پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 126

د یوناما راپور:د تصویر خپرولو بندیز او پر رسنیو محدودیتونه ډیر شوي

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په خپل درې میاشتني راپور کې، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر څخه تر دسمبر پورې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ارزوي، ویلي چې طالبانو په دې موده کې په هېواد کې د ژوندیو موجوداتو د تصویر د خپرولو بندیز نور هم سخت کړی دی.

د راپور له مخې، دغه بندیز په بلخ، پکتیا، هرات، خوست، کندز او میدان وردګو ولایتونو کې عملي شوی دی.

یوناما زیاتوي چې دا مهال دا محدودیت په بېلابېلو کچو د هېواد په ګڼو ولایتونو کې تطبیقېږي او د دولتي او خصوصي تلویزیوني شبکو فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي.

راپور همداراز څرګندوي چې په همدې موده کې د هغو کسانو پر وړاندې خپل‌سري نیونې او ګواښونه زیات شوي چې په ټولنیزو رسنیو کې د نامناسبو محتواوو د خپرولو په تور نیول شوي دي.

یوناما په خپل راپور کې دا هم ویلي چې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له ۲۹مې څخه د اکتوبر تر لومړۍ نیټې پورې د ۴۸ ساعته انټرنېټ پرې کېدو وروسته، ځینو کاروونکو په ټولنیزو شبکو کې محدودیتونه تجربه کړي دي.

د راپور په وینا، دا وضعیت په ځانګړي ډول پر سوداګرو، په ځانګړې توګه ښځینه متشبثینو، منفي اغېز کړی چې د خپلو کاروبارونو د پراختیا لپاره پر ټولنیزو پلاتفورمونو تکیه کوي.

پاکستان ته د ملا عبدالغني برادر خبرداری:افغانستان غوړه ګوله نه، د زقوم ونه ده، هر «نامولود» ماشوم یې د هضم توان نه لري

د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د خپل حکومت د دفاع وزارت یوې غونډې کې خبرداری ورکړ چې «افغانستان غوړه ګوله نه، د زقوم ونه ده» او په خبره یې هر «نامولود» ماشوم یې د هضمولو توان نه لري.

ښاغلي برادر ویلي افغانستان هیڅ هیواد ته زیان نه دی رسولی او له ګاونډیانو هم غواړي چې دې هېواد ته بهانې ونه پلټي.

د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ټینګار وکړ چې د دوی د حکومت تګلاره په اسلامي شریعت ولاړه ده.

نوموړي دغه څرګندونې نن یکشنبه ‏په ابو عبیدة بن الجراح نظامي پوهنتون کې نظامي افسرانو ته په خبرو کې کړي.

عباس عراقچي:پر امریکا باور نلرو، حتی کیدایشي د مذاکراتو په نوم فریب هم موجود وي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د رسنیو سره په تازه خبرو کې ویلي چې د امریکا سره د روانو خبرو پایله لا هم معلومه نه‌ده او دوی پر امریکا باور نه لري، بلکې حتی احتمال لري چې فریب موجود وي.

نوموړي ویلي، که خبرې بریالۍ شي او که ناکامې هیواد یې باید د کوم تړون په تمه تم نشي او باید د هر ډول موافقې پرته خپل کارونه په خپلواکه توګه پر مخ یوسي.

هغه خپلو مسؤلینو ته ویلي، چې په دې شرایطو کې ویره یو وژونکی زهر دی او د فشار لاندې تسلیمیدل پای نه لري، حتی که یو ګام شاته لاړ شو، نه ده څرګنده چې څومره شاتګ به کوو.

همدارنګه هغه ټینګار کړی چې ایران د نړیوالو د رسمیت پیژندلو ته اړتیا نلري، بلکې غواړي چې د ایران د خلکو حقونو ته درناوی وشي.

عراقچي، د ایران د یورانیمو غني کول د ملي عزت او حقیقي اړتیا برخه وبلله او ویې ویل، که څه هم چیلنجونه موجود وي، هیڅکله به خپل قانوني حقونه قرباني نه کړي.

