دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 12

ازبکستان:۷۰ سوداګر د پانګونې فرصتونو ارزولو لپاره بلخ ته تللي

د بلخ سوداګر وايي، له ازبکستان سره د اقتصادي همکاریو پراخېدو ته هیله‌مند دي او هڅه کوي چې بهرنیو پانګه‌والو ته مناسب فرصتونه برابر کړي.

د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ خونې چارواکو ویلي، د دغه هېواد ۷۰ سوداګر او پانګه‌وال بلخ ته تللي څو د تولید، صادراتو او صنعت په برخو کې د ګډې پانګونې امکانات وارزوي.

دوی وایي، ازبکستان غواړي له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شي.

افغان سوداګر باور لري چې دا ډول ناستې کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې او نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د تحریک انصاف ګوند:د عمران خان د خوشې کېدو لپاره په ټول پاکستان کې احتجاجونه پيلوو

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند او د حکومت اپوزېسیون اعلان کړی، چې د جمعې په ورځ به په ټول هېواد کې د احتجاجونو لړۍ پیل کړي.

اپوزېسیون وایي، دا مظاهرې به د عمران خان د خوشې کېدو، د ګرانۍ، د پټرولو او ډیزلو د بیو د لوړېدو او د سیاسي بندیانو د ازادۍ لپاره ترسره شي.

د اپوزېسیون مشرانو ادعا کړې چې حکومت دې پر سیاسي مخالفینو فشارونه زیات کړي او راتلونکې بودجه به پر خلکو نور اقتصادي بار هم واچوي.

بلخوا حکومت لا تر اوسه د دغو تورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ډونالډ ټرمپ:د ایران جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ايران سره روانه شخړه به ډېر ژر پای ته ورسوي او په وينا يې تهران د یوې هوکړې لپاره لېواله دی.

هغه ویلي، ایران له اوسني وضعیت ستړی شوی او غواړي له امریکا سره تفاهم ته ورسېږي.

ټرمپ دا هم ویلي چې دا موضوع باید کلونه مخکې حل شوې وای؛ خو اوس یې وخت را رسېدلی ‌چې بايد حل شي.

د امریکا ولسمشر د اقتصاد په اړه هم خبرې کړې او ویلي یې دي چې د نفتو بیې به ژر راټیټې شي، ځکه په نړیوال بازار کې د تیلو کچه زیاته ده.

دا څرګندونې داسې مهال شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي او امنیتي کړکېچ لا هم دوام لري او تر اوسه یې کومه پایله معلومه نه ده.

جي ډي وینس: د امریکا او ایران خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی

‏د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس ویلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ روانو مذاکراتو کې “د پام وړ پرمختګ” شوی او دواړه لوري هڅه کوي د کړکېچ له زیاتېدو مخنیوی وکړي.

وینس زیاته کړې، واشنګټن غواړي ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، خو د خبرو اترو له لارې د حل لپاره لا هم هیله موجوده ده.

مولانا فضل‌الرحمن:د افغانستان په تړاو د پاکستان سیاستونو بې‌باوري زیاته کړې

د پاکستان د علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، د افغانستان په اړه د پاکستان لاس وهونکې تګلارې مطلوبې پایلې نه دي ورکړي او اوس د اسلام‌اباد ډیپلوماټیک دریځ له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.

هغه ټینګار کړی چې پاکستان وخت ناوخت د افغانستان د بېلابېلو حکومتونو ملاتړ او مخالفت کړی، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا زیانمنه شوې ده.

فضل‌الرحمن ویلي، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ شته ستونزې باید د فشار او زور پر ځای د سیاسي تفاهم او خبرو اترو له لارې حل شي.

نوموړي پرته له دې چې د کومې ځانګړې ډلې نوم واخلي، ویلي چې د پاکستان د تېرو ناسمو پالیسیو له امله ځینې هغه کړۍ هم اوس د دغه هېواد پر ضد فعالیت کوي چې پخوا یې ورسره نږدې اړیکې لرلې.

