او امریکا خبرې په مسقط کې په ښه پیل سره پای ته ورسېدې

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان په پلازمېنه مسقط کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د پای اعلان کړی او ویلي چې دا خبرې یو ښه پیل و او د مذاکراتو د دوام په اړه د دواړو لورو ترمنځ تفاهم موجود دی.

عراقچي د خبرو د دوام د احتمال په اړه ویلي: «دا خبرې کېدای شي دوام ومومي؛ خو دوام یې د مقابل لوري پر دریځ او همداراز پر هغو پرېکړو پورې تړلی دی چې په تهران کې نیول کېږي.»

نوموړي دغه مذاکرات اوږده او دوامدار بللي او زیاته کړې: «د خبرو د دوام پر اصل هوکړه شوې ده؛ خو څرنګوالی او وخت به یې وروسته ټاکل کېږي.»

عراقچي همداراز ویلي: «زما انګېرنه دا ده چې که مقابل لوری همدا بهیر ته دوام ورکړي، موږ کولای شو د مذاکراتو لپاره یوه عمومي چوکاټ ته ورسېږو.»

د عمان د بهرنیو چارو وزیر:د ایران او امریکا خبرې ډېرې جدي وې

0

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي ویلي، په مسقط کې د ایران او امریکا ترمنځ شوې خبرې اترې ډېرې جدي وې او د دواړو لورو د دریځونو د روښانه کېدو او د پرمختګ د ممکنه لارو د پېژندلو لپاره ګټورې تمامې شوې دي.

البوسعیدي زیاته کړې چې دا مذاکرات د دې لپاره ترسره شول څو د دواړو لورو لیدلوري یو بل ته روښانه شي او هغه موارد وپېژندل شي چې د راتلونکو پرمختګونو زمینه برابرولی شي.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې موخه دا ده، دغه خبرې اترې په مناسب وخت کې بېرته پیل شي، او ټینګار یې کړی چې د دغو خبرو پایلې به په دقت سره په تهران او واشنګټن کې وڅېړل شي.

نوموړي یو ځل بیا د عمان د منځګړي رول یادونه کړې او ویلي یې دي چې مسقط هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو لارو د پرانیستې لپاره رغنده فضا رامنځته کړي.

رحمت الله نبیل:پاکستان کې ننی برید د آی‌اېس‌آی پورې تړلې جهادي ډلې حرکت‌المجاهدین له‌خوا ترسره شوی

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل ویلي، چې په اسلام آباد کې د ننني ځانمرګي برید مسؤلیت د پاکستاني جهادي ډلې حرکت‌المجاهدین پر غاړه دی، چې مشري یې مولانا فضل‌الرحمن خلیل کوي.

ښاغلي نبیل ویلي، چې دا برید د پاکستان استخباراتي ادارې آی‌اېس‌آی د پټو لاسوهنو له لارې تنظیم شوی و.

نبیل ویلي، چې مولانا خلیل د ۱۹۸۰یمې لسیزې پر مهال د شوروي اتحاد پر ضد د افغانستان جګړې ته تللی، له القاعده او اسامه بن لادن سره یې اړیکې لرلې او په ۱۹۹۸ کې یې د امریکا پر ضد فتوا صادره کړې.

سره له دې، خلیل د کلونو راهیسې په پاکستان کې د ملاتړ تر سیوري لاندې په ازاد ډول فعالیت کوي او د جنوبي اسیا په سیمه کې د جهادي ډلو او امنیتي ادارو ترمنځ د اړیکو بېلګه ګڼل کېږي.

رحمت‌الله نبیل د پېښې په اړه په څرګند ډول ویلي، چې د برید تر شا د امنیتي ادارو دوه‌ګونی سیاست او د جهادي شبکو همغږي ښکاره ده.

مولانا فضل‌الرحمن:اسلام‌اباد کې په جومات کې دننه ځانمرګی برید د استخباراتي ادارو ښکاره ناکامي ده

0

د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن د اسلام‌اباد په یوه ځایي جومات کې ځانمرګی برید غندلی او ویلي یې دي چې بریدګر د انسانیت دښمنان دي او په دې برخه کې هېڅ ډول رعایت نه‌شي مستحق کېدای.

نوموړي په ایکس پاڼه لیکلي، چې د هېواد هېڅ برخه له ترهګرو خوندي نه ده او د فرقه‌یي تاوتریخوالي تر شا د ملي او نړیوالو عناصرو مجرمانه ذهنيت له پامه نه‌شي غورځېدای.

مولانا فضل‌الرحمن ویلي، سره له دې چې په هېواد کې لسګونه استخباراتي ادارې فعالې دي؛ خو بیا هم په اسلام‌اباد غوندې حساس ښار کې د عامو خلکو ژوند خوندي نه دی، چې دا د امنیتي ادارو لویه ناکامي ده.

د هغه په وینا، دولتي بنسټونه د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزمن اقدام پر ځای په سیاسي لاسوهنو بوخت دي.

هغه زیاته کړې چې د هرې خونړۍ پېښې وروسته یوازې غندونکي بیانونه ولس نه شي مطمئن کولی او له پاکستاني مسؤولو ادارو یې پوښتنه کړې چې د خلکو د مایوسۍ به کله عملي جبران وشي؟.