د تورخم دروازه د څلورمې ورځې لپاره هم پاکستاني لوري د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت رسنیو ته ویلي، چې تېره ورځ د ننګرهار د مرستیال والي تر مشرۍ لاندې له پاکستاني مسوولینو سره غونډه وشوه، خو بېنتیجې پای ته ورسېده.
نوموړي زیاته کړې، چې پاکستاني لوري ترې غوښتي، چې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه تاسیسات نه جوړوي او هممهاله دې د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړېدو مخه هم نه نیول کېږي.
حکمت ویلي، چې دوی دا غوښتنه رد کړې، چې په غبرګون کې پاکستاني لوري د دروازې له پرانیستلو ډډه کړې ده.

