د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د اوبو په نړیوال څېړنیز کنفرانس کې د وینا پر مهال د اوبو د ارزښت په اړه خبرې کړې.
هغه ویلي، چې اوبه یوه طبیعي سرچینه ده، خو د اقلیمي بدلونونو، اوبو ککړتیا، د انسانانو زیاتېدونکو اړتیاوو او د ناسم چلند له امله کمېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د اوبو پراخې طبیعي سرچینې لري، خو د بېلابېلو عواملو له امله دې سرچینو سره مسلکي او ملي چلند نه دی شوی.

