دوشنبه, اپریل 20, 2026
Home Blog Page 107

د نړۍ مشرانو؛د روژې په مناسبت مسلمانانو ته د یووالي او سولې پیغامونه ورکړي دي

د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د نړۍ یو شمېر مشرانو مسلمانانو ته د مبارکۍ پیغامونه استولي او دا میاشت یې د تفکر، مهربانۍ او یووالي فرصت بللی دی.

د سعودي عربستان له رسمي اعلان سره سم، چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) د رمضان المبارک لومړۍ ورځ ټاکل شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل پیغام کې روژه د روح د نوې کېدو، دعا او د خدای د نعمتونو د قدر کولو وخت وباله او هیله یې وښوده چې دا میاشت دې نړۍ ته د سولې او برکت زېری راوړي.

د برېتانیا پاچا چارلس درېیم او لومړي وزیر کې‌یر سټارمر هم مسلمانانو ته مبارکي ویلې او دا میاشت یې د یووالي او هیلو وخت یاد کړی دی.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني روژه د تفکر او دعا فرصت بللی، او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپل پیغام کې ویلي چې دا میاشت باید د جګړو، لوږې او بې‌ځایه کېدو له امله ځپل شویو خلکو لپاره د خواخوږۍ او ملاتړ پیغام تازه کړي.

همدارنګه، د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي او د لندن ښاروال صادق خان هم روژه د کلتوري تنوع، بښنې او مینې میاشت بللې ده.

عباس عراقچي:د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې عمومي اصولو باندې توافق شوی؛ خو بشپړ هوکړه وخت ته اړتیا لري

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د جینوا د مذاکراتو په اړه ویلي چې دواړو خواوو په یو شمېر اساسي اصولو عمومي توافق کړی دی او پر اساس به یې د احتمالي توافق متن جوړ شي.

هغه زیاته کړې چې دا ددې معنی نه ورکوي چې ژر به بشپړ توافق ته ورسېږي، خو د مذاکراتو لاره پیل شوې ده.

عراقچي همدارنګه ویلي چې په دې پړاو کې د تیرې دورې په پرتله جدي بحثونه شوي، فضاء جوړونکې وه او بېلابېل نظریات څېړل شوي.

د هغه په وینا، دواړه لوري خپلې مواضع لري او د هغو نږدې کېدل به لږ وخت واخلي.

تازه خبرد طالبانو حکومت سترې محکمې هم سبا د روژې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه

د طالبانو حکومت سترې محکمې او د رویت هلال مرکزي هیئت د میاشتې لیدلو د شاهدیو تر ترلاسه کولو وروسته اعلان کړی چې سبا چهارشنبه د روژې مبارکې لومړۍ ورځ ده.

سترې محکمې ویلي، چې د افغانستان په پروان، کندهار، هلمند او زابل ولایتونو کې د رمضان میاشت لیدل شوې او سبا د روژې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

عاجل خبرسبا د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د روژۍ مبارکې میاشتې لومړۍ نیټه ده

0

د سعودي عربستان الحرمين پاڼې اعلان کړی چې د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې هلال لیدل شوی دی.

د اعلان له مخې، چهارشنبه د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ ۱۸مه د روژې لومړۍ ورځ ده.

د سعودي الحرمین ادارې ټولو مسلمانانو ته د رمضان مبارکي ویلې.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت سترې محکمې تر اوسه د روژې په اړه څه نه دي ویلي.

حمدالله فطرت:د سعودي په منځکړیتوب مو درې پاکستاني سرتېري خوشې کړل

د طالبانو حکومت د هغې تګلارې له مخې چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو او متوازنو اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي، د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په درناوي، درې پاکستاني نظامیان د سعودي عربستان په غوښتنه ازاد کړل.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، یاد سرتېري د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ربیع الثاني میاشتې په ۲۰مه، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د اکتوبر له ۱۲مې سره برابره ده، د سرحدي نښتو پر مهال اسیران شوي وو.

نوموړي زیاته کړې چې دغه سرتېري د سعودي عربستان له لوري کابل ته د راغلي مذاکراتي پلاوي ته وسپارل شول، څو د اعتماد فضا رامنځته شي او د “اسلامي امارت” د حسن نیت پیغام سیمې او نړۍ ته ورسول شي.

فطرت، ټینګار کړی چې دا اقدام د سولې، تفاهم او ورورګلوۍ په روحیه کې ترسره شوی او غواړي له ټولو هېوادونو سره خپلې سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې د متقابل درناوي پر بنسټ پیاوړې کړي.

الجزیره:سعودي او یوشمیر اسلامي هیوادونو کې ښایي روژه د پنجشنبې په ورځ شي

0

د الجزیرې د راپور له مخې، په سعودي عربستان او یو شمېر نورو عربي هېوادونو کې د روژې مبارکه میاشت ښايي د پنجشنبې ورځ، ۳۰ د دلوې پیل شي.