عباس عراقچي زیاته کړې، چې ایران د اټومي بم غوښتونکی نه دی؛ د دوی “بم” یوازې دا ځواک دی چې لویو ځواکونو ته “نه” ووایي؛ د امریکا پوځي جوړښتونه له ایران ویره لري، او هېواد یې د ډیپلوماتیکو خلکو دی، د جګړې لپاره چمتو، خو د جګړې غوښتونکي نه دي.

د ملګرو ملتونو خبرداری:افغانستان کې د میندو او ماشومانو ژوند له جدي خطر سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (UNFPA) وایي چې افغانستان لا هم د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره له تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.

د دغه صندوق استازي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې اوس مهال د هر سل زره نوي زیږېدلو ماشومانو څخه ۵۲۱ ماشومان مړه کېږي، چې دا شمېره په منځنۍ اسیا کې تر ټولو لوړه کچه ده.

د UNFPA استازي زیاته کړه چې دا صندوق په افغانستان کې د شاوخوا ۵۰۰ روغتیايي مرکزونو ملاتړ کوي او پلان لري چې په ۲۰۲۶ کال کې ۴.۵ میلیونه کسانو ته بیړني روغتیايي خدمتونه ورسوي.

د ده په وینا، دا مرستې به تر ډېره هغو محرومو سیمو ته ځانګړې شي چې د ښارونو له مرکزونو لرې پرتې دي.

د صندوق د معلوماتو له مخې، دا مهال نږدې ۲۵۰۰ ښځینه قابلې په افغانستان کې فعالیت کوي او ښځو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

خو خبرداری ورکړل شوی چې د ښځو پر طبي زده کړو بندیزونه ښايي په راتلونکي کې د مور او ماشوم د مړینې کچه نوره هم لوړه کړي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق ټینګار کوي چې د مور او ماشوم روغتیا باید له پامه ونه غورځول شي او د روغتیايي خدماتو دوام یوازې د ملي او نړیوالو ګډو هڅو له لارې ممکن دی.

یوناما:په تیرو درې میاشتو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو غړي وژل شوي

د ملګرو ملتونو د افغانستان دفتر (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې د ډسمبر تر پایه لږ تر لږه ۱۴ تنه د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي وژل شوي دي.

یوناما په خپل راپور کې ویلي، چې په همدې موده کې لږ تر لږه ۲۸ کسان په خپل سر نیول شوي او ۷ تنه له شکنجې او ناوړه چلند سره مخ شوي، چې ډېری یې د پخوانیو دولتي چارواکو او امنیتي ځواکونو غړي دي.

یوناما زیاته کړې چې ډېری قربانیان تازه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي وو.

مسعود پزشکیان:امریکا سره سوله ییزې خبرې مثبت ګام دی، خو ایران هیڅ کله د زور ژبه نه مني

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ تازه خبرې، چې د سیمې د دوستانه هیوادونو په منځګړتوب ترسره شوې، د دواړو هیوادونو لپاره یو مثبت ګام دی.

پزشکیان ویلي، چې خبرې تل د ایران د حل لارې ستراتیژي ده او د شخړو د سوله ییزې هوارۍ لپاره مهمه ده.

هغه ویلي، چې د ایران اټومي فعالیتونه د نړیوالې نه-اشاعې تړون له مخې مشروع دي، او د ایران ملت تل په عزت او احترام غبرګون ښودلی، خو د زور ژبه نه مني.

یوناما:په ۲۰۲۵کال کې د پاکستاني ځواکونو بریدونو ۶۱۳ افغان غیرنظامیان وژلي

د ملګرو ملتونو د افغانستان دفتر (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستاني ځواکونو بریدونو ۶۱۳ افغان غیرنظامیان وژلي، چې دا د تېرو ۱۵ کلونو تر ټولو لوړ کلنی شمېر دی.

یوناما زیاته کړې، چې یوازې په وروستیو درې میاشتو کې ۷۰ کسان وژل شوي او ۴۷۸ نور ټپيان شوي دي.

