تېر جمهوري حکومت کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، چې جمهوري نظام کې داسې کسان هم وه چې هم یې امتیازات اخیستل او هم یې تخریب کاوه.
ښاغلي امرخېل پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دغو کسانو د دې تخریب لپاره نه په دروغو صرفه کوله او نه په بهتان.
هغه ویلي، چې اوس هماغه کسان نه ملت ته د پورته کتلو سترګې لري او د دې سربيره وجدان عذاب سره هم مخ دي.
نوموړي لیکلي:«دغه اشخاص د ملت تير وېستلو په موخه وخت نا وخت په ابجدو او کنايوو کې د حاکم وضعيت څخه د ناخوښۍ کليمات په دې خاطر کاروي ترڅو په راتلوونکي کې د مبارز وروستاړی د خپل نوم پورې ونښلوي او خپل بزنس ته د مبارزې نوم ورکړي.»
امرخېل دغه راز ویلي، چې مبارزه باید سپیڅلي ملي اهداف ولري او هرڅوک باید دغو سپيڅلو موخو ته ژمن وي.

