سه شنبه, جون 2, 2026
Home Blog Page 111

خیبر پښتونخوا؛بېلابېلو سیمو کې د پرله‌پسې ورښتونو له امله ۱۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د رسنیو د راپورونو او د پاکستان د ناورینونو مدیریت ادارې (NDMA) له مخې، د مارچ له ۲۵مې نېټې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د پرله‌پسې ورښتونو له امله ۳۰ کسان وژل شوي او ۸۵ نور ژوبل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې ۲۰ ماشومان، ۵ نارینه او ۵ ښځې شامل دي.

د ورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه هم زیانمن شوي، چې له دې جملې ۲۵ کورونه په بشپړ ډول او پاتې نیمه وران شوي دي.

اغېزمنې سیمې بنو، اېبټ‌اباد، کوهاټ، پېښور، نوشهره، باجوړ، لکي مروت، کورمه، هنګو، شانګله، بونیر، مالکنډ، بر دېر، بټګرام، شمالي وزیرستان او ټانک دي.

یادې ادارې خبرداری ورکړی چې ورښتونه به تر اپریل ۴مې نېټې دوام وکړي او له خلکو یې غوښتي چې له اړتیا پرته دې سفرونه نه‌کوي.

افغانستان کې د ماینونو ګواښ؛یوناما وایي، چې دغه هېواد د مرګ‌ژوبلې له پلوه درېیم مقام کې دی

یوناما وايي، چې افغانستان د ماینونو او ناچاودو توکو له امله د مرګ‌ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی.

دغه راپور د ملګرو ملتونو له خوا د ماین د خطرونو په اړه د پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی.

یوناما زیاتوي چې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان وژل کېږي، چې نږدې ۸۰٪ یې ماشومان دي او نږدې ۹۰٪ پېښې د ناچاودو مهماتو له امله رامنځته کېږي.

همداراز، هالو ټرسټ ویلي چې شاوخوا ۶.۴ میلیونه کسان د ماینونو له خطر سره مخ دي چې له هرو پنځو کسانو یو په خطرناکو سیمو کې ژوند کوي.

یوناما ټینګار کوي چې د ماین پاکۍ لپاره بېړنۍ نړیوالې مرستې ته اړتیا ده.

محمدباقر قالیباف:د ایران پر ضد هر ډول تاوتریخوالی به د امریکا پر ګټو قاطع ځواب ولري

0

د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي چې د ایران پر ضد د تاوتریخوالي زیاتوالی به د سیمې په کچه د امریکا د ګټو پر وړاندې له قاطع او پراخ غبرګون سره مخ شي.

هغه زیاته کړې چې ایران د خپل موجودیت د ساتنې لپاره په سیمه کې د امریکا اډې او ګټې په نښه کړې دي.

قالیباف دا هم ویلي چې دا جګړه د اسرائیل جګړه ده، او نړۍ د همدې جګړې له امله له ناامنۍ او زیانونو سره مخ شوې ده.

عباس عراقچي:پاکستان ته د تګ څخه مو هېڅکله انکار نه دی کړی، امریکايي رسنۍ زموږ دریځ تحریفوي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي چې د پاکستان له هڅو څخه ژوره مننه کوي او ټینګار یې کړی چې ایران هېڅکله هم اسلام‌اباد ته د تګ څخه ډډه نه ده کړې.

هغه ویلي چې د دوی لپاره تر ټولو مهمه موضوع د جګړې پای ته رسېدل دي، داسې پای چې هم قطعي وي او هم دوامداره.

عراقچي زیاته کړې چې د امریکا ځینې رسنۍ د ایران دریځ ناسم او تحریفوي.

تر دې مخکې، یو شمېر لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی و چې د پاکستان د چارواکو هغه هڅې چې غوښتل یې د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب وکړي، بریالۍ نه شوې، او ادعا یې کړې وه چې ایراني چارواکو اسلام‌اباد ته د خبرو لپاره د تګ څخه انکار کړی و.

عباس عراقچي د وروستیو څرګندونو له مخې، دا راپورونه ناسم بلل شوي او هغه یې رد کړي دي.

حمدالله فطرت:د تېرې شپې زلزلې له امله ۱۶کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې او مالي زیانونه یې اړولي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، تېره شپه د ۵.۸ درجې زلزلې له امله په کابل، پنجشیر، لوګر، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې د خلکو ژوند اغېزمن شوی دی.

فطرت د لومړنیو راپورونو له مخې خبر ورکړی چې زلزلې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي، ۴ټپیان شوي، ۵ کورونه په بشپړ ډول او ۳۳ کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي، او شاوخوا ۴۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

بل‌خوا په افغانستان کې د ډېرو بارانونو او سیلابونو له امله هم سلګونه کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ شوي او ۶۱ تنه وژل شوي دي.