یاد دفتر د ټولو ښکېلو اړخونو څخه غوښتنه کړې چې د ملکي خلکو او عامو تاسیساتو د خونديتوب لپاره اقدامات وکړي او غیرنظامیان د بریدونو له هدفه وساتي.

عراق ته؛له سوریې څخه ۲۲۵۰داعشیان انتقال شول

0

د عراق د امنیتي چارو د اطلاعاتو رئیس، سعد معن، اعلان کړی چې تر دې مهاله ۲۲۵۰ تنه د داعش غړي له سوریې څخه عراق ته انتقال شوي دي.

دغه پروسه د نړیوالې ټولنې په همکارۍ او د ځمکې او هوا له لارې ترسره شوې ده.

معن ویلي، چې بغداد دا مسؤلیت د نړیوالې ټولنې په استازیتوب پر غاړه اخیستی او زندانیان په لوړو امنیتي مرکزونو کې ساتل کېږي.

هغه همدارنګه وویل چې د داعش غړو سره د لومړنیو تحقیقاتو لپاره ځانګړې کمیټه جوړه شوې، څو د معلوماتو په ترلاسه کولو سره د سیمې امنیت او ثبات تقویه شي.

د راپورونو له مخې، امریکایي ځواکونه په مستقیم ډول د انتقال په بهیر کې مرسته کوي.

ډیری انتقال شوي مجرمینو په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریه کې د داعش په خونړیو بریدونو کې لاس درلود، چې د ګڼو خلکو وژنې، بې‌کوره کېدو او د ښځو جنسي قاچاق لامل شول.

اسرائیل امریکا ته:د ایران توغندي باید تر ۳۰۰ کیلومتره محدود شي

0

اسرائيلي رسنۍ «کانال ۱۴» راپور ورکړی چې اسرائیل د امریکا او ایران ترمنځ د هر ډول احتمالي تړون لپاره یو لړ سخت شرطونه مطرح کړي دي.

د راپور له مخې، اسرائیل غواړي د ایران اټومي پروګرام په بشپړه توګه لغوه شي او ټول غني شوي یورانیم له ایرانه وایستل شي.

سرچینه زیاتوي چې تل‌ابیب همداراز د ایران د توغندیو د واټن محدودول تر ۳۰۰ کیلومترو پورې، د سیمې د نیابتي ځواکونو له منځه وړل، او پر هر ډول احتمالي تړون د «نږدې، جدي او عملي څار» غوښتنه کړې ده.

اسرائيلي رسنۍ ټینګار کوي چې دا غوښتنې د اسرائیل له نظره د سیمې د امنیت لپاره اساسي شرطونه بلل کېږي.

سټیو ویتکاف:ځواک زموږ د سولې ژبه ده

0

د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویتکاف ویلي، چې نوموړي له ادمیرال براډ کوپر او جرد کوشنر سره یو ځای د یو‌اېس‌اېس ابراهام لنکن الوتکو لېږدوونکې بېړۍ څخه لیدنه کړې او د امریکا د سمندري ځواکونو د عملیاتو له نږدې ننداره یې کړې ده.

ویتکاف په ایکس پاڼه ویلي، د دې لیدنې پر مهال یې له هغو پیلوټانو سره هم خبرې کړي چې یوه ایراني بې‌پیلوټه الوتکه یې ویشتلې وه، کومه چې د بېړۍ پر لور بې له روښانه هدف څخه نږدې شوې وه

نوموړي ټینګار کړی، چې د امریکا سمندري ځواکونه د هېواد د ګټو د دفاع، د سیالانو د مهار او د ولسمشر ټرمپ د «ځواک له لارې سولې» د ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره هره ورځ په بشپړ چمتووالي کې دي.

له ابراهام لینکلن جنګي بېړۍ څخه دا لیدنه داسې مهال شوې، چې یوازې یوه ورځ وړاندې د عمان په کوربه‌توب د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو لومړی پړاو پای ته رسېدلی و.