جمعه, مارچ 13, 2026
Homeافغانستانمیرویس عزیزي:دبۍ کې د یو روغتیایي کمپلکس د جوړولو لپاره ۸۰۰ میلیونه...

میرویس عزیزي:دبۍ کې د یو روغتیایي کمپلکس د جوړولو لپاره ۸۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

افغان سوداګر او د عزیزي بانک مشر میرویس عزیزي وایي، دوبۍ کې د یو روغتیایي کمپلکس د جوړولو لپاره ۸۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کوي.

نوموړی وایي، دا کمپلکس د خپلې لور په یاد جوړوي، چې پکې به یو روغتون او یو د ناروغیو څېړنیز مرکز، په ځانګړي ډول د سرطاني ناروغیو څېړنیز مرکز شامل وي.

د عزیزي په خبره، دا کمپلکس به له ناروغانو سره د مرستې ترڅنګ په نورو هېوادونو کې د دا ډول کمپلیکسونو د جوړولو ملاتړ وکړي.

هغه ویلي، چې په دې اړه به نور تفصیلات وروسته اعلان کړي.

د یادونې ده چې میرویس عزیزي څه موده وړاندې د کابل اتمه ناحیه کې د یو روغتیایي ښارګوټي د جوړلو ژمنه هم کړې وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here