دوشنبه, مارچ 16, 2026
Homeافغانستاناحمد مسعود:په طالبانو د امریکا له مرستو بندېدو وروسته، د هغوی داخلي...

احمد مسعود:په طالبانو د امریکا له مرستو بندېدو وروسته، د هغوی داخلي اختلافات ډېر شوي

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ویلي، چې د امریکا د مرستو بندیدو پر طالبانو جدي اغېز کړی.

احمد مسعود د هډسن انستیتیوت سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو په تېرو دریو کلونو کې له نړیوالو مرستو ناوړه استفاده وکړه؛ خو اوس چې دغه سرچینې بندې شوې، د هغوی داخلي اختلافات ډېر شوي دي.

هغه زیاته کړې:«د طالبانو داخلي اختلافات واقعي دي؛ خو یوازې دغه اختلافات د افغانستان د وضعیت د بدلون لپاره کافي نه دي.»

مسعود د افغانستان اقتصادي وضعیت بحراني وباله او ویلي، چې طالبانو د افغانستان داخلي عواید د خپلو شخصي ګټو لپاره کارولي، پداسې حال کې چې خلک په فقر کې پرېښودل شوي دي.

مسعود د طالبانو هغه ادعا چې ګواکې ټول هېواد یې تر کنټرول لاندې راوستی، بې‌اساسه وبلله او د مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې پر حملو یې ټینګار وکړ.

هغه ویلي، چې طالبانو د وضعیت کنټرول له لاسه ورکړی.

نوموړي دغه راز ویلي، د دوحې د بهیر تر ماتې وروسته یوازینی بهیر چې د افغانستان د خلکو باور او پاملرنه یې خپله کړې، د ویانا بهیر دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here