د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې مسکو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو کې د اروپا له ګډون سره مخالفت نه لري.
پوتین ادعا کړې چې اروپایي ټولنې د اوږدې مودې لپاره له روسیې سره له هر ډول مذاکراتو ډډه کړې ده.
د امریکا او روسیې استازو تېره اوونۍ په سعودي عربستان کې د اوکراین د جګړې په اړه لومړنۍ ناسته ترسره کړه.
اوکراین او اروپایي متحدین یې دې خبرو ته نه و بلل شوي، چې د هغوی سخت غبرګونونه یې را وپارول.