د کابل جلال آباد لویه لار؛د غر ښویېدنې له امله شپږ تنه مسافر وژل شوي

د کابل او جلال آباد ترمنځ د سروبي ولسوالۍ اړوند ورېښمین تنګي سیمه کې پرون د یوه بکسه ډوله موټر پر سر د غره لویه ډبره غورځېدلې.

د پېښې په نتیجه کې شپږ تنه مسافر وژل شوي، او پاتې سپاره ټول ټپیان دي.

د ځایي سرچینو په وینا، د سړک دغه برخه اوس هم د خوندیتوب له پلوه خطرناکه ده.

د ایټالیا لومړۍ وزیره؛د منځني ختیځ د جګړې له امله پر ایټالیا د انرژۍ د بحران د کمښت په اړه قطر ته تللې

0

د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا ملوني، د «یووالي او سیاسي ملاتړ» د څرګندولو په موخه د دوحې ښار ته ورسېده، څو د قطر له چارواکو سره په مهمو سیمه‌ییزو او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.

په دوحه کې د ایټالیا سفارت ویلي، دا د جي-اووه (G7) او جي-شل (G20) له غړو هېوادونو څخه د یوه مشر لومړنی رسمي سفر دی چې د منځني ختیځ د روانې جګړې له پیل وروسته خلیجي سیمې ته ترسره کېږي.

ملوني، چې تر دې وړاندې یې سعودي عربستان ته هم سفر کړی و، په دوحه کې به د وروستیو بریدونو په اړه د قطر ملاتړ څرګند کړي او دغه بریدونه به وغندي.

ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ همکارۍ، د طبیعي ګازو صادرات، او د جګړې له امله د نړیوالو بازارونو پر ثبات اغېزې د بحث مهم ټکي وي.

دا سفر په داسې حساس وخت کې ترسره کېږي چې د منځني ختیځ جګړه پنځمې اوونۍ ته داخل شوې او اروپايي هېوادونه، په ځانګړې توګه ایټالیا، د انرژۍ د احتمالي کمښت او د اکمالاتي لارو د ګډوډۍ له خطر سره مخ دي.

ذبیح‌الله مجاهد:په افغانستان کې وروستیو طبیعي پېښو ۶۱ تنه وژلي او زرګونه کورونه ویجاړ شوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د وروستیو اورښتونو او طبیعي پېښو له امله په افغانستان کې درانه زیانونه اوښتي دي.

د مجاهد په وینا، په دغو پېښو کې ۶۱ تنه مړه شوي، ۱۱۶ تنه ټپیان دي او ۴ تنه لا هم ورک دي.

هغه زیاته کړې، چې همداراز شاوخوا ۲۴۴۸ کورونه په بشپړ یا قسمي ډول ویجاړ شوي، ۲۶۸۴۱ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې او ۱۰۴۵ څاروي له منځه تللي دي.

سپاه پاسداران:ریاض کې د امریکا پر سفارت برید له موږ سره تړاو نه لري

0

د سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې اعلان کړی چې په ریاض کې د امریکا پر سفارت برید د ایران له وسله‌والو ځواکونو سره هېڅ تړاو نه لري او دا پېښه یې غندلې ده.

سپاه پاسداران ویلي چې دا برید په بشپړه توګه د اسراییل کار دی او د دې پېښې مسؤلیت یې پر اسراییل ور اچولی دی.

د یادې ادارې په وینا، ایران مخکې له مخکې خپل هدفونه اعلان کړي دي او د هغوی د عملیاتو چوکاټ معلوم دی، نو له دې برید سره هېڅ تړاو نه لري.

سپاه همداراز ټینګار کړی چې دا ډول پېښې د سیمې د وضعیت د لا خرابېدو سبب ګرځي او باید په اړه یې روښانه او بې‌طرفه څېړنه وشي.

فضل محمود فضلي:پاکستان په خپل کمزوري وجود، په غټو مسائیلو کې نشي چلېدای

د چارو اداري پخواني رئیس فضل محمود فضلي ویلي، هغه انګېرنه چې ګواکې پاکستان د سیمې یو نه‌جلا کېدونکی ستراتیژیک ځواک دی، په چټکۍ سره له منځه تللې ده.

د نوموړي په وینا، متحده عربي امارات او سعودي عربستان له پاکستانه خپل پورونه بېرته غواړي، چې دا کار د اسلام‌اباد پر سیاستونو د دوی د بې‌باورۍ او نارضایتۍ ښکاره نښه بلل کېږي.

فضلي زیاتوي چې ایران هم د امریکا سره د منځګړیتوب لپاره د پاکستان وړاندیز رد کړی او اسلام‌اباد ته په شک ګوري، ځکه داسې انګېرل کېږي چې دا به د امریکا احتمالي دام وي.

هغه ټینګار کوي چې پاکستان نه کافي وړتیا لري او نه هم اعتبار، چې په دې کچه حساسو ډیپلوماتیکو مسایلو کې رول ولوبوي.

د هغه په خبره، د پاکستان حکومت اوس دې ته اړ شوی چې پر کورنیو ستونزو، لکه د سون توکو د بیو پر کنټرول، تمرکز وکړي.