هغه همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ، سرحدي مسایلو، کډوالو او امنیتي ستونزو د حل لپاره د جدي سیاسي او ډیپلوماټیک تعامل غوښتنه کړې ده.

نن؛د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني ۷۷مه کلیزه ده

د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني ۷۷ کلن شو.

ښاغلی غني د ۱۹۴۹ کال د مې میاشتې په ۱۹مه نېټه د افغانستان په لوګر ولایت کې زېږېدلی دی.

اشرف غني له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغانستان د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه تر سیاست وړاندې د اقتصاد، پراختیا او حکومتولۍ په برخو کې له نړیوالو ادارو سره هم کار کړی و.

نوموړی د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، د سیاسي بدلونونو او د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته، له افغانستانه ووت او اوس مهال په عربي متحده اماراتو کې په جلا وطنۍ کې ژوند کوي.

ګڼ شمیر افغانانو د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د وطن جوړولو کې دې د پخواني ولسمشر اشرف غني له تجربو او مشورو ګټه واخیستل شي، او په درناوي او ځانګړي تشریفاتو وطن ته وبلل شي.

واشنګټن؛له ایران سره د همکارۍ په تور ۱۲ کسان او ګڼ شمېر شرکتونه په تور لېست کې واچول

واشنګټن یو ځل بیا د ایران پر ضد د بندیزونو نوې بسته اعلان کړې، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو افراد، شرکتونه او سمندري کښتۍ په نښه شوي دي.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې په دې تازه لېست کې ټول ۱۲ کسان شامل دي، چې پکې ۴ ایرانیان، یو مصري، ۵ فلسطینیان، یو هسپانوی او یو د ترکیې وګړی شامل دي.

د واشنګټن په وینا، دغه کسان د هغو شبکو برخه ګڼل کېږي چې له بندیزونو د سرغړونې او مالي فعالیتونو له لارې له ایران سره تړاو لري.

همدارنګه په دې بندیزونو کې ۲۹ شرکتونه او سازمانونه هم راغلي، چې ترڅنګ یې ۱۹ سمندري کښتۍ هم د امریکا د بندیزونو په لېست کې شاملې شوې دي.

د خزانې وزارت د دغو اقداماتو هدف د هغو مالي او لوژستیکي شبکو محدودول بللي چې واشنګټن یې د ایران په ګټه فعالې ګڼي.

امریکا تر دې وړاندې هم څو ځله د ایران او د هغه له همکارو شبکو سره تړلي افراد او ادارې په بندیزونو کې شاملې کړي، خو تهران تل دا ډول اقدامات سیاسي او غیر قانوني بللي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام:افغانستان کې د لوږې بحران ژور شوی، او میلیونونه ښځې او ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په یوه تازه راپور کې ویلي، افغانستان د خاموشه خوړو کمښت او خوارځواکۍ له سخت بحران سره مخ دی، چې تر ټولو ډېر زیان یې ښځو او ماشومانو ته رسېږي.

د راپور له مخې، دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۱۳.۸ میلیونه کسان د شدیدې لوږې سره مخ دي او نږدې ۵ میلیونه ماشومان او امیندواره یا شیدې ورکوونکې ښځې په خوارځواکۍ اخته دي.

دغه سازمان ویلي، اقتصادي سقوط، بېکاري، اقلیمي بدلونونه او د پاکستان سره د سرحدي لارو تړل کېدل د خوراکي توکو بیې لوړې کړي او د بشري مرستو رسولو بهیر یې سخت اغېزمن کړی دی.

د یاد سازمان د افغانستان مشر جان آیلیف ویلي: «د تغذیې مرستې اختیاري نه دي، بلکې د میلیونونو افغان ښځو او ماشومانو لپاره د ژوند کرښه ده.»

