سه شنبه, جون 2, 2026
Home Blog Page 109

ډونالډ ټرمپ:ممکن تر دوشنبې له ایران سره هوکړې ته ورسیږو، خو که نشو د ایران پر نفتو د کنټرول هڅه کوو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره د احتمالي سیاسي هوکړې لپاره خبرې روانې دي او ښايي دا بهیر تر راتلونکې دوشنبې پورې پایلې ته ورسېږي.

هغه له فاکس نیوز سره په یوه تازه مرکه کې وویل، تهران په مذاکراتو بوخت دی، خو که موافقې ته ونه رسېږي، امریکا به د فشار د زیاتولو لپاره نور اقدامات هم په پام کې ونیسي.

ټرمپ په جنجالي څرګندونو کې دا ادعا هم وکړه چې واشنګټن د کال په پیل کې د کردي ډلو له لارې د ایران دننه معترضینو ته وسلې استولې وې، خو دا وسلې تر ډېره د هماغو ډلو په واک کې پاتې شوې دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د هوکړې نه شتون په صورت کې به امریکا د ایران د نفتو د کنټرول هڅه وکړي.

په ورته وخت کې، هغه وویل چې د ایران اوسني مذاکره کوونکي د خبرو د اسانتیا لپاره له «محدود مصونیت» څخه برخمن شوي دي، خو د دې ادعاوو په اړه لا تر اوسه د ایران له لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

سپاه پاسداران:په سیمه کې مو د څلورو هیوادونو د انرژۍ مهم بنسټونه هدف وګرځول

0

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې چې د منځني ختیځ په څلورو هېوادونو کې یې د انرژۍ مهم بنسټونه په نښه کړي.

د سپاه په وینا، دغه بریدونه د اسرائیل په حیفا کې د سون‌توکو پر تصفیه‌خانې، او د متحده عربي اماراتو، بحرین او کویټ په مهمو ګازي او پتروشیمي تأسیساتو ترسره شوي دي.

ایران وايي، دا عملیات د هغو بریدونو په غبرګون کې دي چې د کرج پر «پل بي۱» او د ماهشهر پر پتروشیمي صنایعو شوي وو.

سپاه پاسداران همداراز خبرداری ورکړی چې که پر ایران پورې تړلو اهدافو بریدونه دوام ومومي، نو د دوی د عملیاتو راتلونکی پړاو به “ډېر قوي او پراخ” وي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران په غرونو کې د امریکايي پیلوټ د ژغورنې بې‌ساري عملیات ترسره شول

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې امریکایي ځواکونو د ایران په خاوره کې د F-15 جنګي الوتکې د عملې د ژغورنې لپاره یو بې‌ساری او لوړ خطر لرونکی عملیات ترسره کړی دی.

ټرمپ په ټروت سوشیال ایکس پاڼه لیکلي، چې دا ډول عملیات «ډېر کم ترسره کېږي او تقریباً هېڅ مخینه نه لري»، ځکه چې د ځواکونو او پوځي تجهیزاتو لپاره جدي خطرونه لري.

د هغه په وینا، لومړي عملیات کې یو امریکایي پیلوټ د ورځې په رڼا کې وژغورل شو، چې دا کار یې «غیرمعمول» بللی او زیاته کړې یې ده: «موږ اووه ساعته د ایران پر فضا پاتې شو.»

نوموړي ادعا کړې چې دوهم عملیات کې یو بل پیلوټ، چې سخت ټپي و، د ایران له غرنیو سیمو څخه وژغورل شو.

هغه ویلي: «هغه ډېر زړور و، او موږ د غرونو له اعماقو راوویست، په داسې حال کې چې د ایران نظامي ځواکونه په پراخه کچه د هغه په لټه کې وو.»