د راپور له مخې، د روژې لومړۍ ورځ به د نوي سپوږمۍ د لیدلو پورې تړلې وي.

که د چهارشنبې ماښام هلال ولیدل شي، روژه به هماغه ورځ پیل شي، خو که ونه لیدل شي، نو شعبان به ۳۰ ورځې پوره کړي او روژه به د پنجشنبې په ورځ پیل شي.

د نجومي حسابونو له مخې، د چهارشنبې په شپه هلال یوازې درې دقیقې د لمر لوېدو وروسته څرګندیږي او د لیدلو امکان یې کم بلل شوی، خو د پنجشنبې په شپه به سپوږمۍ نږدې ۲۶ ساعته عمر ولري او د لیدلو چانس به یې زیات وي.

علی خامنه‌ایي:ایران کې د وروستیو اعتراضونو وینه تویونه فتنه وه

0

د ایران مذهبي مشر علی خامنه‌ای وروستي ولسي اعتراضونه «فتنه» بللي او ویلي یې دي چې د پېښو پر مهال وینه تویه شوې او حکومت هم د وژل شویو کسانو له امله ویرجن دی.

نوموړي وژل شوي کسان په درېیو ډلو وېشلي چې امنیتي ځواکونه، عادي لارویان او هغه کسان چې د ده په وینا غولول شوي وو.

هغه ویلي دا درې واړه ډلې شهیدان بلل کېږي، خو ځینې نور یې فتنه‌ګر او کودتاچیان یاد کړي او ویلي چې هغوی له خپل برخلیک سره مخ شوي دي.

خامنه‌اي زیاته کړې چې ځینې ګډونوال وروسته پښېمانه شوي او حتی هغه ته یې لیکونه استولي، خو ټینګار یې کړی چې د اعتراضونو اصلي عاملین به بې‌مسؤلیته پاتې نه شي.

د اسراییلو پخوانی استخباراتي چارواکی:ایران د وخت ګټلو هڅه کوي او ښايي بشپړو ژمنو ته چمتو نه وي

0

د اسراییلو د پوځ د استخباراتو د ایران څانګې پخواني مشر آساف کوهن ویلي چې ایران د خپل ستونزمن وضعیت له امله امتیاز ورکولو ته اړ شوی او هڅه کوي د احتمالي برید پر وړاندې د چمتووالي لپاره وخت ترلاسه کړي.

هغه د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي خبرو په اړه ویلي، اصلي پوښتنه دا ده چې ایا امریکا رښتیا هم د هوکړې غوښتونکې ده او که یوازې د برید لپاره د لا زیات چمتووالي وخت ته اړتیا لري.

کوهن د ایران د اټومي پروګرام په اړه زیاته کړې چې تهران د شته اټومي موادو د رقیق کولو او د څارنې د بېرته ستنېدو خبرې کوي، خو لا هم څرګنده نه ده چې ایا بشپړو ژمنو ته چمتو دی که نه.

هغه ټینګار کړی چې د څارنې د بیا پيل څرنګوالی او د ایران د ژمنو عملي کول د هر ډول احتمالي مذاکراتو مهمې او مبهمې مسئلې دي.

لینډسي ګراهام:اوس د ایران پر وړاندې دوه لارې شته

0

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام په تل‌ابیب کې د ایران د وضعیت په اړه ویلي چې اوس د تهران په اړه دوه لارې شته چې یوه دیپلوماتیکه او بله نظامي لاره ده.

ګراهام ویل: «یو لوری دیپلوماتیک دی چې د دې حکومت د ختمېدو لپاره د امنیتي ګټو په پام کې نیولو سره کار وکړي، او بل لوری نظامي انتخاب دی.»

هغه زیاته کړې چې د ایران حکومت او مشر یې، آیت‌الله، د ۱۳۵۷ کال راهیسې په خپل کمزوري حالت کې دي، اقتصاد یې ګډوډ شوی، پوځ یې کمزوری شوی او خلک په کوڅو کې اعتراضونه کوي.

هغه همدارنګه ویلي چې د حکومت د بدلیدو امکان شته او که څه هم خطرونه شته، حاضر دی دا ریسک ومني.

ګراهام ټینګار کړی چې د ایران خلک کولی شي د امریکا، اسراییل او سیمه‌ییزو هېوادونو لپاره لوی متحد وي.

خیبر پښتونخوا؛د باجوړ په برید کې ۱۱ امنیتي سرتېري او دوه ملکیان وژل شوي

0

راپورونه وایي چې تېره ورځ د باجوړ د امنیتي پوستې برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي، چې په کې ملکي وګړي هم شامل دي.

د راپورونو په خبره، په دې برید کې ۱۱ امنیتي سرتېري او دوه تنه ملکیان وژل شوي.

د راپورونو په وینا، په وژل شویو کسانو کې یو شپږ کلن ماشوم هم شامل دی.

دې برید کې ۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي چې د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

ویل کېږي چې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي، او د مدرسې ودانۍ د پاکولو او امنیتي تصفیه کېدو لاندې ده.