ډبلیو ایف پي زیاته کړې، د بودجې کمښت له امله یې مرستې محدودې شوي او اوس یوازې د افغانستان د اړتیا لرونکو ماشومانو او میندو یوې کوچنۍ برخې ته رسېدلی شي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، که دوامدار مالي ملاتړ او بشري مرستې دوام ونه کړي، زرګونه نور افغان ماشومان او ښځې به د ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ:د نجات څلی به د نوي هوايي پل پر سر په نوې بڼه ورغول شي

د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي ویلي، د کابل ښار د حضوري چمن سیمې اړوند د نجات څلی، چې د هوايي پل د جوړېدو د پروژې پر مهال ړنګ شوی، بېرته به په نوې بڼه ورغول شي.

بارکزي زیاته کړې، کابل ښاروالۍ د تاریخي آثارو او ملي ارزښتونو ساتنې ته ژمنه ده او هڅه کوي چې د ښار تاریخي هویت خوندي وساتي.

د هغه په وینا، د نوي جوړېدونکي هوايي پل پر سر به د نجات څلی له نوې طرحې او معیاري بڼې سره بیا جوړ شي.

د نجات څلی د کابل ښار په حضوري چمن سیمه کې له پخوانیو تاریخي نښو څخه ګڼل کېږي، چې پخوانۍ بڼه یې د کورنیو جګړو پر مهال له منځه تللې وه.

یاد څلی شاوخوا نهه کاله وړاندې بېرته ورغول شو، خو د وروستۍ رغنیزې پروژې له امله یو ځل بیا ونړول شو.

د دغه څلي نړول په وروستیو ورځو کې د یو شمېر فرهنګي فعالانو، تاریخ‌پوهانو او ښاریانو غبرګونونه هم راپارولي وو.

منتقدانو ټینګار کاوه چې تاریخي او فرهنګي اثار باید د پراختیايي پروژو پر مهال خوندي پاتې شي.

اوس کابل ښاروالۍ وایي، د نجات څلي د بیا رغونې لپاره به داسې طرحه عملي شي چې هم د ښار د ترانسپورتي اسانتیاوو اړتیاوې پوره کړي او هم تاریخي ارزښتونه وساتل شي.

سهیل اپریدی:د پنجاب حکومت د خیبر پښتونخوا د ۴۶ میلیونه ولس سپکاوی کړی

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې نوموړی د پنجاب په اډیاله زندان کې د پخواني بندي وزیراعظم عمران خان د ملاتړ لپاره د صوبایي کابینې او پارلماني غړو سفر د وفاقي حکومت له لوري په اسلام‌اباد کې د ۲۶ نمبر چوک کې درول شوی، چې نوموړي دا اقدام د خیبر پښتونخوا د ۴۶ میلیونه ولس سپکاوی بللی دی.

سهیل اپریدي په خپله ایکس پاڼه په تندو څرګندونو کې ادعا کړې چې وفاقي حکومت نه یوازې د خیبر پښتونخوا د ګازو لیږد بند کړی، بلکې د پنجاب حکومت هم صوبې ته د غنمو د انتقال مخه نیولې ده.

د هغه په وینا، دغه اقدامات د پاکستان د اساسي قانون او د وفاقي نظام د اصولو خلاف دي.

سهیل اپریدي ویلي، عمران خان په اډیاله زندان کې د “شدیدې بې‌پروايۍ” له امله د سترګو ۸۵ سلنه لید له لاسه ورکړی او لا هم نه ورته د کورنۍ، وکیلانو او شخصي ډاکټر سره د لیدو اجازه ورکول کېږي.

هغه د پاکستان په حکومت تور پورې کړ چې وفاقي او پنجاب حکومتونه د محکمو امرونه نه عملي کوي او عمران خان له ۲۰۲۵ کال د نومبر راهیسې په بشپړه تنهايي بند کې ساتل کېږي.

سهیل اپریدی خبرداری ورکړی چې که د عمران خان روغتیا ته هر ډول زیان ورسېږي، مسؤلیت به یې د وفاقي حکومت، پنجاب پولیسو، د اډیاله زندان ادارې او د هغوی د ملاتړ کوونکو پر غاړه وي.