نټ‌بلاکس:په ایران کې د انټرنېټ پرې کېدل تر ټولو اوږده ملي خاموشي ده

0

د نټ‌بلاکس د راپور له مخې، په ایران کې د انټرنېټ سراسري پرې کېدل اوس د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو اوږده د ملي کچې انټرنېټي خاموشي ګرځېدلې ده.

راپور وایي، دا اختلال چې ۳۷مې پرله‌پسې ورځې ته داخل شوی، تر ۸۶۴ ساعتونو اوښتی او د شدت له مخې یې د ورته ټولو پخوانیو پېښو ریکارډ مات کړی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې ایران لومړنی هېواد دی چې مخکې یې انټرنېټ ته لاسرسی درلود؛ خو وروسته یې د «ملي شبکې» په لور په تګ سره دا اړیکه له لاسه ورکړه.

همداراز ویل شوي چې د جګړو له امله د زیربناوو زیانونه په ځینو هېوادونو کې د انټرنېټ د اوږدمهاله کمښت لامل شوي، خو تر اوسه هېڅ جګړه په بشپړه توګه د یوه هېواد په کچه د انټرنېټ د سراسري پرې کېدو سبب نه ده شوې.

ډونالډ ټرمپ، ایران ته:د هرمز تنګی خلاص کړئ، ګني د جهنم دروازې درته پرانیزم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ایران ته په توندو څرګندونو ګواښ کړی او ویلي یې دي چې که د هرمز تنګي ستونزه حل نه شي، سخت اقدام به وشي.

ټرمپ په تروت سوشیال ایکس پاڼه لیکلي: «سه‌شنبه به په ایران کې د برېښناکوټو ورځ او د پلونو ورځ وي، ټول په یوه ورځ.»

هغه زیاته کړې: «تنګی خلاص کړئ، ای لیونیانو، که نه نو په دوزخ کې به ژوند وکړئ—یوازې تماشه وکړئ.»

نوموړي تېره ورځ هم د ټاکلي ضرب‌الاجل یادونه کړې او ویلي یې وو: «په یاد لرئ کله مې چې ایران ته ۱۰ ورځې وخت ورکړی و چې تړون وکړي یا د هرمز تنګی خلاص کړي. وخت پای ته رسېږي—۴۸ ساعتونه پاتي او وروسته به ټول جهنم پرې راولوېږي.»

ازبکستان:افغانستان د ابرېښم لارې مهم او کلیدي شریک دی

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال بابر عثمانوف ویلي، چې افغانستان د ابرېښم لارې یو مهم او کلیدي شریک هېواد دی.

هغه دا څرګندونې د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه کې وکړې، چې د سیمې د همکاریو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا تمرکز لري.

عثمانوف زیاته کړې، افغانستان دا وړتیا لري چې شاوخوا دوه میلیارده نفوس له یو بل سره ونښلوي او د سیمې د ټرانزیټ او سوداګرۍ مهم مرکز وګرځي.

نوموړي همداراز ویلي، چې ازبکستان په افغانستان کې د افغان–ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې مطالعات پیل کړي او د دې پروژې د عملي چارو د پیل لپاره چمتووالی نیسي.

د هغه په وینا، د دې ډول پروژو پلي کېدل به د سیمې ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي او افغانستان به د سیمه‌ییز اتصال په مهم محور بدل کړي.

امیرخان متقي:د افغانستان له لارې سیمه‌ییز اتصال د حکومت اقتصادي لومړیتوب دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، چې د افغانستان له لارې د مرکزي او جنوبي اسیا نښلول د حکومت له مهمو اقتصادي لومړیتوبونو څخه دي.

هغه دا څرګندونې د «افغانستان – مرکزي اسیا مشورتي غونډې» پر مهال وکړې، چې په کې د سیمې د هېوادونو لوړپوړي استازي ګډون لري.

متقي زیاته کړې، چې حکومت یې د سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي پراختیا لپاره پر لویو پروژو تمرکز کړی، په ځانګړي ډول د ټاپي ګازو پروژه.

هغه ټینګار کړی، چې د دغو پروژو پلي کېدل نه یوازې د افغانستان لپاره اقتصادي ګټې لري، بلکې د سیمې هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې به هم پیاوړې کړي او د انرژۍ د انتقال په برخه کې به مهم بدلونونه راولي.

د یادونې ده چې تر دې دمه د ټاپي پروژې د ګازو د نل‌لیکې ۲۵ کیلومتره برخه بشپړه شوې او شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره نوره د غځولو لپاره چمتو ده.

فارس خبري اژانس:د دښمن د سون‌توکو رسولو الوتکه چې د ورک شوي امریکایي افسر د ژغورلو په لټه وه، اصفهان کې رانسکوره شوه

0

د ایران فارس خبري اژانس ادعا کړې چې د امریکا یوه د سون‌توکو رسولو C-130 Hercules الوتکه د اصفهان ولایت کې د پولیسو د ځانګړې ډلې له خوا له منځه وړل شوې ده.

د راپور له مخې، الوتکه د «مقدسې خاورې پر ضد د شیطاني یرغلګرو ته د سون‌توکو رسولو» په ماموریت کې وه او د ورک شوي امریکايي افسر د ژغورنې د عملیاتو پر مهال هدف ګرځېدلې ده.

امریکا تر اوسه د دې ادعا په اړه هېڅ رسمي تأیید نه دی کړی.

شیخ هبت‌الله:له رسمي او اداري اسنادو څخه دې بهرني اصطلاحات لرې کړل شي

د طالبانو حکومت مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده، امر کړی چې یوه ګډه کمیټه دې جوړه شي ترڅو د رسمي او اداري اسنادو څخه بهرني اصطلاحات لیرې کړل شي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په خپاره شوې فرمان کې ویل شوي چې دې کمیټې کې به د پوهنې، لوړو زده‌کړو، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو استازي، د علومو اکاډمي او د اداري چارو دفتر شامل وي.

د عدلیې وزارت به د دې کمیټې مشري وکړي.

په څلور ماده‌یي فرمان کې راغلي چې ټولې حکومتي ادارې باید هغه بهرني اصطلاحات چې په رسمي اسنادو کې کارول شوي راټول کړي او د مناسب بدیل وړاندیزونه کمیټې ته وړاندې کړي.

کمیټه به د وړاندیزونو ارزونه او انتخاب وکړي، او وروستی تایید به شیخ هبت‌الله ته وړاندې شي.

د سپوږمکۍ د انځور اخیستونکي شرکت؛د ایران او منځني ختیځ د جګړې د انځورونو خپرول محدود کړل

0

د سپوږمکۍ د انځورونو اخیستونکي شرکت «پلانیټ لبز» اعلان کړی چې د امریکا د حکومت په غوښتنه به د ایران او منځني ختیځ د جګړې انځورونه یوازې په محدود ډول خپروي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دا پرېکړه د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د روانې شخړې پر مهال شوې ده.

د امریکا حکومت له ټولو هغو شرکتونو غوښتي چې د سپوږمکۍ انځورونه وړاندې کوي، د دې انځورونو خپرول د نامعلوم وخت لپاره ودروي.

پلانیټ لبز ویلي چې پخواني محدودیتونه دوام لري؛ مخکې به د سیمې انځورونه په ۱۴ ورځو ځنډ خپرېدل ترڅو دښمنان یې ونه کاروي؛ خو په ضروري او حساسو مواردو کې به انځورونه ځانګړو کاروونکو ته ورکول کېږي، په ځانګړي ډول د عامه ګټو یا حیاتي ماموریتونو لپاره.

کارپوهان وایي چې د سپوږمکۍ انځورونه په جګړو کې د هدفونو په پېژندنه کې مهم رول لري او خبریالان او څېړونکي هم د لرې پرتو سیمو د څېړنې لپاره له دې انځورونو ګټه اخلي.